😍 د جـنـت لار 😍

Description
💗دو چيز روح انسان را نوازش مي كند :

🔹يكي صدا زدن خداست

🔹و ديگري گوش سپردن به صداي او.

💗اولي در نيايش و دومي در سكوت.
We recommend to visit

?? ??? ?? ????? ?

We comply with Telegram's guidelines:

- No financial advice or scams
- Ethical and legal content only
- Respectful community

Join us for market updates, airdrops, and crypto education!

Last updated 1 year, 9 months ago

[ We are not the first, we try to be the best ]

Last updated 1 year, 11 months ago

FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM

ads : @IR_proxi_sale

Last updated 1 year, 7 months ago

1 year, 7 months ago

پاکستان کي د تش په نوم اسلامي همکاریو سازمان غونډې اړوند څو خبري:

- په هر وخت او حال کي د خپل اسلامي نظام دفاع او خدمت ته چمتو یو او د بقاء دپاره یې د وس مطابق بې دریغه مبارزه کوو ، ځکه دا نظام د څو څلویښت کلونو وروسته په خورا سترو قربانیو راغلی دی.

- تر څنګ یې د خپل نظام د مشرانو څخه تکرارا په ډېر احترام غوښتنه کوو ، چي د شریعت په چوکاټ کي د نجونو د تعلیم دپاره زمینه برابره کړي او تر نا معلوم وخته پوري د نجونو تعلیم بندول یو خو دا چي هیڅ توجیه نلري ، بل دا چي د نظام د تخریب دپاره یي انسي شیطانانو ته د تخریب سوژه پلاس ور کړي ده.

- له کومي ورځي چي دلته الحمد لله اسلامي نظام حاکم سوی دی ، هلته د پاکستان پر منافق نظام اور بل دی ، او سخت په غوسه دی ، د اولي ورځي څخه یې په تخریب او منافقت لاس پوري کړی دی ، پر مهاجرینو باندي قسما قسم فشارونه ، پر فرضي کرښه تنګسایو ایجادول ، پر نیمه شپه پر ښځو او ماشومانو بمبارد ، او نور منافقتونه.
د پاکستان هغه رزیل نظام دی ، چي تر چتر لاندي یي ، د مرحوم بجیګلر رح په وینا ډيري ښځي د هر ډول ګناه او حرامتوب اجازه لري او په ډاګه د فحشاء مرکزونه خلاص دي....

- تش په نوم د اسلامي همکاریو سازمان چي تر دغه عنوان لاندي امر یکایي اسلام خپرول غواړي ، دلته یي شل کاله د ظلم او اشغال خلاف ټس هم نه واهه ، هلته غ زه کي د دوی تر سترګو لاندي په زر ګونو ښځي په ش هادت ورسیدې او رسیږي ، د زر کونو ښځو تنکي معصوم ماشومان اولادونه ، وروڼه ذبحه سول او ذبحه کیږي ، خو دوی هلته مړې سترګي ورته ګوري او د هغو ښځو حتي د ژوند کولو پر حق لرلو هم ټس نه وهي لحاظا د دوی دغسي جلسې د شیطانت څخه پرته بل څه نه دي.

1 year, 7 months ago

#حدیث_شریف: وعن أبی الدرداء عن النبی صلی الله تعالی علیه وسلم قال: حبک الشئ عمی ویصم. (رواه ابوداؤد)
#ژباړه: د حضرت ابو درداء رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائل: د یو شي سره ستا مینه کول، تا ړوند او کوڼ جوړ وي. (ابوداؤد).
#تشریح: ددغه ارشاد په ذریعه دا حقیقت څرګند سوی دی، چي د مینې لیونتوب انسان ړوند او کوڼ کوي.
چي هغه د مینې غلبې په وجه د خپل محبوب د شی عیب نه لیدو صلاحیت لري او نه د اوریدو، که چیري په محبوب کي یو خرابي وویني هغه ښه بولي او که د هغه څخه خرابه خبره واوري هغه هم ښه ګڼي.
یا دا مراد دی چي مینه انسان د محبوب څخه پرته ړوند او کوڼ کوي، چي هغه د جمال د یار څخه پرته بل هیڅ شي ته نه ګوري او نه د محبوب څخه پرته بله خبره اوریدل خوښوي.
په دغه باب کي دغه حدیث نقل کول پر دي دلالت کوي، چي دغه ارشاد د هغه چا په اړه فرمایل سوی دی، چي د چا په مینه کي مغلوب وي، په باطل او او ناروا کارو کي د هغه حمایت او مرسته کوي، نه حق ویني او نه حق اوري؛ بلکي محض د مینې په خاطر د ناحق او باطل مرسته کوونکی جوړیږي.

1 year, 7 months ago

#حـدیـث شـریـف: وعن ابی هریرة قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم الایمان بضع وسبعون شعبة، فافضلها قول لااله الا الله، وادنها اماطة الاذی عن الطریق، والحیاء شعبة من الایمان. (متفق علیه)
ژباړه: د حضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ایمان د اویا (۷۰) څخه زیاتې څانګې دي په هغو کښي د ټولو څخه غوره ددې خبرې اقرار کول دي، د الله تعالی څخه پرته بل معبود نسته، د ټولو څخه د کمې درجې ایمان د یو ضرري شی د لارې څخه لیري کول او حیا د ایمان یوه څانګه ده.(بخاری او مسلم).

1 year, 9 months ago

ابوبکر رضی الله عنه به ډېر ژړل او ویل به یې: وژاړئ! کنه وبه ژړول شئ.
د الله ج له وېرې به په لمانځه کې به داسې درېده لکه وچ لرګی.
قتاده رحمه الله وایي: ابوبکر رضی الله عنه به ویل: کاش ګیا وای چې حیواناتو خوړلی وی.

حضرت عمر رضی الله عنه د سورة طور تلاوت کولو تر دې چې دې آیت ته ورسېد: [سُوۡرَةُ الطُّور : 7]إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوٰقِعٌ ژباړه: بېشکه چي ستا د رب عذاب هرو مرو واقع کېدونكى دى. د دې آیت په ویلو سره یې دومره وژړل چې مریض شو، صحابه کرام یې پوښتنې ته ورغلل، ابن عباس رضی الله عنه ورته وایي: اې عمره! الله ج ستا په لاس ښارونه جوړي کړي، الله ج ستا په لاس ډېر ملکونه فتح کړي دي او...! عمر رضی الله عنه ورته وایي: زه دا خوښوم چې د الله ج له عذاب څخه بچ شم، نه دې اجر وي نه زجر(عذاب).

عثمان رضی الله عنه به ویل: که زه د جنت او د دوزخ تر منځ شم او په دې نه پوهېږم چې کوم ځای ته راباندې فیصله کیږي، زه دا خوښوم چې ایرې شم، مخکې له دې چې په ما فیصله وشي چې کوم یوه(جنت/دوزخ) ته ولېږلی شم.

[الداء والدواء]

1 year, 9 months ago

د نجات لپاره ایمان شرط دی!

