@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir
کندهار کي د اسعارو وروستي نرخونه:
▫️یو ډالر ۷۳.۳۳ افغانۍ
▪️یو ډالر ۲۸۵ کلداري
▫️زر افغانۍ ۳۸۹۶ کلداري
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د امریکا د سمندري ځواک دوه پوځي بېړۍ د تایوان د تنګي له لارې تېرې شوې، چې چین یې په غوسه کړی دی.
چین په دې اړه خبرداری ورکړی، چې دغه ډول ماموریتونه د سیمې امنیتي خطرونه زیاتوي او امریکا له دې لارې ناسم پیغامونو خپروي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه او دوو ولسوالیو سنګین او ګرشک کي ۲۳ زره کېلو تاریاک له کشف وروسته نیول سوي دي.
غزني ولايت مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د اخلاقي فساد په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
https://chat.whatsapp.com/CKXtsAjwT4K8WYEmLOMlVe
عاجل خبر
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، چې تېرو څو ورځو کې د هلمند په مرکز لښکرګاه، سنګین او ګرشک ولسوالیو کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ زره او ۷۱۱ کیلو ګرامه نشهیي توکي نیول شوي.
د یاد معینیت په وینا، په دې تړاو ۴ کسان هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې نشهیي توکو کې ۸ زره او ۹۰۰ کیلو ګرامه نوشادر، ۲ زره او ۵۰۰ کیلو ګرامه تریاک، ۱۹۰ کیلو ګرامه هاک او ۱۲۱ کیلو ګرامه ایف ډوله نشهیي توکي شامل دي.
حماس:
موږ د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې یو ځل بیا ردوو، چې زموږ د خلکو د غزې څخه د ایستلو او د بیا رغونې تر نامه لاندې د هغوی د هجرت خبره کوي.
زموږ قهرمان ملت په غزه کې د بمبار او تیري پر وړاندې مقاومت کړی، پر خپل ټاټوبي به ثابت پاتې شي، او د زور هجرت او اجباري بېځایهکولو ټول پلانونه به شنډ کړي.
چې اشغالګر یې د جنګ، قتل عام، او بمبار له لارې ونهتوانېده، د سیاسي دسیسو، تصفیو، او جبري هجرت له لارې به یې هم نشي ترلاسه کولی.
موږ د اوربند تړون ته ژمن یو، تر هغه چې اشغالګر ورته ژمن پاتې شي، کوم چې د مصر، قطر، او امریکا په منځګړیتوب شوی.
موږ ټینګار کوو چې اشغالګر رژیم خپل تعهدات نه دي پوره کړي، او که هر ډول خنډونه یا ځنډونه رامنځته شي، نو مسؤولیت به یې د دوی
پر غاړه وي.
د هلمند مخکنی والي طال ـ ب مولوي صاحب د کندهار امنیه قوماندان ټاکل سوی.
د کندهار امنیه قوماندان مولوي سمیع الله د تخار والي سو.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره کندوز کې کابل بانک ته څېرمه پرونۍ چاودنه غندلې ده.
قطر په دې اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو، اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپيانو لپاره یې د عاجلې روغتیا هیله کړې څرګنده کړې ده.
#مليتلویزیون
🟣 د داعش خراسان څانګې په کندوز کي د تېرې ورځې د برید مسوولیت منلی او زیاته کړې يې ده چې موخه یې د اسلامي امارت سرتېري وو.
د کندز امنیه قومندانۍ بیا خبر ورکړی و چې په دغه برید کې د ملکیانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
🔘 د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ په وروستیو ورځو کې د هېواد په یوولس ولایتونو کې شاوخوا ۸۳۲ بندیان خوشې شوي او له زرو تنو نورو د بند موده کمه شوې ده.
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇
AD MIN : @Darushmalmir44 👈
Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir