دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 8 months ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 3 days, 17 hours ago
دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.
Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos
Last updated 1 year, 8 months ago
ای ترخاورولاندې قــلندره سر را پورته که
وګوره لښکر دې ملا عمره سر را پورته که
هاده خړ سنګر ملنګ طالب درته راغلی دی
نــن درته راغلی له دفتره سر را پورته که
تاچې کړی وو ده حق قیام په کمه لاره کې
ستا لاره سپېڅلې وه رهبره سر را پورته که
ستا له حقیقي قیام جهاد له برکت مشره
ستالښکرحاکم شودزړه سره سر را پورته که
تاچې کم ارمان ته ګل ځواني خاورې قربان کړله
ستا ارمان پوره شوسِکندره سر را پورته که
ستاپه دیانت اوعاجزۍکې خوهېس شک نه وو
ستامسیرښکاره وولکه لمره سر را پورته که
ستالښکراوس راج کړي په هیوادای قلندرمشره
مات یې ده سلیب کړلولښکره سر را پورته که
یادبه دې قسیم بدري شعرونوکې تل یاد ساتم
وې ده مسلمه اومــت دلبره سر را پورته که
قسیم بدري
وغــــږوه پاڅــوه نغمې له خوبه ويښې کړه
شؤرجوړکه سپرلیه نغارې له خوبه ويښې کړه
څنډ ورکــړه نسیمه چې غوټۍ ګلــونه وسپړي
غــزلې د بلبلو زمــزمــې له خــوبه ویښې کړه
داسپېره وطن ته زرغــونې جامې ور واغــونده
څاڅکي دباران راوړه چینې له خوبه ویښې کړه
وپــاشه نــرګسه چمبـېلیه خـــپل زاتـي عطــر
وناڅه لــٶنـګه هیلې مــړې له خوبه ویښې کړه
بــاسه د نفــرت ریښې پخپل جادوګــري اظهار
نوردمحــبت ویدې ریښې له خوبه ویښې کړه
راولـــه رڼــاوي د خـــوښـــيو محفــلونـــو تـــه
جوړې که شغلې تیتې ډېوې له خوبه ویښې کړه
(وثیق ذکوان)ته وکړه په پستوشونډو يوه مُسکا
زړه کې ېې کیسې دیارانې له خوبه ویښې کړه
پسرلی دی
څه ګلونه یي ټومبلي په اوربل دي
زړونه څُمره دي خوشحاله پسرلی دی
په هرځای کي ده بلبلو چِغهار دی
قلقلي دي الله هو دی کار غمی دی
ژوند نیولی ده خوښیو نیک قدم دی
پیغلي هیلي په نڅا دي خوښ زړګی دی
جوړ منظر دی زاڼي راغلي تر چناره
ده ځنګلونو ده خوند ډک مازدیګری دی
پسرلی دی نوی کال اختر نیږدي دی
خوندور بیا ده روژي هر پیشلمی دی
شين سهار ده پُسرلي هوا ده خُکلي
اُوس په پيغلو ښايسته هر ګودری دی
أزآدۍ سندري وايې مرغان غروکي
په وطن کي ښه په آمن هر سړی دی
پسرلیه په اُمید ستا ده راتګ هم
ده عاصم آشنا ده هیلو نهالګی دی
عاصم آشنا
دا حلات به مې زرور اقصاء ته بوزي
شهادت به مې خپل لوی الله ته بوزي
اورمیږونه به یهودو باندې تاو کړم
که مې خدای وه د غزې غزا ته بوزي
زه که خدای په دین شهید کړم بیابه وایم
لوی الله مې دې بیابیا دنیا ته بوزي
نن ته ژاړه ای مظلوم د فلسطینه
هو!!زلمي شته چې یهود ژړا ته بوزي
ستا په څنګ کې دا غلام حکمرانان دې
لوی الله د لوی دوزخ سزا ته بوي
لوږه، تنده، سره زخمونه غټې اوښکې
دا حسان کوچی به خود امساته بوزي
حسان کوچی
ماشوم زړګی مې ده په تاپسې رنځور لالیه
د زړه له درده ګورم ستا ښکلی انځور لالیه
حُسن پرسته راته راوړه نور د وصل درمل
په ورو، ورو بایلمه دسترګو مي زه نور لالیه
زما برخلیک کي دي لیک شوي شبګیري قربانه
دزړه پرهار مي له دردونو شو ناسور لالیه
ده هجر شپې، بیخي اوږدې دي هیڅ صبا نه لري
ژوند راته سم دی بې له تا لکه تنور لالیه
ده بېلتانه کیــسې به کله کړو راختمي ګوره
کړم یـــــې سلگو او وه ژړا لره مجبور لالیه
خادم عماره! بې له یاره زندَگي سخته وې
تنگ شي جهان سړي ته ورکوي تل زور لالیه
خادم عمار
داسیازړه
ای داسیاپه زړه کی ګل وطنه
روح ته می سادزړه تسل وطنه
ستاوساتنی ته زه ژمن یمه تل
په کارنامو کی یی اتل وطنه
دهندوکوش پرسروسپین بیرغان
هـم دی رپان بیاپه کابـل وطنه
هیواده ستاله نوم نه شم صـدقه
له غموخلاص شوی تل ترتل وطنه
دابـادئ او پر مخــتګ په لـوری
اوس ورروان یی ته په خپل وطنه
داستا بچئ نور دی ساتنه کوئ
دهر طالب ده زړه کوګل وطنه
سعادت مل فراهئ ستاعشق یم
داستا په نوم لیکم غزل وطنه
شاعرسعادت مل فراهئ
هیله ارمان پر اوږو وړم درپسي ځمه اخیر
ستاپه نامه به یاره مرم درپسي ځمه اخیر
دژوند صفحي مي ګډي شوي دي دغم له لاسه
تنګ شوی یمه له دي غم درپسي ځمه اخیر
دزړه له ورانو کنارو کړي طوافونه ستا یاد
غواړي دسترګو ستړی نم درپسي ځمه اخیر
داسي احساس مي زړه ته راشي چي رایاددي کړمه
کاشکي ملنګ دي وای دچم درپسي ځمه اخیر
کله چي ستا دویصال حِس وکړم خوشحاله شمه
واخلم ارام مات شي ستم درپسي ځمه اخیر
لپو کې سوال رب ته کومه ددي ښُکلي منظر
مسجون چي لاړ شي له عَجم درپسي ځمه اخیر
ذاکرمسجون
یم ابدي رنځور له هغې حادثې نه وروسته
زه بیا جوړ نه شومه د ستا له مخه ښې نه وروسته
هېچا راونښود زما د ژوند نیمګړی تصویر
په دیوالو کې له حصارې آینې نه وروسته
د وخت طوفان راپسې وران کړل قدمونه ترشا
په غریو نیولي آواز تلم له قافلې نه وروسته
دا شبګیرې به خدای بینا کړي د سحر په رنجو
چې واقع کېږي رڼا ګانې له تیارې نه وروسته
د ژوند په سختو کې تنها ومه هجرانه یاره
د لارې مل راسره نه ؤ له سایې نه وروسته
نذیرالله هجران
مینه له زړه
تر یاره تله
جانان لیده
دومره ارزانۀ ندۀ
بیا خپلول
مينۀ پالل
درد تيرول
دومره اسانه ندۀ
دَعشق کتاب
دَمینې باب
رنځور رباب
دومره پريمانۀ ندۀ
څه انتظار
دعشق په لار
دزړه قرار
بېله هجرانۀ ندۀ
د زړه دونيا
چې شې رڼا
اخ بېله تا
صنم ودانۀ ندۀ
دمینې راز
د زړه اواز
دعشق انګاز
دا بې جانانۀ ندۀ
د(خُبيب)زړۀ
سخت ماتيدۀ
له بلتانۀ
زړه بې لتانۀ ندۀ
خُبیب
غزل
کړه نغمه نغمه خبرۍ غلۍ نه شې
څنګ ته کښینه مه ځه لرۍ غلی نه شې
پکی بله دخندا ډیوګي هم کړه
کړه خوږی لکه شکرۍ غلې نه شی
لمر دژمي دی ځه خوند ورځني اخله
وه دغره خوږی ګورګوري غلی نشی
زړه دمه کړم کله شپه چي شی تاریکه
سهاربیاکوی بدترۍ غلی نشی
ته حسن دکتاب حسین تفسیریی
سترګی تاپسی اوترۍ غلی نه شی
ته چی یی نوموږ به زده دژوند معنی کړو
وه ښایستی سپینی کوتری غلی نه شی
دحماس خپلواک هربیت ځان ته مفهوم دی
ته پرۍ پوري ملغرۍ غلی نه شی
دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 8 months ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 3 days, 17 hours ago
دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.
Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos
Last updated 1 year, 8 months ago