دهدایت مرکز؛ دالحاد پر وړاندې

Description
دا کانال د اللهﷻ د رضا لپاره جوړ شوی دی چې د ملحدانو د شبهاتو په برخه کې فعالیت لری...
هر څوک چې کومه شبهه لری کولای شی د کانال مدیرانو ته یې واستوي او په چټکي سره ورته ځواب ورکول کیږی. ان شاء الله....

@Raz13650
@Afandiatiq
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated hace 1 año

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated hace 2 meses, 1 semana

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated hace 1 semana, 5 días

6 Tage her

موږ پر واتساپ وڅاري *👇***https://whatsapp.com/channel/0029VaoPvlA4yltL7BYlhV1u

6 Tage, 19 Stunden her

بِسْــــــــــــــــــمِ ﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيم

إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ

اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ

1 Woche her

قــــرآن او علم تضاد که تطابق

اتلسمه شبهه:
په قرآن کې د جهان ټولیز شکل او بڼه:

پورته ټولو آیاتونو او احاديثو ته په پام سره،
د محمد د پام وړ جهان هغو اووه مسطح او مطبق (طبقه طبقه ) زمکو ته شامل دی چې له پاسه یې اوه نیم کره مطبق آسمانونه شتون لری او د هغو آسمانونو له پاسه یو سیند او د سیند دپاسه اوه اوزګوړی (وزې/بزې ) چې عرش (د سلطنت تخت ) حمل کوی قرار لری او پر عرش باندې، خدای قرار لری او خدای د عرش له پاسه لاندې لور ته امر ورکوي او جهان اداره کوی لکه څرنګه چې په دغو آیاتونو کې راغلی دی:«اللَّهُ الَّذِى خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَى الْعَرْشِ ۖ مَا لَكُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَلِىٍّ وَلَا شَفِيعٍ ۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ()يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَآءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُۥٓ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ()[سُوۡرَةُ السَّجدَة : 5]

هماغه الله دى چي اسمانونه او ځمکه او هغه ټول شيان چي د هغو په منځ کښي دي په شپږو ورځو کښي پېداکړل. له هغه وروسته یې پر عرش استوا وکړه، له هغه پرته نه ستاسي څوك ملاتړ او مرستندوى شته او نه څوك د هغه په وړاندي سپارښت كوونكى، نو ايا تاسي پند نه اخلئ؟()هغه له اسمانه تر ځمکي پوري د نړۍ چاري اداره كوي او د دې ادارې راپور پاس د هغه حضور ته په يوه داسي ورځ ورځي، چي د هغې اندازه ستاسي د شمېر له مخي يو رز (۱۰۰۰) كاله ده.

«أَمْ أَمِنتُم مَّن فِى السَّمَآءِ أَن يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ»[سُوۡرَةُ المُلك : 17]
«ايا تاسي له دې څخه بېغمه ياست چي هغه ذات چي په اسمانونو کښي دى، پر تاسي به تیږي اوروونكى طوفان والوزوي؟ - بيا به تاسي ته څرګنده شي چي زما اخطار څنګه و.»
پوهيږو چې دا ټول افسانې او له جهان څخه زمونږ د پوهې مخالف دی. دا د بطلمیوس د نظریو او د محمد د زمانې د رایجو نظریو او افسانو یو مخلوط دی.
مثلا که څه هم بطلمیوس زمکه کروی ګڼله خو د دې تصور د عربستان د بدوی اعرابو لپاره ډیر سخت ؤ او ظاهراً هغوی زمکه مسطح ګڼله.
که چیرې مونږ هم په یوه بدوي محیط او چاپيريال کې ژوند وکړو او د نن ورځې له علم او پوهې نه بی برخی پاتی شو نو د زمکې هغه ساده ترینه شکل زمونږ لپاره مسطح بڼه ده او آسمان هم یوه شفافه نیم کره ګڼو چې ستوری لکه د څراغونو په څیر په هغه پورې نښتي دي.
دقيقاً دغه خام تصور یو ابتدایی تصور دی چې په ډیر پخوانی لرغونی یونان کې یې (لکه څنګه مو چې وړاندې وویل ) شتون درلود، همدغه ابتدایی تصور دی چې په قران کې راغلی دی. نهایتاً، آیا دا ټولې غلطي کیدلای شی چې د خدای وی؟

د شبهې ځواب:

د معمول په څیر مطالبو ته حجم ورکول!
شبهه اچونکی پرته له کوم جهت نه تیرو مطالبو ته اوږه ورکړې او هغه یې تکرار کړی دي. دا چې دغو ټولو مطالبو ته وړاندې ځواب ورکړل شوی دی نو د تکرار د مخ نیوی په خاطر له هغو ډډه کوو. تاسو دوستان کولای شی ددغو شبهاتو د ځواب لپاره تیرو مطالبو ته مراجعه وکړئ.

1 Woche, 4 Tage her

[عاااااااجل خبر
د جهاد له ډګره یو بل ستوری وکوچید!!!!!!!
پوره تفصیل لپاره
👇*👇*👇👇👇👇👇

https://t.me/omari_media313
https://t.me/omari_media313
https://t.me/omari_media313**](https://t.me/omari_media313)

1 Woche, 5 Tage her

موږ پر واتساپ وڅاري *👇***https://whatsapp.com/channel/0029VaoPvlA4yltL7BYlhV1u

1 Woche, 5 Tage her
3 Monate, 1 Woche her

[23]: تفسیر امام ابن عاشور؛ ج3/ 9 (وَرُوحُ الْقُدُسِ ‌هُوَ ‌جِبْرِيلُ قَالَ تَعَالَى: قُلْ نَزَّلَهُ ‌رُوحُ ‌الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ [النَّحْل؛ 102])
[24]: تفسیر امام بغوی؛ ج1/ 144 (رُوحُ ‌الْقُدُسِ ‌جِبْرِيلُ عَلَيْهِ السلام، قيل: وصف ‌جبريل [عليه السلام])
[25]: تفسیر امام قرطبی؛ ج11/ 338
[26]: آراء الإمام أبي المظفر السمعاني العقدية؛ 436
[27]: شرح العقيدة الطحاوية؛ الشيخ عبد الرحمن بن ناصر البراك؛ 212
[28]: الروح؛ ابن قيم الجوزية؛ ج2/ 446
[29]: ابن حزم وموقِفُه مِن الإلهيَّات؛ أحمد بن ناصر الحمد؛ 263
[30]: معارج القبول بشرح سلم الوصول إلى علم الأصول؛ حافظ بن أحمد بن علي الحكمي؛ ج2/ 658
[31]: السمعاني: تفسير القرآن: 1/ 106
[32]: السمعاني: تفسير القرآن: 4/ 66
[33]: السمعاني: تفسير القرآن:6/ 42.
[34]: السمعاني: تفسير القرآن: 6/ 170
[35]: السمعاني: تفسير القرآن:5/ 285
[36]: السمعاني: تفسير القرآن:5/ 285

3 Monate, 1 Woche her

◆ نتیجه:
د دې سوال ځواب ډیر ساده او عامیانه ؤ

او دلیل يې په مختلفو برخو کې د متخصصو علماؤ نقل او په ټولو پیړیو او اوس عصر کې د عامه مسلمانانو فهم دی، هغه داسې چې دغه موضوع د اسلامی معارف له بدیهیاتو څخه ده. وړاندې شوي مستندات د هغو محققانو او څیړونکو لپاه دي چې وکولای شی په علمی محافلو کې د اسلامی ستر تراث د سترو علماؤ په رایی سره وړاندې او شبهه رد کړی.
له بده مرغه اسلام ضد کسان حتی د تراث
له بديهی ترینه او څرګندو موضوعاتو هم
شبهه جوړ کړې ده او هغه د رسنیو د تبليغاتو
پر مټ د خپلو مخاطبانو ته ورکوي، هغه مخاطبان چې په لږ هڅې او ساده لټون سره د دغه ډول بی بسنټه شبهو په درواغو پوهېدلای شي.

?په پای کې د جبرائیل علیه السلام صفات
د قرآن کریم آیتونو ته په پام او په معتبرو سرچينو کې په طبقه بندی سره منصفو او محققو لوستونکو ته وړاندې کوو: « روح القدس » ( بقره / 87 )، « الروح الامین » ( شعراء / 193 )، « شدید القوى » او « ذومرّة » ( نجم / 5 - 6 )،(23) « رسول کریم »، « ذى قوّة »، « مکین »، « مطاع » او « امین » ( تکویر / 19 ـ 21 )))
1 ـ ‌روح ‌القدس: {وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ} [البقرة:87] [31]
? نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ [النحل: 102]
(هغه روح القدس(جبرئیل علیه‌السلام) نازل كړی.

2 ـ الرّوح الأمين:«نَزَلَ بِهِ ‌الرُّوحُ ‌الْأَمِينُ»
[الشعراء:193][32]
? هغه روح الامين (جبرئیل علیه‌السلام)  را نازل کړی دی.

3 ـ رسول كريم: {إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ} [الحاقة:40][33]

4 ـ رسول کریم، ذی قوّة، مكين، مطاع، امین : {ذِي قُوَّةٍ عِنْدَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ} [التكوير:20][34]
? إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ(19) ذِى قُوَّةٍ عِندَ ذِى الْعَرْشِ مَكِينٍ(20) مُّطَاعٍ ثمَ‏َّ أَمِينٍ(21)
«دا په واقع کښي د يو ستر استازي (جبرائیل ع) وينا ده؛(۱۹)چي د ډېر قوت لرونكي، د عرش د څښتن په وړاندي لوړه مرتبه لرونکی دی؛(۲۰)د هغه حُكم منل کیږي، هلته هغه د ډاډ وړ دی.(۲۱)»

5 ـ شدید القوة: {عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى} [النجم:5][35]
6 ـ ذو مِرَّةٍ: {ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَى} [النجم:6][36]

?»هغه ته برلاسى ځواكمن (جبرائیل ع) ښوونه كوي؛(۵) (هماغه) چي د ډېر جسماني او روحاني قوت خاوند دى، هغه مخامخ راغى ودرېدی؛(۶)»

نو که چیرې قرار په قول تعلیم او نزول سره وي چې د ټولو هدف او غایت قرانی وجود دی چې د امت په لاسونو کې دی،رسول کریم او روح الامین او شدید القوة او ...هم تقسیمات زیات وي، او علاوه پر روح القدوس، ویلای شو د قرانکریم د آیاتووو د نزول لپاره د نورو افرادو تعداد ته هم اشاره د؛ خو دا چې دغه صفات ډیر انحصاري دي او پرته له جبرئیل نه د بل هيچا او بلې معنی لپاره د تاويل او توجې وړ ندی او خاص د جبرئیل دي، ملحدین هغو ته پام نه کوي، ځکه که هغه بیان کړی ټول دې ته متوجه کیږی چې ټول صفات د جبرئیل عَلَيْهِ السَّلام لپاره دي نو شبهه رد او لمنځه ځی؛ په شبهه اچونه کې پخپله دغه دوه ګونی توب د ملحدانو د شبهاتو د بی بنسټوالی علامه لری چې خپل شبهات په قطع او ټوټې او په ناقصه توګه مطرح کوی او د خپلو اهدافو د پر مخ بیولو لپاره د عامه خلکو د جهل له خلاء ګټه اخلی او د خلکو د ګمراهي او سرګرداني لامل ګرځی.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محمّد عزیز فتحی
منابع:
[1]: مفردات الفاظ قرآن، ج‏2/ ص 118
[2]: مفردات الفاظ قرآن، ج‏3/ ص 147
[3]: كتاب العين / ج‏3 / 291
[4]: المحيط في اللغة / ج‏3 / 198
[5]: المحيط في اللغة / ج‏5 / 284
[6]: معجم مقاييس اللغه / ج‏5 / 63
[7]: معجم مقاييس اللغه / ج‏6 / 357
[8]: مفردات الفاظ قرآن / ج‏1 / 276
[9]: مفردات الفاظ قرآن / ج‏2 / 117
[10]: مفردات الفاظ قرآن / ج‏3 / 146
[12]: لسان العرب / ج‏11 / 99
[13]: لسان العرب / ج‏13 / 85
[14]: مجمع البحرين / ج‏2 / 354
[15]: التحقيق فى كلمات القرآن الكريم / ج‏9 / 231
[16]: فرهنگ ابجدي / متن / 686
[17]: قاموس قرآن / ج‏5 / 255
[19]: لسان اللسان / ج‏1 / 162
[20]: مجموع الفتاوی / ج11/ 480؛ ج12/ 118؛ ج12/ 519؛ ج12/ 554؛ ج17/ 284(جمهور المفسرين أن ‌روح ‌القدس ‌هو ‌جبريل؛ بل هذا قول ابن عباس وقتادة والضحاك والسدي وغيرهم)
[21]: تفسیر امام طبری؛ ج2/ 320
[22]: تفسیر امام ابن کثیر؛ ج1/ 321 (رُوحَ ‌الْقُدُسِ ‌هُوَ ‌جِبْرِيلُ، كَمَا نَصَّ عَلَيْهِ ابْنُ مَسْعُودٍ فِي تَفْسِيرِ هَذِهِ الْآيَةِ، وَتَابَعَهُ على ذلك ابن عباس ومحمد بن كعب وإسماعيل بن خَالِدٍ وَالسُّدِّيُّ وَالرَّبِيعُ بْنُ أَنَسٍ وَعَطِيَّةُ الْعَوْفِيُّ وَقَتَادَةُ مَعَ قَوْلِهِ تَعَالَى: نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ عَلى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ [الشُّعَرَاءِ:193])

3 Monate, 1 Woche her

شبهه:
څوک پر محمد(ﷺ) قران راوړی جبرئیل که روح القدوس؟؟

بسم الله الرّحمن الرّحیم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على خاتم الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين، محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
أما بعد: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته‌
2️⃣4️⃣قرآنی_شبهاتو_ته_د_ځوابونو_لړۍ
?شبهه:
څوک د اسلام په پیغمبر محمد باندې قرآن وحی کوی جبرئیل که روح‌القدوس؟

◆ د شبهې شرح، ملحدین وایی:
د سورت نحل ۱۰۲ ام ایت د بقرې د سورت له ۹۷ ام آیت سره متناقض دی، ځکه د سورت النحل به ۱۰۲ ام آیت کې راغلی چې روح القدوس قران را وړی خو د سورت بقرې په ۹۷ ام ایت کې راغلی دي چې جبرئیل قران را وړی دی!!!
او دا یعنی تناقض! ځکه باید يوه له هغوی قران راوړی وای (په دې چې د قران د ټولو ایاتونو د نزول لپاره خطاب جمع او عام دی)، خو دلته د دوه تنو یادونه شوې ده او دا یعنی تناقض!
◾️ قلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (١٠٢) النحل
◽️«دوى ته ووايه چي دا خو سپېڅلي پرښتې (روح القدوس) په صحيح توګه زما د رب له لوري په تدريج سره راوړی دى. تر څو چي د ايمان راوړونكو ايمان پوخ کړي، او امر منونكو ته د ژوند په چارو کي سمه لار وښيي او هغو ته د بري او نېک مرغۍ زيرى ورکړي.»

◾️ «قلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ» (٩٧) البقرة
«دوی ته ووايه: "کوم څوك چې له جبرئيل (ع) سره دښمني لري، هغه دي په دې وپوهیږي چي جبرئيل (ع) د الله په اجازه دا قرآن ستا زړه ته رسولى دی، چي د پخوانېو راغلیو كتابونو تصديق او تاييد كوي او د مؤمنانو لپاره (لارښودنه او د بري) د زيري ورکونکی دی." »

? د شبهې رد :

د د شبهې په طرح کولو کې ملحدان په دې پسې دی تر څو د رسنیو په تبلیغاتو او په درواغو سره لوستونکو ته دا ور القا کړی چې روح القدوس او جبرئیل دوه کسان دی!
دا په داسې حال کې ده چې په هيڅ ځای د قرآن سنتو او د اسلامی علماؤ په صحیح تراث کې دې موضوع ته اشاره نده شوې.
د اسلامی علماؤ په تراث کې روح القدوس د جبرئیل عَلَيْهِ السَّلام له صفاتو څخه یو صفت ګڼی او له دې صفت نه علاوه نور صفات هم ورته قائل دي.

?جبرئيل علیه‌السلام- په آیاتونو کې روح الامين او روح القدوس ګڼل شوی: (نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ‏ - 193/ شعراء) (قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ‏ - 102/ نحل) او (وَ أَيَّدْناهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ 87/ بقره) نو په قرآن کې روح القدوس او روح الامین) [1]

? د «قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ‏» (102/ نحل) په ایت کې مقصود جبرئيل عليه السّلام دی
له دې جهته د پاک او سپیڅلی خدای له حضور نه په پاکي او قدس سره را نازلږي او ښکته راځی یعنی له قران او حکمت او الهی فیض سره چې زمونږ نفسونه او ځانونه پاک وي. [2]
? د لغت علماء فرمایی: «روح القدُس
د جبرئیل علیه‌السلام له صفاتو څخه یو دی» [3][4][5][6][7] [8][9][10][11][12][13][14][15][16][17] [18][19]
? شيخ الإسلام ابن تيمية - رحمه‌الله فرمایی: «روح‌القدُس هماغه جبرئیل علیه‌السلام دی» [20]
? مفسرین رحمهم الله هم فرمایي: «روح‌القدُس هماغه جبرئیل علیه‌السلام دی» [21][22][23][24][25]
?د عقايدو د کتابونو عالمان او شارحان هم فرمایی: «روح‌القدُس هماغه جبرئیل علیه‌السلام دی» او د جبرئیل علیه‌السلام لپاره نور صفات هم ثابت وی. [26][27][28][29][30]

3 Monate, 2 Wochen her

آیا نن دې د سهار لمونځ کړئ؟

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated hace 1 año

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated hace 2 meses, 1 semana

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated hace 1 semana, 5 días