( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
ابراهیمي ملته!
د نېکمرغۍ او قربانۍ دغه لوی اختر مو مبارک شه.
مالي او بدني عبادات او ټولې قربانۍ مو قبولې شه، رب(ﷻ) دي دغه اختر د اتحاد، خوښۍ، امن او د اسلامي نظام د استحکام اختر وګرځوي.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. تاسي او ستاسي قدرمنې کورنۍ او ټولو خپلوانو ته د زړه له کومي دنېکمرغه وړوکي اختر مبارکي وایم، لوی الله مو ټول عبادتونه قبول کړه. دخوښۍ او سوکالۍ اختر ولرئ!
بهلول او ناپوه شتمن :
يو شتمن سړی غوښتل چې بهلول د ټولو په منځ کې سپُک او مسخره کړي.
بهلول ته يي وويل : آيا زما او ستا منځ کې کوم ورته والی يا مشابهت شته؟
بهلول وويل: په یقین سره چې شته.
شتمن سړی وويل: زموږ کوم شی يو بل ته ورته دی؟
بهلول ځواب ورکړ: زموږ دوه شی یو بل ته ورته دي:
يو زما جیب او ستا سر چې دواړه خالي دي
بل ستا جیب او زما سر چې دواړه ډک دي
ژباړن: عاطفه هاشمی
@PashtoAdabBaran
#د شمس تبریزي د څلویښتو قواعدو درېیمه قاعده
قرآن کریم په څلورو سطحه لوستل کیدی شي. لومړۍ سطح ظاهري معنی ده. دویمه باطني معنی ده. درېیمه د باطن باطن دی. څلورمه سطحه دومره ژوره ده چې د بیانولو وړ نه ده.
ژباړن: عاطفه هاشمی
#د شمس تبریزي د څلویښتو قواعدو دویمه قاعده:
په سمه لاره تلل د زړه کار دی، نه د عقل کار. زړه باید تل ستاسو لارښود وي، نه سر چې ستاسو پر اوږو پورته دی.
د هغو کسانو څخه اوسی چې په خپل نفْس باندې خبر وي، نه د هغو کسانو څخه چې پر خپل نفْس سترګې پټوي
@PashtoAdabBaran
کیسه
په نړۍ کې هیڅ شی ناممکن نه دی
وايي چې یو سړی د ریاضي په ټولګي کې ویده شو. کله چې زنګ ووهل شو، له خوبه پاڅېد، په چټکۍ سره په توره تخته لیکل شوي دوه پوښتنې ولیکل او په دې فکر کې يې کور ته يوړل، چې ښوونکي دا د کور کار په توګه ورکړی دي.
او ټوله هغه ورځ او شپه یې د حل کولو فکر وکړ هیڅ یو یې نشو حل کولی، خو هغه ټوله اونۍ هڅه وکړه. په پای کې، یو حل کړ او ټولګي ته یې راوړ. ښوونکی ډیر حیران شو، ځکه هغه یې د نه حل کیدونکي ریاضیکي ستونزو د مثال په توګه ورکړي وو. که دغه زده کوونکی په دې مسله پوه شوی وای، نو شاید به یې نه وای حل کړی، خو ځکه یې فکر نه کوه چې ستونزه د حل وړ نه ده، برعکس یې فکر کاوه چې باید ستونزه حل کړي.په نهایت کې د ستونزې د حل لپاره لاره وموندل، دا زده کونکی بل څوک نه و بلکه البرت انیشتین و.
زموږ په ژوند کې د ډیری ستونزو حل نه کیدل، زموږ په خپلو افکارو پورې اړه لري.
ژباړن: عاطفه هاشمی
@PashtoAdabBaran
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago