( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
**دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
کسر
د راکټ کړنګ د تورې شرنګ لۀ یاده چیرته وځي
په دې هیواد تېر شوی جنګ لۀ یاده چېرته وځي
ترنم د مجروح طالب
شاعرمحترم ابوبکر احسان#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal313
څیرې خېمه درته یادیږي که نه
د سنګر شپه درته یادیږي که نه
ستړي ستومانه به چې ورغللو
جګه مورچه درته یادیږي که نه
ما به دې تا تا به دې ما کوله
د شپې پهره درته یادیږي که نه
چې ګردنۍ به پرې ښایسته ښکارېده
تېره برچه درته یادیږي که نه
چې به دې سر لره مدام اېښوده
هغه چانټه درته یادیږي که نه
هره لحظه مو چې ژړل الله ته
سر پۀ سجده درته یادیږي که نه
احسانه خيال ته به درځي او که نه
خړه حجره درته یادیږي که نه
ابوبکر احسان
تا پۀ ځان تا پۀ جانان باندې شکمن کړم
تا خو زۀ پۀ هر انسان باندې شکمن کړم
د شیطان د مهارت نه دې چې ووې
زۀ دې بیا هر مسلمان باندې شکمن کړم
څۀ نادره وعیدونه دې بیان کړل
زۀ دې خپله خپل ایمان باندې شکمن کړم
زما زړۀ دې لکه سکور ورځنې تور کړ
زۀ دې بلکل دې جهان باندې شکمن کړم
چې دې وویل احسان خو داسې نه وي
زۀ احسان دې خپل احسان باندې شکمن کړم
ابوبکر احسان
#النبوي_بصري_څانګه
**غريبۍ نامردې څومره دې بدرنګ کړم
خواته نه راځي لورکۍ رانه خفه ده
وایي څۀ دې کول څۀ درسره وسول
پۀ دې ټوله کورنۍ رانه خفه ده
ابوبکر احسان**
**خپلو ته خوږه کوې پردیو ته ترخه کوې
سوچ وکړه لۀ ځان سره همدغه تۀ ښۀ نه کوې
تۀ مو قربانۍ لکه حسد نیکي لۀ مینځه وړې
تۀ مو د شهید پۀ پاکو وینو معمله کوې
اوس هغۀ وخت تېر سو هغه ډار لۀ ربه نه لرې
زۀ خو دي چې وینم بنده ګي د بل بنده کوې
تۀ چې د پردې تر شا د څو کسو ګفتار منې
ښه ورځ به ونه وینې چې داسې فیصله کوې
ومنه چې زۀ دې زنده ګي ته تعجب پاته یم
ګله د ازغو پۀ مینځ کې څنګه ګزاره کوې
1 او 2 خو نه دي بیخي ډېر دي واسطې واله
پرېږده وه احسانه اوس د چا چا نه ګیله کوې
ابوبکر احسان**
**قضاء کیږي درنه لمونځ پاڅېږه ګرانه
هله پورته شه مؤمنه مسلمانه
جماعت درنه تېریږي بیړه وکړه
را ولاړه شه مه منه تۀ د شیطانه
پۀ محشر به دې بیا څنګه شفاعت کړي
حیاء وکړه د محمد مصطفیٰنه
د ابلیس پۀ شان اذان څخه بد مه وړه
تېښته مه کوه د خدای پاک لۀ درګانه
دی یو تاته نه خپل ځان لره هم وایي
خفه نه شې لۀ ابؤ بکر احسانه
ابوبکر احسان**
**علماء سوء!
کله چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان مطابق ترې غوښتنه وشوه خپل شهرت دې راته ووایه او لۀ کومې مدرسې څخه فارغ یاست هغۀ د دولتي منصب د نه پرېښدو لپاره داسې وویل زه ملا نه یم زما شهرت مه ورکوئ خو تر دې مخکې یې د 1000 افغانیو پۀ خاطر تر ټولو د مخه د فراغت سند راځغلوئ.
انا لله وانا الیه راجعون**
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago