طالب فیضان

Description
https://t.me/Talebfaizan
Advertising
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

3 months, 1 week ago
دا یو کرښې راسره ولولئ!

دا یو کرښې راسره ولولئ!

د آزادۍ په قیمت ډیر خلګ نه پوهیږي: دوی صرف شعارونه، عکسونه چشنونو ته آزادي وایي?!

اصل کي آزادي ډېر لوړ قیمت لري دومره لوړ قیمت چې ډیری خلګ یی تصور هم نشي کولای
آزادي او استقلال دلته دسرونو په قیمت راغلی دی.

یواځي په عکسونو او شعارونو نه بلکي په ختمونو او خیراتونو هم باید ولمانځل شي،
او هغو خلګو ته پکار ده چې دآزادۍ په يوره معنا پوهیږي نورو خلګو ته د آزادۍ ارزښت وروپیژني باید قدر یې وکړو

د آزادې په قیمت هغه څوڪ زیات پوهیږي چا چې ددې آزادې لپاره سخت کړاونه پر ځان تېر کړي وي
سر، مال، ځان، اولاد، میرمن او کورنۍ یې ورته پرې ايښي وي،

اللهﷻ دي دا ورځي نوري هم رنګیني او له خوښیو ډڪي کړي.

دا قراني، شرعي، اسلامي نظام دي اللهﷻ نه خرابوي

هغه څوک دي ربﷻ له دې نظام مخکي خراب کړې دچا درویه به چې نظام ړنګیږي
موږ دنظام دقایم او دایم سوال کوو.

موږ به اوس پکښې یو که ممکن موږ پدې نظام کي هم شتون ونلرو
خو نظام دي تل سر لوړی او آباد وي
ځکه دایو پشپړ اسلامي نظام دی.

داسي نظام چې پر څلور کونجه نړۍ مثال نلري
حفظه الله
?️
طالب فیضان

3 months, 1 week ago

24 دزمري دامارت دریمه کلیزه

مبارک شــــه هیوادوالو خپلواکي مو مبارک!
د اســـــــــــد څلوریشتمه²⁴ آزادي مو مبارک!

تبریک دي وي هزاربار وپاک روح دملا عمر ته
ســرې ویني د منصور شهید غازي مو مبارک!

اولسه په سجدو اوشکرانو باندي یې لمانځئ
فضاء د حُــــــــــریت دا خوشهالي مو مبارک!

دفاع ته مو ددین وطن خپل ویني ورکولې
نن رنـــــــــــګ راوړئ! هغه قرباني مو مبارک!

الحمدلله سترجلال دوخت اشغالګر مات کړه
بیشکه دا نصرتــــــــي الهيﷻ مو مبارک!

فیضانه په څلور کونجه نړۍ کې مثال نشته
نظام د امــــــــــــــــــارتِ اسلامي مو مبارک!

آزادي مو مبارک، خپلواکي مو مبارک
خوشهالي مو مبارک، آزادي مو مبارک

1403/5/23

3 months, 2 weeks ago

داسد24 په ویــــاړ

خپلواکي ده آزادي ده استقلال دی
پر وطن راخپور دامن زرین شال دی

جنګ ځپلي هیواد اوس پرمختګ کړی
په ډېر څه کې له سیالانو سره سیال دی

د توحید تر بيرغ لانــــــدي زندګي ده
دکامل مسلمان ژوند پکې خوشال دی

قوشتېپه یې لا مثاله آبــــــادي دی
برخمن يې له ښکلا ټوله شمال دی

دا یوڅه ستونځي به هم حل شي اولسه
لا تر اوسه دنظام دا دریم کال دی

دکافري نړۍ سترګو کي ازغی دی
که ملا دی که دملا هر مینوال دی

ستر وارث دپیغمبرﷺ طالب فیضانه
پر هیواد واکمن نن هغه پګړیوال دی

5 months, 2 weeks ago

موږ  د تعلیم مخالف نه یو له حجابه سره
انګليسي زدکړي دي جاري وي له کتابه سره

پوهیږو دا وطن ډاکټرې ته حاجت لري ډېر
اختلاط نه غواړو د نجونو له  شبابه  سره

طرحه به جوړه شي او زدکړي پرمعيار دشرعي
هرڅه به سم شي زموږ له سم سالم نصابه سره

د الف باء سره په خواکي  A B C هم  وایو
یو، و دوه، درې دي وي له ون، ټو تري، حسابه سره

پوهيږې؟ دا به یی ساتنه له یرغله کوي
پر شاوخوا ازغي پراته  دي له ګلابه سره

حوصله وکړئ لږ زغم وکړئ اوهرڅه به سم شي
ناممکن  نـــــدي   مکتبونه  لــــه  محرابه  سره

طالب (فیضانه) دغه وران هیوادبه هله جوړ سي
ملت چې لاس یو کړي واکمن عالي جنابه سره

1403/3/21دوشنبه

5 months, 4 weeks ago

حجیانو مبارکانو
تور یـــــې  قميص  ده،  نازنینه  محبوبا محبوبا
ښايسته  کې سیال  نلري سپينه محبوبا محبوبا

ورته  ولاړ  دي  عاشقان  پـــــه  ډلو  ډلو  باندي
حسين  رُخسار   یــې   ښکلوینه محبوبا محبوبا

مخ  یې  و هر  لوري ته کـوږ او و هرچاته ګوري
ربﷻ   پیدا   کـــړې  ګلورینه  محبوبا محبوبا

تورو جامو کي ډیره  ښکلي په رښتيا ښکاريږي
اوږده  لمن  یـــــــې باد  وهینه  محبوبا محبوبا

زموږ  دمذهب خلګ یې ټولـــه  ددیدن تږي دي
ځکه  همدا  ده  زموږ   له  دینه محبوبا محبوبا

پر  پاک رُخسار یې انوارات او فیوضات وریږي
په درست جهان کې ده حسینه محبوبا محبوبا

د نړۍ لر  او بــــر کې خلګ سجودې ورته کړي
حـق  ده،  صفا ده، او  رښتينه  محبوبا محبوبا

فیضانه خپل وجود اوتن به تري ضرور ځاروو
پـــري  تویؤو  د بــــدن  وینه  محبوبا محبوبا

6 months ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

نوي ترنم

هيواده  دوښمنان دي ټــــــــــول د تن  وینو رنګ شي
راوړي چې تاته جنګ هغوئ دي خپلو کې په جنګ شي

شاعر طالب فیضان
ترنم په گډو اوازونو رفیع الله توحیدیار او هارون اغاه**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

6 months, 2 weeks ago

نه کـــوي اوس چاته انتظار نکړي
اوس دا راتلو لار د هیچانه ګوري

سترګي کې چې دچا ددیدن تږي وې
اوس دهغو لار په رښتيا نه ګوري

?️
فیضان ملا

6 months, 2 weeks ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

نوي ترنم

هيواده  دوښمنان دي ټــــــــــول د تن  وینو رنګ شي
راوړي چې تاته جنګ هغوئ دي خپلو کې په جنګ شي

شاعر طالب فیضان
ترنم په گډو اوازونو رفیع الله توحیدیار او هارون اغاه**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

6 months, 2 weeks ago

**النبوي اداره یې وړاندي کوي

نوي ترنم

هيواده  دوښمنان دي ټــــــــــول د تن  وینو رنګ شي
راوړي چې تاته جنګ هغوئ دي خپلو کې په جنګ شي

شاعر طالب فیضان
ترنم په گډو اوازونو رفیع الله توحیدیار او هارون اغاه**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131

7 months, 3 weeks ago

بل لمبر هم بلاک شو

که څوک یې خلاصولای شي مرسته وکړئ!!

+93707217695
+93744465215

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی