دلته به تاسو ته د مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه نشروو ان شاء الله.
Last updated 8 months, 2 weeks ago
#السلام_علیکم_ورحمةالله_وبرکاته✋
ملګرو هیله ده چي جوړ روغ به یاست،
ملګرو دلته به تاسو ته په خپل لاس جوړي سوي لوګوي، ایډیټ ترانې، ډیزاین عکسونه، او نور ډیزاینونه مي نشروم.
له ملتیا څخه مو نړۍ نړۍ مننه 👍
#رابطې اوتبادلې لپاره👇
@QariHamidiAfghan
#Q_M_H_A
Last updated 2 weeks, 1 day ago
دا د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رسمي ادرس دی.
Afghanistan broadcaster since 1925 RTA delivers national and international news insightful analysis and must-see videos
Last updated 1 year, 9 months ago
تاپه خپلو سترګو د تعصب پټۍ تړلې ده
ته د امارت سمه رښتينې څېره نه وينې
ته که د حسد او د کينې عينکې لرې کړې
ته به د نظام د پر مختګ لمنه وه وينې
ته خپله د بل بادار په غېږه کې ويده پروت يې
ځکه دا هېواد او هم وګړي يې ويده وينې
ته د اسلامي نظام د ديد لينزونه نه لرې
ته به دا شرعي انقلابي نظام په څه وينې
تاته رب له پلاره حيواني شعور در کړی دی
ته تنها اخور وينې کبل وينې واښه وينې
رب دې په زړه سترګو او غوږو مهر وهلی دی
بې له وحدانيته او حقيقته نور هرڅه وينې
زه تراب دې ډېرښه عقيدې باندې پوهېږمه
ته اوس هم خوبونو کې د تېر جمهوريت خره وينې
1445/10/2
1403/1/23
چې په اختر کې دې بسته خلاسه شي
لکه په جنګ کې دې چانټه خلاسه شي
عجيبه خوند کوي چې کورته راشې
په يو ارنډ دې دروازه خلاسه شي
چې مونږ ترې ښار کې ګر ځېدلی نه شو
تانه دې همدغه ارتينه خلاسه شي
دا خوندوره خندا لږه کوه
زه پرې وېرېږم هسېنه خلاسه شي
شوخ غزلونه درته ليکم ياره
ته صبر وکه چې روژه خلاسه شي
بيا تر کوژدې پورې يې نه ټولوي
د مجرد چې بستره خلاسه شي
تراب به هم داسې شوخ پاتې نه وي
که ستا د حسن سلسله خلاسه شي
1445/10/2
1403/1/23
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
تقبل الله منا ومنكم صالح الاعمال
واعاده الله علينا وعليكم بالامن والامان
خپل بچي سينې ته جوخت کړئ ښه په مينه
خو تپوس د يتيمانو پاتې نشي
پس له لمونځه يې ور کولو کې ثواب دی
سر سايه د ماشومانو پاتې نشي
نور بيا
1445/10/1
1403/1/22
په حر يت کې مجهز ګرځي
ښه په عزت کې مجهز ګرځي
په جمهوريت کې يې پيسې ګټلې
په امارت کې مجهز ګرځي
په سر شيندلو کې يې سر ساته
اوس امنيت کې مجهز ګرځي
نر دې قورغل ته تبر ګی نه ووړ
اوس و لايت کې مجهز ګرځي
موټر نه کوز شي شا او خوا وګوري
ښه په سياست کې مجهز ګرځي
چاچې به تاته نصيحت کولو
اوس دې زيارت کې مجهز ګرځي
تاچې په ما باندې وېشتلو پرون
نن دې خد مت کې مجهز ګرځي
تراب ښکاره توره او ټوپک نه لري
خو حقيقت کې مجهز ګرځي
وضاحت: قورغل دکاپيسا, په تګاب کې يو زښت خطرناک مرګونی جهادي سنګرو, چې د تګاب سرشاره زلمو د فرانسوي ښکېلاک ګرو, اودهغوي ذليلو اجيرانو لپاره سور تنور ګرځولی وو, نو د تګاب دغې سنګريزې, جګړه ييزې او وينه زبېښوونکي خطې ته توره اوټوپک څه چې د تېشې او تبرګي وړل هم په ټنونو ايمان غوښته.
ترابي
https://t.me/shiraz_turab_tagabi
Telegram
شاعر تراب تګابي
السلام عليکم… دحماسي ادب غيورومينوالو! دلته ده ملنګ ۥتراب ملنګه شاعري په مختلفو هندسي فرمونوکې ليدلى،لوستلى اودانقلابي نعتخوانانو په جادوګرو اوازونوکې اوريدلى شى شاعردولس ددردونو حقيقي ژباړونکى دۥتراب ياران ۥتراب ځنې پيدادي خوۥتراب هم له ۥترابه پيداشوى
د استشهاد په سرو لمبو مو ځوانۍ و سېزلې
لکه طارق ابن زياد مو کشتۍ و سېزلې
ته د وحشت د مظلوميت دا انتها وګوره
د خپل واده کړې جامې لېونۍ و سېزلې
مونږ د عمار مونږ ده ياسر مونږ د خبيب په شانته
د خدای په مينه څه نادرې هستۍ وسېزلې
مونږه مظلومې مينه ناکې سترګې وبښلې
مونږ د غرور ډ کې کفري ککرۍ وسېزلې
د اسلامي نظام ګلرنګه معطر بهاره
ستاد راتلو په پار مو ډېرې غوټۍ وسېزلې
ترابه مونږ د ډېرو زړونه او د ثقل نقطې
په مجاهدې, حماسي شاعرۍ و سېزلې
ترابي
1402/11/20
https://t.me/shiraz_turab_tagabi
Telegram
شاعر تراب تګابي
السلام عليکم… دحماسي ادب غيورومينوالو! دلته ده ملنګ ۥتراب ملنګه شاعري په مختلفو هندسي فرمونوکې ليدلى،لوستلى اودانقلابي نعتخوانانو په جادوګرو اوازونوکې اوريدلى شى شاعردولس ددردونو حقيقي ژباړونکى دۥتراب ياران ۥتراب ځنې پيدادي خوۥتراب هم له ۥترابه پيداشوى
خوشحالي د وطن ♪ سوکالي د وطن
په تعليم کېږي ♪ ابادي د وطن
د کتاب کتابچې دښوونځي مدرسې
د همدې ملګر تيا شتمني دوطن
په تعليم کېږي ♪ ابادي د وطن
د قلم ملګر تيا ده زمونږه اړتيا
رانه خوري جهالت ورور ولي دوطن
په تعليم کېږي ♪ ابادي د وطن
د جهاد مفکورې د زمرو حوصلې
ټينګ ايمان وېښ احساس خوند کوي دوطن
په تعليم کېږي ♪ ابادي د وطن
تل دې وي زندباد. دارجال دهېواد
سر ددار پسې وړي لېوني دوطن
په تعليم کېږي ♪ ابادي د وطن
کړه حيرانه نړۍ زمونږ هسکې غړۍ
هېڅ کوی نشي څوک دښمني دوطن
په تعليم کېږي ♪ ابادي د وطن
مونږ په تورو نېزو ددښمن له پوځو
تل ګټلې تراب خپلواکي د وطن
په تعليم کېږي ♪ ابادي د وطن
1402/10/15
#ښوونکی #معلم #استاد #مدرس #تيچر
ټولو با احساسو, باضميرو, باغيرتو, باتورو, باهمتو, ځوان عزمو, تاند جهادي فکرو ښوونکو ته دې ورځ مبارک او غزل ډالۍ وي.
چې دواړه لاسه دې درښکل کړمه راځه استاذه
رب دې همېش لکه ګلاب لره تازه استاذه
ستاپه مارکر په تباشير باندې سپېره لاسونه
را جوړوي د شاګردانو اينده استاذه
لامې په ذهن کې پرتې دي ستا خوږې خبرې
لامې په سترګو کې انځور ده ستا څهره استاذه
ستاحافظه ستاحوصله هم دستايلو وړه ده
ستا په تدريس ستاغږېدو کې وه مزه استاذه
چې ته مظلوم پکې شهيد لکه دغر ويده يې
راباندې ګرانه ده دا ټوله هديره استاذه
مادې سينې نه ډېر علوم او فيوضات اخيستي
ستا احسان مند يمه زه وزړګيه وه استاذه
ته يې لارښود يې تاتراب ترمرګه نه هېروي
تايې روزلې مجاهده مفکوره استاذه
1402/7/13
https://t.me/shiraz_turab_tagabi
Telegram
شاعر تراب تګابي
السلام عليکم… دحماسي ادب غيورومينوالو! دلته ده ملنګ ۥتراب ملنګه شاعري په مختلفو هندسي فرمونوکې ليدلى،لوستلى اودانقلابي نعتخوانانو په جادوګرو اوازونوکې اوريدلى شى شاعردولس ددردونو حقيقي ژباړونکى دۥتراب ياران ۥتراب ځنې پيدادي خوۥتراب هم له ۥترابه پيداشوى
په چيغو کوکو او بغارو ازادي نه راځي
په دغه درې ناکامو لارو ازادي نه راځي
داپه لاريون مظاهرو او فلسفو نشي
مضبوطې مټې غواړي تش په اوازو نشي
ازادي عزم غواړي, هوډ غواړي او سر غواړي
ازادي توره غواړي, ډال غواړي او سپر غواړي
چې دې انګړ ته په مرمو سورۍ سينې رانشي
په تابه هم د ازادۍ د باد وږمې رانشي
تاکې ميرويس تاکې احمد تاکې خوشحال نشته
ته عمر نه لرې ستانسل کې جلال نشته
تا د همت تا د عزمت څلي روزلي نه دي
تا د منصور غوندې کباب زلمي ليدلي نه دي
ستا په احساس ستاپه وجدان ستاپه ضمير شکي يم
زه له پخوا ستاپه هدف ستاپه مسير شکي يم
ترابي
1402/6/9
نور بيا...
https://t.me/shiraz_turab_tagabi
Telegram
شاعر تراب تګابي
السلام عليکم… دحماسي ادب غيورومينوالو! دلته ده ملنګ ۥتراب ملنګه شاعري په مختلفو هندسي فرمونوکې ليدلى،لوستلى اودانقلابي نعتخوانانو په جادوګرو اوازونوکې اوريدلى شى شاعردولس ددردونو حقيقي ژباړونکى دۥتراب ياران ۥتراب ځنې پيدادي خوۥتراب هم له ۥترابه پيداشوى
په د رنو د رنو موټرو کې ګرځېږي
مداحان هم په رنجرو کې ګرځېږي
چې د ښکار ټوپک يې نه شو ګرځولی
اوس جګړن دی په لښکرو کې ګرځېږي
چې خپل باغ کې بېز ته څيرمه رپېدلو
اوس ډاډه ډاډه دفترو کې ګر ځېږي
هغه شين فکري يرغل زبېښلی ځوان هم
ږيرور شو څڼيورو کې ګر ځېږي
سر تور سر دنيکټايي عاشق ته ګوره
مجاهد شو شملورو کې ګر ځېږي
درته ياد شي داهمغه مجاهد دی
داچې اوس په کارګرو کې ګرځېږي
د شهيد جانان کمزوری پلار ترابه
په خپل پښو دومره فلډرو کې ګرځېږي
1402/5/29
https://t.me/shiraz_turab_tagabi
Telegram
شاعر تراب تګابي
السلام عليکم… دحماسي ادب غيورومينوالو! دلته ده ملنګ ۥتراب ملنګه شاعري په مختلفو هندسي فرمونوکې ليدلى،لوستلى اودانقلابي نعتخوانانو په جادوګرو اوازونوکې اوريدلى شى شاعردولس ددردونو حقيقي ژباړونکى دۥتراب ياران ۥتراب ځنې پيدادي خوۥتراب هم له ۥترابه پيداشوى
عجيبه وخت وو لېوني په کار وو
په قربانۍ مين زلمي په کار وو
نولس کلن او شلکلن به ور تلل
که ولسوال که به والي په کار وو
دسرشيندونکي مجاهد اړتياوه
نه کمونست اونه خلقي په کار وو
څه عجيبه نارينه يي دور وو
خالي بستونو ته سړي په کار وو
چې په شمشاد باندې به کار کېده
نر مجاهد د پشکړي په کار وو
دوخت زامنو قلم نه ښوروه
هلته قلم دترابي په کار وو
1402/5/19