قیس محمدي

Description
ښه راغلاست.
دلته ټولې لیکنې او شعرونه زما شخصي دي او چا پورې اړه نلري.
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

1 year, 2 months ago
راځه چې ژوند ته یو عذاب …

راځه چې ژوند ته یو عذاب ورکو که خوښه دې وي
دواړه به یو بل ته ګلاب ورکو که خوښه دې وي

ژوند که هر څومره ځورولو په شا کیږو به نه
هرې بلا ته به ځواب ورکو که خوښه دې وي

که چا پوښتنه رانه وکړه چې ړانده ولې شوئ
د خپلې مینې به حساب ورکو که خوښه دې وي

د غم له هرې حادثې به په مسکا تیریږو
د درد شیبو ته به نقاب ورکو که خوښه دې وي

قیسه! په ډار د محبت ستنې چا نه دي جوړې
زړه ته به خوی د انقلاب ورکو که خوښه دې وي

#قیس_محمدي

1 year, 2 months ago
مینه د دوه انسانانو تر منځ

مینه د دوه انسانانو تر منځ
کیږي نه بلکې
پیښیږي.

#قیس

1 year, 2 months ago
خاموشي دا نده چې...!

خاموشي دا نده چې...!
یو څوک ستا د خبرې ځواب درنکړي،
بلکې خاموشي دا ده چې کوم ځواب غواړي درکړي!
هغه در نکړي.

#قیس_محمدي

1 year, 2 months ago
که پوهېدای....!

که پوهېدای....!
چې ته به
زما د ژوند برخه وې
ما به سېګرټ څکول ډېر له پخوا شروع وو..

#قیس_محمدي

1 year, 2 months ago
خلک ژوند کوي...!

خلک ژوند کوي...!
او موږ یوازې
د ژوند کولو تمثیل کوو.

#قیس_محمدي

1 year, 2 months ago
دنیا ما مجبوروي چې

دنیا ما مجبوروي چې
هغه کردار چې دوی ته پکار ده
زه په خپل وجود کې خلاص کم.

#قیس_محمدي

1 year, 2 months ago
کله چې زه...!

کله چې زه...!
له خپل ذهن سره په ژور بحث لګیا وم.
ستا د یاد ټنګ ټنګ مو په خبرو کې مزاحمت کوي.
همداسې هر بحث مو بې نتېجې پاتې شي.

#قیس_محمدي

1 year, 2 months ago
زه پوهیږم،

زه پوهیږم،
ته رانه خپه یې...!
ما خپل در ته نه درغواړې

#قیس_محمدي

1 year, 2 months ago
که ایینو راته اصلي څهره ښودلای.

که ایینو راته اصلي څهره ښودلای.
چا به هم پکې ځان نه لېده..!

#قیس_محمدي

1 year, 2 months ago
زه به نور څه ووایم خو...!

زه به نور څه ووایم خو...!
د مینې فرق مو
دومره وو چې
تا د ځان خوشالي غوښته
او ما ستا.

#قیس_محمدي

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago