طالب فیضان

Description
https://t.me/Talebfaizan
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir

1 year, 7 months ago

═══════════ ೋღღೋ ══════════ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ  ═══════════ ೋღღೋ ══════════

1 year, 8 months ago

پنجشنبه

سم صحي ولاړ شه پر لاره د قرآن باندي
په سنتو عمل وکـــــــــړه د جانان باندي

مسلمانه وروره واوره دا دنیا فاني
پردې ځمکه چې هر څه دي تر سماء فاني
ګوره مه مغروره کېږه پر خپل ځان باندي

دا دنیا ده بې باوره دا به هېره شي
که هستي وي که نیستي وي دا به تېره شي
لاس پکار شه ژوند تیریږي په ارمان باندي

ډېرو سختو ازموینو کي حصار یم زه
تري خلاصون غواړمه ربه ګنهکار یم زه
کامیابي راکړه پر ستر دښمن شیطان باندي

ځان اصلاح کړه ګناهونو کي ککړ یی ته
ای فیضانه بیا به خپل ضمیر ته پړ یی ته
دې فتنو کې وهم ډېر شته پر ایمان باندي.

ربه موږ معاف کړه 😭
1403/10/20

1 year, 8 months ago
1 year, 9 months ago

تاسو یی درسره کتلای شئ!

پــــــــه ښه انداز کې ښه زیبا ولیکی!
پـــــــــــــري  لاالـــــه  الا الله  ولیکی!
د سپین بیرغ  مینځ کې په غټو تورو
ګـــــران محمد رسول اللهﷺ ولیکی!

تصویران  لـــري  کړی!!  ګناه لري ډېر
نـــــوم  د شهید  شهید  اشنا  ولیکی!

اتل  طالب  ټولــــــــــه  نړۍ ماته کړه
داســــي  پر  چـــوک  د اریانا ولیکی!

که دموټر پرشیشې خاص نوم لیکئ?
بیا نــــــو شهید (ملا دادالله) ولیکی!

که د رجــــالو  تعرُف چــا وغوښتی?!
ثالـــــــث (عمر)  زړه  د آسیا  ولیکی!

اللهﷻ دې وبخښي ډېر ښه سړی وو
زمـــــــــــــا  د قبر  سر ته  دا ولیکی!

که زه پر دین دپاک الله شهید شوم?
طالب (فیضان) پـــر قبر زما ولیکی!

۱۴۴۶/۵/۱۰
۱۴۰۳/۸/۲۲

1 year, 10 months ago

و چا ته چیغي وکـــــــړي اخ چاته فریاد وکړي
اقصی  بې وسه ده اوڅوک به یې امداد وکړي

د ايټم بم خاوندان، هغه واکداران ویده دي!!
داسي حاکم نشته چې ستاپه ننګ جهاد وکړي

په میلونو مسلمانانو کې څوک داسي نسته
چې د غزې ازاده ولو ته اعـــــــــداد وکړي

په اوښکو ډکي سترګي پورته کړه درب لوري ته
چې دي کومک زموږ دعجمو په هیواد وکړي

افسوس داستا پرځای یې مرسته ویهودو ته ځي
داسي مؤمن به نو څه کرکه له فساد وکړي

تا خو موږ ټول په امتحان کي دربﷻ واچولو
څوک به شي وړاندي څوک به دفعه دالحاد وکړي

طالب فیضانه! چي کافرو تـه مډال ورکوي?!
دا رزیلان به نو د کفر څه تضـــــــــاد وکړي.

1446/5/3
1403/8/15

1 year, 10 months ago

نوي نعت شريف

کســـر
سپيڅلي او له ذوقه څخه ډکه پاکه مينه
دګران رسول الله ده مبـــــارکه پاکه مينه

نعت ويونکي
منصــور : بريــالي
کلام طالب فيضان

الجهـــاد ترنـــم چينـــل
مسٶل ورور صبغت الله ?
https://t.me/AlJihadmobilemanagerSibghatA

2 years ago

24 دزمري دامارت دریمه کلیزه

مبارک شــــه هیوادوالو خپلواکي مو مبارک!
د اســـــــــــد څلوریشتمه²⁴ آزادي مو مبارک!

تبریک دي وي هزاربار وپاک روح دملا عمر ته
ســرې ویني د منصور شهید غازي مو مبارک!

اولسه په سجدو اوشکرانو باندي یې لمانځئ
فضاء د حُــــــــــریت دا خوشهالي مو مبارک!

دفاع ته مو ددین وطن خپل ویني ورکولې
نن رنـــــــــــګ راوړئ! هغه قرباني مو مبارک!

الحمدلله سترجلال دوخت اشغالګر مات کړه
بیشکه دا نصرتــــــــي الهيﷻ مو مبارک!

فیضانه په څلور کونجه نړۍ کې مثال نشته
نظام د امــــــــــــــــــارتِ اسلامي مو مبارک!

آزادي مو مبارک، خپلواکي مو مبارک
خوشهالي مو مبارک، آزادي مو مبارک

1403/5/23

2 years ago

داسد24 په ویــــاړ

خپلواکي ده آزادي ده استقلال دی
پر وطن راخپور دامن زرین شال دی

جنګ ځپلي هیواد اوس پرمختګ کړی
په ډېر څه کې له سیالانو سره سیال دی

د توحید تر بيرغ لانــــــدي زندګي ده
دکامل مسلمان ژوند پکې خوشال دی

قوشتېپه یې لا مثاله آبــــــادي دی
برخمن يې له ښکلا ټوله شمال دی

دا یوڅه ستونځي به هم حل شي اولسه
لا تر اوسه دنظام دا دریم کال دی

دکافري نړۍ سترګو کي ازغی دی
که ملا دی که دملا هر مینوال دی

ستر وارث دپیغمبرﷺ طالب فیضانه
پر هیواد واکمن نن هغه پګړیوال دی

2 years, 2 months ago

موږ  د تعلیم مخالف نه یو له حجابه سره
انګليسي زدکړي دي جاري وي له کتابه سره

پوهیږو دا وطن ډاکټرې ته حاجت لري ډېر
اختلاط نه غواړو د نجونو له  شبابه  سره

طرحه به جوړه شي او زدکړي پرمعيار دشرعي
هرڅه به سم شي زموږ له سم سالم نصابه سره

د الف باء سره په خواکي  A B C هم  وایو
یو، و دوه، درې دي وي له ون، ټو تري، حسابه سره

پوهيږې؟ دا به یی ساتنه له یرغله کوي
پر شاوخوا ازغي پراته  دي له ګلابه سره

حوصله وکړئ لږ زغم وکړئ اوهرڅه به سم شي
ناممکن  نـــــدي   مکتبونه  لــــه  محرابه  سره

طالب (فیضانه) دغه وران هیوادبه هله جوړ سي
ملت چې لاس یو کړي واکمن عالي جنابه سره

1403/3/21دوشنبه

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir