( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
ایا له دې درملو خبر یاست!
نن به داسې درمل در وښیم چې استعمال یې کړئ ، انشا الله ټول عمر به دعا راته کوئ 😊
لونګ:
په سنتي طب ، یوناني طب، هندي طب او په لویه کې د اریانا طب د لونګو دومره ګټې بیان کړیدي چې حد نلري ، زه به یې څو ګټې تاسو ته ولیکم.
۱ ــ لونګ بې خوبي له منځه وړي ، په استعمال سره به یې تاسو داسې خوب کوئ لکه د خوب ګولۍ مو چې خوړلي وي .
۲ ــ د زړه ناروغۍ کمزورې کوي او زړه ته قوت ورکوي .
۳ ــ حافظه قوي کوي او د بدن د ټولو حواسو تر منځ همغږي رامنځ ته کوي .
۴ ــ سینه مو پاکوي ، ټوخی ، بلغم او د ستوني درد ښه کوي .
۵ ــ د بندونو د درد بهترین علاج لونګ دي .
۶ ــ معده مو پاکوي ، د معدې هر ډؤل باکټریا او مکروبونه له منځه وړي .
۶ ــ په خوله کې هر ډؤل مکروبونه له منځه وړي او خوله مو خوشبویه کوي .
۷ ــ د ځیګر او پښتورګو د ناروغیو لپاره بهترینه دوا ده .
۸ ــ د سترګو لید زیاتوي او دردونه یې له منځه وړي .
۹ ــ د سوزک او ټانسلونو بهترین درمل دي .
۱۰ ــ لونګ د مخ پوستکي ته ښکلا ورکوي او وېښتان قوي کوي.
او په پای کې د وینې شکر او لوړ فشار کنټرولوي .🌻
د استعمال طریقه یې !🌹
هغه کسان چې د بې خوبۍ ستونزه لري نو دماسپښین له لمانځه وروسته دې څلور دانې لونګ په خوله کې د نیم ساعت لپاره واچوي او اوبه دې تیروي او په اخیر کې دې لونګ هم وخوري .
تاسو کولای شئ د ورځې په هره برخه کې درې دانې لونګ په خوله کې واچوی ښه یې وزبېښئ او اوبه یې تیرې کړئ ،
ممکن په لومړۍ یا دوهمه ورځ " نس ناستي " ته ورته ستونزه درته پیدا کړي چې دا د معدې او کولمو د مینځلو په معني دي .
همدارنګه که لږ زیاته اندازه لونګ په نیم لیټر اوبو کې جوش شي او بیا یې ګرم ، ګرم وڅکئ داسې به مو کړي لکه هیڅ ناروغي مو چې نه درلودله .
همدارنګه استاد عبدالباری شاهین به ویل چې لونګ استعمال کړه چې د ژوند په خوند پوه شې .
ملګرو دغه لیکنه مو چې څومره وس کیږي شییر کړئ تر څو نورو خلکو ته هم ورسیږي او الله ج یې همدا لونګ د رنځونو درمل کړي .
د هلال کمېټې د شعبان میاشت لیدلې او سبا به د شعبان لومړۍ نېټه وي.
شعبان د اسلامي قمري (هجري) کال اتمه میاشت ده، چي د رمضان تر مخه راځي.
موږ خپلي ويني تويولي آزادۍ ته
ده چا فکر وه ټيرو والا چوکۍ ته
هغه وخت وه ده رینجر په ارمان مړه وو
اوس يي يو نه پورته کيږي وه باډۍ ته😁
« له ځان سره مینه ولره »
د ځان لپاره وخت وټاکه!
د خپلو موخولپاره هڅه وکړه!
خوشحاله اوسه او وخانده!
له پوهانو سره اړیکه ساته!
ځکه یوازینی کس چې تل درسره وي!
پخپله ته یې..!
د شام د صیدنایا زندان د بندیانو زړه بوږنونکې او حیرانوونکې کیسې!
له خلاصون وروسته بندیانو ته معلومه شوه چې په نړۍ کې موبایل تلیفون هم ایجاد شوی دی. (د بند موده: ۴۰ کاله)
کله چې مجاهدینو د زندان دروازه خلاصه کړه او بندیانو ته یې وویل چې تاسې آزاد یاست، نو یو بندي وپوښتل: "آیا صدام حسین د اسد کورنۍ ختمه کړې؟" هغه ته دا نه وه معلومه چې صدام حسین پخپله هم په دې نړۍ کې نشته. (د بند موده: ۳۰ کاله)
ځینې بندیان داسې ول چې په زندان کې زېږېدلي وو او د خوشې کېدو وروسته یې لومړی ځل د لمر رڼا، ونې، واښه او ازاد فضا ولیدله.
په زندان کې دومره دردناکې سزاګانې ورکول کېدې چې بندیان به لیوني او مجنون کېدل، آن د خپل نوم، ښار او کلي څخه به بې خبره شول.
بندیانو ته به څو ورځې او اوونۍ خوراک او اوبه نه ورکول کېدې، چې په پای کې به یې د لوږې او تندې له وجې خپل ادرار څښلو ته مجبورېدل.
په زندان کې بندیانو ته لمونځ، روژه او هر ډول عبادت بند و.
په زندان کې یوه لویه د اور بټۍ تل بلېدله چې د "اسد دوزخ" په نوم یاده کېده. کله به چې یو بندي پکې سوځول کېده، نو ورته به ویل کېدل: "د اسد دوزخ ته ښه راغلاست!"
په زندان کې یوه ځانګړې کلنګ ماشین وه، چې په کې به مړي ټوټه ټوټه کېدل، هډوکي او وینه به یې جلا کېدل، او بیا به په یو ځای کې ښخېدل.
د بندیانو غاښونه به ماتېدل او برقي شاکونه به ورکول کېدل.
بندیانو ته به یې پښې ورماتې کړې او بیا به یې د منډې وهلو امر کاوه، او د خوراک لپاره به یې مړه موږکان ورکول.
هره اوونۍ به ۲۰ څخه تر ۵۰ بندیان اعدام کېدل، او هغه څوک چې د اعدام په لیست کې و، ټوله شپه به وهل کېدل.
په زندان کې د مالګې یوه کان وه، بندیان به یې ټپیان کړل او په مالګه به یې څملول.
یو بندي د خوشې کېدو وروسته وویل: "نن زموږ د ۵۰ کسانو د اعدام ورځ وه، خو الله تعالی همدا ورځ مجاهدینو ته د فتحې ورځ وګرځوله."
د صیدنایا بدنامه زندان د اسد کورنۍ جوړ کړی یو داسې قصابځای دی چې د هغې زړه بوږنوونکې کیسې د اورېدو وروسته، د امریکا ګوانتانامو زندان جنت ښکاري!
امارت دڅو محدودو څیرو شخصي ملکیت نه ده او نه دي ترینه په میراثي بڼه استفاده کوي امارت دټول افغانانو ګډ نظام ده دافغانستان فرد فرد ددي نظام دقایمولو لپاره بي دریغه قربانۍ ورکړي دداسي ورځې دلیدلو په تمه مونږ کلونه انتظار کړی هیڅوک دسوچه اسلامي نظام خلاف نه دي خو دنن عصر په دي پرمختللي نړۍ کې دعلم او پوهې اشد ضرورت احساسیږې د نظامونو دبقا تضمینول په علم اوپوهې پوري تړلي دي دعلم اوپوهې پرمټ کولای شو لومړی ځان بیا دالله ج عظیم ذات وپیژنو افغانستان له ډیرو لویو علماوو ډک ده کولای شې ډېري ستونزې داسلام په دایره کې دننه حل اوفصل کړي که ورته مراجعه وشي
سالمه نېوکه توهین نه ده هرڅوک حق لري چې خپل غږ ترخپلو مشرانو ورسوي ترڅو دنظام بقا تضمین شي
.
یه! تاریخي اندلسه تا ته وایم!
علي أنصار
هغه وخت چې نړۍ د یوه لوی اسلامي برم درلودونکې وه، د اندلس پر منارونو د اسلام توغ رپېده، په جماتونو کې د حی الفلاح ازانګې وې، په کوڅو کې د بریاو زيري غږېدل او د جنګ په میدانونو کې د جهاد نغارې غږېدې.
هغه وخت چې نړۍ اسلامي جلال درلود؛ زمونږ مېړني محمد الفاتح، طارق ابن زیاد، محمد بن باسم، قتیبه بن مسلم او یوسف بن تاشفین وه، هغه وخت د مدیترانې پر ساحلونو د غزا اسونه اوبه کېدل، له هرې نباته مجاهد سپاهي زېږېده، هرې مورکۍ یو او دوه زامن جهاد ته نذرانه کول، د هرې خورکۍ ورور سپاهي و.
هغه وخت چې نړۍ بشپړه مسلمانه وه؛ یوازې د خدای جل جلاله د وحدانیت خبرې کېدې، یوازې د توحید کلمه وه، کلیسا چوپه وه، مندر مات و، بوتان را نسکور وه، غوايي ته سجده نه کېده، د اور عبادت نه و، چیغې یوازې د اسمانونو خالق ته وهل کېدې، مرسته مو یوازې له خدایه غوښته، خیر او شر مو یوازې د لوی خدای ج فیصلې بللې.
هغه وخت چې نړۍ د جهاد په څپو کې وه؛ هره غزاء د خدای ج لپاره وه، شهادتونه ویاړونه و، مېړنیو په سلګو له خدایه غوښتل، جهاد اعزاز و، که به څوک له غزاء پاته کېدل لوی عار او شرم به بلل کېده، جهاد ته تږي و، پل په پل د جهاد سنګرونه و، معرکې تودې وې، د جهاد نغارې غږېدې، د کتب علیکم القتال فریضه ادا کېده.
هغه وخت چې نړۍ په اسلامي انګېزې سمباله وه؛ هر زلموټی په اعداد بوخت و، اعداد و چې تل به سپاهیان د کفر پر څټونو ور ختل، ځوان نسلونه په یوه اسلامي عقیده سمبال و، د ماډرنیزم او ډیموکراسۍ سېلۍ لا نه وه را الوتې، د ځوان نسل عقیدې مظبوطې وې، اتلس کلن محمد به هندو فتح کاوه، هر ځوان طارق او بدر مغیره و.
يه! تاریخه اندلسه!!
مونږ په خپل تېر برم پسې خفه شوي یو، مونږ تېر اسلامي جلال غواړو، را وګرځه، بیا را وګرځه!!
دا ځوانان هغسې د غزاء سپاهیان کړه، شهادت بیا سعادت وګڼه، د بتانو راج مات کړه، بیا را وګرځه!!
دف/دايانو په نامه باندې چوکونه جوړکړی.
دهر ش/هيد په نامه بېل بېل کنډکونه جوړ کړی
پر دېوالو باندې هرځای زېړې بوشکې رسم کړی
پينځه مرمۍ زنګين ټوپک زړې چانټې رسم کړی!
ت/قبله الله??
د داعش جنګیالیو انګیزه
عتیق الله سعید
داعش یوه جنګ سالاره ډله ده، چې په منځني ختیځ او د نړۍ تر ټولو زیاته غني نفتي حوزه کې ابر قدرتونو جوړه او تمویلوي یې، تر څو خپلو اهدافو ته ځان پرې ورسوي، دوی په لومړیو کې تش په نوم د شریعت د نفاذ لپاره مبارزه پیل کړې وه؛ خو په صفوفو کې یې د ګډوډۍ او بې نظمۍ له امله، چې هیڅ له دیني ارزښتونو څخه خبر نه و؛ له یوه نا معلوم برخلیک سره مخ شول.
د دوی مشران هیڅ معلوم نه دي، د دوی د رهبری هيڅ ځای نه معلومیږي، حتی هیڅ جنګیالی یې په دې نه پوهیږي چې دی څوک، د څه لپاره او په څه ډول رهبري کېږي؟
د دوی ښکته طبقه په عیاشي کې غرقه او په هغه وضعیت کې قرار لري؛ چې هر څه یې بایللي دي، دوی خپله د کورنیو په غړو د نورو ملګرو له خوا جنسي تیري ولیدل، د دوی تر منځ یوه میرمن څو جنګیالیو ته په نکاح کیږي، اولاد یې هیڅ نه معلومیږي؛ چې د چا زوی دی او د راتلونکي لپاره د دوی جنګي کتله به همدا بې پلاره ځوانان وي؛ چې د بلاک واټر په څیر وحشي او ځناوره جنګي قطعه ترې جوړیدای شي.
د دوی د راتلونکو جنګیالیو انګیزه یوازې او یوازې همدا کیدلی شي، چې څنګه شهوت پوره کړي، څنګه مادیات لاسته راوړي او همدا انګیزه به له دوی څخه یو ړوند او جاهله پوځ جوړ کړي.
نه کورنۍ لري، نه ژوند لري او نه هم راتلونکی؛ نو حتمن به د استخباراتي لوبو لپاره بهترین خاشاک وي؛ چې نړیوال یې استفاده کړي، اوس مهال دوی په سیمه او نړۍ کې د خپل جاهلیت او شهوت پرستۍ له امله ډیر بې علمه ځوانان ځان ته جلبوي؛ خو د ټولو انګیزه همدا شهوت پرستي او مادیت پرستي ده.
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago