بـــــدر ،،،%❤️

Description
پښتون به وخته وي پرې سر خوړلی
چې پنجابی وزیرستان وژنـــي
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

1 Jahr, 5 Monate her

:**الاسٌلامْي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کيژي
نوی ترنم
کسر:
د دین هیواد شرف ته سپر زلمیه
خدای دې ساته لۀ هر خطر زلمیه

غږ/ وقاراحمد وزیر
شاعر/ محترم بــدر#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal69

1 Jahr, 5 Monate her

غزل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کۀ چیري پس لۀ مرګ ژوندي سوه در ستانۀ سرونه
قسم دی بیا به کړو له دینه نزرانۀ سرونه

موږ لۀ بې قدري نړۍ نلرو د قدر هیلې
چرته به ټیټ نۀ شي نړۍ ته زموږ درانۀ سرونه

د وخت ابدال د اتحاد رسۍ کړه کلکه ځکه
چې ګرځوي پۀ لاس کې قام د پښتانۀ سرونه

افغان خو ښۀ دی چې لري توره خنجر پۀ لاس کې
د هر غلیم یې ورته ایښي دي پر زړۀ سرونه

زموږ هیواد د سر شیندنې پۀ درشل کې ثبوت
لۀ دښمن پاتې پکې مات کاږه واږۀ سرونه

لۀ ځانه پرته بل عاقل پر دنیا نۀ ویني غرب
بدره! لۀ روغ رمټو جوړکاندې پاستۀ سرونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بـــدر
۲۷/اکتوبر۲۰۲۳م

1 Jahr, 5 Monate her

لنډ بیت?

پۀ تصویرو باندې یې نۀ پالمه
د دین هیواد  مینې ته سر لرمه

#بـــدر

1 Jahr, 6 Monate her

غزل
ــــــــــــــــــ
لا پۀ سپینوکې مو تور لټوي خلک
لا ړاندۀ دي چې مو نور لټوي خلک

لۀ کرداره مو هرڅۀ ورته څرګند دې
بیا مو هم لۀ هر یو لور لټوي خلک

پۀ سر زور مو راج چلیږي پۀ مېړانه
عجیبه ده موږ کمزور لټوي خلک

تاریخونه زما د قام پۀ ننګ ګواه دي
زما پۀ قام کې کوم پېغور لټوي خلک

مؤمین خان د زمانې! أفغانستان دی
یرغلګر پکې نسکور لټوي خلک

د غلامي پاچاهۍ لپاره بدره!
د غرور پر نیلۍ سپور لټوي خلک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدر
۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳م

1 Jahr, 6 Monate her

یاره نو له تاسي به سړی په غوښتنو دا لایکونه غواړي؟??

1 Jahr, 6 Monate her

#د_هرات_درنې_غمیزي_ته?

خوښۍ د خاورو سره خاورې شولې
بلي پر زړو سکروټي سرې! هراته

داغ د انګار مو په زړۀ وکړې نخرې
له سترګو درومی اوښکې مړې! هراته

له سپین رخسار دې خړ ګردونه تاؤ دي
خاورې سپېرې پر تا پرتې!  هراته

یوه ماشومه له درنې کورنۍ
یوازې پاتــــــــه بې اسرې! هراته

څنګه را ړنګ کړلې د هیلو کوره
د کومو سترګو نظرئې! هراته

بدره! پینځه واره له مرګه بچ شوې
خدایـزده تر څو بـه پاتې یې!  هراته

#بدر
۱۱/اکتوبر/۱۰  ۲۰۲۳م

1 Jahr, 6 Monate her

توجه؟
محترمو وروڼو دا تاسي ولي لایک نکوی?

1 Jahr, 6 Monate her

غزل

ښکاري پۀ خپل لاس باندې ځان وژني
څوک چې زما افغانستان وژنــي

پښتون به وخته وي پرې سر خوړلی
چې پنجابی وزیرستان وژنـــي

پۀ همکارۍ د زړۀ به سر ور وړمـــه
مینه له زړۀ مې دار، زندان وژنــي

را پارولی د ایمان ولـــولــو
دغـه تش لاســـی ټول کاروان وژنـي

دا بې ضمیره قرآن څۀ پېژني
چې بې دلیله مسلمان وژنــــــــــي

لا یې عبرت اخیستی نۀ دی بدره!
څوک چې لا بوخت دي افـــــغانان وژنــــــــي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدر
۶/اکتوبر/۱۰ ۲۰۲۳م

1 Jahr, 6 Monate her

د مظــلوم د انتـــقام شېـــبې را لنــډي
د ظالم سره حساب کول پکار دي

تــوره نۀ باید پۀ ځمکه بانــدې کېــږدو
له غروره ډک سرونه ګرفتار دي

دلته هره لار کې دار ته ضرورت دی
چې پۀ حق باندې تېری کړي وړ د دار دي

بربادۍ ته باید کېږدي د پای ټکی
وخت راغلی دلته هرڅه پۀ خپل وار دي

پېژندلي مې خپلوان او پردي یو یو،
چې هرڅۀ یې پر ما کړي دي پۀ شمار دي

کۀ حق وایې دا جهان دې مخالف دی
بدره! ټوله مخالفه دې اغیار دي

#بدر
۳/اکتوبر/۱۰  ۲۰۲۳م

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago