احسان الله عُزیر

Description
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خوږو ملګــرو دلته راسره پاتې شی
زما دقلم څه ګوډ مات غزلونه به درسره
شریکوم په درنــــاوي
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago

1 year ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوې خوندوره ترانه په جالب طررکې.
مهاجرو هېوادوالوته ډالۍ

کسر

مړۍ ده خولې به کړو له تاسې سره نیمه راځئ
کړو په ګلانو درته فرش به هره سیمه راځئ

ترنم رحمن الله زیار
شاعر احسان الله عزیر**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat388

1 year ago

**نوی ترنم   1402/8/20

مړۍ د خولې به کړو له تاسې سره نیمه راځئ
کړو په ګلانو درته فرش به هره سیمه راځئ

ترنم : سیلاب درویش
شاعر: احسان الله عزیر**#د_ترنم_خپرنځي_لخوا_وړاندي_کيږيhttps://t.me/Taranumpublisher13

1 year ago
1 year, 1 month ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

کسر

دلته زه او ستا یادونه ښه ملګري
نیمه شپه درانه دردونه ښه ملګري

ترنم حافظ عادل
شاعر احسان الله عزیر**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat345

1 year, 1 month ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

لکه ده لاس ګوتې چې وَر ونیسي
داســې سلګۍ رانه خبر ونیسي

ترنم مجروح طالب
ش:احسان الله عزیر**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat345

1 year, 2 months ago

#غـــزل

ده شپې په نیمایي کې به راوالوتې چورلکې
پوښتنه نه وه ډزې به کېدې درنې او سپکې

راویښ له خواږه خوب ماشوم به پټ ؤ د مور شاته
پـه چیغو چیغو ویل بـه یـې وېـرېـږمه! اَدکې

امام به یې راوَاِیست له مسجده په تیاره کې
لاسونو ته به یې ولوېدې په زور باندې ولچکې

بس ظلم وو ستم وو تپوس نه وو زور واکي وه!
له هر کوره! به یې یوړل نارینه ټول په چاپه کې

سهار ده لمر ختو سره به دود په کلي خور ؤو
بوی تلو به ده بارودو له هوا او خړې ځمکې

وو داسې افغانان هم (احسان الله عزیره) ګوره!
وهلې یې پردو سره زمونګ په غم چکچکې

ش: احسان الله عزیر

1 year, 2 months ago

#غــزل

ته چې سینو کې معصوم زړه لټوې
ښـکاري ډبرو کې اوبـه لټوې

مینه خـوړلې دلته وږي نفس
ته بیا هم ګرځې او خواږه لټوې

دلته ټول روږدي په کیسو او پیسو
ځه هغه نه شته چې یې ته لټوې

داده ناشونې هېڅ امکان نه لري
چې د بیلتون اور کې سکاره لټوې

په نیمه شپه ګرځې راګرځې ګورم
حیران ولاړ یم چې ته ، څه لټوې?

احسان الله عزیره!! ناست یې تنها
غــزل لیکې او قافیه لټوې

احسان الله عزیر

1 year, 2 months ago

بیتونه

پام هېرې نه کړئ د شهید جانان وروستۍ خبرې
چــې به کړې غوڅې په آخېره کې سلګۍ خبرې

مـورې زمـا لـه شهادت نـه چـې خبره شـې تـه!
ژړا ونه کـړې نـور به کـړې ترې درد زندۍ خبرې

احسان الله عزیر

1 year, 2 months ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

کــســر

ماته شي توبه پسې توبه رانه
دا ځل یې قبوله کړه خیر ته رانه

ترنم محترم رحمن الله زیار
شاعر احسان الله عزیر**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat123

1 year, 2 months ago

شو زرغون ، زرغون هېواد
ښکلی شـو څـو چنده چـې راووت له ازمون هېواد
               شو زرغون ، زرغون هېواد
شي به دِ سیالانو سیال اوس دی امن سکون هېواد
               شو زرغون ، زرغون هېواد

ټول ســره یــو شــوي اوس ورکـړي یې لاسونه دي
پېغلې هیلې نه مــري او ځــوان شـوي اُمیدونه دي
تـل دې وي اباد ، اباد بیا نه دې شـي مَحزون هېواد
                شو زرغون ، زرغون هېواد

اوس کلکه نیولې هــــر ســـړي ده اتـــحاد لــمـــــن
وشلېدلـه دلـتـــه د سـتـم ، بُغض ، فَـــساد لــمـــــن
بیامه شه بدرنګ په جنګ جګړو اوپه بېلتون هېواد
                شو زرغون ، زرغون هېواد

دی تـــاریخ ګــواه احسان الله عزیره!!! دروغ نه دي
څــوک چـــې دي راغلـــي بیا وتلي هغه روغ نه دي
دی دې پردو ګـــور مــــیدان ګټلی نن ، پرون هېواد
                شو زرغون ، زرغون هېواد

احسان الله عزیر

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 11 months, 2 weeks ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 2 months ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 1 month ago