فکري سمون _ Intellectual mending

Description
په دغه پاڼه کې به ستاسو درنو دوستانو لپاره علمي تحقیقي او څیړنیزې لیکنې او دغه راز د غرب د فکري جګړې او د هغوی د شومو اهدافو او سازمانونو په اړه تاسو محترمو دوستانو ته معلومات درکول کیږی!

@intellectualwar_of_Jewishplan
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

2 months, 3 weeks ago

حديث شريف،
{رسول اللّٰه ﷺ} فرمایلي دي،
ای خلک...!
په نيکو کارونو کې بيړه وکړئ،
وډار شئ له هغو فتنونو څخه چې د تورې شپې په څېر دي، يو شخص به سهار مؤمن وي ماښام به کافر وي، ماښام به مؤمن او سهار به کافر وي. د دنیا د مال متاع لپاره به خپل دین خرڅوي،
{ترمذي، ۲۱۹۵}

2 months, 3 weeks ago

عشق❣️

مولانا روميؒ له بازاره تېرېدل، د مولانا صاحب مخې ته د يوې کريانه پلورنځي دکان و. هلته يوه منځنۍ عمره ښځه ولاړه وه، او دوکان‌دار په ډېره مينه هغې ښځې ته کتل.
هغه ښځه به د هر څه لور ته اشاره کوله، دوکان‌دار به هغه شی له بورۍ راويست او په دېرش ګوته به یې هغې ته ورکاوه، او دا کار به تر هغه پورې روان و، چې ښځې به د بل شي خوا ته اشاره کوله، بيا به دکان‌دار له بل بورۍ هم شی راويست او بوجۍ ته به یې اچاوه.

دا ډېر عجيب منظر و. دکان‌دار په مينه ښځې ته کتل او ښځې به په ګوته اشاره کوله، او هغه د هغې ټولې غوښتنې منلې.
په پای کې ښځې يوه اوږده سا واخیسته او دوکان‌دار ته يې وويل: "بس کړه، ننني سامان پوره شو."
دوکان‌دار د کوچنيو کڅوړو خولې تړلې، هغه یې په يوه لويه بوجۍ کې کېښودې، بوجۍ یې پر اوږه کړه او ښځې ته یې وويل: "چې، زبيده! زه به سامان ستا کور ته ورسوم."

ښځې په تکبر سره غاړه وخوځوله او وپوښتل: "څومره پېسې شوې؟"
دوکان‌دار ځواب ورکړ: "زبيده! په عشق کې حساب نه کېږي."
ښځې په غوسه هغه ته وکتل، شا ته وګرځېده او کور ته روانه شوه. دکان‌دار هم په چوپتیا بوجۍ پر اوږه پسې روان شو.

مولانا صاحب دا ټول منظر ليدلی و. کله چې دوکان‌دار ښځې ته سامان ورساوه او بېرته راغی، مولانا صاحب هغه ته اشاره وکړه چې ورنژدې شه.
مولانا صاحب وپوښتل: "دا ښځه څوک وه؟"
دکان‌دار په ادب لاسونه ښکل کړل او ویې ويل: "دا د فلاني امير کورنۍ خادمه ده."
مولانا صاحب وپوښتل: "تاسو ورته بېله تللو سامان ورکړ، او بیا مو پېسې هم ورنه واخيستې. ولې؟"
دکان‌دار عرض وکړ: "مولانا صاحب! زه د هغې عاشق یم. کله چې يو څوک په عشق کې مبتلا شي، نو بيا له هغه سره حساب کولای نه شي."

دکان‌دار دا خبره د مولانا صاحب زړه ته ولګېده.
مولانا صاحب چکر شو او بې‌هوښه پرېوت. شاګردانو ورمنډه کړه، مولانا صاحب يې راپورته کړ، د ګلاب اوبه يې پر مخ واچولې، د لاسونو او پښو مالش يې وکړ. مولانا صاحب په ډېره سختۍ سترګې پرانيستې.
دکان‌دار په اندېښنه د مولانا صاحب مخې ته ولاړ و او عرض یې وکړ: "که له ما څخه کومه تېروتنه شوې وي، نو بښنه غواړم."
مولانا صاحب وفرمايل: "ته زما محسن يې، زما مرشد یې. ځکه چې تا نن ماته د عشق تر ټولو لوی درس راکړ."

دکان‌دار په حيرانۍ وپوښتل: "جناب! هغه څنګه؟"
مولانا صاحب وفرمايل: "ما وپېژندل چې ته د يوې ښځې په عشق کې دومره بې‌حساب شوې چې حساب درته هېڅ معنا نه لري. خو زه د الله ذکر په شمېر کوم، نفلونه په شمېر ادا کوم، قرآن په شمېر لولم، بيا هم ځان د الله عاشق ګڼم. ته څومره رښتینی عاشق یې او زه څومره دروغجن عاشق یم!"

مولانا صاحب له هغه ځایه پاڅېد، خپلې درګاه ته بېرته لاړ او له خپل استاد حضرت شمس تبريز سره يو ځای يې د عشق څلوېښت اصول وليکل. په دې اصولو کې يو اصل "بې‌حساب اطاعت" و.
دا مولانا رومي و، او هغه خپل ټول ژوند خپلو شاګردانو ته دا درس ورکاوه چې الله موږ ته بې‌حساب نعمتونه راکوي. نو موږ هم باید د هغه شکر بې‌حساب ادا کړو، د هر نفس په اخيستلو الله ته شکر وباسو او د هغه ذکر د هېڅ حساب پرته وکړو. ځکه هغه به له موږ نه حساب ونه غواړي. دا دی الهي عشق.

2 months, 3 weeks ago

د نبي کريم صلی الله عليه څخه پوښتنه وشوه، اې د الله رسوله! کومه ګټه ډېره زياته پاکه او ښه ده؟
هغۀ صلی الله عليه وسلم وفرمایل: دا چې سړی پۀ خپل لاس سره کوم کار وکړي او هره هغه سوداګري، چې پۀ سپېڅلتيا سره ترسره شي.
معارف الحديث ۷/ ۴۵۷
السلسلة الصحيحه ۶۰۷

2 months, 4 weeks ago

‏د عربي نړۍ مشهور ليکوال ادهم شرقاوي ليکي:
تقريبا کال وړاندې خپلې ميرمنې راته ويل، چې کله په غزه کې جګړه ختمه شي، نو موږ به يو څو يتيمان خپل کور ته راولو، تر څو دلته يې ښه روزنه وکړو.
ما ځواب ورکړ:
چې کله جنګ ختم شي، موږ به خپل زامن غزې ته ليږو، تر څو هلته يې پالنه وشي او د غزې ولس يې تربيه کړي.
بېشکه د غزې مسلمانانو نړۍ ته د اسلام رښتينې څيره او د اسلامي تعليماتو رښتينی رُخ ور وپېژندی.

ژباړه: طالب العلم زابلي

3 months ago

عبدالله بن مبارک (رح) څخه یوکس پوښتنه وکړه.
ټول اخلاق راته په یوه جمله کې راجمع کړۀ.؟هغه ورته وفرمایل
غصه مه کوه...
تفسير ابن رجب (٢/٢٣٦)

3 months ago

‏•قال ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﷺ :
«خبر اوسئ چې په بدن کې یوه ټوکړه غوښه ده که اصلاح یې کړې، نو ټول بدن مو اصلاح کېږي اوکه فاسده سي،
نو ټول بدن فاسدوي ، او هغه زړه دی. »
? | -صحيح البخاري ـ ۵۲

3 months ago

علمي نكته!
حضرت عمر رض يو وارې له حضرت ابي بن كعب رض څخه پوښتنه وکړه چې تقوا څه ته وايي؟ هغه وويل چې کله پر داسې لارې تللی يې چې ازغي په کې وي؟ هغه وويل : هو بالكل حضرت ابي ابن كعب رض وويل چې څنگه ترې تېر شوی يې: ؟ حضرت عمر رض وويل ما خپلې جامې له ځان سره نيولې وې او په ډېر احتياط تېر شوم چې مې جامې په کوم ازغي پورې ونه نښلي حضرت ابي بن كعب رض وويل : همدې ته تقوا وايي، چې انسان داسې محتاطانه ژوند وکړي چې لمنه يې په هېڅ گناه چټله نه شي.
لنډه دا له گناهونو څخه له زړه او رښتينې توبه کولو ته خصوصي ولايت وايي. دغه ډول انسان د الله تعالى رښتينى ولي كيږي .
? الله تعالی ته لار

3 months ago

‏ورځنی حدیث شریف

اَلْمُؤْمِنُ مَاْلَفٌ وَلاَ خَیْرَ فِیْمَنْ لَایَاْلَفُ وَلَا یُؤلَف.
مسلمان دمحبت ځای دی ، په هغه سړي کې خیر نشته چې نه هغه دچا سره محبت کوي او نه دهغه سره څوک محبت کوي.
مشکوة(۴۲۵)

3 months ago

د صالحینو ژوند!
"حضرت عثمان رضي الله عنه به (د صدقې پهٔ توګه) خلکو ته د أمیرانو ډوډۍ ورکوله؛ خو خپله به یې پهٔ کور کي سرکه او غوړي خوړل"
[موسوعة ابن أبي الدنيا - (١٢٤/٤)]

5 months, 2 weeks ago
د زیاتی مطالعې اؤ تجربې

د زیاتی مطالعې اؤ تجربې
یو حاصل دا دی :
چې په دې نړۍ کې تر ټولو ستر خیر "مثبت فکر" دی
. او تر ټولو ستر شر "منفي فکر" دی.

#هڅونه

فکري سمون

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago