( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:حسد(۲)برخه.د حسد کولو حكم.او د حسد کوونکي د شر نه پناه غوښتل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د حسد کولو حکُم دادی چی دا بالاتفاق حرام دی،ددي حرمت په کتاب الله، سنت رسول.إجماع الأمة او عقل سره ثابت دی،ځکه حسد کوونکي په حقيقت کي په الله تعالى باندي دا اعتراض کوي چي هغه کس ته یې دا نعمت ولي ورکړي دي؟ (او ماته يې ولي ندي راکړی؟) ،او په الله تعالى باندی خو اعتراض کول حرام دی،(ځکه په الله جل جلاله باندي اعتراض کول په خپل محسن او منعم باندي اعتراض كول دي)الموسوعة الفقهیة الكويتیة جلد۱۹ص۲۷۳
البته که فاجر او فاسق سره يو نعمت وي او هغه ددي نعمت په وجه په خلقو كي فتنه او فساد پیدا کوي او يا خلقو ته پري ضرر رسوي نو بيا د هغه نه ددي نعمت منعه کیدلو خواهش کول جائز دی،ځکه اوس دا نعمت د هغه په حق کې د فساد کولو ذريعه ده.احیاء علوم الدين جلد۳ص۱۸۹ بيان حقیقة وحكمه واقسامه ومراقبه
د حسد کوونکي د شر نه پناه غوښتل:
حسد داسي بدترین صفت دی چې دا د انسان بدن او دین دواړو ته نقصان رسوي ،تردي چی د قرآن کریم په سورة الفلق کي په خصوصیت سره د حسد کوونکي د شر نه د پناه غوښتلو حکم شوی الله تعالی{قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (1)مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ(2)وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ(3) وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ (4)وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ(5)
ترجمه :ته ووایه، زه پناه غواړم په رب د صبا سره،د شر د هغه څه نه چې ده پيدا کړي دي(يعني د شر دمخلوقاتونه). او د شر دتيارې د شپې نه کله چې دا را خوره شي.او د شرد پوک و هونکو ښځونه(کومي چې پوکې وهي او چف اچوي)په غوتو (دسحر) کي، او د شرد حسد کوونکي نه کله چې هغه حسد کوي.
تشریح:په دي سورة كي په"مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ"سره د ټولو مخلوقاتو د شرنه د پناه غوښتلو حکم شوی خو بیا هم په خصوصیت سره د دری(۳)شیانو دشر نه د پناه غوښتلو حکم شوی:
(۱)-اول:د شپې چي کله تياره را خوره شي؛ځکه چي د شپې په تياره کې د پيريانو.شيطانانو ، مؤذي ځناورو،د زمکي دننه په سوریانو کې د خطرناکو زهريله شیانو،د غلو.داکوانو او دشمنانو خطره زياته وي،نو ځکه په خصوصيت سره د تياري د شر نه د پناه غوښتلو حکم شوی.
(۲)- د جادو ګرو ښځو او جادو ګرو سرو دشرنه په خصوصیت سره د پناه غوښتلو حکم شوی،ځکه د جادو ضرر زیات وی،انسان خبر هم نه وي او په ده باندي جادو شوي وي.دا دوایانی استعمالوي خو فائده ورته نه وركوي.
(۳)په خصوصیت سره د حسد کوونکو د شر نه پناه غوښتل شوی ځکه حد کوونکي په آرام نه کيني، هر وخت دا کوشش کوي چې دې بل کس ته ضرر ورسوي.معارف القران
دحسد دبد والی د پاره همدا خبره هم كافي ده چي الله تعالى مسلمانانو ته د حسد كوونكي دشرنه د پناه غوښتلو حکم کری.لکه څنګه چې فرمایی:وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ.
حضرت جبریل علیه السلام چي نبي عليه السلام ته د بیماری په وخت کومه دعا خودلی وه په هغې کې هم د حسد کوونکي د شر نه پناه غوښتل شوي وه.
نوټ:له دی څخه په ښکار توګه څرګندیږی چې حسد څومره لوی ضرر لري او د انسان لپاره څومره زیانمن تمامیږي.له همدې امله، هر مسلمان باید د حسد له بدعمله کرکه وکړي او ځان ترې په کلکه منع کړي،ځکه حسد نه یوازې د نورو لپاره زیان دی، بلکې خپله د حاسد لپاره هم روحاني او اخلاقي تباهي ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۱۵)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:حسد(۱)برخه.دحسد او غبطي تعريف،د حسد او غبطی په منځ كي فرق څه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د حسد اصطلاحی تعریف
(۱)-امام غزالی رحمه په"احیاء العلوم" کي د حسد اصطلاحی تعریف داسي کړى:{كراهة النعْمَةِ وَحُبُّ زَوَالِهَا عَنِ المُنْعَمِ عَلَيْهِ}.احیاء علوم الدين جلد۳ص۱۸۹
په چا باندي چي الله تعالى څه نعمت كړي وي د هغه دا نعمت بد ګنل،او د هغه نه ددي نعمت زائل کیدل خوښ ګنل.
یعنی کله چي الله تعالى ستا په یو مسلمان ورور باندي څه نعمت كړي وي او ته دا نعمت بدګنی او دادی خواهش وي چې د هغه څخه دی دا نعمت ختم شي نو ديته حسد وايي.احیاء علوم الدين جلد۳ص۱۸۹ بيان حقیقة وحكمه واقسامه ومراقبه
مثلاً الله تعالى هغه ته مال وركړي وي یايي ښه صحت ورکړي وي،يا يې شهرت وركړي وي،يا یي علم او عزت وركړي وي او ستا په زړه کې دا خيال راځي چي الله تعالى هغه ته دا نعمت ولي ورکړي دي؟که ده هغه نه دا نعمت واخیستل شي نو دا به ښه وي.او که په هغه باندي څه تکلیف راشي نو ته پري خوشحاليږی نو دا حسد دی.
(۲)-علامه جرجانی رحمه الله دحسد تعریف داسي کړی:{الحسد:تمني زوال نعمة الحسود إلى الحاسد}.التعريفات ص۸۹ باب الحاء
حسد ديته وايي چي انسان دا آرزو کوي چې د محسود(یعنی:چا سره چې حسد كولي شي)د هغه نه دا نعمت زائل شي او حاسد( یعنی ده)ته هغه شي ورکول شی.
علماؤ دحسد نور تعريفونه هم کړي:
د حسد بدترین قسم:امام غزالي رحمه الله د حسد څلور مراتب ذکر کړي دي، چې په هغو کې بدترین قسم دا دی چې انسان د بل چا نعمت ته وګوري او دا یې خوښه وي چې هغه نعمت د هغه شخص څخه لرې شي،که هغه نعمت ورته پخپله ورسېږي او که نه،یعنې یوازې د بل کس د نعمت له زوال څخه خوښ شي.
{د غبطي تعريف}
علامه كفوي رحمه الله:د غبطي تعریف داسې کړی.غبطه(رَشک) ديته وايي چي انسان داسی آرزو وکړي چي دغه بل کس ته الله تعالى كوم نعمت ورکړی داسی نعمت دی ماته هم راکړي،او د هغه نه ددی نعمت د زائله کیدو اراده او (خواهش) نه لري.الكليات معجم في المصطلحات والفروق اللغویه ص۶۷۲
{په حسد او غبطه کی كي فرق}
نو په حسد او غبطه کي فرق دا شو چې په حسد کې د هغه کس نه د نعمت زائله کیدلو خواهش وي او په غبطه کي د هغه څخه دنعمت د زائله کيدلو خواهش نه وي،غبطه د مؤمن صفت دی،او حسد د منافق صفت دی.نضرة النعيم في مكارم اخلاق الرسول الكريم جلد۱۰ص
غبطي ته (منافسة) هم وایی، دا په عباداتو کي محمود( بهتر) ده.احیاء علوم الدين جلد۳ص۱۹۰
غبطي ته مجازً حسد هم وایی.صحيح مسلم بشرح النووي۹۷/۶
په احادیثو مبارکه ؤ کې هم د غبطي (رَشک) جواز شته،مثلا یو کس بل کس په عبادت،د قرآن په تلاوت یا صدقه ورکولو باندي وګوري او دا هم دا تمنا و کړي چې ماته هم الله تعالی دا توفیق را کړی چی زه هم دا کارونه وکرم ، نو دا غبطه جائزده.
د بخاري شريف او مسلم شریف حدیث دی،رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایی:حسد( یعنی غبطه) صحیح نده مګر په دوه خصلتونو کی( یا د دوه کسانو سره) صحیح ده:يو هغه کس چې هغه ته الله تعالى دير(حلال) مال وركړي وي او په حق ځايونو کي يې ورته د خرج كولو توفيق هم ورکړي وي. دویم هغه کس چی هغه ته الله تعالی حکمت علم او د دین په احکاماتو باندي پوهه وركړي وي او هغه په دې حکمت باندي فيصلي كوي،او نورو ته يي هم ښایی.
(یعنی په خپل علم باندي عمل كوي، نورو ته يي هم زده کوی، او د خپلي ديني پوهې په وجه د خلقو په مینځ کي صحيح فيصلي کوي)
فائده:په دي حديث کي د حسد نه مراد غبطه یعنی رشک دی،لهذا که څوک د چا سره کوم نعمت وګوري او داد الله نه دا دعا وغواړي چې:
"یا الله!لکه څنګه چی تا ده ته دا نعمت ورکړی نو همدغه شان یی ماته هم را کړه.يا هغه ته دي د عبادت کولو توفیق ورکړی ماته یی هم را کړه"نو دا غبطه ده او دا جائزده.
او که څوک دا سوال وکړي چي"يا الله! د هغه نه دا نعمت واخله او ماته يې راکړه.یا که ماته یی را کوی او که نه خو دهغه نه یی واخله"نو دا حسد دی دا ناجائز دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصلاحی مدلل تقریرونه جلد(۱۵)
«کله چې مونږ وایو محمدی امت یو،»
ایا په رښتیا خپلې وینا کې رښتیني یو؟!
-محمد ﷺ دروغ نه ویل، مګر موږ دروغ وایو!
-محمد ﷺ غیبت نه کولو او نه یې د چا د عزت او آبرو د خرابولو هڅه کوله،مګر موږ غیبت کوو او د خپل مسلمان ورور آبرو او عزت ته زیان رسول مو خپل مسلک ګرځولې دی!
-محمد ﷺ داسې عبادت کولو چې پښې به یې پړسېدې، مګر موږ داسې عبادت کوو چې په کې هیڅ د قبولیت امکان نشته!
-د هغه صلی الله علیه وسلم په طبیعت کې هیڅ ډول سختي او بې رحمي نه وه، خو نن ورځ زموږ تر ټولو لویه ناروغي سختي او بې رحمي ده!
-هغه (صلى الله عليه وسلم) مشرانو ته درناوی کاوه او ماشومانو سره یې مهرباني لرله، خو موږ تر ټولو بې ادبه کسان یو، چې د دواړو په مقابل کې نه درناوی کوو او نه مهرباني!
-هغه ﷺ خپل همسایه ته هیڅ تکلیف نه ورکوه،خو موږ د خپل همسایه په وړاندې د هیڅ ډول تکلیف ورکولو څخه ډډه نه کوو!
-په زړه کې یې د کبر یوه ذرې هم نه وه، مګر زموږ زړونه د ډېر کبر او غرور په خاطر تور شوي دي!
-هغه ﷺ خطا کوونکو ته معافی کوله او ورسره یې ښه چلند درلود،خو زموږ تعامل له خطا کوونکو سره لکه د کافر سره د تعامل په څېر دی!
هغه ﷺ په خیر او شر تقدیر ایمان درلود،خو موږ یوازې د خیر تقدیر ستایو او د شر او مصیبت په وړاندې بې صبري کوو!
هغه ﷺ خپله ټول هڅه د سولې او ورورولۍ لپاره مصرفوله، خو موږ، برعکس، خپله ټول هڅه د دښمنۍ په رامنځته کولو کې مصرفوو!
نو راځئ په خپلو خبرو کې رښتیني شو او د پیغمبر ﷺ په شان چلند وکړو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په هغو څيزونو باندې تبرک کول کوم چې شرعي اصل نلري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تبرک د بركت له کلمې څخه اخیستل شوی چې زیادت او كثرت او طلب دخير ته وايي.
تبرک او برکت د الله تعالى د جانبه دی مسلمان لره ښايي چې دا عقيده ولري چې بركت د الله تعالى د طرفه دی او د هغه په واک کې دی او د مخلوق له جانبه نه دى.
تبرک په جایز او ناجایز ویشل شوی په کومو شيانو چې د اسلامي شریعت په نصوصو باندې معنوي او ذاتي بركت ثابت دى لكه ليلة القدر د عبادت زيات ثواب ، په مسجد الحرام کې د لمانځه زيات ثواب ،دزم زم د اوبو ذاتي بركت او نور.
ناروا تبرک هغه تبرک دی چې په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نلري، د داسې شي څخه د خير غوښتل او هغه خير او برکت ګڼل چې په اسلامي شريعت کي اصل ونه لري، منع او حرام دى.
لکه د يوې خاصې چينې مبارک ګڼل او په هغه کې د خلکو لمبل چې ددې چينې اوبه مبارکې دي او شفا وركوونكي دي.
د ځينو قبرونو د خاورو او کاڼو مبارک ګڼل د قبر د خاورو خوړل چې هغه د فلاني فلاني مرض درملنه ده.
د خاصي وني نبات،غره او نورو مبارک ګڼل.
د جن د شر د دفع کولو لپاره د ليوه د پوستكي يا هدوكي كارول.
د سترګو د نظر د دفع لپاره د بدرا دودول او نور.
په اکثرو موټرونو کې تسبيح ځرول شوې وي د موټر د حرکت پر مهال
موتروان په هغه باندې خپل لاس کشي دا کار مبارک ګڼې له خطر څخه
يې د بچ کیدو سبب ګڼې چې دا يو شركي بدعت دى.
دا هر څه د جاهليت د زمانې ميراث دی کوم چې مشرکانو به تر سره کول پخپلو لاسونو جوړ کړې،بتان او ځنې كاڼي او ونې به یې مبارک بلل، ځينو قبرونو ته به يې سجدې كولې او د هغوی څخه به يې د خير تمه او عقيده لرله.
د سیرت مشهوره قصه ده چې مونږ (صحابه) د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره حنين ته لاړو، د مشرکینو د دور په باره کې مو خبرې وکړې چې د مشرکينو لپاره يو ونه وه چې هغوی به مباركه بلله په هغه کې به یې خپلې وسلې ځړولې او دغه ونه ذات انواط نومېده مونږ په هغه باندې تیر شو، نو مونږ رسول الله ته وویل زمونږ د پاره هم ذات انواط وتاكه لکه څنگه چې د مشرکانو د پاره وه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:الله أكبر ! إنها السنن، قلت والذي نفسي بيده، كما قالت بنو إسرائيل لموسى [اجْعَل لَّنَا إِلَهَا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ لتركبن سنن من كان قبلكم.[ترمذی احمد]
ژباړه: الله اکبر د (تعجب لپاره دی يعني الله لوی دی او د هر قسم شرک څخه پاک او منزه دی دا د هغوى طريقه ده د مشركينو)، قسم مي دي په هغه ذات وي چې زما نفس یې په واک کې دی تاسې ما ته داسې څه وایئ لكه بنی اسرائیلو چې موسی ته ویل مونږ ته هم د دغو خلکو پشان خدای وټاکه موسی وویل رښتيا هم چې تاسې ناپوهه قوم يئ، نو تاسې د مخکي خلكو ( مشركينو) طريقي عملي كول غوارئ.
دا حديث شريف د اسلامي امت د پاره لوی او ستر درس دی، چې داسې شي مبارک ګنل چې د هغه په شریعت کې ثبوت نه وي لکه مخکې مو چې بیان کړل د مشركينو او جاهليت ميراث وي او د هغه څخه د خير او منفعت دفع ضرر اراده لري مطلق حرام او دا عمل شرک دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بدعات خرافات ناوړه دودونه
دا اکاونټ مې له دې وجې جوړ کړ هسې نه خدای مکړه داخپل اول اکاونټ مې هم بلاك شي،ځکه زما هغه بل اکاونټ اودډیری ملګرو اکاونټونه بند شول، نو په همدې موخه مې دا دوهم اکاونټ جوړ کړ او له تاسو غواړم چې پدې کې هم راسره ملګري شئ.
لاندې یوزر نیم کلیك کړئ او سبسکرايب مې کړئ.
???????
https://www.youtube.com/@RTATaranum
https://www.youtube.com/@RTATaranum
#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه
د افغانستان بانک لوی رییس د ایوفي او اسلامي پراختیایي بانک په کلنۍ غونډه کې ګډون کړی.
#مليتلویزیون
د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل ?
https://t.me/passportafghan
ويډيو وګورئ او په شير کولو کي يې پوره همکاري وکړئ??
https://youtu.be/7QaTK6vfvUM?si=yJmAAOtqWljaTz3R
هيله ده چي زموږ يوټيوب چينل هم سبسکرايب کړئ?
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago