♥ د اُمت مسلمه اتلان♥

Description
په دی چینل کی به تا سو ته!
‌‌①خونده ور تاریخی کتابونه او معلومات
②اسلامی تاریخ ناولونه او جیدو علماءو بیانات
③خوندوه وری ترانی او ویډیوکانې نشروو.
زموږ ټلکرام چینل سره ملکری شی!
https://t.me/+3Xf6rIQvxfk2Yjhl

رابطه👇
@Saqibmalangjanan
We recommend to visit

لا تتوقف حتى تصبح فخورًا . 🦋

Last updated 3 weeks ago

💎کانال ما:
🆔 @freezaban1

Last updated 2 years, 5 months ago

《♤هدف مو اسلام مقدس دین ته خدمت دۍ♤》
[دچینل بنسټ《1403/4/21》]



.

.
.
زمونږ دوهم چینل تازه خبرونه??

https://t.me/Afghan_midia

Last updated 2 months ago

3 weeks, 4 days ago

د ځینو انسانانو خوبونه یوازې خوبونه نه وي بلکې د یوې ژورې ارادې سرلیک وي چې پر مټ یې د حقیقت داسې پړاوؤنه خپل کړي چې نور انسانان یې معجزه بولي. د خوبونو سرحد هغه پوله ده چې انسان پکې د خپل ایمان، زحمت او امید په مټ له ناممکنه ممکن جوړوي، چیرې چې حقیقت د ارادې په رڼا بدل او هیلې په بریا بدلېږي!

3 weeks, 5 days ago
3 weeks, 5 days ago

ای مسلمه امت! راویښ شئ او خپل تاریخ ته پام وکړئ!
هغه مهالونه یاد کړئ چې ستاسو ایمان په بدر کې د فتحې لامل شو او د اندلس په ځمکه کې مو علم، حکمت او رڼا خپره کړه. تاسو د وحدت، قربانۍ او د خپلو عقایدو پر بنسټ جوړ شوي یوه عظیمه امت یاست. د خپلې ټولنې په هویت ویاړ وکړئ، د خپل دین اصول او ارزښتونه په پوره توګه پلي کړئ او د نړۍ مخ ته د عدل، رحمت، او برکت پیغام ورکړئ.
د غفلت او وېش له لارو ځان وساتئ. تاسو د کمزورۍ لپاره نه یاست پیدا شوي. بلکه د خپل هویت، عقیدې او خپل تاریخي عظمت څخه الهام واخلئ، ترڅو د نړۍ مخ ته د یو واحد او ځواکمن امت په توګه درناک شئ.
د هر مسلم دنده ده چې خپل صفونه متحد کړي، خپلو عقایدو ته وفادار پاتې شي او د خپلو کړنو له لارې د نړۍ په وړاندې د دین، اخلاقو او پیاوړتیا پیغام ورسوي. راځئ چې د خپل دین لپاره یو ځل بیا په ټولې نړۍ لارښوونه وکړو.
موږ باید د خپلو ټولو هڅو، عملونو او فکرونو سره د اسلام حقیقي او اصیل پیغام وښیو. د خپل دین، خپلو عالمانو، تاریخ او تمدن ته درناوی وکړئ، او د نړۍ په سترګو کې د اسلام روښانه تصویر وړاندې کړئ.

1 month ago
کله چې به سلطان صلاح الدین …

کله چې به سلطان صلاح الدین ایوبي د سفر اراده وکړه نو د ځان سره به یې د استخباراتو رئيس علي بن سفیان وړلو
نړیوال رهبر کټ مټ په همغه تګلاره. راون دی
خدای ج دې ورته حفاظت وکړي،

1 month ago
سبحان الله!

سبحان الله!
المرصاد د خپلو منابعو په استناد لیکي:
د کره معلوماتو پر بنسټ، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله د کورنۍ هېڅ یو غړی هم تر اوسه رسمي دنده نه لري او دده په ګډون هېڅوک هم له بیت المال څخه معاش نه اخلي،
د امیرالمؤمنین حفظه الله د کورنۍ دوه غړي د هغه جوماتونو
امامان دي چې په حج او اوقافو ریاست کې رسمي دي، خو له بیت المال څخه معاش نه اخلي، کله چې مقتدیان د خپل رضایت له مخې هغوی ته څه ورکړي، د ژوند اړتیاوې پرې پوره کوي.

1 month ago

د الله تعالی سره د ارتباط(اړیکې)کمزوري کیدل یا له هغه څخه لرې کېدل د انسان لپاره د دنیاوي دردونو، تشویشونو او ستونزو لامل ګرځي.

1 month, 1 week ago

نوې خپرونه

واکمنو ته لیک

لومړۍ برخه

د خلیفه مأمون په وخت کې د مصر او رقه تر منځ د سیمې والي عبدالله طاهر ته د خپل پلار طاهر بن حسین لیک
  چې په هغو کې يې عبدالله ته داسې خبرې وروښودلې،
چې د حکومت او واک پر مهال يې ترې ګټه اوچتولای شوای.

ویاند محسن احسان
https://t.me/Saqibmalange

1 month, 1 week ago

دا ناول د پیچلي پلاټ درلودونکی دی!
پیچلی پلاټ: هغه دی چې مرکزي کیسو او پیښو ته نورې فرعي پیښې هم ورګډې کړای شي او مرکزي کیسه او پیښه پرې نوره هم پیاوړې او پیچلې شي.
مثلآ: په دو ناول کې کیسه یو څه ده خو دلته د هغو سمندري غله یا ډاکو کیسه یې چې په کې ورګډه کړې ده او د هغه ژوند او له هغه سره چې کوم ظلم شوی هغه ټول یې په کې بیان کړي دي.
تلوسه:
تلوسه، تجسس یا هیجان د ناول یا په ټوله کې د داستانې ادبیاتو یو مهم اړخ دی چې لوستونکی داستان لوستلو ته هڅوي.
د ادبپوهانو وایې چې یو ښه داستاني اثر هغه دی چې په کابو ټولو برخو کې یې د تلوسې رنګ پیکه نشي، د داستان پیل، منځ اوپای خو لا څه چې ټولې فرعي برخې او صحنې یې هم باید تلوسه وپالي.
په دې ناول کې استاد نسیم حجازي تلوسې ته ډیره پاملرنه نه ده کړې خو ځینو برخو کې د ناول تاوسه بیا خپلې ورستۍ اندازې ته رسیدلې.
مثلآ: کله چې پاچا د محمدبن قاسم د وژلو حکم ورکړی وي په دو وخت کې زبیر ته بیا د هغه د بچ کیدو فرمان ورکړي او زبیر روان شي په دې وخت کې سړی احساساتي شي، چې اوس به څه کیږي؟
زبیر به هلته په وخت ورسیږي کنه؟ محمد بن قاسم به بچ کړي کنه؟
همدا پوښتنې دی چې سړی دې ته لیواله کوي چې د ناول نورې پاڼې واړوي او همدا چلند د ناول د تلوسې اړخ بلل کیږي.
منظر کشي:
د ناول د کیسې پیښه یا پیښې چې په کوم زمان او مکان کې پیښیږي د هغه ځای او وخت تصویر وړاندې کولو ته منظر کشي وايې.
منظر کشي دوه ډوله ده.
ساکته منظرکشي: په دې ډول کې انځورونه په ولاړ حالت کې بیانیږي.
متحرکه منظر کشي: په دې ډول کې انځورونه په خوځنده او متحرک حالت کې بیانیږي.
د همدې ناول څخه د منظر کشي یو بیلګه: د بصرې په یو کونج کې د سیند په غاړه د خرماود ګڼوونو په بڼ کې د بصرې د والي ماڼۍ وه.
د دغې ماڼۍ په یوه لویه کوټه کې یو د پوخ عمر خو د قوي مټو خاوند قدم واهه هغه به قدام واهه، او بیا به ودریدو په دیوال ځوړندې نقشې ته به ځیر شو، د هغه په څیره کې غیر معملوي عزام او ارادې ځلکونه وهل، او په سترګو کې یې هوښیاري او تر هوښیارۍ هم هیبت زیات ځلیده.
ډیالوګ:
ډیالوګ د کرکټرونو تر منځ خبرو ته ویل کیږي یا به له ځان سره غږیږي یا له نورو سره
بیلګه یې:
حجاج: ته څوک یي؟
ځوان: ما احوال درکړی وو چې زه له ترکستان نه راغلی یم.
حجاج: ته له ترکستان نه راغلی یې؟ زه د قتیبه جذابیت ستایم ما احوال ورکړی وو چې یا ته راشه یا د تجربه کار جنرال را ولیګه خو هغه ماته اته کلن ماشوم رالیګلی دی.
ځوان وویل: زما عمر١٦ کاله او اته میاشتې دی. حجاج پرچ وهل ویل یې: ته دلته د څه لپاره راغلی یې په قتیبه څه شوي؟
د محمد بن قاسم ناول واقیعن یو بهترین ناول دی چې د ښاغلي نسیم حجازي په لاس لیکل شوی نسیم حجازي یو ښه ناول لیکونکی دی دا ناول باید هر ځوان یو ځل مطالعه کړي

1 month, 1 week ago

محمد بن قاسم همدلته پاته شو او حجاج خپله یوازینۍ او یکه لور محمد بن قاسم ته په نکاح ورکړه.
حجاج محمد بن قاسم ور وغوښت او ورته وویل چې سبا د مشق ته لاړ شه.
دوی په همدو خبرو کې وو چې یو غلام راغی وویل
یو ځوان د ستاسو حضور ته د داخیلدلو اجازه غواړي هغه ورته وویل را یي وله.
ځوان را ننوتلو حجاج هغه وپیژندلو ویل یې زبیره ته راغلې ستا کښتۍ ...
زبیر ځواب ورکړو: ما ښه خبر نه دی راوړی زموږ کښتۍ د سند په ساحل کې د دیبل حاکم لوټ کړه د مسلمانانو ښځې او ماشومان بندیان دي.
د حجاج له خولې یو چیغه ووتله زبیر ته یې وویل تا خو به بل څوک نه وي خبر کړي؟
زبیر وویل: نه!
حجاج په چورتونو کې ډوب شو چې زبیر له جیب نه سپین دستمال را وایست چې ناهید لیک پرې لیکلی وو حجاج لیک ولوست او ولاړو د هند نقشې ته کتل لیک محمد بن قاسم ولوستلو.
او له حجاج نه یې پوښتنه وکړه تاسو څه فکر کوئ؟
حجاج وویل زه د دوی په وړاندې د جهاد اعلان کوم ته لاړ شه دا لیک امیرالمومنین ته ور وښیه او څومره پوځ چې په د مشق کې تیار شو دلته يې راوله.
بله ورځ دوی د مشق ته ورسیدل او د خلافت ماڼۍ ته ننوتل ولید بن عبدالملک دواړ ته کتل ویل یې په تاسو کې محمد بن قاسم کوم یو دی؟
محمد: زه یم!
ولید جګ شو هغوی ته یې لاس ورکړو او له ځان سره نژدې یې کینول.
محمد بن قاسم ولید ته د حجاج لیک ورکړ.
ولید لیک ولوست چندانې تاثیر یې پرې ونه کړ خو چې کله زبیر د ناهید لیک ورکړ په ټول دربار کې غوغا شوه او محمد بن قاسم دا زیمواري واخیستله چې خلک به جهاد ته هڅوي.
د مشق نه لرې یو میدان وو دلته به هر ورځ د نیزې بازۍ لوبې کیدلې چې په دو وخت کې امیرالمومنین محمد بن قاسم ته هم ویلي وو چې ته به هم ګډون په کې کوې، ولید بن عبدالملک هم دلته راغلی وو.
ننداره پیل شوه صالح میدان ته راغی او پنځه تنه یې سر په سر مات کړل چې په دو وخت کې یو ځوان میدان ته راغی او ده ته یې د جګړې کولو چلینج ورکړ.
او له هغه نه یې سیالي وګټله هغه کس زبیر وو.
په همدې مسابقه کې محمد بن قاسم سلیمان بن عبدالملک ته هم ماتې ورکړه، او له همدې فرصت نه په استفادې یې خلک جهاد ته را وبلل.
ډیر خلک له هغو سره یو ځای شول او د پوځ مشر هم همدی شو چې وروسته یې د سند ډیره سیمې فتحه او د مسلمانانو د ښځو او یتیمان انتقام یې ښه په نره واخیستلو.
خو دا داسلامي نړی ځلانده ستوری تر ډیره په اسمان کې ولاړ پاتې نشو.
سلیمان بن عبدالملک چې نوی مشر شوی وو له هغه سره یې د مخکې نه کینه وه او د هغه د وژلو لپاره صالح وګمارلو هغه وو چې صالح خپل کار وکړه او محمد بن قاسم رحمه الله يې شهید کړلواو له دې پاني دنیا نه نور د تل لپاره وکوچیدو او د اسلام دا ستر لمر ولویدو.
دلید زاویه یې:
د دې ناول د لیدزاویه د دریم شخص د لید زاویه ده.
د دریم شخص د لیدزاویه: په دغه زاویه کې راوي د (هغه، هغوی)له ضمیرونو څخه په کار اخیستنه د ناول کیسه بیانوي.
د دریم شخص د لیدزاویې ښېګڼې: په دې زاویه کې کرکټر لیکنه، په ښه او آسانه ډول وړاندې کیدای شي.
په دې زاویه کې لیکوال کولای شي، د خپل ناول د کرکټر هر اړخ لوستونکي ته وړاندې کړي.
هغه که په یوه شیبه کې د خپلو کرکټرونو کړنې ترسیموي، نو په بله شیبه کې بیا د هغو باطني احساسات او افکار بیانوي.
هغه کولای شي چې د خپل هر کرکټر کرکې، بدبینۍ او له مینې ډک داخلي احساسات لوستونکو ته بیان کړي او په څنګ کې یې د کرکټرونو د کرکې، مینې او عاطفې ډک فزیکي حرکتونه هم وړاندې کړي.
د دریم شخص د لیدزاویې نیمګړتیاوې:
د لید په دې زاویه کې کله ناکله لوستونکی له پیښو او کرکټرونو سره د نږوالي احساس له لاسه ورکوي، دا ځکه چی راوي خپله د یوه کرکټر په توګه د داستان په پیښو کې دخیل نه وي، نو لوستونکي ته د پیښې نا رښتیني ښکاري.
په دې زاویه کې لوستونکی په مستقیم ډول د راوي مخاطب نه وي بلکې یو نامعلوم څوک کیسه بیانوي نو ځینې وخت د لوستونکي ذهني اړیکه ورسره پیکه کیږي.
پلاټ:
پلاټ: د علت او معلول پر اساس د پیښو نه شلیدونکي تړاو ته وایې چې مرکزي کرکټر ته د اوج تر پړاوه د ژر رسیدو مخنیوی کوي.
د پلاټ ارزښت:
د ناول د هنریت لومړی ثبوت د پلاټ سم ترتیب دی ښه پلاټ د سه ناول ځانګړنه ده.
په عامو ناولونو کې کیسه موجوده وي او اکثره وخت ښه کیسه وي، خو پلاټ پکې نه وي.
په ناول کې پلاټ د خاصو لوستونکو لپاره وي، د عامو لوستونکو لپاره دا اهمیت نه لري، چې په دې پوه شي چې له (محمد) سره څه وشول؟ خو د خاصو لوستونکو لپاره دا ډیر ارزښت لري چې له 《محمد 》 سره ولې داسې وشول؟ دا ولې د هنر کمال دی چې لوستونکو په اذهانو کې بدلون راولي.

1 month, 1 week ago

دلیپ سنګ ورته وایي: نه هغه زه یو څو شپې میلمانه کوم.
پرتاپ ورته وویل: هغه به نور همدلته وي ځکه ماته راجه د هغه د کښۍ د لوټلو امر را کړی دی.
جی رام وویل: ته خو به ټوکې نه کوې؟
پرتاپ وویل: زه له ماشومانو سره په ټوکو بلد نه یم.
جي رام چیغه کړه نه داسې مه کوئ هغه زما محسنان او زما ملګري دي.
په همدې وخت کې جي رام ته څلور تنه سپاهیان راغلل او هغه یې ونیولو.
او دښار مشر د لښکرو سره د بندر خواته روان شو د هغو له بیړې نه داسې ښکاریده چې نیت یې ښه نه دی.
عربانو د ماښام لمونځ ادا کړو چې د دلیپ سنګ په ساحل کې په سپاهیانو سترګې ولګیدې او ورخطا شو څلور تنه دوی ته په وړوکي کښتۍ کې راغلل او ویل يې پرتاپ راعي د تاسو له مشرانو سره لیدل غواړي.
دلیپ سنګ او زبیر په کښتۍ کې سپاره شول او ورغلل.
پرتاپ راعي وویل: ستاسو په کښتیو کې څه دي؟
دلیپ سنګ ورته وویل: چې جي رام چې څه درته ویلي هغه دی نو ته له موږ نه ولې پوښتنه کوې؟
پرتاپ وویل: چې جي رام څه ویل که هغه رښتیا وي دا کښتۍ له دې ځایه نشي تلی.
دلیپ سنګ وویل ولې نشي تلی؟
پرتاپ وویل: د راجه حکم دی.
دلیپ سنګ یو څو تیزې خبرې ورته وکړې چې پرتاپ د هغه په سینه کې توره ورخښه کړه او په ځمکه ګوزار شو او ومړ.
له دې وروسته سپاهیان په کښتیو کې سپاره شول او د کښتیو په لوري یې غشی وروال شروع کړل.
او جنګ شروع شو ناهید هم یو غشی ولګیدله اوخالد هغه اوچته کړه او د هاشم له مړي سره یې واچوله.
جګړه خلاصه شوه، خالد ناهید او مایا ګنګو وتښتول او نور څوک شهیدان او څوک بندیان شول.
په بله ورځ جی رام پرتاپ ور وغوښتلو جی رام ورته وویل: زما خور چیرته ده؟
پرتاپ: ستا د خور په اړه زه معلومات نه لرم.
جی رام: ته دروغ وایې ما مې خور د عربو ښځو په منځ کې پریښوده.
پرتاپ: هغه ښځې دلته بندیانې دي راشه په کې ویې ګوره
هغه خپله خور پیدا نه کړه، زبیر ته یې وویل چې زما خور چیرته ده
زبیر: په زوره چیغې کړه ته څومره رزیل سړی یې او په دو دروغو کې خپل رښتیا نشې پټولی خو که د ناهید یوه ویښته ته زیان ورسید ټوله مځکه به در باندې سور اور کړم.
په بله ورځ جي رام په سیند کې ولمبیدو چې جامې یې اغوستې مخته یې په شګو کې غشی خښ شو هغه په غشی تړلی لیک خلاص کړ او د ګنګو پیغام یې ولوست او دهغه سره ولاړو ګنګو هغه ته ویل ډیر لوی مجرم یې خو هغه ځان بې ګناه بللو.
جي رام غوښتل راجه وویري تر څو زبیر او نور بندیان خوشي کړی.
جی رام روان شو خو خالد ورته ویل مایا لیک درکوي هغه زبیر ته ورکړه.
په بله ورځ راجه د زبیر او بهیم سنګ تر منځ مقابله براره کړه او بهیم سنګ ماته وخوړه او په شاه شو.
خو راجه ته یو وزیر دا مشوره ورکړه چې دا ټول بندیان باید د ښار په یوه څلور لاري کې وځړول شي چې خلکو ته دا معلومه شي چې عرب هم عادي خلک دي.
داسو د نراین داس په کور کې وو چې ماښام یې احوال راوړ چې جی رام او بل ځوان یې په کفس کې اچولي او غرغره کوي یې.
خو د تقدیره فیصله بیا بل څه وه زبیر او جي رام دالله تعالی په نصرت او د ګنګو په حمله کې را خلاص شول او زبیر د هغه لیک په رسولو پسې روان شو.
په همدې وخت کې د بصرې والي حجاج بن یوسف د ترکستاني استازي انتظار کولو چې هغه کله را ورسیدو د حجاج ماڼۍ ته ورغی.
هغه یو ١٦ یا ١٧ کلن ځوان معلومیدو په سر یې د اوسپنې خول ځلیدلو ښکلې څیره ځلیدونکې سترګې وړه خوله او نرمې شونډې یې د غیر معمولي ارادې او استقلال ښکارندویه وې.
حجاح بن یوسف حیران ورته کتل او په ترخه لهجه یې ورته وویل: ته څوک یې؟
ځوان ځواب ورکړ: ما احوال درکړی وو چې زه د ترکستان نه راغلی یم.
حجاج وویل ما قتیبه ته وویل چې ته راشه یا د باتجربه جنرال را ولیګه.
هغه ماته یو اته کلن ماشوم را ولیګلو.
ځوان ځواب ورکړو زما عمر شپاړس کاله او اته میاشتې دی.
حجاج وویل ته دلته د څه لپاره راغلی یې قتیبه څه شو؟
ځوان د ځواب ورکول نه مخکې ور وړاندې شو او لیک یې ورکړل حجاج لیک ولوست او وویل هغه چیرته دی؟
ځوان وویل: څوک؟
حجاج چې حوصله یې ختمه شوې وه وویل هغه احمق چې قتیبه یې نوم راته لیکلی دی.
ځوان وویل: کوم کس چې قتیبه لیکلی هغه زه خپله یم.
حجاج ورته وویل ښا کینه هغو نقشه وغړوله او ټول حالت یې ورته بیان کړو دا ځوان محمد بن قاسم وو چی د حجاح وراره وو.
په دریمه ورځ محمد بن قاسم بیرته ترکستان ته د تګ تیاري نیوله خو حجاج هغه ته وویل ته همدلته پاتې شه ما قتیبه ته خپل استازی ولیګلو.
خو محمد بن قاسم ویل زما تګ هلته ضروري دی ما له قتیبه سره وعده کړې چې زه بیرته راځم.
خو حجاج ورته ویل نه ته دلته زما لپاره ښه یې زما په اوږو دروند بار دی چې ته یې باید کم کړې.

We recommend to visit

لا تتوقف حتى تصبح فخورًا . 🦋

Last updated 3 weeks ago

💎کانال ما:
🆔 @freezaban1

Last updated 2 years, 5 months ago

《♤هدف مو اسلام مقدس دین ته خدمت دۍ♤》
[دچینل بنسټ《1403/4/21》]



.

.
.
زمونږ دوهم چینل تازه خبرونه??

https://t.me/Afghan_midia

Last updated 2 months ago