?? ??? ?? ????? ?
We comply with Telegram's guidelines:
- No financial advice or scams
- Ethical and legal content only
- Respectful community
Join us for market updates, airdrops, and crypto education!
Last updated 7 months, 1 week ago
[ We are not the first, we try to be the best ]
Last updated 9 months, 3 weeks ago
FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM
ads : @IR_proxi_sale
Last updated 5 months, 3 weeks ago
**ما ناز وکړ او تا بې پروايي وکړه بس خلاص
همداسې مو شروع د جدايي وکړه بس خلاص
له ماسره يې زړه دومره تنګ شوی، نژدې ومري
ما پرېږده، نن مې غم د تنهايي وکړه بس خلاص
ته خوند اخلې چې زه یم منتظر درته همداسې
خو نن راته خبره نهايي وکړه بس خلاص
نه ما غوښتل نه تا چې دا کيسه به ترې جوړېږی
ستا بېړه وه او ما وارخطايي وکړه بس خلاص#پــښـتو_شـعرونه ?**
**اشنا غوندې څېره زما پۀ لاره کې راځي
چې چرته ائينه زما پۀ لاره کې راځي
پۀ تا پسې چې وروستو وروستو ګورمه او ځم
نو خامخا به شپه زما پۀ لاره کې راځي
يا دا چې زما هره لاره ځي پۀ مېخانه
يا هره مېخانه زما پۀ لاره کې راځي
غم دا چې هغه کور کې ده فقط يوه کړکۍ
خوند دا چې هم هغه زما پۀ لاره کې راځي
همدلته يو لوې باغ ؤ چې دې ښار ته به راتلم
اوس لويه هديره زما پۀ لاره کې راځي
نه ستا غېږه کې نۀ، دغه خو ځاى دی د يقين
پۀ زړه کې تلوسه زما پۀ لاره کې راځي
دا غر يا لېونى دی او يا سترګو باندې ړوند
مدام داسې ډاډه زما پۀ لاره کې راځي..#پــښـتو_شـعرونه ?**
ژوند به وي، احتياج به یې، خو څوک به دې ناز نه اخلي
نه مې درته وې چې خلک نه دي لکه زه داسې#پــښـتو_شـعرونه *?***
**له ګيله من ﺯړګي دې جار شم
ﺯما د کور له کاره نه خيږي لاسونه
??#پــښـتو_شـعرونه?**
په ذهن کې مې ستا په اړه
ممکن د زرګونو کتابونو په اندازه خبرې وي،
مګر په زړه کې مې هر څه
یوازې په یوه جمله راغونډېږي :
هغه دا چې؛
ما هڅه وکړه چې له تا پرته ژوند وکړم،
خو ونه توانېدم پاتې راغلم.!#پــښـتو_شـعرونه *?***
هره تیریدونکې ورځ مـو،قبر تــــه نیږدې کــوي!?**
کُلٌُ نَفّسٍ ذَائِقَةُ الْمَوَتّ ثُمَْ اِلَيّنَا تُرْجَعُوْنّ
⏪⏩♥♀♨#پــښـتو_شـعرونه?**
**غزل!
مینه، محبت نشته
چا کې صداقت نشته
وایي، خو له زړه نه، نه
ماته څه خدمت نشته?
څومره چې نازونه کړې
دومره دې قیمت نشته
ژوند دی مشکلات به وي
دلته خو جنت نشته
اوس چا پسې نه ژاړم
اوس مې دا عادت نشته
پروت به یم په خاورو کې
بیا دې ضرورت نشته !!
???
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ??#پــښـتو_شـعرونه?**
?? ??? ?? ????? ?
We comply with Telegram's guidelines:
- No financial advice or scams
- Ethical and legal content only
- Respectful community
Join us for market updates, airdrops, and crypto education!
Last updated 7 months, 1 week ago
[ We are not the first, we try to be the best ]
Last updated 9 months, 3 weeks ago
FAST MTPROTO PROXIES FOR TELEGRAM
ads : @IR_proxi_sale
Last updated 5 months, 3 weeks ago