( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
**دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
جالبه ترز
کسر
زړه مې غم نیولی ژاړي
ستادسترګو دیدن غواړي
اواز/محمدقاسم ساقي یار
شاعر/وصال ثمین#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal313
**دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
کوم له خپل نصیب څخه ګیلې لالیه ډېري
اور شوي راته وخت او زمانې لالیه ډېري
ږغ؛ عبدالباسط ملنګ
شاعر؛ وصال ثمین#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal313
کاکړۍ غاړي!
پیره اوس مې هم یادیږې
دابه څه رکم هیریږې
ږغ؛ قاري امین الله روحاني
لیک؛ وصال ثمین
پخوانی ترنم
ستا دیدن ته یم راغلی
زه دي یم په زړه داغلی
خوږه یاره ځوانيمرګه
ته په کومه خوایې تللی
ږغ؛ مولوي سعدالدین ثاقب
شعر؛ وصال ثمین
نا ارام زړه مې سکون واخلي قرارشي
زما څنګ ته رانیژدې چې خوږنګارشي
ډک امېل مې دی راوړی ستا لپاره
غاړه راوړه دا ګلونه دي درځارشي
وصال ثمین
زه یې کومه احترام لادهم هغې مینې
لاس پرنامه ورته ولاړیمه لا هیڅ نه وایي
پرلارقدم وهي په ناز اوپه نخروګرځیږي
کوي لاسو باندي فړقا اونڅا هیڅ نه وایي
وصال ثمین
**النبوي اداره یې وړاندي کوي
ستړی ژوند دي ستړې لار
بیخي هڅ نه لرم قرار
آواز
قاري امین الله روحاني
شاعر
وصال ثمین**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131
پرتا ناستي شاپیرۍ حسن پرسته
ځکه تاسره دخلکو محبت دی
دلته دنګي دنګي مستي ځوانۍ تللي
داهیوادمې ځکه ګام پرګام راحت دی
وصال ثمین
داقصی زړه! شهیدیحیی السنوار
دنګ مناردهیلو نړیدلی دی
ستوری دی پرځمکه رالویدلی دی
نن غزه یتیمه سوه بې کسه سوه
زړه داقصی سخت غشی خوړلی دی
مړې مړې سلګکۍ وهي بې سیکه دی
اوف ناترس دوښمن ناترس ویشتلی دی
ټوک ټوک دی زخمي زخمي بشرپروت دی
سرباندي یې پروت دخاورو څلی دی
نه یو ویده واړه یوویښ ویښ غزې
لاس ناهیلۍ کلک را اچولی دی
لاس ترزنه ناست یمه وصال ثمین
مات وجود اتل چې مې لیدلی دی
وصال ثمین
۱۴۴۶/ربیع الثاني/۱۵
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago