( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
بې لارې او بد کاره بچي هيڅکله د واده له لارې نه اصلاحکیږي هغوی خپلې بې لارۍ ته دوام ورکوي پر پلرونو د اولاد د سالمې روزنې مسئولیت پروت دی له هغې وروسته بیا د واده حق ادا کولی شي.
د خلکو لوڼې پر خپلو بجو مه تجربه کوئ او نه هم د اصلاح مرکزونه دي!
دلته د کیلکولیټر پر ځینو مهمو بټنونو د کارونې طریقه او د هغوی ګټې تشریح شوي دي:
دا بټن د ټولو هغو پایلو (نتایجو) مجموعه جوړوي چې تاسو د کیلکولیټر په وسیله حساب کړي وي. مثلاً، که تاسو بېلابېل حسابونه کړي وي او غواړئ چې د ټولو مجموعي نتیجه وګورئ، نو د GT بټن په وهلو سره به تاسو ته د ټولو حساباتو "ګرینډ ټوټل" ښکاره شي.
دا بټن یو شمېره د میموري (حافظې) سره جمع کوي.
استعمال:
که تاسو "50" ولیکئ او بیا M+ بټن ووهئ، نو دا شمېره به د کیلکولیټر په میموري کې وساتل شي. که وروسته "30" ولیکئ او بیا M+ ووهئ، نو اوس به په میموري کې "80" وي (50 + 30 = 80).
دا بټن د میموري څخه یو نوی عدد منفي کوي.
استعمال:
که د میموري په حافظه کې "80" وي او تاسو "20" ولیکئ او M- بټن ووهئ، نو اوس به د میموري مقدار "60" شي (80 - 20 = 60).
دا بټن دوه کارونه ترسره کوي:
لومړی ځل دبولو سره د میموري عدد ښکاره کوي (Recall).
دوهم ځل دبولو سره د میموري حافظه پاکوي (Clear).
دا بټن د یو شمېرې علامت (Sign) بدلوي.
استعمال:
که تاسو "25" ولیکئ او +/- بټن ووهئ، نو دا به "-25" ته واوړي، او که بیا +/- ووهئ، نو بېرته "+25" ته بدل شي.
دا بټن اکثره سوداګر د ګټې (profit margin) معلومولو لپاره کاروي.
استعمال:
که د یوې توکي بیه "500" روپۍ وي او تاسو غواړئ چې دا د 20٪ ګټې سره وپلورئ، نو لاندې ګامونه ترسره کړئ:
"500" ولیکئ
MU بټن ووهئ
"20" ولیکئ او بیا % بټن ووهئ
کیلکولیټر به تاسو ته هغه قیمت وښیي چې باید توکي پرې وپلورئ.
د دې بټنونو ګټې:
✔ MU بټن دکاندارانو او سوداګرو ته ډېر ګټور دی.
✔ M+, M-, او MRC بټنونه د هغو کسانو لپاره مهم دي چې لوی حسابونه کوي او غواړي دا وروسته وکاروي.
✔ GT بټن د هغو خلکو لپاره ګټور دی چې د مختلفو حسابونو مجموعي پایله معلومول غواړي.
دا بټنونه کیلکولیټر لا ځواکمن او ګټور کوي، په ځانګړي ډول د سوداګرو او زدهکوونکو لپاره.
ملګرتیاوې وپالئ!
ډېر نېژدې او خواږه ملګري په ډېرو نیږدې ځایو کې یو د بل سره زیات وخت نه ویني، کله مصروفیت وي، کله غفلت وي کله بعضې ملګرو تغیر کړی وي، او کله نور علتونه موجود وی،
یو د بل سره لیدل، کتل، ناسته، ولاړه، مېلمستیا کول، مېلې ته تلل، لوبې کول، په ښادی او غم کې شرکت کول یقینا مینه، محبت، اعتماد او باور زیاتوي ملګرتیا دوامداره کیږي یو پر بل زړونه ډاډ حاصلوي، د سختی په وخت کې یو د بل په درد خوري ښه ملګری د سختی په وخت کې تر هر چا وړاندې تا ته ځان رسوي،
یو بل ته میلمستیاوې وکړئ! ضرور نده چې زیات مصارف وکړی عادي ډوډی تیاره کړئ! کله کله خالي چای سره وخورئ! په کوم چمن کې سره کښینئ! تکلف مه کوئ! ځکه تکلف او تشریفات رابطه ضعیفه کوي،
د ملګرو تر منځ هدف مصارف نه بلکې لیدل او یو د بل سره خواله کول یو د بل د حاله ځان خبرول دي،
د وخت بهانه مه کوه ماشام هم سره لیدای شئ د جمعې په ورځ هم سره لیدای شئ!
همدا نن د ملګرو د پاللو قصد وکړه یقینا هم به د د ملګرتیا حق ادا کړی وي او هم به د ژوند څخه به خوند واخلې!
څوک چې ښهٔ عطر وهي، پهٔ طبیعي ډول نورو خلکو باندې ښهٔ لگیږي ، پرته له دې چې د هغهٔ بڼه څنگه وي. د جرمني او امریکایي څېړونکو یوې څېړنې پر بنسټ ویل شوي، چې پهٔ PLOS ONE کې خپره شوې ده.
پهٔ عمومي توگه، ښهٔ انتخاب شوی عطر ستاسو زړهٔ راښکون زیاتوي، یو ځای کې ستاسو شتوالی ته ارزښت ورکوي، پر ځان باور مو لوړوي او نورو سره پهٔ ناسته پاسته کې مو روان ته ډاډ ورکوي.
پوهېږئ
چين صرف په دوه ڪلونو ڪې 2011او 2012ڪې دومره سیمینټ ڪارولی چې امريڪا په ټوله 20پيړۍ ڪې ندي ڪارولي، دا د چین د آبادي او پرمختګ يوه نمونه ده
پوهېږئ
دلومړي ځل لپاره ځنځير، "گېډون سندباڪ" په 1915 مېلادي ڪال ڪې جوړ ڪړ.
Photo from حافظ عزیراشنا
https://x.com/azairashna/status/1841140048445440012?t=eF7Oq30Y-zVsgm_a7C0RYQ&s=19
د فلسطین کره خبرونه شیبه پر شېبه له غــزه (پښتو) څخه تر لاسه کړئ
#ده اقصي ازادي(تلیګرام چینل)
https://t.me/Pashton7788
عصاب په څه شي کمزوري کیږي؟
د انسان په وجود کې اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي.
لاندې ځینې مهم ټکي دي چې په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي .
۱:- هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کې یې د شکرې اندازه راښکته کېږي، په نتیجه کې یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي.
۲:- زیاته ډوډۍ خوړل:
هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.
۳:- د سګرټ څکول:
د سګرټ او نورو نشه يې موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.
۴:- د بورې څخه زیاته استفاده:
د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو خوراکي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کې یې دماغي رشد سوکه کېږي.
۵:- ککړه هوا:
د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چې دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي.
۶:- د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی:
خوب دماغ ته اجازه ورکوي چې استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې سبب کېږي چې د دماغ حجرې مړې شي.
۷:- د خوب پرمهال د سرپټول:
کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي؛ نو په دماغ کې د اکسېجن کچه راښکته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي چې پر دماغ سخت تاثیرات غورځوي.
۷:- د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل:
د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعنې مطالعه کول او پر دماغ باندې فشار راوړل، د دماغ په مؤثروالي کې کموالی راولي.
۹:- د هڅوونکو فکرونو نشتوالی:
انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کې ولري، تر څو ذهن تربیه کړي، د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي.
۱۱:- لږ خبري کول:
ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کې مرسته کوي؛ نو له بېځایه خبرو ډډه وکړئ او له ښو او علمي شخصیتونو سره ناسته وکړئ.
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago