( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
پناه کیږم دې له وره غږ راوکه
غږ مې اورې د زړه سره غږ راوکه
غږ راوکه ګنې ډېر ارمان به وکړې
بیا دې نه اورم خبره غږ راوکه
باوجود د بې ننګۍ دې هم در ګرځم
ته خو یو ځل ستمګره غږ راوکه
ش : ؟
خیانت د احمقانو ځانګړنه ده، ځکه ذهنونو یې دومره لوی نه دي چې صداقت ولري.
ژباړه:
د عمر بَد د ماشـومانو په پېغور اخلي
پښتانه څومره په وړه خبره اوور اخلي
خلک زما په ژړا دومره تحقیق ولـې کوي
چـې د ماښام تیارې خورېږي ډیوې اور اخلي
پروازه! زه او زړه اکثر پرَدي غمـونه ژاړو
زه یې د نورو نه ساتمه او دے نور اخلـي
#پرواز
طبعیت💔
عتیق الله همت
غزل: همت کوچی
په سوال نه راځو په زور بېرته را ګرځو
د طوفان غوندې په شور بېرته را ګرځو
که حالات مو هر څو لرې لرې یوسي
خو پوښتنې ته د ورور بېرته را ګرځو
اوښکې پاکې کړه له سترګو نه دې جار سم
ته بې غمه اوسه مور بېرته راګرځو
توره شپه ده لاره ورکه یاران وایي
له دې وړاندې نه ځو نور بېرته راګرځو
چې وعدې رانه همته ماتې نه سي
ځان ته نه پرېږدو کوم تور بېرته راګرځو
غزل
زهر يې راکړل که نشه يې راکړه
اعتبار مړ کړمه دوکه ېې راکړه
سبا يې ډکې سترګې نشم ليدى
خدايه که لور راکوې مړه يې راکړه
يوه مچکه ده نو څه پرې کېږي
يره د حسن نظرانه يې راکړه
ما هسې ټوکو کې د تلو وويل
ويل يې تلى شې اجازه يې راکړه
مرې بهسودواله څه خوشال خو نه يې
په جار ونه وايې چې خوله يې راکړه
غزل
د یو وجود قدر سایه غواړي
ژوند څومره لویه حوصله غواړي
په ایینو باندې به نه ګرځېده
اوس ترینه څه خپله څېره غواړي
زه خو د خپلې برخې ویر کومه
نور رانه څه ماتمکده غواړي
د لیونیو خواهشونه ګوره
څوک دي چې خپله تماشه غواړي
د وجود سیر دومره خبره نه ده
یوازې زړه لږ ایینه غواړي
په ځمکه ویړې شوې د ستورو جلوې
کړاوه نور رانه څه شپه غواړي
کړاو منګل
رَبِّ اَنّيْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ!
زما مهربانه ربه! زہ بې وسه یم ته زما مرسته وکړه!
ژوندهٔ! نخرې کوهٔ، مزې کوهٔ، ملنډې وههٔ
ښهٔ ناروا، او بې ګناهٔ دې ایسار کړی یمهٔ.
ما ته چې زاړۀ ملګرې ګوري نو بوږنېږي به
باغ ومه خو شاړه مقبره دې رانه جوړه کړه
(ظهير نجيم)
هغوی چې غواړو خپل یې کړو لرې کېږي، کوم چې غواړو لرې یې کړو را نږدې کېږي.
?
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago