( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 1 week ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 week, 1 day ago
**هغه څوک انتخاب کړه چې طبیعت یې ستا سره مناسب وي، د ژوند اصول یې ستا لپاره د راحت او سکون سبب شي. یوازې مینه نه شي کولی تا د داسې کس سره خوشحاله کړي چې اصول یې ستا خوښ نه وي او نه دې یې منلی شي.
هغه کسان چې ستا د اصولو او ارزښتونو سره توپیر لري، درناوی یې وکړه، مینه ورسره وکړه، د ښه ژوند هیله ورته وکړه... خو ځان ورسره مه تړله.**#ښې_خبري
**کله کله مې زړه غواړي چې؛ داسې يو کس سره مې خپله ټوله ورځ تيره کړم چې هيڅ يې نه پيژنم، يو ارامه ځای ته لاړ شو ، ښه ډير وګرځو يو بل ته ښې ډيرې خبرې وکړو، هغه خبرې چي هر چاته نه کيږي. يو بل ته يې ښه په ډاډه زړه وکړو، د ورځې ټوله ستړيا مو په يو پياله کافي ختمه کړو، آخر کې د يو بل څخه رخصت واخلو او بيا د همدې کس سره هيڅکلهٔ د دويم ځل لپاره په خپل ژوند کې مخ نه شم!
درمانه مونږ داسې خوبونه لیدل
هغه چې هیس یې تعبیرونه نهٔ وو**#ښې_خبري
په ژوند کې د بریالیتوب لپاره دا پنځه شیان کنټرول کړئ: لوږه، سستي، خوب، حرص، او غصه.
دا اطمینان درکوم، که مو دا شيان کنټرول کړل، يو بريالی شخص به جوړ شې.#ښې_خبري
**زما د شکسپیر دا مشورې بیخي خوښي دي:
"چا ته ډېر مه ورنږدې کېږه.
- له چا څخه د خواخوږۍ تمه مه کوه.
-د نورو لپاره ژوند مه کوه؛ ځکه ستا خپل ذات لومړی دی.
-خپله خوښي په خلکو یا شیانو پوري مه تړه.
-خپل ځان ته یو وطن جوړ کړه؛ تر څو د چا د جلا کېدو په وخت کې د پردیسۍ احساس ونه کړې؛ ځکه له اسمانه به څوک را نازل نسي چې ستا تیاره رڼا کړي.
-خپله د خپل ځان لپاره رڼا سه.
-د خپل ځان لپاره هر څه سه."**#ښې_خبري
**چې څومره پوهیږې، همدومره به ځوریږې؛ ژوند سخت دی خو چې ځان ورته سخت نکړې، نه کیږي.
د رب نه مرسته او نصرت غوښتل، پیاوړي هوډ او همت لرل، کړاوونه زغمل، ستونزو ته نه تسلیمدل او دحل لپاره یې لاس په کار کیدل، د فرصت نه سالمه ګټه اخیستل او د نورو په طمع نه کیناستل هغه څه دي چې د ژوند ډیرې سختۍ به درته اسانه کړي.
د نن سبا انسانانو نه د همدردۍ،همکارۍ او مرستې نه کولو ګېلې مه کوئ د هغې پرځای په ځان جوړولو کار وکړئ.
هغه شاعر څه ښه ویلي چې:
"که دې طمع د بنده له دره پرې کړه
بادشاهي دې مبارک شه که ګدا یې"**#ښې_خبري
**(إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ)
موږ همدا ستا عبادت کوو او
هم دا ستا څخه مرسته غواړو.
❤️❤️?**#ښې_خېرې
ځینې خلگ هیڅ سپڪه او بده خبره نشي زغملاې ، خو له تا هیله لري چې ویې زغمې?**!
??✋?**#ښې_خېرې
**ځینی وخت!
بد انسان له هغه چاجوړیژي ،
چی په خپل صداقت ڪی یی ماته خوړلی یی،
???**#ښې_خېرې
په کومه ټولنه کې چې دخلکو دژوند اړينې اړتياوې نه پوره کيږي،له هغې ټولنې د وحشي ځناورو ځنګل جوړيږي.#ښې_خېرې
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 months, 1 week ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 week, 1 day ago