@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی
په اروپا کې استادان د ذهني او عقیدوې تربیې لپاره په صلیبي دریشې کې محصلینو ته د تیر تاریخ درس تشریح کوي!!!
د صلیبیانو په عسکري دریشې کې ولاړ ددغه معلم شاته په لوحه باندي 570 میلادي کال نمیشته ده پدغه کال باندي رسول اللّٰهﷺ وزیږید او د ځمکې تاریخ بدل شو
1095 میلادي کال، هغه کال ته اشاره کوې کله چې عیسایې پاپ اربن ثاني د اسلامي نړۍ په وړاندي صلیبي جګړه اعلان کړه
725 میلادي کال، پدغه کال باندي د بنو امیّه خلافت لښکرونو د اوسني فرانس جنوبي برخه فتحه کړه او د (اللّٰه اکبر) له نعرو سره اسلامي لښکرونه لومړی ځل اروپا ته داخل شول
732 میلادي کال کې د بشپړ فرانس فتحه کولو لپاره د بنو اُميه لښکرونو له فرانسویانو سره خونړۍ جګړه پیل کړه پدغه جګړه کې د اسلامي جنرال عبدالرحمٰن الغافِقي له شهادت وروسته مسلمانانو ماتې وخوړه
1453 میلادي کال باندي د سلطان محمد الفاتح په قومنده کې عثماني ?? مجاهدینو بیزنطیني لښکر ته ماتې ورکړه او د عیسایانو لپاره تر ټولو مقدسه ځمکه قسطنطنیه (اوسنۍ ترکیه) د مسلمانانو لاس ته ولویده
1492 میلادي کال، په (اندلس) هسپانیا ?? کې وروستی اسلامي مرکز (غرناطه) ښار هم د عیسایانو لاس ته ولوید او په اروپا کې د مسلمانانو 800 کلن اسلامي اقتدار پای ته ورسید
په معاصر کې د اسلامي ټولنې لویه بدبختي داده چې اوسني ځوانان مو د خپلو اسلافو له تاریخ څخه غافل او جاهل دي، متأسفانه صلیبیان زموږ په تاریخ باندي له موږ څخه زیات خبر دي?
✍️: نجیب اللّٰه عادل
د اسلامي تاریخ له پاڼو!!!
کله زموږ په امت کې یو داسي شخصیت په اوس وخت کې پیداشي، د مغرورۍکفرې نړۍ غاښونه به ور ؤبريښوې، اي کاش چې نن یو قعقاع بن عمرو موجود وای چې پرې امت را ټول شوي واې،کاشکې یې نن غزې او نورې اسلامي نړۍ مسلمانانو غژ یې اوریدلي واې. اسلامي تاریخونه ډیره نادره واقعه را نقل کړي.
د ذات ﺍﻟﺴﻼﺳﻞ په جنګ کې چې په ۱۲ هجري کال د محرم په میاشت کې وشو، سیدنا ابوبکر صدیق رضي الله عنه خالد بن ولید رضي الله عنه ته یو لیک ولیکه او له هغه څخه یې وغوښتل چې په عراق کې د مسلمانانو له بل قومندان " ﻋﯿﺎﺽ ﺑﻦ ﻏﻨﻢ" سره یو ځاي شي.د ابو بکر رضی الله عنه د خط له ترلاسه کولو وروسته خالد له هغه څخه په ځوابي خط کې د مرستې غوښتنه وکړه.
ابوبکر صادق رضي الله عنه د دې ستر کار لپاره یوازي قعقاع بن عمرو رضي الله عنه وټاکه، صحابه کرام رضی الله عنهم سیدنا حضرت ابوبکر رضي الله ته راغلل او ورته یې ویل:
خالد رضی الله عنه مرسته وغوښته او تا یوازې یو کس ورولیږل؟
سيدنا ابوبکر صادق رضي الله عنه ورته وفرمايل:
هغه پوځ چې داسې سړی لکه (حضرت قعقاع رضی الله عنه) ورسره وي ناکامه به نه شي!
زموږ هغه عروج څه شو، چې یو اتل به ټوله کفرې نړۍ ننګوله?
#انجنیرتوحیدیار
د اسلامي تاریخ له پاڼو!!!
که چیرته زموږ په لښکر کې یوازې یو کس داسي پیدا شي.
نوره لیکنه ?
(له لاسه وتلی مرور جنت)
زموږ اُندلس د ښارونو ناوې؛ د اروپا ملکه، د هغه عصر د مؤمنو پرګنو معشوقه، لوړ برجونه یې، د غرناطې آسمان څکې ودانۍ،چې سترګې به یې بل خوا کتو ته نه پرېښودې، د هغه ځای ړانده ریښتیا د تسلۍ وړ ول،چې د تمدن او ښکلا زړه کې ترې الله تعالی د لیدلو نعمت اخیستی وه.
ابو عبد الله په والله ملامت نه وه، چې د اُندلس پر جلا وطنۍ یې د زړه د درد توري په اوښکو آنځور کړل، د ښارونه زړه او له هغه ښکلي تمدن جلا وطني، ژړل څه چې د احساس والا جنون ته مجبوروي؛ بیا له دومره طبیعي ښکلا سره چې د ابن عبدالبر غوندې اشخاص یې پر زړه کې پر ناز قدمونه اخلي او بیا ته له دې هر څه په زور شړل کېږې؛ یقیني دردونکې ده، کاااش یو بل خیر الدین راپیدا او د مؤمنانو د سوبو ویده آسونه راویښ او د تګ لپاره قمچینه ورکړي، او مرور اُندلس د فتحې پر بدله کې له موږ سره له کلونو بیلتون وروسته پخلا کړي.
له سردرو د قرطبې مسلمه
بيا ترکاشغر او پرغانې مسلمه
ځوږ د تکبير او د اذان دې څه شو؟
ها پرونی زرين دوران دې څه شو؟
شاعر ډير محترم قاري عبدالستار سعيد
غږ مظلوم افغان
له سردرو د قرطبې مسلمه
بيا ترکاشغر او پرغانې مسلمه
ځوږ د تکبير او د اذان دې څه شو؟
ها پرونی زرين دوران دې څه شو؟
شاعر ډير محترم قاري عبدالستار سعيد
غږ مظلوم افغان
انټرنټ څه ډول د انسان د مرګ سبب کېږي ؟
مای ايمان ( my Eman ) يوټيوب چينل کارکونکو ډيره ښه رڼا پرې اچولي. او په پوره تفصيل ئې دا موضوع څېړلې.
رب جل جلاله دې دوی ته اجرونه ورکړي رب جل جلاله دې ترې راضي شي،
هيله ده چې تر پایه ؤګورئ او واورئ!
@speed_ad : Owner
Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی