( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago
له ځنډ وخت وروسته یوځل بیا ماتې
کرښې در واخلۍ
مادې پـه وچه شېخي نه غولوي
زه لنډ غر او صوفـیان ښه پېژنم
په سخته یو به دې تر سترګو نشي
د وخت یاران او ماران ښه پېژنم
په ظاهري لباس یې مه تېر ووځه
د هـلکـانـو شـوقـیـان ښه پېژنم
چې مدرسه یې هېڅ لیدلې نه ده
تش پـه نـامـه ملایان ښه پېژنم
د تورو غرونو ستړي ستړي زلمي
دښار بی غمه ځوانان ښه پېژنم
استفاده چـې لـه قـدرتـه کـوي
داسې یونیم واکداران ښه پېژنم
د غـریبانو حـق یې ټـول خوړلی
نـمـا یـنـده مـلـکــان ښه پېژنم
حماسه ټول خو په یوه جامه دي
دغره شاهین ټپوسان ښه پېژنم
طالب العلم حماس وصال
١٤٠٣/٩/٢٥
**دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
یو ځل بیا درسره دستړي ژوند په سلسله
کې نوی ترنم په نوي انداز
شریکوم الله ج دې وکړي چې دخوښې
وړ مو وګرځي
کســـر
څوک په مال څوک په دولت پسې ګرځېـږي
څـوک ده دوو ورځـو قـدرت پسې ګرځېـږي
په اواز د: محـترم ضـرار کـوچـي
شاعر:محترم طالب حماس وصال#الاسلامي_نشریاتي_اداره☟**https://t.me/slamikanal313
مُـلا پسې
عجیبه وخت دی د هر چا پسې خبرې کېږي
دلته کـه شیخ دی کـه مُـلا پسې خبرې کېږي
آذان نـه واخله هـديرې پورې مـلا یې امــام
د دیـن خـادم ستـر رهـنما پسې خبرې کېږي
په عـذابونو به اخته شي دا بد بخته خلک
ځـکـه وارث د مـصـطفی پسې خبرې کېږي
ددین په ننګ ناموس په ننګ تر داره لاړو زلمي
ټوټې ټوټې شـول شُـهداء پسې خبرې کېږي
بیګاه صوفي وي په ملاپسې به جمع کوي
شپه چِ شي تېره بیا صبا پسې خبرې کېږي
امـن راغلی اسلامي نظام حـاکـم پـر هېواد
د ګـران هېواد په ارتـقاء پسې خبرې کېږي
د جهالت تیاروته خوښ کفري افکار خوښوي
بـس اسـلامي لارې رڼـا پسې خبرې کېږي
خلکو عیبونه ورته ښکاري دخپل عیب نه ویني
حماسه ځوان او د بوډا پسې خبرې کېږي
طالب العلم حماس وصال
١٤٠٣/٩/١٧
اِعتبار
په هـر قـدم کې ددنیا هر نـوی کار سخت دی
ددغــه ښار پـه دغـو خلـکـو اعتبار سخت دی
په خوله خندا کوي په زړه کِ کینه کلکه ساتي
داسې انسان ته بیا نظر کول ده یار سخت دی
چاته دې مه ښایه زخمونه د زړګي پټ ساته
دلته طبیب دَ ستارقیب ګنډل او تار سخت دی
مجرم معلوم د خو واکدار دی هېڅ پوښتنه نشته
په بې ګناه غریب قضاء کـول ددار سخت دی
ظـلم کـول خلکـو عـزت بـانـدې ملـنډې وهـل
ګوره صبا ورځ په قیامت سوځل دنار سخت دی
چې یې جامه وي ستا پشان او عقیده یې بله
حماسـه داسې بـزرګـانـو بـیا ګــزار سخت دی
طالب العلم حماس وصال
١٤٠٣/٩/١٤
قدرت پسې ګرځېږي،
څوک په مال څوک په دولت پسې ګرځېږي
څـوک ده دوو ورځـو قـدرت پسې ګرځېږي
څوک عیاش سي بې حیا ژوندون اختیار کړي
څوک ساده ژوند کـړي عفـت پسې ګرځېږي
څوک شیطان پسې روان وي ښـه پـه فخـر
څوک پـه دې طمـعه جـنت پسې ګرځېـږي
څوک عزت لاره پریـږدي زلت ته خوښ وي
څوک زلـت پرېـږدي عـزت پسې ګرځېـږي
څوک دنیا او مـا فيـها پسې ستومـان دي
څوک د خدای په لار خدمت پسې ګرځېږي
څوک د خدایﷻ لپاره نیک عمل پټ وکـړي
څوک رِیـا کـړي بـیا شهـرت پسې ګرځېږي
څوک حماسه حـق باطـل امتیاز کوای شي
څوک پـه لـوی لاس ضلالت پسې ګرځېږي
طالب العلم حماس وصال
١٤٠٣/٩/١٠
په څه،
ځینې یو دم زړه ته خواږه شي په څه
د زړه په کـور کې میلمانه شي په څه
که څومره هېر کړې او له زړه وباسې
بیرته بیا زړه ته راستانه شي په څه
ځینو مجلس خو بیا جـلا خوند لري
ځینې بوجېږي او درانه شي په څه
بس په ناڅاپه یې مرګی خزان کړي
زړګی بیا مات په بیلتانه شي په څه
حماسه تـاتـه بـه خـونـد نـه درکـوي
ورپسې مات به دې باڼه شي په څه
طالب العلم حماس وصال
١٤٠٣/٩/٨
(مخـه ښـه🚶)
نـور پـاتې نـدي تېر خـوندونه مخه ښه لالیه
ځکه مات شوي مو دي زړونه مخه ښه لالیه
که څومره هڅه وکړو تېر پشان به نشو یاره
لــه منـځـه تـلـلي بـاورونـه مخه ښـه لالیه
ستا انتخاب کې مې له ځان سره دوکه کړې وه
راته دې راکړل سخت دردونه مخه ښه لالیه
د هـر چـا یـار د هېـچا یـار نـدی ښکاره خبره
بـس تېروي خـوسې وختونه مخه ښه لالیه
د خـدای لپاره بـه قـدم درسره یـو وانـخـلي
دلـتـه رواج دي مـطـلبـونـه مخه ښه لالیه
نـدې پـوښتنه کـوم نـه بـه مې پوښتنه کوې
ډلـېـټ کــوم دې لـمبـرونـه مخه ښـه لالیـه
حماس بـه نکـوي دوهـم ځلې پـه تـا اعتبار
تر خاورو لانـدې کړه رازونه مخه ښه لالیه
طالب العلم حماس وصال
١٤٠٣/٩/٥
تپوس د یتیمانو
کـلـه نـاکـلـه کـړۍ تپـوس ده یتیمانـو
درنه هېر نشي
ای خــوږو مشرانو ای خــوږو مشرانو
درنه هېر نشي
څېر ګریوان ببر سر ګرځي
پام پرې کـوۍ ډېـر د سنګر انـډیـوالانـو
مـورکۍ بچي پـه انتظار ده
دبچي غوښې یې خوراک شوې دمرغانو
سپین بیرغـونه پـرې رپېـږي
تـر هـدېـرې پـورې ورځـۍ ده شهیدانـو
د کونډو بُـورو احوال اخـلۍ
کنه قیامت کې درنه سوال کېږي یارانو
دا چې خپلواکه مو هېواد شو
غـرور ونکـړﺉ شکـر وکـړﺉ طـالـبـانـو
حماسه ډېر لـوی امتحان دی
دا پاک نظام مـو حاکـم کـړی قربـانیانو
طالب العلم حماس وصال
١٤٠٣/٩/٣
(خوار قسمته)
زما ویـده خـواره قسمته زورولی دې یم
درنـه ګیلـه لـرمـه سخته زورولی دې یم
نن او صباپه طمعه شپې د انتظار تېروم
کـلـه ويښېـږې زما بخته زورولی دې یم
زما ګلاب ځوانې غوټۍ خو اخر مړاوې شولې
په ختمېدو یِ ده درخته زورولی دې یم
ډېر قیمتي وې څه په مفته او عبث مې تېرکړې
بښنه غـواړم درنه وخته زورولی دې یم
څوږ د غربت له لاسه ويښې تورې شپې تېروي
څوږ ویده کېږي بیاپه تخته زورولی دې یم
طالب حماس د ورک نصیب په لاره څار کومه
رابشې ډېر به وي ناوخته زورولی دې یم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
طالب العلم حماس وصال
١٤٠٣/٩/١
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago