?? ??? ?? ????? ?
We comply with Telegram's guidelines:
- No financial advice or scams
- Ethical and legal content only
- Respectful community
Join us for market updates, airdrops, and crypto education!
Last updated 7 months ago
[ We are not the first, we try to be the best ]
Last updated 9 months, 2 weeks ago
FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM
ads : @IR_proxi_sale
Last updated 5 months, 1 week ago
جانان روان دی
ده بلال ده سترګوتور جانان روان دی
ده صدیق ده زړه ټکور جانان روان دی
پر عمر ده لېونتوب څپه ښکاره سوه
ده علي ده خوشحالیو ډېوه مړه سوه
پر عثمان باندي بل اور جانان روان دی
ناست دي ټوله پرېشان اصحاب ژړېـږي
مخته ګوري ده جانان اصحاب زړېـږي
پر یار سپین کفن راخپور جانان روان دی
ده عایشې مورکۍ دلبر کړې سترګي پټي
ها و تورو شپو ته لمر کې سترګي پټي
پر خالد یه شو غم زور جانان وران دی
حسنین په چغو ژاړي جوړ قیامت دی
له دونیانه ده محبوب جانان رحلت دی
ویر پریاد دی کور په کور جانان روان دی
اخ :هنــره: په ژږا اسمـان زمین دی
حبیب درومي ټول حجاز خفه غمګین دی
ځي ده بل جهان په لور جانان روان دی
هنرافغان
څه دروکم نه صبرېږې نه رغېـږې
خوار زړګیه لا تر څو به ته دردېـږې
ده یوچا ده خوږو سترګو دیدن غواړې
که سهار وي که ماښام پسې ژړېـږې
ده سکون ډېوې دي ښکاري تل خاموشي
نا قراره یې له ځان سره تـپېـږې
ده بېلتون و لمر ته پروت یې لاس تړلی
لکه واوره ویليکېږې اونَـنېــږې
ده علاج درمل دي نشته په جهان کي
ده عشق رنځ باندي اخته یې نه سمېږې
ټوله وینه دي ده زړه کړه رانه وچه
انتظاره تر وصال څه وخت رسېـږې
ده ناکامي میني درد دي په وجود کي
اخ هنره چي ماتېـږي هم راولېـږې
? هنرافغان
صــــنمه...!
په اور یم سوی ده هجران او بېلتانه صنمه
رنځور زړګی مې رانه غواړي ستا کاته صنمه
ده انتظار لېونې تنده چي پرې ماته کړمه
په ما پیرزو که د وصال دي لږ اوبه صنمه
لکه یوسف شولې پناه ورک دي دیدن شو رانه
درپسې کم مې شو دَ سترګو اخ لیده صنمه
دردمن حالاتو کي راګیر یم تل مُدام ژړېږم
اوښکي رواني مې همېش پر ګرېوانه صنمه
یوه لحظه مې نه پرېږدي ده آرام ساه ته یاره
پر مات وجود مې سخت دردونه دي پراته صنمه
ستا جُدایۍ کي ما هنر روغ ورځ ليدلې نه ده
په ترخو واوښته د ژوند مې ټول خواږه صنمه
هـــنرافغان
کړمه برباد
ومه آباد کړمه برباد ستا غمجن یاد جانانه
په زړه زهیر په زړه رنځور سومه ناښاد جانانه
ده جودایۍ بېتابه درد مې دی نیولی وجود
شپه وو ورځ یمه په سلګو اوپه پریاد جانانه
ستا تلو سره مې ارمانونه ده زړګي خاوري شوه
هيلي مې مړې شوې سخت فراق دي کړم نامراد جانانه
ژوند راته اور دی زندګي مې سم ده زهرو په څېر
بند سوم د هجر په قفس ومه آزاد جانانه
دیدن دي نشته رانه ورکه ده زړه سره یاره
درپسې وران یم لکه خپل دا وران هیواد جانانه
هنره! نه مې شته خوښۍ نه خوشحالۍ په ژوند کې
را باندي شوی ښه پریمانه ده غم داد جانانه
هـــنرافغان
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ : پرون په
(ادبی بهیر غزل بڼ) کې ده شاعرانو شریک شوی بیتونه یوسو غوره بیتونه یی دلته راسره مطالیعه کړی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عقل مه غواړه رحمانه بخت ترې غواړه،
عقلمنــد د بخـــتـــورو غــلامان دې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داچې ښکاري بیافضا عطرورینه
دجمعې شپه ده دُرودونه پرجانان دي
قائدعمر
وزر سوي چې داورله منځه درومي
حقیقت کې دادمینې پتنګان دي
منتقم ابوهبة الله
شپه اورځ یی له رب غواړی په دوعاکې
پرنبی جانان مې ټول خلک مینان دې
مولوی حاجی ناصرساحل
دهیچا دزړه په رنځ پوهیدی نه شی
ددنیاطبیبان واړه ناپوهان دی
ط.حسین زی
لکه واوره ده بیلتون لمر ته ويلېږم
زړه کي بل مې تل اورونه ده هجران دي
نور دي هیڅ نه یاده وم بې وفا یاره
ځان ته کړي مې ده صبر تاويزان دي
هنرافغان
دا مجاز عاشق په مینی څه پوهیږی
دا چی مینی په سر اخلی اتلان دي
قاری مخلص
ډیر احطیاط کړه طالب جانه امتحان دی
دې نظام ته مو قربان ډیر شهیدان دي
نظري پکتیاوال
چی یوچایی هم ملاتړنه کاوه پیره
ګوره اوس هغه ددی ملک حاکیمان دی
طالب لعلم نیکمل
داهیواد نور له جنګونو په امان دی
ټول وګړي دي وطن یې ګواهان دي
الحافظ ایوبي کامران
اي ملګرو ارمان وکړى دتير وخت مو
چي قربان شوه هغه تللي دي ودان دي
ستاد صبر برکت دى پيلغي کونډي
حکماء ستادشهيد لالي ياران دي
حسام جلالي هلمند
له خپل سنګه نه يې در لري که صاحبه
زمونږ د خپل شهيد ورور دا قاتلان دي
ق سبحان اللّٰه اغا
دغرورله څاروۍ هرمغروریه کوزکړو
دغــه ګـــوره شازلــمـي دخراسان دي
حیدري اشنابادغیسوال
د غمو درياب کي غرق شوم مرسته وکړه
را چارپيره مي له زړه د درد پيريان دی
فداء جو طالب
په کابل کي چی په هڅکه غاړه ګرځي
دا زلمي ده ملا عُمر ده سپین کاروان دي
محزون طالب
چاچي سخته کي تکلیف زحمت ګـالـلی
اوس هغه د امتیاز وړ حقـداران دي
عـابدعُـزیر
شهادته عجیبه کاني دي وکړي رانه وړي دي دیو هدف یاران دي حافظ جهادمل بلخــي
نور مو مه وهه جهانه درمعلوم یو
ایمانونه مو محکم لکه سندان دې
احمد الیاس
د غـــــمــــو پیټې په شا وس ګرزومه
زما حماس له څنګه ورک انډیوالان دي
حکمت حماس
چی خندل بیی راسره په هر محفل کی
اخ یاران می میلمنه د قبرستان دی
جهاد مل میدانوال
دا چی یی امریکا کړه شرمنده نړی ته
دا بل څوک ندی دغه ټوله افغانان دي
قری ریحان مهاجر
پر مخ تګ دګران وطن چ زغماي نسي =
دغه ټول دجمهوريت ترجمانان دي=
(حنيف)
پښتانه به يو په بل کي سره وروڼه=
په يوالی کي لګيا ټول شاعران دی=
(فکرمند)
پای
Telegram
دلرېش وفادار
السلام علیکم داچینل زما دزړه وضاحت دی که غواړې ماولولې نو دلته راسره پاتي شه
فایل صوتی از طرف هنرافغان
مـــــړ کېږمه
ستا له انتظاره نــور مـــړ کېږمــه
راشه ورکــه یاره نـــور مــــــړ کېږمه
ده بېلتون تېرو غشو ښکار کړی یم
یم زخمي پرهاره نـــور مړ کېږمـــه
چاته چي مې زړه او په جانان ویل
بېل کړم پرنیم لاره نــــور مړ کېږمه
کړمه پر ځوانۍ لکه ګلاب خزان
ده هجر انګاره نــــور مړ ګېږمــــه
نــور مـې درمـلـنه عــلاج نـه کېږي
پروت یم سخت بیماره نور مړ کېږمه
وه مـــې کـــه هنـره دا آخــر دیدن
ځم د ژوند له ښاره نـور مــړ کېږمه
ـــــــــــــــــــــــــ
هـــنرافغان
?? ??? ?? ????? ?
We comply with Telegram's guidelines:
- No financial advice or scams
- Ethical and legal content only
- Respectful community
Join us for market updates, airdrops, and crypto education!
Last updated 7 months ago
[ We are not the first, we try to be the best ]
Last updated 9 months, 2 weeks ago
FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM
ads : @IR_proxi_sale
Last updated 5 months, 1 week ago