( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
غوره ویناده لوستل حتمآوکړی🥰
که غواړئ چي تل د عزت خاوند شي اسلامي لباس مه هیروه.
که ښه ژوند غواړئ د هر چا ښه خبره مه هیروه.
که شفاعت غواړئ په نبي عليه السلام درود مه هیروه.
که مرسته غواړئ رب مه هیروه.
که حسن غواړئ تلاوت مه هیروه.
که کاميابي غواړئ لمونځ مه هیروه.
که مينه غواړئ مور مه هیروه...!!!!❤️😊
╭╾─🧸✨🤍 auwtjwbj
●❥ •https://t.me/NowedJ
#لایک❤️
✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨
ستړي ستړي مزلونه دی او زه یم
راسره د یار غمـــونه دی او زه یم
یو اُمید می په دنیاګی پوره نه سو
ټول نمیګړی اُمیدونه دی او زه یــم
😢💔
ــــــــــــــــــــــــــ....
💔
╭╾─🧸✨🤍 auwtjwbj
●❥ •https://t.me/NowedJ
#لایک❤️
✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨
پـــــښتانه لکه بــــنګړي دیار دلــیچو💍
د یو بل سره په خپلو کې په جنګ دي👊!
╭╾─🧸✨🤍 auwtjwbj
●❥ •https://t.me/NowedJ
#لایک❤️
✨ــــــﮩ۸_🦋ــ۸ـﮩـــــ✨
د خوبه ویښ شه ما ته ګوره
زما خومارې سترګې ډیرې خوښې دینه
#ادبی شعرونه اوټپی
تلم او راتلم آخر خالي مکان ته ودريدمه
زه چي له ځانه مرور وم ځان ته ودريدمه
دا شپه زموږ د بدبختۍ حالونه چاته وايي
يوه شيبه له ستورو ډک اسمان ته ودريدمه
???
#ادبی شعرونه اوټپی
اننګي یې دومره سره په څه سبب دي
عجیبه ده، جنتونه په غضب دي
ښکلي مخ ته خامخا سترګې وراوړي
بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي
د ريا زاهدان سپي د دوزخونو
شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي
ستا باڼه مې د زړه جېب کې وهي ګوتې
لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي
پیر محمد کاروان
#ادبی شعرونه اوټپی
سترګو مې زړه ته ګیله وکړه
مین پرې ته وې اوښکې زه اوس تویومه
زړه مې ځواب کې ورته وویل
لیدلی تا وو غرق دې زه ورباندې کړمه
#ادبی شعرونه اوټپی
شاید مړ شم د هغې د واده شپه ده...
په وجود کې مې د ننه ساه خفه ده...!
زما ټولې خوشحالۍ هیلې شوې خاورې...
ورته جوړه د نکریزو تماشه ده...!
یو جنۍ د پلار په کور زهر خوړلي...
هم عاشق یې ځان وژلی جنازه ده...
#ادبی شعرونه اوټپې
زه له ټولې دنیا ښکلی وم په خوب کې
زه بیګا یو ځای ته تللی وم په خوب کې
د شرابو د ویالې په غاړه ناست وم
زه جنت کې چا لیدلی وم په خوب کې
له خواږه خوب شوه بیداره غاړه یي راکړه
لکه زه یي چي بایللی وم په خوب کې
مولا وایه د دي خوب تعبیر به څه وي
یو جینۍ له لاس نیولی وم په خوب کې
ستا د سترگو د بڼو په جیلخانه کې
بي ګناه په دار ختلی وم په خوب کې
ستا د مخ له اننگو سره په جنگ وم
ستا بڼو په زړه ویشتلی وم په خوب کې
#ادبی شعرونه اوټپی
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago