( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
دریځ سر سخت لرو خو زړونه دومره سخت نلرو
دښکلو بخت لرو خو مینې ته یی وخت نلرو
هیله من 💚 ❤️
له مخي لري سه ځه لار دې وهه
بیا مې وجود ته شیطان مه راوله
ځوانه ډوپه سوداوې پریږده بالا
ګټه دې نسته تاوان مه راوله
شـیرآقا "هیله من"
ادب چینه
پښتو ترنم:👈
تعلیم الاسلام راډیو حسینه ده؛
په ښو همکارانو ګلورېنه ده. 👀
د تعلیم الاسلام راډیو په ویاړ نوی او ښایسته ترنم.
🎙 ترنم: مولوي محمد قاسم قاصد.
🖊️ شاعر: شـیرآقا "هـیله من"
🪐 تعلیم الاسلام راډيو ارشیف څانګه:🌸👇👇👇👇
هیبت او دبدبه ښکاري له ورایه دعمر
نازل ډیر آیاتونه سوه پر رایه، دعمر
غوښتنه عمر وکړه ګران رسول ته دحجاب
په هغه دم نازل سوه څو آیاته د احزاب
شیطان به تیښتیدئ همیش له ځایه، دعمر
دشپي به ګرځيدلو او ګزمه به یی کوله
دلار پر مسافرو هم پیره به یی کوله
خوشحال به هر مومن وتی له سرایه، دعمر
اساس د اسلامي تاریخ ټاکلی دئ عمر
نظر یی د حضرت علي منلی دئ عمر
صفات واوره له دوست او له اشنایه، دعمر
دحق په رسی ټینګ اوسه رانیسه یی لمنه
مسیریی کړه تعقیب لاره یی نیسه"هیله منه"
دژوند شیبی زریني وي تر پایه، د عمر
شیرآقا "هیله من"
#النبوي_بصري_څانګه
**النبوي خپرندویه اداري لخوا وړاندي کیږي
کسر...
راځې تر خُراسان پورې بدرنګې اوازې
له غـیـږې دغـزې پـه وینو رنګې اوازې
ترنم کوونکی :
شــیـر آقا هـیـلـه من صاحب
شاعر : محترم عرفان "عابر**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
خوږو ملګرو خپله مي لومړنۍ ترنم کړۍ په اسټډیو جوړ سوی
إن شاء الله درته نشروو یی
تاسو لایک یا زړه حتمي کار کړی که مو خوښ سو نور به هم وایم إن شاء الله
مخکې شعرونو ته که مو لایک نه وي ورکړی بیا سر ور ښکاره کړئ
که موزړه غواړي چی نشرکړم شعرونه
تاسو تیر شعرو ته ورکړئ ډیر لایکونه
که مو غوښتله چی ټینګه کړئ اړیکه
زما شخصي دې دا دوه لاندې نمبرونه
0705230205 واتساپ
0791809077 تلګرام
بیخي خُوږ پر ما لګیږي ورځ تر بلي
دزړه کور ته داخليږي ورځ تر بلي
که څه هم زړه ته مې کلک قُلف آچولی
بي کیلی مې قُلف خلاصیږې ورځ تر بلي
یو هفته لا تیره نده ملاقات مو
زړه مي بیا لیدو کیږي ورځ تر بلي
خدایﷻدي مااوتا جنت کي هم یوځائ کړي
بي دیدنه وخت غمیږي ورځ تر بلي
دا د مینې وو اظهار خوږه جانانه
رقیب سوځي یار ګرانیږي ورځ تر بلي
"هیله من" او یاران ویني چې ځلیږي
غماز ځکه وِیلې کیږي ورځ تر بلي
شـیرآقا "هیله من"
۱۴۰۳/۹/۱۱
ښکلی ساده ترنم
آواز؛ حافظ نوید آغا عِزام
شاعر؛ شیرآقا"هیله من"
ستاسو تشویق موږ ته د شعر لیکلو شوق راکوي ?
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago