اسلامی لیکنی

Description
‏زما اتله مجاه ده مه خفه کیږه.
اللهﷻ وعده کړي ده،
اِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْرًا
چي له هرې سختۍ وروسته آسانې راځي.
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

8 months, 1 week ago

د اسد ۲۴ په مناسبت

وار د لمر او د سپېدو شو
څرک شو ورک د ترږمیو
د اسد څلور ویشتمه
پیلامه شوه د خوښیو

دا ورځ لمانځو ښه په مینه
اوس د امن په رڼا کې
بدرګه یې په توحید کړو
د یووالي په فضاء کې
سپین بیرغ په لاس کې ګرځو
دا ده ورځ د خوشحالیو

آزادي ده خپلواکي ده
په هیواد کې امنیت دی
د سکون ساه یې اخیستې
دا وطن اوس په راحت دی
نتیجه یې ولس ویني
دې ها تیر وخت د سختیو

په ویاړمن عظیم تاریخ کې
دغه ورځ به وي زرینه
دیوان ورک د تور اشغال شول
له سپیڅلي سر زمینه
د کفري رسم بیخ وؤت
بیا رواج شو د پګړیو

د نفرت لمن شوه ټوله
د نفاق خونه شوه ړنګه
د وطن په غرو رغو شوه
د یووالي جنډه دنګه
مونږه خدای سره یو ځای کړو
لاس یې پرې کړ پردیو

مستقل افغانستان دی
خپل یې واک خپل یې نظام دی
ګړندی پر مخ روان دی
ترقۍ ته خو مو پام دی
قدرمن شو عزتمن شو
چې په لاس شو د سړیو

سپین دستار یې په سر ایښی
سپین بیرغ یې دی په لاس کې
ښکاري خوښ ترانې لیکي
د خوښیو په احساس کې
د مخبت قلم نن خوږ دی
رنګ یې وړی له غوټیو

مخبت وردګ

8 months, 1 week ago
8 months, 1 week ago

**الخالد خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
د اسد ۲۴ څلرویشتمه
د اشغال خاتمه.او د سوچه شریعي نظام قائمیدل
نوی ترانه
کسر
خوښی ده استقلال ده زندګی په محبت ده
خوشحال افغان ملت ده
نظام زمونګه خپل ده پاک سپیڅلی امارت ده
خوشحال افغان ملت ده

ترنم مولوی عبدالواسیع صمیم
کلام صابــــری سروضیوال**
https://t.me/life_is_beautifuluu

8 months, 2 weeks ago

ترټولو خوږ او الله.ج. ته محبوب مرګ دشهادت دی چی په سرو وینو او مات مات اندامونه ورته نظرانه کړی
الله.ج. زمونږ او ستاسوته دشهادت مرګ راپه نصیب کړی
*اللهم آمین یارب العلمین

8 months, 2 weeks ago

‏رسول الله ﷺ فرمايلي: چاچې د ورځې ١٠٠ ځلې (سُبْحَانَ اَللَّهِ وَ بِحَمْدِهِ) وویل: اللهﷻ به يې ګناهونه معاف کړي، که د بحر د ځګ په اندازه هم وي•

صحیح البخاري (٦٤٠٥)

11 months ago

#عاجل د بادغیس ولایت رسمي سرچینې وايي، چې په راتلونکو څو شیبو کې به د قلعه نو ښار برېښنا ونښلول شي.

#حاجي_شریف
#تلګرام_اصلی_چینل?
https://t.me/NDGNN

11 months ago

#عاجل
سبا (چهارشنبه) د انقلاب معظم رهبر به د تهران په پوهنتون کښې د ولسمشر حجت الاسلام او المسلمین رئیسی او د هغه د ملګرو په جنازه کښې لمونځ ادا کوی. د تهران پوهنتون مراسم به د سهار په ۷:۳۰ بجو پیل شي.

#حاجي_شریف
#تلګرام_اصلی_چینل?
https://t.me/NDGNN

11 months ago

د مدبر امیر شهید شمس الشهداء عالیقدر امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور ( تقبله اللّٰه) د شهادت د اتم تلین په مناسبت د نویو ترانو آلبوم.

کسر
څه له سپینې مینې جوړ و
څه په سپین عشق کباب شو

ترانه ویونکی:
مولوي حکمت اللّٰه حاکمي

شاعر: مولوي منصور درمان

11 months, 1 week ago
**د بغلان له سیلاب ځپلو سره …

**د بغلان له سیلاب ځپلو سره د قطر د مرستو دویمه جوپه کابل ته راورسېده

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، قطر د بغلان له سېلاب ځپلو سره د ۳۵ ټنو نورو توکو مرسته کړې ده.

د اقتصاد وزارت د ویاند مرستیال عبداللطیف نظري په وینا، په دغو مرستو کې خوراکي توکي، د حفظ الصحې توکي، خیمې او نور توکي شامل دي.

په بغلان ولایت کې له سیلابونو وروسته قطر د څه باندې ۵۷ ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه. قطر پرون د مزارشریف په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت چارواکو ته ۲۲ ټنه مرسته وسپارله.**

#حاجي_شریف
#تلګرام_اصلی_چینل?
https://t.me/NDGNN

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago