لوړ فکرونه??

Description
دلته مو مثبت فکرونو ته وده ورکړی!
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago

1 year ago

**نن خواري کوه؛ سبا باچاهي کوه.

چارلي چاپلین?**

1 year, 1 month ago

زموږ د ټولو ایکیگای (د ژوند مانا) يو له بل سره توپير لري، مگر یو شی چې په موږټولو کې مشترک دي هغه دا چې موږ ټول د مانا په لټه کې يو. کله چې موږ خپلې
ورځې خپل د ژوند د مانا سره تړلي تېروو، نو موږ ډېر بشپړ ژوند کوو. کله چې موږ دخپل ژوند له مانا سره اړیکه له لاسه ورکوو، نو موږ د نا امیدۍ احساس کوو.
عصري ژوند موږ د خپل ريښتيني طبيعت او حقيقي فطرت څخه ډېر لرې کوي او موږ ژوند ته رهبري کوي، چې هېڅ ایکیگای او مانا پکې نه وي. ځواکمن اوهڅوونکي شیان لکه: پیسی، واک، خواک، پاملرنه او بریالیتوب هره ورځ موږ گډوډوي،
له خپل منزل څخه مو لرې کوي؛ اجازه مه ورکوئ چې دوی ستاسو ژوند ونیسي، پرتاسو حکومت وکړي او له تاسو څخه د ژوند مانا ورکه کړي.
زموږ هوښیارتیا او تجسس زموږ په داخل کې زموږ غوره رهنما کېدلی شي، څو له موږسره زموږ د ایکیگای په موندلو او ورسره يو ځای کېدلو کې مرسته وکړي. هغه شیان
تعقیب کړئ چې تاسو خوند ترې اخلﺉ، او له هغو څخه لرې شئ يا يې بدل کړئ چې ستاسو خوښ دي. تاسو د خپل تجسس له مخې رهبري کېږئ، د هغه کارونو په ترسره
کولو کې بوخت اوسئ چې تاسو ته «مانا» او «خوښي» درکوي. دا اړینه نه ده چې هغه
خامخا لوی شی وي: موږ ممکن د ښه والدین کېدو یا د گاونډیو سره مرسته کولومانا ومومو همدا شاید موږ ته تر بريا، پيسو او تر هرڅه زياته خوښي راکړي او
همدا زموږ د ژوند یوه مانا و اوسي.
دې :
کې
د خپل ایکیگای سره د نښلېدو لپاره هېڅ داسې ستراتيژي نشته. خو موږ د اوكيناوا له خلکو څخه زده کړل چې د ژوند د مانا د لټولو لپاره باید خواشینی نه شو.
#دايکيګای_دکتاب_له_پاڼو

1 year, 1 month ago

**یو چا ګیله کړې، چې خپلې کورنۍ یې د پرمختګ مخه نیولې ده. شاید دا خبره ډېرو ته عجیبه ښکاره شي؛ خو زموږ او ستاسې په ټولنه کې دا یو ډېر تریخ او بې خونده واقعیت دی.
البته کورنۍ به نه غواړي، چې د خپلو اولادونو د پرمختګ مخه ونیسي؛ خو برخورد او کارونه یې د اولادونو ژوند ور تباه کوي.
مثلاً له کوچنیوالي نیولې تر ځوانۍ په پرېکړو کې هېڅ ډول صلاحیت نه ورکوي. که زامن/لوڼې یې هر څومره لوی/پوه شي، والدين بیا هم فکر کوي، چې کوچنی دی، نه پوهېږي، پرېکړې یې سمې نه دي او ... په همدې همدې کې د اولاد ژوند ور تباه کړي.
دا یو وړوکی مثال و. نور د اولاد نه درک کول، اړتیاوې یې نه پېژندل، شخصیت ځپل، پر ذهنیت یې ملنډې وهل او نورې سل او زر ناخوالې دي، چې زموږ اکثریت ځوانان یې تجربه کوي.
که با درکه کورنۍ لرئ، ډېر بختور یئ. ځکه چې په موږ او تاسې کې ډېر کم خلک هوښیارې کورنۍ لري. نور ټول په یو ډول زندانونو کې ژوند کوو...

۔مقامزی?**

1 year, 1 month ago

**هر سړی غواړي کتاب ولولي!

هر سړی غواړي کتاب ولولي، لکن مونږ تګلاره ورته نشو جوړولای چې څنګه دوامداره کتاب ولولو؟
زه تاسو ته دوه مشورې درکوم، هغه تعقیب کړه، ان شاءالله کتابونه به بیا دوامداره ولولې، البته که یې تعقیب کړې!
۱: په یواځې ځان کتاب لوستل: ته دا مه وایه چې زه له کتاب څخه یو څه زده کوم، بلکه داسې ووایه چې ان شاءالله زه هره شپه پنځه ورقې کتاب لولم مخکې له دې چې زه ویده شم، او که چېرې ته په ځان مطمئین نه یې او یو څوک باید له تا سره کتاب لوستلو کې مرسته وکړي نو زما دویمه مشوره تعقیب کړه.
۲: فامیل سره، میرمن سره او یا ملګري سره کتاب لوستل: ته کولای شې یو کتاب ځان ته واخلې او یو کتاب میرمنې ته یا ورور ته او یا هم ملګري ته، او د کتاب ختمولو لپاره به ضرب الاجل ورته وټاکې او ورته وبه ووایې که دې کتاب تر ټاکلي مودې ختم نکړ نو جرمانه به ورکوې، مثلاً د جامې جوړولو جرمانه پرې کیږده او دا شرعیت کې ناروا ندی، شرعیت کې داسې شرط ناروا دی؛ مثلاً، که داسې یو کار وشو ته به ماته جامې ګنډې او یا که دا کار ونشو زه به تاته جامې ګنډم، نو که چیرې موضوع یکطرفه وي نو جرمانه ناروا نده. چې کله د کتاب ختمولو ټاکلې موده پای ته ورسیده، هتماً به تا هم کتاب لوستلی وي، نو له یو بل څخه پوښتنې وکړئ که چیرې په پوښتنو کې څوک پاتې راغئ نو هغه ته به هم یوه جدي جرمانه وټاکئ چې تر څو کتاب لوستلو ته مجبور شئ.
زه په دې فکر یمه څنګه چې زمونږ وجود ډوډی ته ضرورت ولري، زمونږ روح هم غذا ته ضرورت لري، زمونږ د روح غذا دا ده چې باید ښه ملګري ولرو، له خلکو یو څه زده کړو او مطالعه وکړو، او زده کړه زمونږ روح ته تر ټولو ښه غذا ده.
څوک چې کتاب لولي هغه کس هرچیرته مطرح وي ځکه په هره ناسته کې په یوه موضوع بحث کولای شي، ځکه د یو انسان ټول تعریف د هغه علمیت پورې تړاو لري او قران کریم کې هم صراحتاً د (زمر) سوره کې راغلي چې: “هَل یَستَوی اَّلذیِنَ یَعلَمُونَ و الَّذین لا یَعلَمُونَ”. ژباړه: ایا برابر دي هغه کسان چې پوهیږي د هغو سره چې نه پوهیږي.
نو دا دوه تګلارې تعقیب کړه، ان شاءالله چې کتاب لوستلو سره به عادت شې.**

1 year, 1 month ago

د لویو، لویو قدرتونو ربــــــه !
یو تمنا ده،اوریدای شې کنه؟؟

1 year, 1 month ago

باور وکړئ نیمایي ویښتان مو د هغه څه په اړه اندېښنې سپینوي، چې په ژوند کې مو هیڅ نه پېښیږي. ذهن ته به مو ډول ډول وسوسې او منفي خبرې راځي، خو تاسو مثبت فکر وکړئ او هغه په پوره مانا درک کړئ. تل دا ووایاست چې ”زه یې کولی شم” او په خپلې کوچنۍ بریا هم ډېره خوښي څرګنده کړئ او ځان وستایئ

#zaheen?

1 year, 1 month ago

ښایي د انسان د زړه تر ټولو ژوره لېوالتیا دا وي، چې له ځان څخه د مهم څیز لپاره ژوند وکړي. له موږ څخه هر یو دې ته لېواله یو، چې مهم واوسو، یو توپیر را منځته کړو، پوه شو چې نړۍ تر یوه بریده غوره ده، ځکه چې موږ د ځمکې په دې خاورینه کره کې له چا سره معاشرت کوو او په هغه باندې مینېږو، نو د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره باید پرله‌پسې هڅې وکړو

#په ژوند کی دبريالیتوب لار?‍♂

#zaheen

1 year, 1 month ago

خپل تیر ژوند شاته پریږدئ، د تیر ژوند د زړه ماتیو له دروند بار او د تیر سخت وضعیت له یادونو سره پرمختګ کول آسانه کار نه دی، خپل ځان له دې غیر ضروري دروند بار څخه خلاص کړئ، خپل ژوند له هغه ځایه شروع کړئ په کوم حالت کې چې اوسئ. له خپل ژوند، کور او روح څخه غیر ضروري زاړه شیان پاک کړئ، هغه که زاړه کالي وي، یل زاړه کتابونه وي یا زاړه احساسات وي تر څو مو وزن سپک شي او په چټکئ سره د پرمختګ په لور ودرومئ

1 year, 1 month ago

موږ او نور
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره «کاندولیزا رايس» وایي، کله چې وړه وم، نو پلار مې مکتب ته وړلم. لاره مو پر سپینې ماڼۍ وه. تل به یې راته ویل، لورې! دا په راتلونکې کې ستا د دندې ځای دی. آن تر دې چې زما په خونه کې یې د سپینې ماڼۍ عکسونه هم ځړولي وو.
زموږ والو خو له اولادونو سره ډزې وي؛ ماشوم ورته د پېښوريانو خبره اړو انسان نه ښکاري. څو ځایه مې لیدلي، چې د ماشوم په مخکې به نورو ته وایي، له دې نه هېڅ شی هم نه جوړېږي، بیا په رښتیا هم ترې هېڅ جوړ شي...

ژباړه او زیاتونه -مقامزی?
#خلک #افکار #هڅونې #ذهنیت

1 year, 3 months ago
د نوبل د سولې جایزه یې …

د نوبل د سولې جایزه یې یوې ایرانۍ فعالې ته ورکړه. د دغې جایزې د کمېټې غړو هغه به ډېره مستحقه ګڼلې وي. دا د ایران په تاریخ کې یو نوی ریکارډ ثبت شو.
هغو «افغانانو» ته به سړی څه ووایي چې حد اقل دغه «افتخار» یې هم په خپلې یوې وطنوالې او خپل وطن پیرزو نه و. دوی دومره په ضد شول چې د «محبوبې سراج» د ناکامۍ لپاره یې انلاین عریضه او کمپاین پیل کړ. محبوبه سراج هم دغې جایزې ته کاندیده شوې وه. که محبوبې سراج دا جایزه ګټلې وای، دا به د افغانستان او د یوې افغانې په نوم ثبت شوی وای او ټولو افغانانو ته به یو افتخار ګڼل کېده. دا د هېڅ یوې سیاسي ډلې امتیاز او افتخار نه و، د ټول افغانستان افتخار و.

#هاند

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago