رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
زما خو دی ټوله ورځ را خرپه کړه نرګس می ولیده چی د هغه غټ توت تر شا پټه شوه د لاس په اشاره یی وویل هغه رخصت کړه
احمد کاکا ته می وویل:کاکا نن نه ځم امتحان لرم سبا
اوس لږ مطالعه کوم احمد کاکا ته لاړ شه زه به لږ مطالعه وکړم
کاکا وویل سمده زویه خدای دی بریالی کړه
روان شو ورته می وویل امین امین
احمد کاکا بیرته را تاوو شو ویی ویل زویه هغه پلار دی په کور کی وو
که ښار ته تللی وو
که اوس ورته ووایم چی په کور کی وو بیا می پلار ته وایی چی فاروق د چنار لاندی ناست و
کنه نه ورته وایم نو کاکا راڅخه نوری پوښتنی کوی نرګس پټه له کوره راوتلی ده ناوخته کیږی
کاکا ته می وویل نه یم خبر چی چیرته به وی خو ما مطالعی ته پریږده
کاکا وویل لاړم زویه چای درته راولیږم.؟
په زړه کی می وویل راباندی خاوری وخوره خو ته لاړ شه نه نه کاکا په مخ د ښه لاړ
نرګس راغله سترګی یی له اوښکی ډکی او سری تویدی نن رانه ډیره لری کیناسته ګیلامنه وه
اوښکی یی په سپین مخ یوه په بله پسی کتارونه جوړ کړل
په ژړاغونی غږ یی وویل:ما هیره کړه زه اوس د بل شوم.
پاتی وروستی برخه سبا له خیره
♥️
پښتو ناولونه:
دڪوڅې شور: ناول❗
دوهمـه: برخه❗
♥️♥️
انجلۍ زما غږ اوریدلی وو دستی د باندی د ویالی غاړی ته راغله۔
زه هم د پرون غوندی ونه شرمیدم
پری غږ می کړ ته څوک یی؟
هغی وویل:زه ستا لیونۍ.
خو ته ډیر مغروره انسان یی
زه دا لس ورځی ستا لپاره کوڅی ته راوځم خو ته می په کیسه کی نه یی
ونه شرمیدم ومی ویل:اخ ته زما لیونۍ زه شوم ستا لیونی
انجلۍ خوشحاله شوه
شپی او ورځی تیریدی ما او هغی به په ورځ کی دوه ځلۍ سره لیدل ماښام او غرمه.
مینه وه خوندونه وو
مزی وی چرچی وی
خو یو داسی ورځ هم راغله چی د ټولو ورځو خوند یی رانه واخیسته
د انجلۍ دسمال ته یو ډله خلک راغلللل.
پلار یی ورسره خوښه وه
خو مور یی نه ورکوله ماښام راته نرګس وویل بیګاه ته می دسمال ورکوی
جرګه راولیږه
ما ورته وویل:خیر دی مور ته دی ووایه چی دوی دی واپس کړی
سبا به موږ جرګه درولیږو
هغی وویل:سمده خو زه دا خبره مورته سنګه وکړم
ومی ویل ورته ووایه چی زه نه غواړم له دی هلک سره واده وکړم
نرګس می لاس په لاس کی ټینګ ونیوه وی ویل
زما د ستا په سر قسم وی چی بل ته یی ورکړم چی ځان وژنه خو وګړم ما هم ورسره قسم غبرګ کړ
روان شوم
مور ته می ټول جریان تیر کړ ورته می وویل:سبا په جرګه ورشی
مور می وویل چی سمده
سبا سهار شو ډزونه وشول
زړه می ولوید پښی می په لړزا شوی
مور ته می وویل ورشه او دا دی ډزونو پوښتنه وکه
مور می په منډه د ګاونډی محمود کور ته لاړه
چی بیرته راغله ومی پوښتل موری څه شوی
مور می راته وویل زویه د محمود کاکا زوی ته یی دسمال راوړ
په ځان پوه نشوم
یوه چیغه می وکړه
خدایه
د هغی د دسمال غږ راباندی وشو
چیغه می وکړه خدایه دا څه اورم؟!!!!
زما له چیغی سره می پلار له کوټی را ووت وی ویل څه شوی زویه؟
ولی دی چیغی وکړی.
رنګ می زیړ تښتیدلی وو.
د پلار دی پوښتنی ته بی جوابه پاتی شوم؟
اخ خدایه؟
مور دی خدای(ج)له هیچا هم نه اخلی امین
زما زیړ او تښتیدلی رنګ یی چی ولیده زما پلار ته یی وویل:دهغه لاس وسوځیده ځه ته د خپل تلاوت وکه
مهربانی مور می پلار په چل اوهنر بیرته کوټی ته بوتلو
کوټی ته لاړم غوښتل می ځان ته ښه ډیر وژاړم.!
مور می راپسی راغله
زما د ډاډګیرنی لپاره یی راته کیسی پیل کړی
نن سهار می مور راته کوچنیوالی را یاد کړ
زما د فکر بدلولو لپاره یی راته ډیری کیسی وکړی
خو زما غم ورسره نور هم تازه کیده خو زما زړه ورسره نور هم خوږیده
د مور کیسو ته غلی او چوپ ناست وم
تیرو وختونو ته یی بوتلم
زموږ د غریبۍ ورځی یی راته بیان کړی
ناڅاپه سلګو ونیولم د مور په مخ کی می په سترګو
کی اوښکی راغلی...!
ومی ویل موری د خدای لپاره ما یوازی پریږده موری لاړه شه خپل کارونه دی وکړه
مور می وویل ښه سمده زویه زه لاړم؟
چی چای درته راوړم بیا به پوهنتون ته ځی
شور می ونه خوړ دروازه یی را بنده کړه
خو مور می د دروازی تر شاه ولاړه وه ډاریده چی کوم کار ونه کړم
د دروازی له سوری یی زه څارلم.!!
ورغږ می کړ موری درځه نور می پریږده په منډه لاړه
د نرګس ټولی نښی می راواخیستی یوه یوه می مچی کړه زړه می ورته ټینګ نشو کړای ورته می ښه ډیر وژړل
مور می دروازه خلاصه کړه ویی ویل هله فاروقه زویه کتابونه دی راواخله چی پلار دی درپسی راغی
د نرګس نښی او شیان می زر زر راټول کړل
د کتابونو الماری ته می منډه کړه کتابونه می بی تقسیم اوقاته را واخیستل
له کوټی راووتم
په دی بهانه چی زه پوهنتون ته ځم.
پلار می په انګړ کی ولاړ وه ویی ویل هلکه لاس دی ډیر خوږ شوی ته یی راښکاره کړه.،
غریو نیولی ستونی او د ژړا ډکی سترګی می پلار ته نه شوی ور پورته کولای ومی ویل نه نه پلاره لږ وسوځیدم بلا وه برکت یی ته وه
لنډه دا چی له کوره راووتم.
اسراره ته می زنګ وکړ وکی ویل اسراره
زړه می نه کیږی چی نن پوهنتون ته درشم.؟
استاد ته ووایه چی هغه نن ناروغ وو اسرار وویل
هلکه راشه چی نن شل فیصده ټیسټ لرو.
ځه څه؟!!
تیسټ له ځان سره می وویل ځه بلا ورپسی
د نرګس دوی د کور دروازی ته ودریدم نرګس د لوښو په مینځلو بوخته وه
د نرګس کوچنی ورور د دروازی تر شاه لوبیده لس روپۍ می ورکړی چی نرګس ته ووایه چی هلته دی څوک غواړی
ماشوم په خوشحالی لاړ نرګس ته یی وویل هلته هلته سړی دی تا غواړی نرګس پوه شوه
ځان یی ناپوه واچوه چی دی مور یی ورته پام نشی
لس دقیقی د دروازی تر شاه ودریدم
د نرګس مور کوټی ته لاړه نرګس سم دلاسه را منډه کړه د دروازی له شاه یی وویل د کلی شاته د دنګ چنار لاندی می انتظار کوه زه می مور ته بهانه کوم درځم
لاړم د چنار لاندی ناست وم د نرګس په انتظار وم
د هغی د پښو خرف ته می غوږونه ځیرک نیولی وو
چی د غنمو له منځه احمد کاکا را بهر شو
له غوصی شین او سور واوښتم
ومی ویل خدایه؟اوس به څه کوم اوس به له هغی سره چیرته ګورم
احمد کاکا می تر څنګ راغی سلام یی واچوه
اسلام علیکم فاروقه دلته څه کوی پوهنتون ته نه ځی
په زړه کی می وویل تبا او برباد شی ستا یی زما له پوهنتون سره څه؟
په بیړه می د کلی هاډی ته ځان ورساوو
په موټر کی کیناستم
زموږ د کلی ډریوران ډیر ظالمان خلک وو په یو موټر کی به یی شپږ کسان کینول
یو زه شوم او بل احمد کاکا شو
نورو کسانو ته په تمه شو چی موټر سیټ پوره شو حرکت مو وکړ کلی ته راورسیدو
د غرمی دولس بجی وی کورته لاړم ډوډی می وخوړه
په خوشحالی د کوڅی شور ته را ووتم
هماغه پرونی ماشومانو بیا په ویاله کی لمبیدل
نسیم ته می بیا ددی لپاره تیز غږ وکړ چی ګوندی هغه انجلۍ زما غږ واوری او راووځی
انجلۍ زما غږ اوریدلی وو دستی د باندی د ویالی غاړی ته راغله۔
زه هم د پرون غوندی ونه شرمیدم
پری غږ می کړ ته څوک یی؟
دلومړۍ برخی پای..........
پښتو ناولونه:
دڪوڅې شور: ناول❗
لومـړۍ: برخه❗
ـ♥️ـ
زموږ کلی ډیر ښکلی وو.
د کلی شاته مو ښکی شنه فصلونه.ونی،پټی.او میوو ډک باغونه وو.
د کلی په مینځ کی یوه ویاله تیره شوی وه زموږ د کورونو مخی ته رڼی اوبه بهیدی د کلی ماشومان به پکی لمبیدل
پیغلو،به تری منګی ډکول،د ستر عمر ښځو به یی په غاړه کالی مینځل،
د ویالی پر سر او څنډو شنی ونی،لکه توتان،چنارونه،لاچل ونو سیوری جوړ کړی وو د ویالی اوبه به تر ډیره یخی د همدی له وجی وی،
له پوهنتون ستړی ستومان راغلم.،
ډوډی ته می چندان زړه نه کیده خو د مور په لاسونو تیاری هګی لری له زړه مو څو مړی وخوړلی!
په کوڅه کی د نورو ورځو په پرتله نن شور ماشور بیخی زیات وو ومی غوښتل چی د باندی کوڅی ته ووځم او لږ څه ناڅه زهنی ستړیا می له ماشومانو سره ختمه شی.!
له دروازی می سر بهر کړو ومی کتل چی ښخی خو به کالی نه مینځل!
خو څوک نه وو یوازی ماشومان لمبیدل.
د ویالی پر سر غټ توت ته می ډډه ولګوله
د ماشومانو په ننداره شوم
نسیم چی له نورو ماشومانو نه د عمر په لحاظ ستر او غټ وو واړه ماشومان به یی رانیول بیا به یی په ویاله کی ډوب کړل هغوی به ورته د مه.مه کوه ساه می کمه ده مړ کیږم، او کله کله به په جنګ هم شول
سترګی می د ماشومانو په ترف نیولی وی ټول فکر می د دوی خوشحالی ته اوښتی وو د دوی د هری خبری تمسخر ته به می له ځان سره خندل، خپلی خندا ته می نه دی پام شوی چی ما به ځومره په زوره خندلی وی.
د ویالی په بر سر کی د تور ټکری ښځه ناسته وه
سترګی یی راواړولی وشرمیدم سر می ټیټ کړ.
تیره (تیږه)یی را ګوزار کړه زما تر مخ ولګیده سر او سترګی می حیاناکی پورته کړی
ښځی خپل تور ټکری له مخ ایسته کړ.
په نرمو شونډو یی مسکا خوره شوه زما په لور یی کتل.
ښه زړه می ټینګ کړو د انجلی تورو سترګو ته می ښه په ځیر ځیر وکتل
انجلۍ په ناز او نخرو د ویالی له غاړی پورته شوه
وویل:ماشوم یی چی د ویالی په غاړه ناست یی او ننداره کوی؟
کله چی زما له څنګه تیریده له منګی یی یو لپه اوبه زما په لوری را وشیندلی پسی لاړه
زړه می ورسره لاړ همغه ځای ته می هماسی په تلوار کتل چی انجلۍ څه شوه.
سوچونو او فکرونو پسی واخیستم!
د ماشومانو شور او غو غوا می هیره کړه
شوخو ماشومانو په ویاله کی اوبه شیندلی زما مخ ته یی څاڅکی را وکړل
ناڅاپه لکه له خوبه چی وم ځان می بیداره وښوده ټولو راپسی وخندل.
بیا هم بی باوره وم فکر می کوه چی دا هر څه می خوب لیده په خپل ځنګون می شوکره ولګوله چی پاڅه خوب کی یی خو دا خوب نه وو ریښتیا وو
دا هر څه ریښتیا وو
بلاخره زه هم مئین شوم زه هم غمجن شوم او
شپه می ټوله په همدی سوچونو کی تیره کړه چی دا انجلۍ څوک وه؟
او دا یی څه وکړل مقصد یی ځه وو.
سهار وختی می پوهنتون ته د تګ لپاره ځان تیار کړو
په نا زړه روان شوم ومی ویل:خدایه!اوس به کله غرمه کیږی چی زه زر د هماغه غټ توت ساقی ته ډډه ولګوم!
او هغه لیونۍ بیا وګورم!
موټر ته پورته شوم تر پوهنتونه لا نه وم رسیدلی چی کتابونه می وکتل د دوشنبی د ورځی پر ځای می د پنجشنبی کتابونه راوړی وو
که بیرته کورته ورپسی ګرځیدلم نو د پوهنتون ناوخته کیده.
پوهنتون ته ورسیدم
اسرار په دروازه کی ولاړ وه سلام می پری واچوه.
هغه ډیر له تمسخره ډک انسان وو
وویل ستړی مشی مشره
ګف می لګولو چی صنف ته ورسیدم ورته می وویل
ما خو نن کتابونه غلط رواړی دی
اسرار راپوری وخندل ویی ویل:تا خو هیڅ وخت داسی بی پروایی نه وه کړی ضروری کومه خبره شته او نن دی هم رنګ تغیر خوړلی دی ووایه فاروقه څه خبره ده؟
ومی ویل:اسراره هیڅ مشکل هم نشته کله ناکله سهوه کیږی ګرانه.
اسرار وویل سمده خو نن د نورو ورځو په څیر نه یی
بیا می له ځان سره فکر وکړو راځه اسرار خو دی د زړه ملګری دی ورته هر څه ښکاره ووایه شاید کومه حل لاره یی در وښایی.
اسرار ته می وویل راځه د باندی چی درته هر څه ښکاره ووایم
اسرار هم حیران شو په ځیر ځیر یی راته وکتل له لاسه یی ونیولم راځه هله نو چی په تلوسه کی یو زر کوه
د پوهنتون شاته د ستر کتابتون مخی ته کیناستو اسار وویل:څه خبره ده فاروقه؟
پیل می وکړ چی اسراره پرون می د یوی انجلۍ سترګی او نازکی شونډی ولیدلی او د هغی حرکتو می ټول زهن را خراب کړی دی
ځکه خو می کتابونه د دوشنبی پر ځای د پنجشنبی را وړی
اسرار یوه شیبه راته ښکه مسکی شو وی ویل:هی هی د خدای نیک بخته زه د وړار کړم چی خدای مکړه کومه بله خبره نه وی
ظالمه مئین شوی یی هغی درسره د خپلی مینی اظهار کړی ته ورته مینه ورکړه خو په دی شرط چی ښکلی انجلۍ وی
ههههه ویی خندل بیا یی وویل:راځه چی ځو رخصتی شوه د کلی په لور را روان شو اسرار رانه په ښار کی پاتی شو
كړه . ما د 1975 زيږديز كال د فبروري دمياشتې په ګڼه كې ددې لړۍ په خپرولو پيل وكړ چې تر اوسه پورې جريان لري .
دا قصې يو پرلپسې تاريخ نه دې ،بلكه د مختلفو وختونو تفصيلي او ډرامايې كړنې دي چې
تاسو په كې صلاح الدين ايوبي او د صليبي جاسوسانو ، څاركښو ، تخريب كارانو ، غلچكي بريدكونكو او د
عسكري كمانډو يانو حيرانونكې او په زړه پورې پيښې لوستلاې شئ . د ا په حقيقت كې د ښځې او ايمان
تر منځ هاند اوهڅې او نه ختميدونكې معركه ده چې تاسې به حيران پاته كړي او كه ستاسې د ايمان څراغ
چيرې هم مړژواندې وي نو هغه به را تازه كړي . .
ستاسې دهغه وخت دښمن نن هم ستاسې دښمن دې او تر اوسه پورې هم داسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو
له پاره هماغه خوندناكې لارې استعمالوي. چې پخوا يې ازمايلې دي .
دا قصې پخپله هم ولولئ او خپلو كوچنيانو ته يې هم . كه چيرې تاسې په ريښتونې توګه غواړئ خپل
كوچنيان د فحش ، لوڅو لغړو او د اخلاقو خرابونكو قصو څخه خوندي كړئ نو دا ( اته) قصې له ځانه سره كورته يوسئ .
ددې قصو په لوستلو سره به تاسې دا احساس كړئ چې نن يو ځل بيا تاريخ تكراريږي او يوه بل
صلاح الدين ايوبي ته اواز كوي.
داستان: ايــــــــــــمان پلورنڪۍ
ليكوال: المجاهد عرفان الافغانې
سریزه
په دې قصو كې تاسې ته ټول هغه څه تر لاسه كيداې شي چې ستاسې او ستاسې د ځوان نسل غوښتنو ته د تيرو پيښو په هكله په ډاډمنه توګه ځواب وايي او تر څنګ يې دهغوى هغه ديني ،ملي او قومي احساسات را ژوندي كوي
چې زمونږ دښمن يې د خپلو خوندورو قصو په واسطه د له منځه وړلو په هڅو كې مصروف دې .
ددې( اته) قصو په هكله په لنډه توګه دا ويل اړين ګڼو چې : هومره سازشونه چې د اسلام د ستر مجاهد او د اسلام د عظمت دساتونكي صلاح الدين ايوبي په وخت كې د اسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره شوي په بل دور او وخت كې يې سارې نه موندل كيږي . صليبيانو او يهوديانو د مسلمانو امراؤ او فوځي قومندانانو په لاس كې نيولواو اخستلو
په خاطر بې دريغه دولت او شتمنۍ په كار واچولې اوددې ترڅنګ يې د صلاح الدين ايوبي او نورالدين زنګي د راپرزولو له پاره خپلو ځوانو او ښايسته نجونو ته روزنه وركړه
او هغوى يې په ډيره بې حيا او بى باكانه توګه د اسلامي سلطنت پر خلاف استعمال كړې . هغوى ته دا څرګنده وه چې صلاح الدين ايوبي ته د جنګ په ډګر كې ماته وركول اسانه كار نه دې. د سلطان ايوبي د جنګ تګلاره داسې وه چې صليبيانو به د وګړو او وسايلو د زيادښت سره سره بياهم ماتې خوړله ، په همدې اساس هغوى په اسلامي سلطنت كې دفساد او ګډوډيو د راپيدا كيدو په خاطر اوپه ځانګړې توګه په مصر كې، چې
فوځې قيادت يې د صلاح الدين ايوبي په لاسو كې و، د جاسوسۍ او تخريب كارۍ څخه كار اخست او
دهغه وخت د ځوان نسل دكړچار دخرابولو له پاره يې ډول ډول لارې خپلولې . شتمني او ښځې يې بې دريغه استعمالولې او د صلاح الدين ايوبي لوړ پوړي چارواكي او د دولت او فوځ واكداران يې د خپل
هيواد،ولس او دين پر خلاف غدارۍ ته هڅول او دهغوى څخه يې د ايمان پلورونكو ډلې تيارې كړې وې . صلاح الدين ايوبي ته يو جنګ په ډګر كې ور په غاړه و ، دا د سترو سترو معركو يوه لړۍ وه چې د صليبي جنګونو تر نامه لاندې مونږ ته را رسيدلې ده . خو دهغو جنګونو كوم تفصيل مونږ ته نه دې را رسيدلې چې سلطان ايوبي د صليبي جاسوسي شبكو، چې په هغوې كې يې له يوه اړخه ښايسته نجونى ور ننويستې وى او
تر څنګ يې د حسن بن صباح په څير وژونكې ډله هم ورګډه وه ، پر خلاف و جنګيد. دغه وژونكو ته يې
فدائيان هم ويل . ددې تر څنګ د حشيشينو تر نامه لاندې يوه ډله هم وه . دوى په صلاح الدين ايوبي څلور
وژونكي يرغلونه وكړل ، خو د الله ج ځانګړې لورونه وه چې دا مجاهد ترې په ډرامايې توګه او دخپلو مټو په زور خوندي ووت . دغه د ځمكې لاندې صليبي جنګونو هغه په زړه پورې قصې را وزيږولې چې له ډلې څخه يې دلته مونږ ( اته ) خپلو درنو لوستونكو ته وړاندې كوو .
د تاريخ دا ريښتونې پيښې د تفصيلاتو د اوږودوالي په خاطر د تاريخ په كتابونو كې نه دي را خستل شوي او شونې علت يې دا هم كيداې شي چې د تاريخپوهانو آند د ځمكې لاندې او د پردو تر شا نه شواي تللاې.
داسې پيښې د اړوندو وختو د پيښوليكونكو په ليكنو كې خوندي پاته شوي او يا د سترګو ليدلو شاهدانو
بيان كړي دي ، او بيا دا پيښې سينه په سينه د يوه نسل څخه بله ته ژوندۍ را غلي دي .
دروند التمش چې د كار دپيدا كولو په خاطر منځنې ختيځ ته تللاى و ، د كار د موندلو سره سم يې د تاريخ دليكلو حس هم را بيدار شو . هغه په تيرو دولسو كلونو كې د اسلامي هيوادنو بې شميره كتابتونونه كتلي او د دزيات شمير كتابتونو د ذخيره ځايو څخه يې هغه كاغذات را ويستلي چې مسؤلينو يې بيكاره ګڼلي او هيسته يې په كاغذټوكريو كې غورځولي و. په هغوى كې د صلاح الدين ايوبي د وخت د سركاري او غيرى سركاري ليكوالانو ليكل شوي نا چاپ شوي ليكنې تر لاسه شوي چې همدا د سلطان ايوبي د وخت ريښتونې تاريخ تمثيلوي . او دا هماغه پيښې دي چې د تيرو وختو ښويدنې او غداران ايمان پلورنكي بې پردې كوي او د راتلونكو نسلونو له پاره د عبرت درس او د لارې رڼا ګرځي .
ددې پيښود ليكونكو نه اخوا ، دروند التمش چې دكومو تاريخ پوهانو د ليكنو څخه تفصيلي پيښې تر
لاسه كړي دي په هغوى كې هيرالډ ليمب ، لين پول ، وليم آف ټآئر ، قاضي بهاؤالدين شّداد ،
محمدفريدابُوحديد، اينټي ويسټ ، واقدي ، هتّي، جنرال محمد اكبرخان رنګروټ ، موئير، سراج الدين ،
اسدالاسدي، الاطهر ، سسټن ، بالډوني، او يو څو نور نوم وركي تاريخپوهان شامل دي .
د 1974 زيږديز كال په ااخر كې التمش پا كستان ته راغې او له ماسره يې و كتل ، زه به د هغه دا احسان تر
قيامته پورې له ياده و نه باسم چې هغه دغه ارزښتناكه خزانه د «حكايت » له لارې لوستونكو ته وړاندې
لیوني وه قسم ده چې د هغه هره خبره یادوم زه چې هر ډول یم. خو یم به لیکن د هغه سره مې هيڅکه چال او سیاست ندې کړي.
ما چې جنرال سره دنده پریښوده هغه ورځ راباندي برید وشوو خو بچ شوم داسي معلومات مې تر لاسه کړل چې جنرال صاحب کسانو ته ویلی وه چې یوازي واډر کړي.
ما هغه ورځ پریکړه چې زه یی ډاروم نه بلکې مستقیم یی له منځه وړم.
خو داسي مې ونکړل ځکه ما د هغه نمک خوړالی دی او تر ننه یی احترام کوم .
ما اوریدلی چي حالات تل داسي نه پاتي کیږی او مونږ غوندي کسانو ته خو بلکل یو شکل باندی نه پاتی کیږی. ځکه مونږ هم کرلي او هم یی ریبو .... ژوند خوږ دی خو دومره هم خوږ ندي لیکن ماته تر ټولو هغه ورکه مینه خوږه ده هغه بلکل خوږه ده او زه په جرات وایم چې تر مرګه به ورسره وفادار پاتی کیږم اناشاالله. خو هغه بل ډول فکر کوی چې شاهد ما بدلون کړي دی او یا مې هغه سره دوکه کړي دی زه شاهد هغه ته مخامخ ونشم ویلی لیکن د حالاتو سره ما فیزیکی او اجتماعي بدلون کړي دی لیکن نور زه د هغه سره بلکل په خداي قسم نارمل یم او د نارمل نه هم زیاته مینه لرم. خو ما وړاندی وویلی چې حالات یو ډول نه پاتي کیږی او زه د هغه نه یم چې د حالاتو قرباني شوی یم زه دوستان نلرم او نه به یی په راتلونکي کې ولرم خو.دوښمنان دومره زیات لرم چې هیڅ پته یی نه لګې چې کله او د کوم اړخ نه راباندي ګزار وکړي .
زه نن ماشام اعجاز ته سوچ کی یم چې چاه به کړي وي؟
پای
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago