( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago
هغه څوک چی د_زنګنو_دردونه_تکلیف_لري
(ډیرو خلکو یې غوښتنه کړې ده) .
د #ګونډو یا #زنګنو د هرقسم دردونو او د #بدن د هر #بند یا هډوکو د دردونو لپاره لاندی په تجربه رسیدلې #نسخه په لیکل شوی طریقه سمه عملي کړی. د الله پاک ﷻ په فضل به د دردونو مخه ونیسي. او د جسم تکلیف به ورسره ارام شي. ان شاء الله .
(د نسخې مواد او ترتیب)
یو بوتل د زیتون تیل ۵۰۰ ګرام به راوړی هغه به دیګ ته واچوی. ورسره به د اوږی ۳ مکمل بنډله سپین کړی ،په چاړه به یې داسی پرې کړی لکه د خوراک دیګ ته چی پیاز پرې کیږي. دغه پریکړه شوې اوږه به هم و دیګ ته واچول شي. ددیګ لاندی به ارام #نازک
اور بل کړې. اوږه به په دغه تیلو کی دومره وایشیدل شي چی ښه سره شي کله چی اوږه مکمله سره شوه، ددیګ اور به بند کړی، دیګ به پریږدی چی تیل ساړه شي. وروسته به دغه تیل صاف کړی.
اوږه به وغورځوی او تیل به په بوتل کی وساتل شي.
چی کله ماخستن بیدیږی نو په دغه تیل دی زنګنونه لاندی باندی د ۵ دقیقو موښولو سره اول ښه سم غوړ کړی. وروسته دی زنګنون په پلاسټیک کی تر سهاره وپیچل شی، چی سهار راویښ شی پلاسټیک دی خلاص کړی. د الله پاک په فضل به یې دردونه په دوه درې ځله استعمالو سره ختم شی...
.
درانی درانی
ضروري!!!
هغه اړین نزاکتونه چې زمونږ د ټولنې ډیر ورونه او خویندې ترې خدای پاک خلاص کړي دي نو مهربانی وکی دا خامخا ولولئ.
مهم ټکي:
2.هغه پيسي چه تا پور کړيدي بيرته يي خاوند ته ورکړه دمخه تر دي چه هغه یی غوښتنه وکړي ، دا ستا رښتينوالی او شخصيت ښکاره کوي.
کله چه په يوهوټل کي د يوه دوست لخوا د ډوډی خوړلو ته دعوت یی نو قيمت ترينه غذا مه راغواړه.
بيځايه پوښتني مه کوه مثلآ تا تراوسه واده نه دی کړي؟ يا ته ماشومان نلري؟ ولي يو کور نه اخلي؟ يا ولي موټر نه اخلي؟ دا ستا ستونزي نه دي.
5.هميشه دروازه د هغه چا لپاره خلاصه کړه چه ستا ترشا را روان دي ، دامهمه نه ده چه هغه تر تا لوړ ياکښته دی ،نر دی که ښځه، ته به په دي کم نه سي.
که ديوه ملګري سره په ټکسي کي سپور یی اوهغه پيسي ورکړي ،بل وخت بيا ته پيسي ورکړه.
د نورو نظرياتو ته احترام وکړه.
کله چه څوک خبري کوي دهغه په خبرو کي مه لويږه، پريږده چه هغه خبره پوره کړي .
هغه چانه مننه وکړه چه ستاسره یی مرسته کړيده.
10.په عامه د نورو په مخ کي د يوچا ستاينه وکړه اما نصیحت ورته په خصوصي ډول وکړه.
هيڅ وخت ديو چا په چاغښت قد شایست بد رنگه باندي څه مه وايه.
12.که يو څوک يو تصوير تاته ښيي نو ته پر موبايل ګوته يوي اوبلي خواته مه کشوه چه نورڅه وويني .
که يو ملګری درته ووایی چه ډاکتر ته ځم، پوښتنه مه کوه چه دڅه لپاره صرف دعا ورته وکه ، هغه بايد مجبوره نه سي چه د خپلي شخصي ناروغی په هکله تاته ووايي .
د دفتر صفاکار يا پياده ته په هغه اندازه احترام وکړه کوم چه د دفتر مشر ته یی کوي.
که يوڅوک تاته خبري کوي نو مناسبه نه ده چه ته په موبايل باندي مصروفه يي .
16.که يو چا سره مخ سي د تنخوا او عمر په هکله پوښتنه مه کوه .
17.کله چه چاسره خبري کوي نو توري عينکي له سترګو ليري کړه ، او که دچا سره روغبړ کوي نو دستکشي له لاسه ليري کړه
کاپي
فېسبوکي نزاکتونه او اداب:
۱- دا مۀ لیکئ، چې نن مې درې سوه هغه کسان انفرینډ کړل، چې زما پوسټونه یې نۀ لایکول، یا د ملګرو لسټ کې چاڼیز عملیات روان دي، دغسې څرګندونې مو نادیده ښکاره کوي، که څوک انفرينډ يا بلاکوئ، دغه کار پۀ پټه خوله وکړئ.
۲- ځان مفتي-مفتي مۀ کوئ، چې هره خبره کې کافر شوې، مرتد شوې او دوزخي شوې لیکئ.
۳- کله چې تر ځان لۀ مشر سره بحث کوئ، کوښښ کوئ چې د مشرتوب درناوی یې وکړئ.
۴- د فېسبوک نجونو او مېرمنو ته عاشقانه مسیجونه مه لېږئ، دلته ډېری مېرمنې د زدکړې او خپلو خورلڼو سره د خواله لپاره راځي، د عاشقۍ او یارۍ لپاره نۀ راځي.
۵- له دومداره او ګڼو اختلافي تبصرو ډډه وکړئ، ځکه که څوک قناعت کوي؛ په دوه کمینټه هم قانع کېږي، خو که یې سرزوري پیل کړه؛ بیا یې نو اپلاتون هم نه شي په منلای
۶- کله چې د کوم ملګري پر پوسټ کومه نجلۍ کمینټ وکړي، تاسې یې کمینټ په دې نیت مه لایکوئ؛ چې نجلۍ ته ځان نږدې کړئ
۷- چې د دوو کسانو تر منځ لفظي شخړه وي، تاسې غمازي مه پکې کوئ
۸- د نورو لیکنې او مطالب په خپل نامه مه خپروئ
۹- څوک په خپلو پوسټونو کې مه Tag کوئ
۱۰- غیراخلاقي پېجونه او تصویرونه مه لایکوئ، ځکه ټول ملګري مو ویني
۱۱- د ملګرو پر پوسټونو یوازې منفي څرګندونې مۀ کوئ، کله ناکله یې سهي خبره تاییدوئ هم.
۱۲- له هغو کسانو سره چې له نږدې نه پېژنئ، غلیظې ټوکې مه کوئ
۱۳- ټوکې باید هر وخت او له هر چا سره اخلاقي چوکاټ کې وشي
۱۴- په هره مسله او هر بحث کې ځان مه اچوئ
۱۵- کوښښ مه کوئ چې نجونې په خپلو یا د نورو شاعرانو په عاشقانه شعرونه متاثرې کړئ، ځکه نننۍ نجونې د پخوا غوندې ساده ګانې نه دي، چې په یوه شعر، د ویلي شمع او د په غشي ویشتلي زړه په انځور به د هلک مینې ته تسلیم شوه، نننۍ نجونې پوهېږي چې دا هر څه د هلکانو تلکې دي
۱۶- کله ناکله د جدي مسایلو تر څنګ یوه نیمه ټوکه او طنز هم خپروئ، وچ کلک جدیت هم سړی خسته کنه معرفي کوي
۱۷- ښکنځلماران او لنډغران مه درسره ملګري کوئ، ورسره سپکېږئ
۱۸- په پوښتنه مه شرمېږئ، که نه پوهېداست، پوښتنه مو مطرح کوئ
۱۹- د تکراري موضوعګانو له خپراوي ډډه وکړئ
۲۰- که مو د چا پوسټونه نه خوښېدل او له شرمه مو انفرینډ کولای هم نه شوای؛ انفالو Unfollow یې کړئ
۲۱- ماشومانه او خرافاتي پوسټونه مه کوئ، لکه: د پلانۍ نجلۍ پر مخ د الله نوم راڅرګند شو، د پلاني هلک پر لاس د محمد ﷺ نوم راڅرګند شو، د ثواب په نیت یې شریک کړئ، مکه مو خوښه ده، که امریکه؟ دغه خبر اوو کسانو ته ورسوئ! یوه اوونۍ کې به ښه زېری واورئ. دغسې پوسټونه کول ستاسې پر ټیټ سویه توب او ناپوهۍ دلالت کوي
۲۲- زه به ستا پوسټونه لایکوم، ته زما، دا هم د پر سد سړي خبره نه ده
۲۳- د چا د شخصي ژوند او کار په اړه ډېرې پوښتنې مه کوئ
۲۴- پر مسینجر بېوخته-بېوخته زنګونه مه وهئ
۲۵- د سر چوک اوازې مه خپروئ
۲۶- لیکنه مو تر پوسټولو مخکې دوه یا درې ځلې لولئ، چې ټایپي تېروتنې یې اصلاح کړئ
۲۷- که مستعارې ایډۍ لرئ، د خلکو د ځورلو کار مه ترې اخلئ
۲۸- په غندنه او ستاینه کې افراط مه کوئ
۲۹- اختلاف باید د عقدې سړولو لپاره ونه شي، بلکې د حقیقت موندلو لپاره باید وشي
۳۰- د ملګرو مخالفو نظریاتو، مفکرو او عقیدو ته درناوی ولرئ
۳۱- کله چې د چاودنې یا بلې ناوړه پېښې خبر خپروئ، ځای او سیمه یې مشخصوئ، تر څو نور ملګري په تشویش کې نه شي
۳۲- د یوه شخص د ناسمې کړنې له امله باید د هغه پوره قوم یا ولایت ته سپکاوی ونه شي
۳۳- د مړو، ټپیانو او نورو زړه بوږنوونکو تصویرونو او ویډیوګانو له خپرولو ډډه وکړئ.
نور يې تاسې کمينټ کې ور زيات کړئ.
#کاپي
#دکتاب_پاڼي
اول خپل ځان بيا تاته وايم!
ځوان ددې څخه بيريږي چي بل څوک غلطه خبره راته ونکړي يا مي بېعزته نکړي،
مګر خپله چي ترځان کمزوري انسان ته هر څه وايي د هغه هيڅ پروا نه کوي،
ځوان ددې څخه بيريږي چي بل داسي خبره راپکښي ونکړي چي زما رنګ بد سي يا مي عزت ته تاوان ورسيږي،
مګر خپله چي په بل ځوان پسي هر رقم منفي او بې ثبوته خبرې کوي هيڅ پروا يې نه کوي،
ځوان ددې څخه سر ټکوي چي نورو ملګرو ناځواني راسره وکړه دوکه يې راکړه يوازي يې پرښولم،
مګر دئ دا ټولو کارونه کوي هيڅ پروا يې نه کوي يوازي نور ملامته وي،
ځوان ته د بل ښه رويه ښه اخلاق ښه انسانيت او مردانه ژوند ښه خوند ورکوي،
مګر خپله د ډيري بد اخلاقی بد وضيعت او ناوړه خبرو څخه د کورنۍ غړي ملګري دوستان او کليوال يوه خبره نسي ورسره کولای!
نو د ځان اصلاح د ټولني اصلاح ده❤️**
کاپي
هر روژماتي مخکې تر خوراک کوښښ وکړي چي يو ګيلاس بوسه يا اسفغول په نيم يخو اوبو کي جوړه کړي او ويي وڅښی پدي سره به ستاسو کولیسټرول ، د معدی تيزابيت ، قبض او هضمي سیستم کنټرول وي.
درمل باران طبي معلومات
هېڅکله د یو پلار هغه خوبونه چې ستاسو لپاره یې لیدلي او يا يې ګوري هغه غلط مه تعبیروئ .
هیلې یې د ګل په شان ژوندۍ وساتئ او مه پرېږدئ چې د ستړي وجود خولې یې بې ارزښته شي په ژوندون یې قدر وکړئ .
مور او پلار هغه هستي ده چې د دنیا هیڅ نعمت ېې ساری نشي کولی .
کاپي
اوس پوه شوم چې شلغم ته ولې شلغم وايي !!!
دا خو د شلو غمونو طبيب دی !!!
۰ کلسیم او پتاشیم لری او دوامدار خوراک یی د هډوکو او مفاصلو امراض کنترولوی.
۰ همدارنګه ویټامین K لری چی د زړه امراضو او د مختلفو خونریزی څخه مخنیوی کوی.
۰ شلغم او پاڼی یی ویټامین A لری او هغه کسان چی سګریټ څکوی د ویټامین A په کمښت اخته کیږی چی کیدلای سی د شلغمو په منظم خوراک دا تشه ډکه کړی.
۰ همدارنګه ویتامین C لری چی د زخمونو په رغولو او د ګزک( التهاب) څخه مخنیوی کوی. دقیقا د همدی مقصد لپاره په ذکام او سینی په ناروغی لکه سینه بغل کی باید د ښوروا په شکل جوړ او وچښل شی.
۰ کوچنیانو د ودی او نمو لپاره بهترین ارزانه خواړه دی.
۰ هغه کسان چی وجود یی بد بوی لری کولای سی شلغم نوش جان کړی.
۰ شلغم که جوش سی او جوش شوی شلغمو اوبو کی پښی او لاسونه خشته سی او خپله شلغم پر پښو ومښل سی کیدلای سی د پښو د چاودو/ترقیدګی څخه مخنیوی او علاج هم وسی.
۰ شلغم مس لری، نوموړی مس په شلغمو کی میلانین په نوم رنګه مواد جوړوی چی په خوراک سره یی د ویښتیانو د سپین کیدلو څخه مخنیوی کیږی…
C
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago