رحمت الله ادیب

Description
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
دلته به دخپل قلم لیکلی شعرونه او
ترنم شوی حمدونه شعرونه نشروو
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago

2 months ago

العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي
779

لاس پوڅې د پردیو بې وجدانه محکمه ده
مجرمه نړیواله بې ایمانه محکمه ده

ترانه ویونکی:
مولوي عبدالعزیز نوراني
شاعر: رحمت اللّٰه ادیب

ترتیب: العصر انجمن
https://t.me/alasaracpa

2 months, 3 weeks ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

نړیواله محکمه

کسر...
لاس پــوڅې د پردیو بـې وجدانه محکمه ده
مــجـرمه نــړیـوالــه بــــې ایمــانه محکمه ده

ترانه ویونکی :
مولوي روح الامین ابوذر
شاعر م رحمت الله ادیب**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

2 months, 3 weeks ago

نړیواله محکمه

لاس پوڅې د پردیو بې وجدانه محکمه ده
مجـرمــه نړیـوالــه بــې ایمــانه محکمه ده

درېځ موقف یې دادی چې وسپین ته په توروایې
غافلــه او مـردوده بـې پرسـانه محکمه ده

د شوم هدف په موخه یې روان فعالیت دی
د بـل په اشــارو ځـې سـرګـردانه محکمه ده

اخیستی یې له کوم ظالمه حق ندی مظلوم ته
منحـوسـه ستمـګـره او ناتــوانه محکمه ده

واضحه یې نړۍ ته هره پریکړه هر عمل دی
خـادمــه د کفــارو ده پـریمــانه محکمه ده

ادیب ملا و مونـږ تـه د منلـو وړ هېڅ نـده
و مونږ ته جوړه شوې له قرآنه محکمه ده

رحمت الله ادیب

10 months ago
10 months ago

ښاغلي مجاهده

د وخت له بدمرغیو عقیده ساته جانانه
له تور داغه د تن سپینه جامه ساته جانانه

ښاغلی مجاهده ترجمان یي د ټولنې
په دې مظلوم اولس دې لوروه تل پېرزوینې
له ظلم او فساد څخه کړه وړه ساته جانانه

له کبراو غرور له خودبینۍ څخه ځان ژغوره
تعصب د قومیت سمت پرستۍ څخه ځان ژغوره
خاطر د هر مؤمن لوی او واړه ساته جانانه

بریا او کامیابي خو دې د لوی رب په نصرت وه
بي سارې همکاري هم درسره د دې ملت وه
غوښتنې او اسرې یې پر ذمه ساته جانانه

درکړی مجاهده لوی څښتن څومره اعزاز دی
ستاخوب هم عبادت دی دا دې څه لوی امتیاز دی
له رب سره تل راز اونیاز د زړه ساته جانانه

رحمت الله ادیب دې ښکلوم د قدم خاورې
محتاط اوسه چي وانه وړې له دې سپیڅلې لارې
له ذکره د الله ډکه سینه ساته جانانه

رحمت الله ادیب

10 months ago
10 months, 3 weeks ago

العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي
364

شل کاله مو د غرب له لوی قوت سره جګړه وه
له خدای پرته وچاته مو د مرستې طمعه نه وه

ترانه ویونکی:
قاري محمدصادق دلشاد
شاعر: رحمت الله ادیب

ترتیب: العصر سټوډیو
https://t.me/alasaracpa

10 months, 3 weeks ago

په دې حالت چې څوک نه کاندې دخوښۍ احساس
مـــړ دی کولای نه شــــي هــېڅ د زندګۍ احساس

دداسي امن دې تمثیل پیش کړي نړۍکې یوڅوک
چي نن کولای نشي څوک د بدامنۍ احساس

له هر خطر څخه محفوظ دی سر او مال د اولس
هر یو وګـــړی مو کــــوي د ازادۍ احساس

نن په دې خاوره واک اختیار دی د سپیڅلو زلمو
ورســـره شتــه د دې وطـن د ابادۍ احساس

چاتـــه مهمـــې چې د دین او د وطن ګټې وې
هغه به ونکړي هېڅ وخت د غلامۍ احساس

ادیب ملااوس موله ژوند څخه دی خونداخیستی
کوي هر شخص مو د مینې ورورلۍ احساس

رحمت الله ادیب

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year, 4 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌??? : @mobsec_ads

??? : @sudosup_bot

Last updated 3 months, 1 week ago