سیرت النبیﷺ

Description
دسرور کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.
We recommend to visit

?? ??? ?? ????? ?

We comply with Telegram's guidelines:

- No financial advice or scams
- Ethical and legal content only
- Respectful community

Join us for market updates, airdrops, and crypto education!

Last updated 1 year, 9 months ago

[ We are not the first, we try to be the best ]

Last updated 1 year, 11 months ago

FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM

ads : @IR_proxi_sale

Last updated 1 year, 7 months ago

2 years ago

خوږو دلته هم راسره یوځاي شئ?

2 years ago
‏کانال شاعرخُبیب ملا را در واتساپ …

‏کانال شاعرخُبیب ملا را در واتساپ دنبال کنید: https://whatsapp.com/channel/0029VakGyZF1yT20HvDMoI2L

2 years, 2 months ago
سیرت النبیﷺ
2 years, 2 months ago

‏په ډیر تأسف سره چی دا ډیر وخت ټلیکرام کی د تخنیکی ستونزی او زما د مصروفیت له امله د سیرت شریف سلسله را څخه ځنډیدلی وه ،
سر د سبا څخه به بیا ان شاءالله ستاسو په خدمت کي یو ،
د الله ﷻ څخه د توفیق دعاء راته وکړي
??**

2 years, 4 months ago

دا اکاونټ مې له دې وجې جوړ کړ هسې نه خدای مکړه داخپل اول اکاونټ مې هم بلاك شي،ځکه زما هغه بل اکاونټ اودډیری ملګرو اکاونټونه بند شول، نو په همدې موخه مې دا دوهم اکاونټ جوړ کړ او له تاسو غواړم چې پدې کې هم راسره ملګري شئ.
لاندې یوزر نیم کلیك کړئ او سبسکرايب مې کړئ.
???????
https://www.youtube.com/@RTATaranum
https://www.youtube.com/@RTATaranum

2 years, 4 months ago


دورد مو هیر نشئ?

2 years, 4 months ago

نیسي ، بیریږي چي زمونږ رواجونه او مورثات به له منځه ولاړ سي مګر اوس د داسي چا په مقابل کي چي په صادق الأمین سره مشهور دی څه وکړي ؟
هغه داسي ځوک دی چي د بشریت او ښو اخلاقو یو اعلٰی مثال دی ، د ده ﷺ په مثل سره یې نه په خپل او نه د خپلو پلرو په عصر کي څوک لیدلی ؤ اوس حیران پاته دي چي څه وکړي ؟
نو قریشو سره و ویل : دا څوک دی چي محمّد ﷺ د هغه په قوت او ساتنه دومره قدرت پیدا کړی چي زمونږ خدایان بې قدرته او عبث وبولي ؟
دا معلومه خبره وه : هغه څوک چي د محمّد ﷺ ساتنه او حفاظت یې کاوه هغه ابوطالب ؤ ، قریشو پسله ډیرو مشورو بله لار نه کړه پیدا بیله دې څخه چي د رسول الله ﷺ اکا أبوطالب ته ورسي او د هغه څخه دا غوښتنه وکړي چي خپل وراره دي د دعوت له کاره منعه کړه او ورته و وایي چي دغه د ده دعوت چي وایي : خپل آلهه یا خدایان پریږدی او هغه تاسي ته د نفعي یا ضرر رسولو قدرت نه لري ، دا زمونږ خدایانو ته بد ویل او ښکنځل دي او په عین حال کي په دغو خبرو کي زمونږ د پلرو هغه چي پر دغه دین وه ګمراهي او نا پوهي هم بیا نیږي .

د قریشو دا فکر خوښ سو او ژر یې د هغه په عملي کولو شروع وکړه ، د قریشو د اشرافو څخه یوه ډله ابوطالب ته ورغله او ورته ویې ویل :
یا اباطالب ! دغه ستا وراره زمونږ آلهه په بدو سره یادوي او زمونږ دین غلط بولي ، زمونږ عقیده باطله بولي ، زمونږ پلرونه چي پر دغه دین وه ګمراه بولي او مونږ پوهیږو چي هغه ستا په ساتنه کي دی ، یا دئ ﷺ زمونږ څخه منعه کړه چپ یې کړه چي زمونږ خدایانو او دین ته بد نه وایي یا مونږ او دئ ﷺ سره پریږده ځکه ته هم دغه زمونږ پر دین او د ده مخالف یې .

ابوطالب د دوی ښه پوست او نرم جواب وکړی او دوی هم ځني ولاړل ، خو رسول الله ﷺ پر خپل حال ؤ د الله ﷻ د دین اظهار او بیان یې کاوه او خلک یې دعوتول ، خو د قریشو څخه یې په ظاهري شکل د ده اکا ابوطالب او د عبدالمطلب اولاده ساتي .

2 years, 4 months ago

‏(۱۰۳) برخه :
او بیا د سورةُ الشعراء د (۲۱۴) نمبر آیات په نزول سره چي الله فرمایي : { وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (۲۱۴) }
یعني : اې محمّد ! ﷺ د الله ﷻ له عذابه څخه ستا نژدې خپلوان و بېروه .

نو رسول الله ﷺ بني هاشم ، بني عبدالمطلب او خپل قریبان په خپل کور کي سره راټول کړه چي د مُطلب بن مناف د اولادې څخه هم څو نفره پکښي موجود وه او د ټولو نفرو شمیر (۴۵) نفرو ته رسېدی ، کله چي رسول الله ﷺ د خبرو کولو إراده وکړه د مخه تر دې چي رسول الله ﷺ خبري شروع کړي ابولهب په خبرو شروع وکړه او ویل : یا محمّد ! ﷺ که تا مونږ د دې دپاره راټول کړي یو چي ستا د دین بیان راته وکړې نو خبري مه کوه مونږ یې نه اورو او پوه سه چي ستا قوم د ټولو عربو قوت او طاقت نه لري ، رسول الله ﷺ ولیدل چي وخت او موقع د خبرو کولو دپاره نه ده مناسب نو چپ سو او څه یې ونه ویل ، څو ورځي وروسته یې بیا خپل اقرباء سره راټول کړه ، مهماني یې ورته جوړه کړه ، پسله عزته او احترامه ، پسله خوړلو او څښلو رسول الله ﷺ په خبرو شروع وکړه او وې فرمایل :
{ الحمد لله أحمدُهُ ، و أستَعينُهُ ، و اُومِنُ بِهِ ، وَ أتَوَكّلُ عليهِ ، و أشهدُ أن لاإله إلا الله وحده لا شريكَ لهُ }

او بیا یې و فرمایل : هیڅ رائد او قائد خپل قوم ته درواغ نه وایې ، زما دي قسم په هغه الله ﷻ وي چي بیله ده څخه بل الله نسته چي زه تاسي ته خاص رسول الله یم او نورو ټولو خلکو ته عام رسول الله یم ، په والله تاسي داسي مری لکه چي بیدېږي او بیا داسي را ژوندي کیږی لکه چي را ویښیږی او ستاسي سره ستاسي د عملو حساب کیږي او تر حساب وروسته یا ابدي جنت دی یا ابدي اور .

ابوطالب و ویل : مونږ ستا نصیحت واورېدی او ستا د خبرو پوره تصدیق کوو او ستا سره مرسته او معاونت کول زمونږ ډیر خوښ دي ، دغه حاضر نفر ستا د پلرو زامن دي او زه د دوی څخه یو نفر یم ، خو زه تر دوی ټولو د مخه و هغه کار ته حاضر یم چي ستا خوښ وي ، په هر څه چي امر کړه سوی یې پر هغه اقدام وکړه په والله زه به همیشه ستا څخه دفاع کوم ، خو دا بیا بله خبره ده چي زما زړه دا نه خوښوي چي د عبدالمطلب دین پریږدم .

ابولهب و ویل : والله دا بد کار دی دمخه تر دې چي نور خلک یې منعه کوي تاسي یې منعه کړی ، ابوطالب و ویل : یا والله تر څو چي ژوندي یو د ده دفاع به کوو .
او بیا رسول الله ﷺ د اسلام او توحید په باره کي خبري وکړې او هر یوه ته یې د هغه په نامه سره خطاب کاوه او وې فرمایل :

یا بني کعب بن لؤی ! خپل ځانونه له اوره خلاص کړی .
یا بني مُرّه بن کعب ! خپل ځانونه د اوره خلاص کړی .
یا بني عبد شمس ! خپل ځانونه له اوره خلاص کړی .
یا بني عبد مناف ! خپل ځانونه د اوره خلاص کړی .
یا بني عبدالمطلب ! خپل ځاونه د اوره خلاص کړی .

هر یوه ته یې د هغه په نامه سره جلا جلا خطاب کاوه ، حتّٰی خپلو عمه ګانو ته یې د هغو په نامه سره خطاب کاوه ، او یل : یا صفیه بنت عبدالمطلب ! د الله ﷻ له طرفه هیڅ نه سم در سره کولای زه مو د الله ﷻ له عذابه نه سم خلاصولای ، خپل ځانونه په خپله خلاص کړی ، یا فلان ، هر یو په نامه یادوي ، تر څو خپلي لور حضرت فاطمه رضی الله عنها ته یې و ویل : یا فاطمه ! د دنیا د مال څخه چي ستا خوښ وي هغه را څخه وغواړه ، مګر د الله ﷻ له عذابه دي نه سم خلاصولای ، هر یو یې جلا جلا په خپل دین او اسلام خبر کړی او ټوله یې د الله ﷻ له عذابه و بېرول .

اوس نو د دغو اقرباوو څخه څوک اسلام ته داخل سوه او څوک نه سوه داخل ، د هغي جملې څخه چي په اسلام مشرفه سوه یوه هم صفیه بنت عبدالمطالب د رسول الله ﷻ عمه وه ، چي د زبیر بن العوام رضي الله عنه مور ده او رسول الله ﷺ نور هم په ښکاره سره خپل دعوت او تبلیغ ته دوام ور کړی ، خو د قریشو عکس العمل د دغه دعوت په مقابل کي دا ؤ چي رسول الله ﷺ ته یې شا ور وکرځول او د ده دعوت یې نه قبلاوه او ویل یې : مونږ هغه دین نه سو پریښوولای چي د پلرو او نیکه ګانو څخه را پاته دی او اوس زمونږ د ژوند عادت او رواج ګرځیدلی دی .

دلته نو رسول الله ﷺ دوی دې ته متوجه کړه چي تاسي باید خپل فکرونه او عقلونه د ړانده تقلید او بې سنجولو متابعت له قیده آزاد کړی ، د عقل او منطق څخه کار واخلی او ویل : دغه بتان چي تاسي د هغو عبادت کوی نه ګټه در رسولای سي نه ضرر او دا چي ستا سي پلرو او نیکه ګانو د هغو عبادت کاوه دا عذر نه دی دا فقط ړوند تقلید دی .

کله چي رسول الله ﷺ د دوی پر آلهه یا خدایانو عیبونه و ویل ، ضعیفه او یې وسه یې وبلل او ویل : دا چي ستاسي پلرو او نیکه ګانو د هغو عبادت کاوه ستاسي پلرو د عقله څخه کار نه دی اخیستی ، دغه خبري پر کفارو ډیري درنې سوې ، قریش ټول په قهر او غضب سوه ځکه اوس په لوړ آواز سره اوري چي مشرکان او دبتانو عبادت کونکي ګمراه دي ، دغه خبري لکه یوه صاعقه یا ټکه چي پر را و لوېدل ، د مکې مکرمې په آرامه فضاء کي زلزلې شروع سوې ، قریش سره یو ځای سوه چي د دفه طوفاني انقلاب مخه د

2 years, 4 months ago

‏(۱۰۲) برخه :
د مکي دورې دوهمه مرحله یا په ښکاره سره دعوت :
کله چي د الله ﷻ دا قول نازل سو چي فرمایي :

فَاصْدَعْ بِما تُؤْمَرُ وَ أَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِکِینَ (94)

یعني : اې محمّد ! ﷺ جَهر او ښکاره کړه هغه شئ چي ته په امر سوی یې او مخ واړوه له مشرکانو څخه یعني : د دوی د خبرو او ویناوو هیڅ پروا مه کوه ، په ښکاره ډول سره خپل تبلیغ کوه ، دوی په تا هیڅ نه سي کولای .

د دغه آیات په نزول سره رسول الله ﷺ امر کړل سو چي اسلام ته دعوت عام کړه ، یوازی دا نه چي خپل اقارب ، دوستان او هغه څوک چي ستا پر شا وخوا دي هغه اسلام ته دعوت کړه ، یا ! بلکه عام او ټولو خلکو ته د توحید او اسلام دعوت شروع کړه ، نو د دغې ورځي په سهار رسول الله ﷺ د أبي قبیس غره ته وختی .

د أبي قبَیس غر هغه کعبې شریفي ته تر ټولو نزدې غر دی کوم چي اوس پر هغه غره قصر جوړ سوی دی او د صفا د غونډۍ سره مښتی غر دی ، دغه غر کعبې شریفي او د قریشو د ناستي ځایو ته ډیر نزدې ؤ او هر څوک چي د کعبې شریفي طرف ته وي د غره شا ، یعني : د غره هغه بل طرف نه ویني ، نو رسول الله ﷺ دغه د أبي قبیس غره ته وختی او په لوړ آواز یې ناري کړه
(وَاصَبَاحَا ، وَاصَبَاحَا )
دغه ناره د قریشو د خطر ناره وه ، کله چي به د دښمن لښکر پر راغلی، یا به بل عمومي شر او خطر پیښ سو قریشو به دغه ناره کول ، نو قریشو د دغي نارې په اورېدلو سره پوه سوه چي خطر دی ، پوښتنه یې وکړه چي ناره کونکي څوک دی ؟
ویل صادق الأمین ، خلکو په خپل منځ کي سره نارې کړې : هلی ژر سي صادق الأمین درواغ نه وایي خامخا یو خطر سته ، نو ټول قریش د أبي قُبیس د غره سره و رسول الله ته راټول سوه ، رسول الله ﷺ ورته و ویل : که زه درته و وایم چي د دغه غره تر شا یو مسلح لښکر ولاړ دی او غواړي چي پر تاسي حمله وکړي تاسي یې منی ؟
قریشو ویل : هو ! مونږ هیڅکله ستا څخه خلاف او درواغ نه دي اورېدلي .

رسول الله ﷺ وفرمایل : زه تاسي د الله ﷻ له سخت عذابه بیروم او زه تاسي ته د الله ﷻ له طرفه رسول یم ، دلته نو د رسول الله ﷺ اکا چي نوم یې عبدالعزٰی او لقب یې ابو لهب دی و ویل : (تَبّاًلَکَ) تالره دي هلاکت وي د دغه دپاره دي مونږ راوغوښتلو ، خپل ټول کارونه مو پرېښوول چي ستا دغه خبري واورو او ابولهب نورو خلکو ته و ویل : ځی ځی خپلو کاروته مو ولاړ سی او خلک بیرته د رسول الله څخه رهي سوه او ولاړل ، خلک چا په بیرته تلو سره امر کړه ؟
د رسول الله اکا ابولهب ، نو ځکه د ده په باره کي دغه آیاتونه نازل سوي دي :
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ :
{ تَبَّتۡ يَدَآ أَبِي لَهَبٖ وَتَبَّ (١)مَآ أَغۡنَىٰ عَنۡهُ مَالُهُۥ وَمَا كَسَبَ (٢) سَيَصۡلَىٰ نَارٗا ذَاتَ لَهَبٖ (٣) وَٱمۡرَأَتُهُۥ حَمَّالَةَ ٱلۡحَطَبِ (٤) فِي جِيدِهَا حَبۡلٞ مِّن مَّسَدِۭ (٥) } .

دا خو ابولهب ؤ چي د اولي ورځي څخه یې خپل ټول عمر د اسلام په دښمني کي تیر کړی دی چي قصې به یې په وروسته کي درته راسي ، همدا رنګه د ده ښځه چي اُم جمیل ورته ویل کېده او د ابو سفیان بن حرب خور وه د اسلام او رسول الله ﷺ سر سخته دښمنه وه ، دې به همیشه زوزان لرونکي لرګي یا ښاخلې را وړلې او د هغو زوزان به یې د رسول الله ﷺ په لار کي ايښوول ، کتل به یې چي رسول الله ﷺ پر کومه لار تیریږي په هغه لار کي به یې دغه زوزان کښیښوول ، چي دغه زوزان د رسول الله ﷺ په مبارکو پښو ننوزي او آزار ور کړي ، نو ځکه الله ﷻ و فرمایل :

{ وَٱمۡرَأَتُهُۥ حَمَّالَةَ ٱلۡحَطَبِ (۴) }

یعني : د ده ښځه به د دوږخ د اور لمبو ته په داسي خال کي ننوزي چي دوږخ ته به د لرګو د بار وړونکې وي .

{ فِي جِيدِهَا حَبۡلٞ مِّن مَّسَدِۭ (۵) }

ژباړه : د دې په غاړه کي به د اور رسۍ وي .

د دغه آیات شریف په ترجمه کي ډیر مفسرین وایي : چي په دوږخ کي به د دې په غاړه کي د اور امیل یا غاړه ګۍ وي ځکه دې یوه ډیره قیمت بها غاړه ګۍ یا امېل درلودی او دې به په لات او عزٰی سره قسم یاداوه چي زه به دغه خپل امېل د محمّد ﷺ په دښمني کي مصرفوم ، نو الله ﷻ به د دغه عمل په عوض او پر ځای په دوږخ کي د اور امېل یا غاړه ګۍ ور په غاړه کړي او د دې بد بختي مرګ په ډیر عجب شکل سره پیښ سو ، هغه دا چي دې یو وخت د بوټو یا لرګیو بار را اخیستی ؤ پر لاري ستړې سوه نو یې دغه بار پر یوه لویه ډبره کښیښاوه چي ځان هوسا کړي ، د الله ﷻ په امر سره د بار رسۍ د دې په غاړه کي غوټه سوه او بار د ډبري شاته و لوېدی .

نو څه پیښ سوه ؟ د ډبري یوه طرف ته بار ځړیږي او بل طرف ته د ابولهب ښځه ځړیږي ، دواړه په یوه رسۍ تړلي دي او رسۍ د دې په غاړه کي غوټه ده تر څو چي هغه خبیث روح او نَفَس یې وخوت .
دا د ابولهب د ښځي مرګ ؤ او د ابولهب د مرګ قیصه به په وروسته کي واوری .

نور بیا …….

We recommend to visit

?? ??? ?? ????? ?

We comply with Telegram's guidelines:

- No financial advice or scams
- Ethical and legal content only
- Respectful community

Join us for market updates, airdrops, and crypto education!

Last updated 1 year, 9 months ago

[ We are not the first, we try to be the best ]

Last updated 1 year, 11 months ago

FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM

ads : @IR_proxi_sale

Last updated 1 year, 7 months ago