د دوږخ څخه د همیشه خلاصۍ لپاره ایمان شرط دی ځکه، چي کفر شرک هیڅکله نه معاف کیږي.
الله تعالی (جل جلاله) فرمائي:
إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا. النساء: ۴۸.
ژباړه: الله تعالی یوازي شرك نه بخښي له دې څخه پرته، چي نوري هر څومره ګناه وي دي، چي د هغه چا ته خوښه شي وربخښي یې چا، چي له الله تعالی سره كوم بل څوك شريك وګاڼه، هغه ډېر غټ درواغ غوټه کړل او د ډيري لویي ګناه خبره یې وکړه.
تفسير: يعنې مشرک ته له سره مغفرت نسته؛ بلکې دوزخ يې دائمي سزاده.
هو! له شرک څخه ښکته، چې کوم صغيره ګناهونه دي ياکبيره، هغه ټول د مغفرت وړ دي، الله تعالى د هر چا د مغفرت اراده، چې و فرمايي د هغه صغيره او کبيره ګناهونه سره له څه عذاب ورکولو يا بې له عذاب ورکولو معافوي او دا ددې په لوري اشاره ده څرنګه، چې يهوديان په کفر او شرک کې مبتلا دي نودوي دې د مغفرت توقع او هيله نه کوي.
د صحیح ایمان ایمان لپاره یوازي الله تعالی باندي ایمان درلودل نه کافي کیږي؛ بلکي د الله پاک ټول پیغمبران، آسماني کتابونه، دوږخ، جنت، د قبر عذاب او په ورځ د آخرت به یقین او باور لري.
څوک چي د الله تعالی په آخري پیغمبر محمد (صلی الله تعالی علیه وسلم) نه مني د هغه ایمان نه دی مقبول، ځکه محمد (صلی الله تعالی علیه وسلم) د الله پاک آخري پیغمبر دی او خدای پاک دا ګواهي خپله کړیده، الله تعالی فرمائي:
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا. الاحزاب: ۴۰.
ژباړه: اې خلكو! محمد (صلی الله تعالی علیه وسلم) ستاسي له نارينه ؤ څخه د هيچا پلار نه دى، هغه خو د الله پاک رسول او اخرنی او وروستنی نبي دى او الله تعالی د هر شی علم لرونكى دى.
تفسير: يعني هيڅوك دده زوي مه ګڼئ، هو! محمد صلی الله عليه وسلم د الله پاک رسول دى، نو په دغه حساب سره ګرد دده روحاني زامن دي.
د حضرت محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په تشريف راوړلو سره د انبياؤ پر سلسله د اختتام مهر ولګېده اوس به هيچا ته نبوت نه وركول كيږي پس هر چاته، چې نبوت رسېدلى دى نو له همدې جهته د دوي د نبوت دوره له ګردو انبياؤ څخه وروسته ايښل سوې ده، چې د قيامت تر قيام پورې به اوږدوالى لري.
تنبيه: د نبوت د ختم په متعلق له قرآن، حديث، د امت اجماع څخه په سلګونو دلايل ځينو معاصرو عالمانو راټول كړي دي او پرې مستقل كتابونه يې ليكلي دي، چې د هغو له كتلو څخه لږ څه تردد او اشتباه نه پاته كيږي چې ددغې عقيدې منكر قطعاً كافر او له اسلامى ملت څخه خارج دى( او دى الله جل جلاله پرهر څيز ښه عالم) يعني: همدغه الله جل جلاله پر دغه باندې هم عليم او خبير دى چې د رسالت يا د نبوت ختم په كوم ځاى كې كېښودل سي.

1 year, 9 months ago

نرمي د انسان ضعیفي نه ښيي، اوبه له هر شي نرمې دي خو قوت یې لویې ډبرې له ځان سره وړي

2 years ago

#شکرگزاری

۞ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ

همانا خداوند بسیار توبه پذیر و مهربان است.

2 years ago

نیایش صبحگاهی

‌‌‏ ‏پروردگارا؛

تو را به مهربانیت سوگند
چراغ هدایتت را کمی
پایین‌تر بگیر
تا روشنی بخش راه
نامشخصم باشد
نمی‌خواهم بدون راهنمایی
تو به جایی برسم که
برگشتنم دشوار گردد و
پشیمان شوم ...
مرا دریاب و به قلبم
فرود آی
که این خسته دل
نیاز دارد نگاهت را
مهربانی و همراهی‌ات را؛
به توکل نام اعظمت ای
گشاینده کارها؛

"آمین "?

2 years ago

#شکرگزاری *?
۞ والسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى«۴۷/طه»
*
سلام بر کسی که از هدایت خداوند پیروی کند

2 years ago

«أَلا بِذِكرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ القُلُوبُ»

مهم نیست چقدر اندوهت عمیق است. زمانی که دلت به نور خدا روشن باشد، قلبت دوباره لبخند خواهد زد..❤️‍?

‎‌‌‍‌‍‌‍‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‍‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‍‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‍‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‌‎‌‌‎‌‌‍‌‎‌‌‌‎‌‌‌‌‌‌‎‌‌‌‌‌‌‎‌‌‌‌‌‌‎‌‌‌‌‎‌

We recommend to visit

?? ??? ?? ????? ?

We comply with Telegram's guidelines:

- No financial advice or scams
- Ethical and legal content only
- Respectful community

Join us for market updates, airdrops, and crypto education!

Last updated 1 year, 9 months ago

[ We are not the first, we try to be the best ]

Last updated 1 year, 11 months ago

FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM

ads : @IR_proxi_sale

Last updated 1 year, 7 months ago