ادبې څانګه🍃

Description
دلته به هر شاعر خپل شعرونه نشروي
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

2 months, 1 week ago

نويه غزل:

د احساس او عاطفې څخه خالي دی
نفرتونو دي داغ ایښی پر زړګي دی

زه ګلرخو ته ولاړ لاس په نامه يم
د شيخ فکر په جنت کې دی ياغي دی

خود د ښار په ازدحام کې کوي ستر
کليوال زړه مې مين پر خپل لالي دی

چې تيارو ته يې د پای ټکی دی ايښی
په کار قدر زمونږ د سر ددې سړي دی

دا چې شعر د خالد وزرې کړي
دا مريد د ماشوخېل او دراني دی

"خالدأنس"

2 months, 1 week ago

ستا د غم نښې په څِهره څرګندې
غباره پورت په ? ایېنـه څرګندې

پټې کیسې دې کړلې واړه ورته
د ساده ګۍ په ? اشاره څرګندې

په تاریکیو کې مثال دې ښکلیه
لکه څراغ لکه ډېوه څرګندې

د جاهل بحسه بالاخیره دا چې
که څومره تف شې په لانجه څرګندې

ستا د نازکو ګوتو نښې چاپ دي
زمونږ د کاله په دروازه څرګندې

مسعده ! کړلې دې ! د زړه خبرې
څه په سیلاب څه په کافیه څرګندې

ملا مسعد

2 months, 1 week ago

مدرسه او مکتب

شُغلې د نورانیت دي تجلا ده د وطن
مکتب که مدرسه ده ارتقاء ده د وطن

د جِهل تورې شپې د سپېدو څرک ته ور رهي کړي
تعلیم ډېر مُعزز شانته رڼا ده د وطن

لمړی تر هر څه مخته باید دا مسیر تعقیب شي
فیضان د علمیت ستر رهمنا ده د وطن

که وغواړو چ فرد فرد مو له هر چا سره سیال شي
نو ډېر مهم تعلیم زما او ستا ده د وطن

غربت له جامعې ټول کړي د لوی الله په مرسته
سبب لټون د رزق زموږ همدا ده د وطن

سپېڅلی مبارک شرعي نظام فضل د رب ده
له امن سکون ډک مو هره خوا ده د وطن

راشده،! د مؤمن اولس خدمت راباندې فرض ده
اخلاص او أخوت مفید ریښتیا ده وطن

قاري سمیع الله راشد

4 months, 3 weeks ago

روان ژوند!

ترڅو چي ځان وي، ژوند به روان وي
یا چي جانان وي، ژوند به روان وي

چاته اړ نه یم ، له هرڅه پره یم
چي مي پلار جان وي، ژوند به روان وي

یا یا خنډ نسته، ببخي ډاډه یم
څو چې یاران وي، ژوند به روان وي

پروا یې نه کړم، کله دریږي!
زړۀ که ستومان وي، ژوند به روان وي

ښار کي نوڅه سته؟ بغیرله شوره'
خیرکه بیابان وي، ژوند به روان وي

داوښکو څاڅکې، به ورځي خواتۀ
چي دا ګریوان وي، ژوند به روان وي

چي حقاني وي، او کوثر نه وي'
دا وخت به ګران وي، ژوند به روان وي.

حقاني کوثر"

4 months, 3 weeks ago

نه د ځان،نه د کاله شوه
تلل په ورکو لارو څه شوه

د راحت په تمه،تمه
یو د بل سره ته ویده شوه

د ژوندون خواره تګلاره
ارمانونه پکې مړه شوه

مونږ ترې وچې شونډې یووړې
دنیا نورو ته واده شوه

بس! له ځانه تنګ شپانه شوه
د شمشاد غرونه واړه شوه

د دنیا مثال د ډمې
نه زما او نه دده شوه

تصور کې نه ځاییږي
دومره بد راسره وشوه

د سکون قافلې راشه
ډېر په تا پسې ړانده شوه

ځي د اوښکو باران پورته
اسمانونه پرې لانده شوه

د ژوند لار کږه وږه ده
پکې سپین د سر ویښته شوه

مونږ به څه کوو یارمله!!
چې د څنګ یاران مو غله شوه

یارمل کندزي

4 months, 3 weeks ago

تر یار دې ورسولم ستا څۀ یم پرهاره خوشحال
ورته راغلی جیګې سترګې یم له داره خوشحال

ټیټه! مي تېره نکړې ومي کړې په جګو سترګو
زندګۍ! ستا په مقابل له هر کرداره خوشحال

وږی وم تږی وم خو خوله مي سوال ته نۀ جوړېدۀ
وجدانه! جار دېشم له تا غوندي نر یاره خوشحال

سر مي ځوړنډ دی ځنګنو کې وارخطا یمه ډېر
رانۀ خپه دی یو څوک! زه یم ناکراره خوشحال

صبر!مو وکړو دښتو غرونو کې مو تېرکړ ژوندون
د رب! نصرت وو یو راغلي اوس تر ښاره خوشحال

عجیبه کیف کړي دا سپین توغ مو دپامیر په غرونو
رپاند دي اوسي همېشه یو مونږ باداره، خوشحال

کلی وطن دښتې او غرونه مو أنـس حـمّاسي،
ټوله په امن یو بېغمه په هر لاره خوشحال

أنـس حـمّاسي

4 months, 4 weeks ago

نعت شریف

دوست د الله خوژ پېغمبر نبي
لتا قربان شم ناز پرور نبي

زړه ته سکون او اطمنان دي
ستا په صفت ګويا قرآن دي
ته مي چشمان یې او ځيګر نبي

ستا له مسکن مدفن قربان شم
ستا له کوڅې وطن قربان شم
دزړونو میر یې دزړه سر نبي

ستا ټول عشاق او مېنانه
ستا د لیدو ستا په ارمانه
یې ښایسته تر شمس قمر نبي

صادق امین او هم شیرین یې
له هرڅه ښه او بهترین یې
یې د راشد ولي دلبر نبي

راشد ولي فراهي
1403/08/27

4 months, 4 weeks ago

#یاري_وه_شوله_ختمه

دیوڅوورځودوستي وه شوله ختمه
موقتي موخوشالي وه شوله ختمه

پري پوه نشومه یارانوپه قربان یې
دې نامرده ملګري وه شوله ختمه

نوره نه یې پالم ماترې توبه وکړه
داده راغله جدایی وه شوله ختمه

ماریښتنی یارغوښتلو هغه نشوه
خبر نه ومه بازي وه شوله ختمه

ښه شوماهم تجربه واخیسته یاره
څه بدبخته زندګي وه شوله ختمه

دشاعرمشعل الفاظ سترحقیقت دي
ترمطلبه یې یاري وه شـــوله ختمه

مشعل جان وردګ

4 months, 4 weeks ago

مینه مړه ده،که د زړه دیوال اغزن دی
د بېدیا په خاورو خړ مخ د مین دی

خوشبویي له هدیرې نه پورته کېږي
خدای خبر چې کوم ګلاب پکې مدفن دی

هاغه خلک بیخې نه ښکاري ملګرو!!
چې ویل یې (یا وطن او یا کفن دی)

د شپني ښامار په کريغو جهان ډک شو
د رڼا غشو ایستلی ترې څرمن دی

څه ویاړمنه قافله ده،شکر خدایه
هر زلمی مو د وطن جوړښت ته ژمن دی

ګلابونه په نڅا ښکاري یارمله!!
د سهار شبنم راغلی تر ګلشن دی

یارمل کندزي

5 months ago

نوې غزل نوې پيرزوينه

ثوابونه په دي نيت په پيسو اخلي
دوئ مالداره دي جنت په پيسو اخلي

ښکلي نه پوهيږي مينه يو اړتيا ده!
دوئ یې نه کوې نفرت په پيسو اخلي

زياتې زړه مې له سينې څخه راباسم
يو کباړ يې په قيمت په پيسو اخلي

دلته څومره شړيدلې مفکورې دې
هر يو ځان ته شرارت په پيسو اخلي

زړه يی لاس کې د ګلاب په شان نيولى
خالد ګرځي محبت په پيسو اخلي

خالدأنس

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago