( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
پرملاراړنګ لکه چينارسوم ياره بيرته راسه
پوخ دي دهجرپه انګارسوم ياره بيرته راسه
واړه جهان راته سوراورسوباوروکړه دنګه
درپسي دومره ناقرارسوم ياره بيرته راسه
ګريوان مي څيري دمجنون غوندي ژوندون کومه
ستاددرنوغمونو ښکارسوم ياره بيرته راسه
ستابيلتانه راباندي وکړلي عجيبه کاني
دزړه رنځوردزړه بيمارسوم ياره بيرته راسه
دهجردښته کي کومه ورځي شپي يوازي
نه سوم دکلي نه دښارسوم ياره بيرته راسه
طالب بري به دي تل ساتمه دزړه په کورکي
پوه دي په قدرسوم هوښيارسوم ياره بيرته راېه
له بدوسترګودي په امن سه دري وطنه
ده زړه ټوټي وطنه افغانستانه
دعلم پوهي سرچينه سي په تعلیم ابادسي
تاکي دي ډيرسي مکتبونه مدرسي وطنه
دننګوکوريي هميشه دي پردين ننګ کړي دي
ددين پرنوم دي دي ميني پرګني وطنه
درته راغلي وه نړي څنګه په ډکولاسو
ستاپرنازک وجوديي بلي کړي لمبي وطنه
طالب بري درباندي وياړم په تافخرکوم
هرځاي دي اورمه له ننګ ډکي کيسي وطنه
سپين بيرغ
پرسپين بيرغ ليکلي کلمي داستالپاره
ځواني په سرواوروکبابيدي داستالپاره
چی کله راخپري سوي ستاوزري پروطن
شروع سولي دشکرسجدي داستالپاره
هيوادمومسلمان ده اواولس مومسلمان ده
پرتن بانديه بلي کړي لمبي داستالپاره
هرځوان اوهره پيغله دي ولاړوو ودفاع ته
سري ويني په هرځاي کي تويدي داستالپاره
طالب بري له ډيري خوشحالي له ځانه ورک وم
مړي اوښکي مي ګريوان ته بهيدي داستا لپاره
هيڅ مي نه وله لتانه داسي تمه
دځواني خوندته دي پرينښودم غمه
ليوني دي کړمه نورڅه رانه غواړي
بالابس کړه رانه لاړسه محترمه
ده جفابوټي يي زړه کی راشنه سوي
ده وفاتمه مي نسته له صنمه
دګريوان رنګ دي بدل کړبالابس ده
ده خوږمنواودردمنوسترګي نمه
دلته خلګ ده يوبل احترام نه کړي
نوره باسم خپله کډه له دي چمه
ستاوصال پسي راورک طالب بري يم
لټوم دي هره خوادرپسي ځمه
غزل
څنکه وکړم خوشحالي دغم په ښارکي
راته سخته زندګي ده غم په ښار کي
ليوني ومه ناکي مي راښکاره کړل
پټ رازونه دزړګي دغم په ښارکي
تر سينه مي ده بيلتون غشی ختلي
ځکه کاږمه ځګيروي دغم په ښارکي
تنهاګرزمه له ځانه سره خاندم
خلګ نه کوي ياري دغم په ښارکي
که دي نوم دميني واخيستومجريم يي
ده پرمينه پابندي ده غم په ښار کی
ده خزان سيلي يه ووهلي هيلي
درنځورطالب بري دغم په ښارکي
غزل
يم له وختونوانتظارنه راځي
ولي زماده زړه پرلارنه راځي
خوښي له موږسره څه ستونزه لري
چي موپرکلي اوپرښار نه راځي
ده ښکولوښکولوعجيبه دستورده
هيڅ په پوښتنه ده بيمار نه راځي
په خوشحاليوکي ځي مخکي لما
په سختوورځوکي مي يارنه راځي
طالب بريه چي داڅه کيسه ده
زړه ته سکون زړه ته قرارنه راځي
سرزمين سولوانګاردفلسطين
ربه ته سي مددګاردفلسطین
سره اورونه ي پرګل وجودوريږي
ده کافيردغشوښکاردفلسطين
ګلابونه يي په غيږه کي رژیږی
رنګ په وينوهردياردفلسطين
رڼاګانويي له غيږي کډه وړي
تورتمونوکي هيساردفلسطين
ايوبي صلاح الدين ورته فيداکه
نورکړه ختم انتظاردفلسطين
دطالب بري دزړه ارمان پوره کړي
اوسي مل پرهره لاردفلسطين
داسد24
سولحه راغله په نڅاوه په دي ورځ
ده تورتم کډه په شاوه په دي ورځ
افغانان په يوټبرباندي راټول شول
خوشحالي په هره خواوه په دي ورځ
خلګووکړي سجدي رب ته ده شکر
له خوښي ډکه فزاوه په دي ورځ
مست جهان موڅملولي ووپرځمکه
ماته شوي امريکاوه په دي ورځ
تويولي خلګواوښکي له خوښيو
ده خوښيوانتها وه په دي ورځ
دطالب بري وطن داسي کاروکړ
ورته سوچ وړي دنياوه په دي ورځ
چي بخت دي کارپریږدي ګلان درته ازغي غوندي سي
چي سخته ورځ راسي خپلوان دي دپردي غوندي سي
کم څوک چي ولويږي تنورته ده ظالم بيلتانه
رنګ یي تکتو ر شي دلانده بوټي لوګي غوندي سي
چاچی تيرکړي وي ژوندون دپرديسي غيږه کي
پردي سړی يي ترنظردخپل لالي غوندي شی
څوک چي له ياره سه جلاسي هغه مړحساب ده
خوچي واصل شی دوباره بيادژوندي غوندي سي
طالب بري کله ناکله ده زړګي له درډه
روغ ګريوان وشلوي پرځان دليوني غوندي سي
:الاسٌلامْي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کيژي
نوۍ غمجن ترنم ـ ـ ـ
(بخته ليونیه)
کـســـــــر
راويښيږي کلـه بختـه ليونيه
زه لويدلي يم له تخته ليونيه
ترنـم: محمدطیب ادریس
شاعر:محترم طالب بری..
#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟
https://t.me/slamikanal69
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago