?Rokhan library ?روښان کتابتون?

Description
?روښان کتابتون ?
هر ډول علمي،سياسي،اقتصادي،ديني او عصري،ناولونه،تاريخې معلوماتي کتابونه، احاديث، غوره ويناوې، شعرونه په مختلفو ژبو کې نشر کيږي
پښتو،فارسي،عربي،اردو،انګليسي،
مقصد مو د مطالعې عام کول دي♥️
تبادله: @kingrokhan
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir

1 year, 7 months ago
***?*** [#په](?q=%23%D9%BE%D9%87) کور کې د ماشوم …

? #په کور کې د ماشوم په څېر اوسه!

?عمر بن الخطاب (رضی الله عنه) فرمایي:یو سړي ته مناسبه ده چې له خپلې کورنۍ سره په چلند کې نرم، مهربان، د محبت او الفت ډک، او د یو ماشوم په څېر وي. خو کله چې ټولنې ته داخل شي، باید د یو جدي او دقیق سړي په توګه خپلې دندې په پوره مسوولیت سره ترسره کړي.

?اهداف ومرام؛ شرح فارسی بلوغ المرام

1 year, 7 months ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګناهونه مې ډېر دي، نه شم کولی چې توبه وکړم ځکه دومره ډیر ګناهونه الله نه بښي...!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له ځينو خلکو چې پوښتنه وشي چې ولې دومره د ګناه کارونه کوي ؟ وايي: ځکه چې ګناهونه مې ډېر دي ، نه شم کولی چې الله تعالى ته وروګرخم !

سبحان الله! دا خبره شیطان ګنهکارو انسانانو ته وحې کوي ځکه په ګناه باندې ټینګار کول له لويو جرمونو څخه دی.

خورې او وروره د پلار (آدم علیه السلام)په څیر شه،ګناه يې وکړه او له ګناه وروسته يي توبه وکړه او الله تعالى هغه ته بښنه وکړه.په ګناه کې د ابلیس په څېر مه کېږه چې ګناه يې وکړه او توبه یی هم ونه کړه او الله تعالی په دنیا او آخرت کې وراته.

خورې او وروره! دالله له رحمت څخه مه ناهیلی کېږه مه وايه چې ګناهونه مې ډېر دي او توبه امکان نه لري.

«له ابو هريره رضى الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ فرمايي: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په واک کې دی ، که تاسو ګناه نه کولی ، الله تعالى به تاسو له منځه وړي وی او په ځای به یې داسې قوم راوستی و چې ګناه کوي او له الله تعالى بښنه غواړي او الله تعالى به يې بښي».[صحيح مسلم ، ۲۷۴۹].

او همدارنګه فرمایی:(که بنده ګانو ګناه نه کوله، الله تعالی به داسې مخلوق پیدا کړی وچې ګناه به يې کوله ، بیا به الله تعالی دوی ته مغفرت کولو او هغه غفور او رحیم ذات دی»[ترمذى ].

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه وايي:(هېچا ته حلاله نه ده چې د الله له رحمت څخه ناهیلی شي حتى که يې ګناهونه لوى وي)[مجموع الفتاوى]

خوري او وروره! الله تعالى حاضر دی چې ستا توبه قبوله کړي نو آيا ته حاضره يې چې توبه وکړې؟

همدا اوس هوډ وکړه چې بدلون راولي!

د فرعون ښځې هوډ وکړ چې بدلون راولي او د جنتي ښځو له ډلې وګرځېده!

د نوح عليه السلام زوى د بدلون لپاره تصمیم نه درلود نو ډوب شو او دنورو لپاره عبرت و کرځید.

لومړی ښځه (آسیه) د یو سرکش مېرمن وه او دوهم کس د یو پیغمبر زوی و....

د بدلون لپاره هېڅ بهانه د قبول وړ نده...دا ته خپله يې چې تصميم نيسې تر څو بدلون راولي!

ابن قيم رحمه الله وايي: «الله تعالى ګناهونه پوښي بیا موږ ته غږ کوي ، زموږ ګناهونه بښي ، له موږ سره مینه کوي او بیا زموږ ګناهونه په نېکيو بدلوي».
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه څه چې باید ټولې مسلمانې ښځې پرې پوهې شي

1 year, 7 months ago
?Rokhan library ?روښان کتابتون?
1 year, 7 months ago
***?***د حجاب په اړه می(50)نه زیات …

?د حجاب په اړه می(50)نه زیات کتابونه ولوستل، ما وموندل چې حجاب یعنی:

?هر کله چې نا محرم ستا طرف ته وګوري، ستا بشپړ حجاب له امله یې، لیدل بې مفهومه شي.

?خو هغه حجاب چې دخلکو توجه ځانته راجلب کوی،هغه حجاب نه بلل کیږي،په ځانګړي توګه ښځې چې خپل وریځې او سترګې ښکلي کوي،او بیا یې د نندارې لپاره وړاندې کوي!

? حجاب دا نه دی چې د بدن د غړو د ښکاره کولو سبب شي. بلکې؛ حجاب عبادت دی که چېرې په بشپړ ډول ترسره شي او د فتنې سبب ونه ګرځي.

?ازکتاب: «تحفه قیمتی برای زنان مسلمان».

1 year, 7 months ago
1 year, 7 months ago
کتاب : جوانی کو ضائع کرنے …

کتاب : جوانی کو ضائع کرنے کے نقصانات
مؤلف : مولانا ارسلان بن اختر میمن صاحب

1 year, 7 months ago
1 year, 7 months ago
کتاب : آپ کی پریشانیوں کا …

کتاب : آپ کی پریشانیوں کا حل - وظائف نبوی ﷺ کی روشنی میں
مؤلف : مولانا ارسلان بن اختر میمن صاحب

1 year, 7 months ago

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع تکبر(۴)آخره برخه د تكبر علاج
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تكبر هلاكوونكي بيماري ده او په هر چا کې څه ناڅه موجود وي.ددې لري کول فرضي عين دي،دا د انسان نه په آسانه نه لري کيږي،بلکه ددی دپاره پوره همت په کار دی.

اوس ددي:علاج دپاره دوه طريقي دي:

اول دا چی انسان د زړه نه د تکبر جرره ختمه کړي.

دویم دا چی:د کومو اسبابو په وجه تکبر پیدا شوي وي هغه أسباب ختم کړي.

د تكبر جرړې ختمولو علاج:"خپل رب او خپل ځان پیژندل"د اول قسم علاج تفصیل دادی چی کله انسان خپل رب او خپل ځان وپیژنی نو په خپله به دده د زړه نه دتكبر جرره ختمه شي.

یعنی انسان چی کله د الله تعالى عظمت او لويي وپيژني،د الله تعالی په گرفت او د هغه په صفاتو باندې نظر واچوي نو ده ته به معلومه شي چې تکبر او لويي صرف او صرف:الله تعالی سره مناسبه ده،د عاجز انسان سره مناسب نده.

همدارنګه چي کله انسان خپل ځان و پیژني چي اول زما هیچ وجود نه و بیا اله تعالى زه د يوي نطفي نه پیدا کړم، دنیا ته راغلم،كمزوري وم ، بيا الله راته قوت راکړو.

په دنيا کي چي ګرځم هر وخت په خپله خیته کی ګندګی ګرځوم،بیا به وفات کیږم او په قبر کي به د چینجو خوراک جوریږم،او آخر به د الله وراندي ته دحساب لپاره پیش کیرم،

د تکبر د اسبابو علاج:

د دويم قسم علاج تفصیل دادی چی دکومو اسبابو په وجه تکبر پيدا شوي وي همه.اسباب ختمول په کار دي،هغه اسباب دادي:

(۱)-په خپل نسب باندي تکبر کول.
(۲)- په خپل ښائست باندی تکبر کول. (۳)-په خپل قوت باندی تکبر کول.
(۴)-په ډیر مال او په عهدو باندی تکبر کول.
(۵)-په علم باندي تكر کول.

اوس ددي:هر یو د پاره خپل علاج دی:

۱-د نسب په وجه د پیدا شوي تكبر علاج:که په چا کی تکبر د خپل نسب په وجه پیدا شوي وي یعنی دده نسب دير وچت وي. نو ددي علاج دادی چې دادي د ځان سره سوچ وکړي چي زه خو د بل چا په کمال باندي تکبر کوم حالانکه انسان ته د بل په کمال باندي تکبر ندي په کار بل دا چي دا دې د ځان سره دا سوچ وکړي چې زما پلار نیکه خو هم د نطفي نه پيدا شوي وو نو بیا زه د هغوی په کمال باندي ولي تكبر وکرم.

۲-د ښائست په وجه د پيدا شوي تكبر علاج.که په چا کي تکبر د خپل ښائست په وجه پیدا شوي وي نو ددي علاج دادی چې دا دي خپل باطن ته د عقلاؤ په نظر باندي وګوري،خپل ظاهر ته، دچار پيانو په نظر باندي وه ګوري.

یعنی که یو کس خپل باطن ته سوچ وکړي نو ورته معلومه به شي چې هر وخت د انسان په کولمو کي ګندګي وي.

۳-د قوت په وجه د پیدا شوي تكبر علاج که په چا کې تکبر د خپل قوت او طاقت په وجه پيدا شوي وي (يعني قوت په کې زيات وي او ددي په وجه تكبر كوي)نو ددي علاج دادی چي دا دې د ځان سره سوچ وکړي چې که الله تعالى په ده باندې څه سخته بیماری راولی یایی یو رګ بند شی نو بیا به سخت عاجز شي.

او که یو انسان د غټ والي،زور او قوت په وجه تکبر کوي نو بيا خو دده نه خر غوائی ،فيل،وښ،او زمري هم قوي دي،نو کوم صفت چي په حيواناتو کې دده نه زيات دی نو په هغي صفت باندي انسان ولي تكبر وكړي.

۴-دمالدارۍ او نورو خارجي شیانو په وجه د پيدا شوي تكبر علاج:که په چا کې تکبر د مالداری،زيات مال، عهدي، حکومت او نورو خارجي شيانو په وجه پيدا شوي وي او دا د تکبر په اقسامو کي دير قبیح قسم دی نو ددی علاج دادی چی انسان باید ځان سره دا سوچ وکړي چې په دې شيانو باندي تكبر كول لوي جهالت دی،ځکه دا مال دولت خو دیهودیانو او نورو کافرانو سره زمونو په نسبت زیات دی،نو بیا خو په دی صفت كي يهوديان او کافران زمونږ نه مخکی شوی.

(۵)-د علم په وجه د پیدا شوي تكبر علاج که په چا کی تکبر د علم په وجه پیدا شوی وي نو ددي قسم علاج اګر چی لږ ګران دی ځکه دعلم مرتبه د الله تعالی په نزد ډیره وچته ده او عالم ته هم په معاشره کي هر کس د قدر په سترګه ګوري خو بيا هم د دي تكبر علاج به دوه طريقو سره کيږي:

اوله طريقه عالم دي په دې باندي پوهه شي چي که زه نافرمانی وکرم نو زما سزا دنورو خلقو په نسبت باندي زیاته ده،ځکه څوک چې د علم با وجود د الله تعالى نافرمانی( تكبر وغيره)كوي نوده دعلم ناشکري وکړه،او په ده باندي ددي علم په وجه حجت هم تمام شوي وي نو سزايي د نورو نه ډیره سخته ده.

بل دا چې دداسي بي عمله او متكبر عالم د پاره په قرآن کریم او احادیثو کي سختي سزاګانی هم ذکر شوي.

دویمه طریقه داده چې عالم دي ذهن ته دا خبره راولي چي تكبر او لويي صرف د الله تعالی سره لائق ده، اوس چې انسان هم تکبر کوي نو په دې سره دا د الله تعالی د غضب مستحق ګرځی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه (۱۴) جلد

1 year, 7 months ago
?Rokhan library ?روښان کتابتون?
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir