دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 8 months, 2 weeks ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 2 weeks ago
دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.
Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos
Last updated 1 year, 9 months ago
د تيـــارو په ذات کې ورک يمه له ځانـــه
ځـــــان کې ځان لټووم اى پرودګــــــاره
د يـــو ورک انسان په لټه باندې ګــــــرزم
نــــه منزل مومم نه لاره او نه يې چـــاره
صحـراى په صحرا سر يم په صحرا کــې
ربــــه ستړې يمه ډير له دې دور او درازه
سترګې پټې کړم چې لږ شانتې ويده شم
زړه مې بيا شې په سودا د يار د پـــــــاره
او جـــدايې زموږ تقدير کې ليکل شــــوې
لـــــه تقدير سره په جنګ يم ستا لپــــاره
او حضــرتې دې په ديدن پسې ړنديــــږې
کوچــۍ
ته وايه ته څنګه يې د خپل ژونده خوشحاله ،
😢😢
رانه خطا په هیڅ دعا نۀ وې
خو چې زما نشوې زما نۀ وې
ما ستا لپاره جنتونه پرېښول(!)
زه دې ادم کړم ته هوا نۀ وې
زه ستا ټایم پاس ومه ،اخر پوه شوم
په بل میینه وې په ما نۀ وې
په تګ دې ولې ځان وژنه وکړم
ته خو اول نه هم زما نۀ وې
بېګاه مې خوب کې وې راغلې یاره
دومره وزګاره خو پخوا نۀ وې
سرکار مړ شوی دی او تۀ نۀ راځې!
پخوا خو دومره بې پروا نۀ وې
غوښتل مې درته ووایم چې
ستا پرته ناکام او هېڅ یم
خو
تاته ددې خبرې کولو مخکې
تا زۀ یوازې پریښودلم.
#عرضې
وايه کنه حال څه دی؟
وخته د يار خيال څه دی؟
زړه که سمندر نه کړي
نور د عشق مجال څه دی؟
دې ښايست ته عقل څه؟
دې مستۍ ته ټال څه دی؟
ستا د بڼو غشو ته
زغره څه ده ډال څه دی؟
تا انتظار څه کړی
ستا وعدې ته کال څه دی؟
ستا نه به توبه کړمه
دا دې په ما خيال څه دی؟
صابر
ټولنیزې رسنۍ:
موږ دلته نه چاته با ارزښته یو او نه هم ډېر مهمه یو.
دا ټول یوازې زموږ د خوشباورئ لوبې دي چې فکر کوو که موږ چېرته ناڅاپه ورک شو نو موږ به خلک ولټوي، زموږ پوښتنه به وکړي او یا به زموږ په انتظار پاتې شي.
دلته هېڅوک نه چا پسې نارامه وي، نه یې انتظار کوي
نوي خلک دومره په تېزۍ سره زموږ ځایونه ډکوي چې کله بېرته راشې او د خلکو بدلې رویې ووینې خپل په ځان به مو افسوس راشي چې په کوم رقم ځای کې موږ څومره خپل احساسات او وخت ضایع کړی دی.
#عرضې حضرتې
#افسوس
#ناپوهې
نـظـــم زړه ،.
کيســـــه څه وکړم اوس چاتـــــــــــه
ګيلــــــه څه وکړم اوس چاتــــــــــــه
دکيسـو مې اوس څـــــوکـ نشتــــــــه
دګيــلو مې اوس څـــــوک نشتـــــــه.
دژونـــدون مــــــــزه مې نشتــــــــــه
اوســــــــ سکـــــون مې د زړه نشتــه
اوســـــــ پرهــــــر پر هـر په زړه يـــم
ليــــونې رانـــــــه جـــــــــــوړ شـــوې
کلـــــــه وژاړم ځــــــــــــــانتــــــــــــه
کلــــــه وخانـــدمـــــه ځـــــانتــــــــه
دامېـــ څـه ژونـدون شو خــــدايـــــه
چـــــې مٸين پـه بې وفــا شــــــــــوم
کـــوچۍ لاړه کيســـــه ختمـــــــــــه
د ژونـــدون مـــــزه مې ختمـــــــــــه
اوســـــــــ کوڅـــو کې پسې ګـــــــرزم
پــــــــــــه ميـــرو کې پسې ګــــــــرزم
چـــــــــې سکــون د زړه پيدا کـــــــړم
زيــــــارتو کـــــې پســــــ،ې ګــــــــرزم
لــــــــار مــــــې ورکـــــــه د خپـل دره
کلـــــه يــــــــو وره تـــــــه ولــــاړ يــم
کلـــه بـــــــــل ور ه تـــــه ولـــــاړ يـم
کچکول ګرزوم په غاړه په نامه د الله راکـړٸ
يــــو ديـــــــــــدن د جــــــــانان راکـــــــــــړٸ
کلـــه خداى ته په ژړا شم بس ګيله راته دريـږې انديښنــــــــه راتــــــــــــــه دريـــــــــــــــــــــږې چـــــــــــې مې نه وه په نصيـــــــــب کـــــــــــې نـــــــــــــو دې ولــــې را پيـــــــــــدا کــــــــــــړه نـــــــــــو پــه څه دې را پيـــــــــــدا کـــــــــــــړه دغــــــــه زه چـــــــې اوســـــــــــــــ درديــــــــږم دغــــــــه زه چـــــــې اوســـــــــــــــ ژړيــــــــــږم حضــــرتې د خـــــولې فريــــــــــــــــــــــــــاد دې
زړه دې ولـــــــې رالـــــــــــــــه راکـــــــــــــــــــړو خـــلک وايـــــــۍ چــــــــــې کعبـــــــــــــــــــه ده پـــــه هنـــــــــــدو دې رالـــــــــه مــــات کـــــــړو
چــــــې اوســـــــــ درد کـــــــــوې خوګـــــــــــيږې اوســـــ پــــــــــه هيڅ نـــــــــــــه رزا کيـــــــــــږې څـــــوک مې شـــــــــړې له خپـــــــل ژونــــــــــده څـــــوک مې شـــــــــړې لــــــــــــــه خپـــــــل دره پـــــــــه دې دومـــــــره لـــــــــوى دنيا کــــــــــــې يــــــــو زما ځــــــــــــــــاى دې ورکـــــــ شـــــــوې
نــــــــوخـــــــــــدايه تــــه مې مــدتګار شـــــــــې
زه اوســـــ ډيــــــر يمـــه بې وســــــــــــــــــــــــه اوســـــــــ تنهـــــــا يـــــــم پــــــــاتې شـــــــــــوې
د حجـــران پـــــــه تـــــــــــــورو شپــــــــــــــوکې رڼــــــــــــا نــــــــه وينــــــــــــم په ستـــــــــــرګو ډيـــــــــــــوه بلــــــــه ګــــــــــــــــــــــــــــــرزومه
د ژونـــدون لـــــار رانه ورکــه هغه لاره لټــــوومه داســـې ورک ورک پسې ګــــرزم خدايه راکــــــړې هغــــه لـــــــاره چــــــــــــې نــــــه غــــــــــــــم وو
او نـــــه درد وو مــــــــاشومتوب غــــــــــــواړمه خــــــــــدايه چــــــــې پــــــــــه هيڅ نــــــــــه وم خبـــــــــــــــر. اوســـــــ هغــــــــــــــــه غـــــواړمه خــــــــــــــــــــدايه چــــــــې و ه مينـــــــــــــه او محبـتـــــــــــــــــــــ ! _
دنيــــا واړه ده دوه رنګـــــه
هـــــر يو رنګ يې دې جـــدا
رنګــا رنګ خلک مې وليـــــد
رنګـا رنګ ده دا دنيـــــــــــــا
منـــــم هره څيره ښکلــــــې
خـــو ښکلا ده په حيــــــــا
او
مــخ يې پټ په نقابــــــونو
خو ګـــــذار کوې رســـــــــا
ستـــرګې ډيرې وې ظالمې
هيڅ خاطـــر نکړې د چـــــا
او
حضـرتې خو هسې پاګل ندې
د کوچۍ
ښايست جدا دې حورې ستا جدا
زما ازار دې تاپسې وې 😭😭
څومره لویه سزا وینم
په خپل درد مې خوله تړلي
چاته هېڅ ویلی نشم
چې حېا مې خله ګنډلې
د دنیا له سترګو لرې
د لوی کور یو کناره کې
د دیوال ډډې ته کینم
د سپوږمۍ نه پۀ تياره كې
او په خپلې بېوسۍ مې
اوښکې لاړې شي تر سترګو
که د کور غړي مې راشي
لاس مې كېدم زر په سترګو
خپل حالات ته تغیر ورکړم
یو ناڅاپه په خندا شم
اوښکې پاکې په ټیکري کړم
هسې ماته زۀ پۀ شا شم
زړه مې بل رقم تنګ شوی
ځان وژلو ته مې زړه شي
یو چاړه پۀ رګو كېدم
نور مې صبر د زړۀ نۀ شي
یو رسۍ ته مې پام شوی
چې پۀ توت كې راځوړنده
ځانته ته داسې سزا ورکړم
څنګه ساه چې نه وې بوت كې
چې له دغې جهنم ووځم
بیا مې ټک شي په مغزو کې
ځان وژنه ناروا ده
بې ننګي ده پۀ پښتو كې
لیونۍ لږ صبر وکړه
خدای به لر درنه هر غم کړې
بیا مې چغې زړګی غواړې
خداى بۀ خلاص ور د كرم كړي
خو له ډېرې بې وسۍ یې
په مرۍ کې کړم ايسارې
غلې غلې سلګۍ وکړم
ټولې هيلې مې بيمارې
ساه مې ډکه ډکه کیږي
او هم غریو یمه نیولې
په همدې کې خندا راشي
يم پۀ زمكه پرې وتلې
چې د ورور د خپو اواز مې
تر دې غوږو پورې راشي!
زۀ هېرانه شمه ځانته
ژړا ختمه پۀ خندا شي
زه د کور د ټولو کشره
د څلورو ورونو يوه خور يم
دوی ته څنګه بۀ زۀ وایم
زۀ د چا د سترګو تور يم
زۀ بۀ څنګه داسې وايم
چې په خپله خوښه غواړم
یو بنده مې دی خوښ شوی
يو بنده پسې زۀ ژاړم
هم هغه په ما مئین دی
ژوند يى نۀ كېږي بې مانه
زه پوهیږم دوی بۀ واىي
دا جينۍ شوه بې زبانه
چې بنیاد مو خراب شوی
د کور کشره لونډه بازه
پټه پټه ځان كې مرمه
خبر نۀ يمه له نازه
پټوم خپلې کیسې ترې
په خندا یې نازومه
د ژوند زهر پټ پټ خورمه
څوک پۀ ځان نۀ خبرومه
اخر ستړي شم له درده
کتابچه قلم راواخلم
یو څو کرښې پرې لیکمه
کوچۍ ځان مشغوله ومه
خيال كې خپل صنم راواخلم
حضـــرتې نـــه يــــــــــادومه
چې!
د ژړا دلیل مې راز دی
او خندا مې تمثیلي ده
دا كوم نظم چې تۀ لولې
دا مې ټوله زندګي ده
●
دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 8 months, 2 weeks ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 2 weeks ago
دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.
Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos
Last updated 1 year, 9 months ago