توحيد عقيده

Description
Advertising
We recommend to visit

زکات علم نشر آن است

آموزش های حوزه دیجیتال و هرچی که تصور میکنم برای کاربران مفیده

یوتوب :
https://www.youtube.com/@iOSF1?sub_confirmation=1

گروه اپل : @iOSF1_Group_chat
جستجو در آموزش ها | @IOSF1_bot

Last updated 3 days, 13 hours ago

🟠تعرفه تبلیغات:
https://t.me/ads_tube
➖➖➖➖➖➖
🟠بوست کانال:
https://t.me/Tube_Meme?boost
➖➖➖➖➖➖
🟠راه ارتباطی:
@itmorteza
➖➖➖➖➖➖

Last updated 1 week, 2 days ago

وَاسْتَغْفر اللَه إِنَّ اللَه كَان غفُورًا رَّحِيمًا ?،

قناتي لكافـة انواع الأعمال القرأنية ??️،

-----
#استخارة ♥️ #كشف ? #توقعات ?

#ختمات ? #خيرة_أعمال_قرأنية ??
-----

ام عبدالله ? @OM_AIABDUllAH

طرق الدفع ? @UDDDN

أراء الناس ♡ @NN_7Z

Last updated 1 year, 3 months ago

7 months, 1 week ago
7 months, 1 week ago

?: د عقیدوي درسونو سلسله!

?: د شپږمې برخې پاتې حصه!

? څلور قاعدې.

?د کاڼو او بوټو (ونو)  د عبادت دلیل، الله عزوجل فرمايي: {أَفَرَءَيْتُمُ اللّٰتَ وَالْعُزّٰى؛ وَمَنٰوةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرٰىٓ} (النجم: ۱۹- ۲۰).

ژباړه: آیا تاسو لات او منات لیدلي؟ او هم منات چې دریم ورستنى دی؟ (او دغه شیان ګټې او بوټي وو.)

?او د ابو واقد اللیثي رحمه الله څخه روایت دی، وايي چې: مونږ د رسول الله ﷺ سره حنین ته په داسې حال کې ووتو چې په کفر پرېښودو مو ډیر وخت نه وو تېر، د مشرکینو یوه د بېرې ونه وه، هغوی به ترې طواف کولو او خپلې وسلې به یې ورته ځوړندولې، دغې ونې ته به (ذات انواط) ویل کېده، مونږ هم په لاره کې په یوه بیره ورغلو نو رسول الله ﷺ ته مو وویل:  ای د الله رسوله ﷺ  مونږ له هم داسې ونه وګرځوه لکه د دغو مشرکینو، چې وسلې ورته د عبادت په نیت ځوړندو، نو رسول الله ﷺ وفرمايل: زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، تاسو داسې خبره وکړه لکه د موسى عليه السلام قوم چې کړې وه، چې ویل یې: (مونږ له داسې معبود وګرځوه لکه څرنګه چې د مشرکینو معبودان [خدایان] دي، هغه ورته وویل: تاسو یو قوم جاهله یئ).

┄┅✵❁❁••???••❁❁✵┅┄

https://t.me/safaaqida

7 months, 1 week ago

?: د عقیدوي درسونو سلسله!

?: شپږمه برخه!

? څلور قاعدې.

?د پیغمبرانو د عبادت دلیل، الله تعالی فرمايي: {وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يٰعِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ ءَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِى وَأُمِّىَ إِلٰهَيْنِ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالَ سُبْحٰنَكَ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِى بِحَقٍّ ۚ إِن كُنتُ قُلْتُهُۥ فَقَدْ عَلِمْتَهُۥ ۚ تَعْلَمُ مَا فِى نَفْسِى وَلَآ أَعْلَمُ مَا فِى نَفْسِكَ ۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلّٰمُ الْغُيُوبِ} (المائده: ۱۱۶).

ژباړه: کله چې الله عزوجل وویل :ای عیسى ابن مريم! آیا تا خلکو ته ویلي چې ما او زما مور د الله تعالی څخه بغیر په خدایۍ سره ونیسئ؟ هغه وویل: تا لره پاکې ده، دا کار ماله مناسب ندی، چې زه هغه څه ووایم چې زما حق نه وي، که چېرته ما ویلي وي نو تا ته به معلوم وي، ته پوه یې په هغه څه چې زما په نفس کې دي او زه نه پوهېږم په هغه څه چې ستا په نفس کې دي، ته په پټو کارونو ښه پوه یې.

?د نېکانو خلکو د عبادت دلیل: {أُولٰٓئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلٰى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُۥ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُۥٓ ۚ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا} (الاسراء: ۵۷).

ژباړه: دا هغه نېکان خلک دي چې دا مشرکان یې د الله څخه پرته رابلي، لیکن دغه نېکان په خپله هغه هڅه کې دي او خپل رب ته د نږدې کېدو لارې لټوي، د هغه د رحمت غوښتونکي او له عذاب یې وېرېدونکي دي، یقینا ستا د رب عذاب د وېرې لائق دی.

┄┅✵❁❁••???••❁❁✵┅┄

https://t.me/safaaqida

7 months, 1 week ago

?: د عقیدوي درسونو سلسله!

?: پنځمه برخه!

?څلور قاعدې

?دریمه قاعده:

?رسول الله ﷺ داسې خلکو ته راغی چې د یو بل سره یې د عبادت په ډول کې توپیر درلوده؛ چا د ملائکو عبادت کوو، چا د پيغمرانو او نېکانو عبادت کوو، چا د ونو، بوټو عبادت کوو او چا د لمر او سپوږمۍ عبادت کوو، رسول الله ﷺ د ټولو پرخلاف جنګ اعلان کړ او د هغوی پر خلاف جنګ کې یې د هغوی ترمنځ کوم توپیر ونکړ.

?دلیل:  الله تعالی فرمايي: {وَقٰتِلُوهُمْ حَتّٰى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ } (سورة الانفال: ۳۹).

ژباړه: او تاسو د دوی پرخلاف وجنګېږئ، تردې چې فتنه پاتې نشي، او ټول دین د الله شي.

?د مشرکینو لخو د لمر او سپوږمۍ د عبادت دلیل د الله دا وینا: {وَمِنْ ءَايٰتِهِ الَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۚ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِى خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ} (سورة فصلت: ۳۷).

ژباړه: د الله عزوجل د آیتونو څخه شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ دي، تاسو لمر او یا هم سپوږمۍ ته سجدې مه کوئ، بلکې هغه ذات ته سجده وکړئ چې دغه شیان یې پیدا کړي دي، که چېرته تاسو یواځې د الله تعالی عبادت کوئ.

?د ملائکو د عبادت دلیل، الله تعالی فرمايي: {وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَن تَتَّخِذُوا الْمَلٰٓئِكَةَ وَالنَّبِيِّۦنَ أَرْبَابًا ۗ أَيَأْمُرُكُم بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ} (سورة آل عمران: ۸۰).

ژباړه: او تاسو ته امر نه کوي چې تاسو ملائک او پیغمبران په ربوبيت سره ونیسئ، آیا دا کېداي شي چې يو پيغمبر تاسو ته د کفر امر وکړي، وروسته له هغې چې تاسو مسلمانان یئ!؟

┄┅✵❁❁••???••❁❁✵┅┄

https://t.me/safaaqida

7 months, 1 week ago

?: د عقیدوي درسونو سلسله!

?: څلورمه برخه!

?سپارش دوه ډوله دی:

?یو هغه سپارش چې الله تعالی نفي کړی دی.

?او بل هغه چې الله تعالی ثابت کړی دی.

?منفي سپارش: هغه دی چې د الله تعالی څخه پرته له بل چا څخه په هغه څه کې طلب کړی شي چې یواځې الله عزوجل پرې قادر وي.

?دلیل: الله تعالی فرمايي: {يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقْنٰكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفٰعَةٌ ۗ وَالْكٰفِرُونَ هُمُ الظّٰلِمُونَ} (سورة البقره: ۲۵۴).

ژباړه: ای مؤمنانو تاسو د هغه څه نه خیرات وکړئ چې مونږ درته درکړي دي، مخکې لدې چې داسې ورځ راشي چې نه پکې خرڅول وي، نه دوستانې چلیږي او نه سپارش او کافران! همدوی ظالمان دي.

?ثابت سپارش: هغه سپارش دی چې د الله عزوجل څخه غوښتلی شي، پدغه کار د سپارش کوونکي اکرام کېږي، خو د چا لپاره چې سپارش کېږي د هغه د وینا او عمل څخه به الله راضي وي او هم به الله تعالی د هغه په اړه د سپارش اجازه کړې وي.

?لکه چې الله عزوجل فرمايي: {مَن ذَا الَّذِى يَشْفَعُ عِندَهُۥٓ إِلَّا بِإِذْنِهِۦ ۚ } (سورة البقره: ۲۵۵).

ژباړه: هغه څوک دی چې د الله په وړاندې سپارش وکړي! مګر د الله عزوجل په اجازه.

┄┅✵❁❁••???••❁❁✵┅┄

https://t.me/safaaqida

7 months, 1 week ago

?: د عقیدوي درسونو سلسله!

?: دريمه برخه!

?څلور قاعدې

?دوهمه قاعده:

?مشرکانو به ویل: مونږ دغه باطل خدایان نه رابلو او نه ورته توجه کوو، مګر پدې خاطر چې مونږ الله ته نږدې کړي او زمونږ سپارش وکړي.

?د نږدې کولو دلیل: الله تعالی فرمايي: {وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى اللَّهِ زُلْفٰىٓ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِى مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ كٰذِبٌ كَفَّارٌ} (سورة الزمر: ۳).

ژباړه: او هغه خلک چې د الله تعالی څخه پرته بل څوک دوستان نیسي او وايي: مونږ د دوی عبادت نه کوو - مونږ خو دغه کارونه د دې لپاره کوو چې دوی – مونږ الله تعالی ته په درجه کې نږدې کړي، یقینا الله تعالی به د قیامت په ورځ د دوی په منځ کې فیصله وکړي، الله تعالی درواغژن کافر ته هدایت نه کوي.

?د سفارش دلیل: الله تعالی فرمایي: {وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هٰٓؤُلَآءِ شُفَعٰٓؤُنَا عِندَ اللَّهِ}(سورة یونس: ۱۸).

ژباړه: دوی د الله تعالی څخه بغیر د هغه چا بندګي کوي چې نه ضرر او نه ورته نفع رسولی شي او وايي: دغه د الله تعالی په وړاندې زمونږ سپارشیان دي.

┄┅✵❁❁••???••❁❁✵┅┄

https://t.me/safaaqida

9 months, 2 weeks ago

?: د عقیدوي درسونو سلسله!

*?: 43 برخه!*

?د کفر اصغر صورتونه.

?د کفر اصغر ډیر صورتونه دي چې بعضې د هغو څخه په لاندې ډول دي:

?لومړی: کفر النعمة (د نعمت ناشکري):

?لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: {وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ ءَامِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذٰقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ} [النحل: ۱۱۲].

ژباړه: الله د يوه كلي (د وګړو) مثال راوړی دى: هغه (د کلي اوسېدونکو) د ډاډينې او بيغمۍ ژوند تېراوه او له هر لوري ورته پرېمانه روزي رسېدله، نو هغه (د کلي اوسېدونکو) د الله د پېرزوينو پر ناشكرۍ لاس پورې کړ، نو بيا الله د هغه پر اوسېدونكو د هغو د کړو وړو دا خوند وڅكه چې د لوږې او وېرې غمونه پرې خپاره شول.

?او بل ځای کې فرمايي: {يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللَّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكٰفِرُونَ} [النحل:۸۳].

ژباړه: دوى د الله ښېګڼه پېژني، بيا ورڅخه منكريږي.

?او پدې کې زياتره خلك داسې دي چې د حق منلو ته تيار ندي.
?لکه یو کس داسې ووایې: چې دا زما مال دی، ما د خپل پلار څخه په میراث کې وړی دی؛ یعنې په طریقې د اسناد سره (چې د نعمت نسبت پلار ته وکړي؛  یا یو کس داسې ووایي که فلانی نه وی نو داسې به نه وی شوی، یا داسې نور. چې د ډیرو خلکو په خولې دا ډول الفاظ جاري وي؛ مقصد دلته دا دی چې: دوی د نعمت نسبت هم دغه خلکو ته کوي، سره له دې چې دوی ښه پوهیږي چې دا خو د الله تعالی په توفیق سره شويدي.

?او دارنګه خپلو بچو ته داسې نومونه کېښودل، عبدالحارث، عبدالرسول، عبدالحسین نو ګوره د دې مقصد دا دی چې دا د غیر بندګان دي،  سره له دې چې دا د الله بندګان دي، او منعم حقیقي یې هم هماغه دی.

┄┅✵❁❁••???••❁❁✵┅┄

https://t.me/safaaqida

9 months, 2 weeks ago

?: د عقیدوي درسونو سلسله!

*?: 42 برخه!*

?دوهم قسم کفر أصغر ( کوچنی کفر ):

?د کفر اصغر تعریف: دا هر هغه څه ته ویل کېږي چې شریعت کې ورته کفر ویل شوی وي خو د کفر أکبر اندازې او حد ته نه وي رسېدلی، او پدې سره انسان  د اسلام د کړۍ څخه نه وځي، بلکې ایمان کې نقصان او کمزوري راځي، او علماء دېته "کفر دون کفر" وایي.

?خو که کوونکی یې توبه ونه باسې نو د الله تعالی د غضب څخه په غټ خطر کې دی، او شارع په بعضې ګناهونو باندې د کفر اطلاق کړی دی خو علی سبیل الزجر والتهدید (یعنې د زورنې او دهمکۍ په طریقه)، ځکه چې دا د کفر له صفاتو څخه دي؛ خو د کفر اکبر حد او اندازې ته نه دی رسېدلی، نو د لوی ګناهونو څخه حسابېږي، او دوی د عذاب مستحق دي خو د تل لپاره نه، او چا کې چې داسې کفر موجود وي نو د ده لپاره به شفاعت هم کېدای شي.

┄┅✵❁❁••???••❁❁✵┅┄

https://t.me/safaaqida

9 months, 2 weeks ago

?: د عقیدوي درسونو سلسله!

*?: 41 برخه!*

?څلورم : کفر الإعراض (د مخ اړولو کفر):

?خو دلته ترې په بشپړ ډول اعراض مراد دی؛ چې د ټول هغه دین څخه چې رسول الله ﷺ ورباندې راتګ کړی دی په بشپړ ډول اعراض (مخ اړونه) وکړي، په اورېدلو، په زړه او په علم سره.

?دلیل ورباندې د الله تعالی دا قول دی: {وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّآ أُنذِرُوا مُعْرِضُونَ} [احقاف: ۳].

ژباړه: او کافران خلک د هغه څه څخه چې دوی ورباندې وېرول شویدي مخ اړوي.

?د دې وضاحت به وروسته نواقض الاسلام کې وکړو، ان شاءالله.

?پنځم: کفر النفاق (د منافقت کفر):

?خو دلته ورڅخه منافقت اعتقادي مراد دی، منافقت دېته وایي چې اسلام ښکاره کوي او کفر پټوي.

?دلیل ورباندې دا قول د الله تعالی دی: {ذٰلِكَ بِأَنَّهُمْ ءَامَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلٰى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ} [المنافقون: ۳].

ژباړه: دا هر څه له دې امله دي چې دوى ايمان راوړ، بيا كافران شول، له دې امله د دوى پر زړونو مُهر ولږول شو؛ اوس دوی په هېڅ نه پوهېږي.

┄┅✵❁❁••???••❁❁✵┅┄

https://t.me/safaaqida

9 months, 3 weeks ago

*?*: د تصوف او صوفيانو حقيقت!

?: 216 برخه!

?د خضر علیه السلام په وفات دلائل**.

?(اتم). دلیل چې دا هم د معقولاتو څخه دی او هغه دا چې که بالفرض والتقدیر الله تبارک وتعالی رسول الله ﷺ راژوندی کړي او خلکو ته راښکاره شي وحې او معجزه ورسره نه وي داسې به څوک ووایي چې دا د الله نبي دی؟.
څوک به یې وپېژني چې مخکې یې الله عزوجل په اړه فرمایلي هم نه وي چې دا به زه دنیا کې راژوندی کوم، نو بندګانو کې به یې څوک وپېژني چې دا د الله نبي محمد رسول الله دی؟

?چې کله محمد رسول الله ﷺ نشي پېژندل کېدی او په باره کې یې بالجزم یقین نشي کېدی چې دا هغه دی، سره د دې چې ټول ذاتي او صورتي اوصاف یې هم احادیثو کې ذکر دي، صوفیانو خضر علیه السلام څنګه وپېژانده چې دا خضر دی!؟

?بلكې اصل حقيقت دا دی كوم چې شیخ الاسلام رحمه الله دې باره فرمایلي: شیطان چې خلک ګمراه کوي نو مختلفې حربې استعمالوي، نو هغه چې څوک ګمراه کوي د هغې له جملې څخه یو ډول دا وي فرمایي: ﻭﻣﻦ ﻫﺆﻻء ﻣﻦ ﻳﺘﺼﻮﺭ ﻟﻪ اﻟﺸﻴﻄﺎﻥ ﻭﻳﻘﻮﻝ ﻟﻪ: ﺃﻧﺎ اﻟﺨﻀﺮ ﻭﺭﺑﻤﺎ ﺃﺧﺒﺮﻩ ﺑﺒﻌﺾ اﻷﻣﻮﺭ ﻭﺃﻋﺎﻧﻪ ﻋﻠﻰ ﺑﻌﺾ ﻣﻄﺎﻟﺒﻪ ﻛﻤﺎ ﻗﺪ ﺟﺮﻯ ﺫﻟﻚ ﻟﻐﻴﺮ ﻭاﺣﺪ ﻣﻦ اﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ ﻭاﻟﻴﻬﻮﺩ ﻭاﻟﻨﺼﺎﺭﻯ.

ژباړه: او بعضې له دوی څخه هغه وي چې شیطان ورته په صورت کې راشي ورته وایي زه خضر یم او ډېر ځلې داسې هم وي چې ده ته په بعضې کارونو خبر هم ورکړي، او د ده په بعضو غوښتنو کې مدد هم وکړي، لکه څنګه چې دا کار ډیرو ته د مسلمانانو څخه او د یهودو او نصاراؤ څخه پیش شوی دی. وګورئ (مجموع الفتاوی: ۱۱/ ۲۸۸) او  (الفرقان: صـ۱۷۳).

?معلومه شوه چې دا خضر نه، بلکې شیطان دی چې دوی ته پدې نوم راښکاره کېږي د دې لپاره چې د محمدي شریعت  څخه یې بې پروا او ابلیسي خرافاتو کې یې ور ننباسی.

لاحول ولاقوة الا بالله.

┄┅✵❁❁••???••❁❁✵┅┄

https://t.me/safaaqida

We recommend to visit

زکات علم نشر آن است

آموزش های حوزه دیجیتال و هرچی که تصور میکنم برای کاربران مفیده

یوتوب :
https://www.youtube.com/@iOSF1?sub_confirmation=1

گروه اپل : @iOSF1_Group_chat
جستجو در آموزش ها | @IOSF1_bot

Last updated 3 days, 13 hours ago

🟠تعرفه تبلیغات:
https://t.me/ads_tube
➖➖➖➖➖➖
🟠بوست کانال:
https://t.me/Tube_Meme?boost
➖➖➖➖➖➖
🟠راه ارتباطی:
@itmorteza
➖➖➖➖➖➖

Last updated 1 week, 2 days ago

وَاسْتَغْفر اللَه إِنَّ اللَه كَان غفُورًا رَّحِيمًا ?،

قناتي لكافـة انواع الأعمال القرأنية ??️،

-----
#استخارة ♥️ #كشف ? #توقعات ?

#ختمات ? #خيرة_أعمال_قرأنية ??
-----

ام عبدالله ? @OM_AIABDUllAH

طرق الدفع ? @UDDDN

أراء الناس ♡ @NN_7Z

Last updated 1 year, 3 months ago