( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 3 weeks ago
═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════
پنجشنبه
سم صحي ولاړ شه پر لاره د قرآن باندي
په سنتو عمل وکـــــــــړه د جانان باندي
مسلمانه وروره واوره دا دنیا فاني
پردې ځمکه چې هر څه دي تر سماء فاني
ګوره مه مغروره کېږه پر خپل ځان باندي
دا دنیا ده بې باوره دا به هېره شي
که هستي وي که نیستي وي دا به تېره شي
لاس پکار شه ژوند تیریږي په ارمان باندي
ډېرو سختو ازموینو کي حصار یم زه
تري خلاصون غواړمه ربه ګنهکار یم زه
کامیابي راکړه پر ستر دښمن شیطان باندي
ځان اصلاح کړه ګناهونو کي ککړ یی ته
ای فیضانه بیا به خپل ضمیر ته پړ یی ته
دې فتنو کې وهم ډېر شته پر ایمان باندي.
ربه موږ معاف کړه 😭
1403/10/20
تاسو یی درسره کتلای شئ!
پــــــــه ښه انداز کې ښه زیبا ولیکی!
پـــــــــــــري لاالـــــه الا الله ولیکی!
د سپین بیرغ مینځ کې په غټو تورو
ګـــــران محمد رسول اللهﷺ ولیکی!
تصویران لـــري کړی!! ګناه لري ډېر
نـــــوم د شهید شهید اشنا ولیکی!
اتل طالب ټولــــــــــه نړۍ ماته کړه
داســــي پر چـــوک د اریانا ولیکی!
که دموټر پرشیشې خاص نوم لیکئ?
بیا نــــــو شهید (ملا دادالله) ولیکی!
که د رجــــالو تعرُف چــا وغوښتی?!
ثالـــــــث (عمر) زړه د آسیا ولیکی!
اللهﷻ دې وبخښي ډېر ښه سړی وو
زمـــــــــــــا د قبر سر ته دا ولیکی!
که زه پر دین دپاک الله شهید شوم?
طالب (فیضان) پـــر قبر زما ولیکی!
۱۴۴۶/۵/۱۰
۱۴۰۳/۸/۲۲
.
ستاسو مورنی ژبه کمه یوه ده؟
24 دزمري دامارت دریمه کلیزه
مبارک شــــه هیوادوالو خپلواکي مو مبارک!
د اســـــــــــد څلوریشتمه²⁴ آزادي مو مبارک!
تبریک دي وي هزاربار وپاک روح دملا عمر ته
ســرې ویني د منصور شهید غازي مو مبارک!
اولسه په سجدو اوشکرانو باندي یې لمانځئ
فضاء د حُــــــــــریت دا خوشهالي مو مبارک!
دفاع ته مو ددین وطن خپل ویني ورکولې
نن رنـــــــــــګ راوړئ! هغه قرباني مو مبارک!
الحمدلله سترجلال دوخت اشغالګر مات کړه
بیشکه دا نصرتــــــــي الهيﷻ مو مبارک!
فیضانه په څلور کونجه نړۍ کې مثال نشته
نظام د امــــــــــــــــــارتِ اسلامي مو مبارک!
آزادي مو مبارک، خپلواکي مو مبارک
خوشهالي مو مبارک، آزادي مو مبارک
1403/5/23
داسد24 په ویــــاړ
خپلواکي ده آزادي ده استقلال دی
پر وطن راخپور دامن زرین شال دی
جنګ ځپلي هیواد اوس پرمختګ کړی
په ډېر څه کې له سیالانو سره سیال دی
د توحید تر بيرغ لانــــــدي زندګي ده
دکامل مسلمان ژوند پکې خوشال دی
قوشتېپه یې لا مثاله آبــــــادي دی
برخمن يې له ښکلا ټوله شمال دی
دا یوڅه ستونځي به هم حل شي اولسه
لا تر اوسه دنظام دا دریم کال دی
دکافري نړۍ سترګو کي ازغی دی
که ملا دی که دملا هر مینوال دی
ستر وارث دپیغمبرﷺ طالب فیضانه
پر هیواد واکمن نن هغه پګړیوال دی
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 3 weeks ago