شاعر امان الله سالار

Description
دلته به زموږ نوي اشعار او دخوږ ژبو ترانه ویونکو په غږ ترنم سوي تراني درته نشرو

https://t.me/amansalaar68

تبادله والا میسج وکړئ ?
میسج @AmanullahSalar
.
.
.
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

hace 1 año, 8 meses

**النبوي اداره یې وړاندي کوي
تازه ترانه

بس دی پرې مي ږده د مات زړګي دردو ته
چــــــــي شپې روڼي کړمه تیرو خاطرو ته
لــــــــرم زړه کي سخت دردونه د وختونو
اوس به ژاړم ستـــــــــا د ناز هغه کیسو ته

ترانه ویونکی/
قاري نجیب الله هلال
شاعر/ امان الله سالار**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat123

hace 1 año, 8 meses

افغانستانه

زماګــــران افغانستـانه مېړنی یې
د زخمـي زړګـي درمـانه مېړنی یې

زه په تا باندي مین یـم زما هیواده
اریـانــا ای با وجــــدانه مېړنی یې

ته یو زړه یې د اسیا موږ په تا ویاړو
ای شیـرینه خـــراسـانه مېړنی یې

د ابدال او غزنوي یو ښــکلی کـور یې
ته دډیره وخت خـزانه مېړنی یې

دا دنیـــا ډېـــره حیـــرانه ستــا غیرته
غیرت منـه قهـرمــــانه مېـــړنی یې

دا سالار دي مدام ستــایي ته اتل یې
لرې ښکلی یو نښـــانه مېړنی یې

(8)

hace 1 año, 8 meses

غزل            طرز←درد للوو کړم

بس دی پرې مي ږده د مات زړګي دردو ته
چــــــــي شپې روڼي کړمه تیرو خاطرو ته
لــــــــرم زړه کي سخت دردونه د وختونو
اوس به ژاړم ستـــــــــا د ناز هغه کیسو ته

هسـي نه چي ته جدا سوې زه تبـــــا سوم
مــــــــــا ژړلي داسي وخت داسي فکرو ته

د رنځـــور ژوندون په درد مي خبر نه سې
چــــــــي مي څه کړي دا ستړیو مرحلو ته

دا حالات مي هیڅ د زړه نه وځي ژوند کي
جــــــــدایي دي کړم مجبور ژاړم وختو ته

څــه خواږه لفظونه زما څخه اوس هیر دی
یم اختـــــــه خاص دا ترخو ترخو لفظو ته

د سالار! ژوند په دردونــــــــو او فکرو دی
خیر دی مـــــــــه ګوره زمـا نور مجلسو ته

☆҉‿➹⁀☆  ҉
·,¸¸,?.·´‌‌‎‌‌‎⚘۝⚘·.,?¸¸,.·´
       ·.,¸¸,?.·´‌‌‎‌‌‎⚘۝⚘·.,?¸¸,.·
               ·.,¸¸,?.·´‌‌‎‌‌‎⚘۝⚘·.,?¸¸,.·

hace 1 año, 10 meses

له ډېر وخت وروسته

نوې ترانه

د ښکلا کور وطنه پردو ته ګور وطنه
افغانستانه زمــــا د سترګو تور وطنه

اواز/حنفي دوست
شاعر/امان الله سالار

.

hace 1 año, 11 meses

?
د ثواب په نیت یې درسره خپلو چینلونو کي نشر کړئ جزاکم الله.

hace 1 año, 11 meses
hace 1 año, 11 meses
hace 1 año, 11 meses
hace 1 año, 11 meses
hace 1 año, 11 meses

مسافره:

مســــافـــره سفـــــرونه دي پخیـر سه
بل وطن کي هـــا مزلونه دي پخیر سه

خپل مسکـــن درڅخــــه پاته ګلالیـــه
ټول ستـــړیـاوي کـړاونه دي پخیر سه

رب دي وکړه نصــرتونه په هر ځای کي
بـس نیمګـړي ارمــــانونه دي پخیر سه

د ځواني موسم دي ختم پردېسۍ کي
لـوږي تنــــدي تکلیفــونه دي پخیر سه

خــامخـــا به درته خپل زړه ناقـرار وي
خــــوږه یـــاره امیــدونه دي پخیر سه

د سالار: د زړه انګـــړ کـي ته اوسېــږې
جـــدایي کي ټول کارونه دي پخیر سه

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago