( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 3 weeks ago
دا موږ المحمدي سټوډیو نوی کورس په ټیک ټاک کی جوړ سوو هر ملګری جواین کړی او نشر کړی مننه لتاسو څخه
#نوټ باید زما ټیک ټاک ایډی
10000 لس زره نفر پوره سی
نوی درس جوړه وو کیوبس سټوډیو لا
او بیا اف ال سټوډیو درسونه نشرو
ټول پښتو ژبه باندی
بدلوي هره لهظه چې خپل خویونه
خودبه بد وي پرې زموږه ګُمانونه
ماتوي چې یو په بل پسې لؤظونه
څه به وکا له لاس ورکړي باورونه
په طبعت خوند کا دژوند واړه کارونه
په دې ښار کې مختلف دې نظرونه
خرڅوي داپه لوی لاس خپل ارزښتونه
نڅوي چې په میدان کې ښایستونه
ګونګه ژبه ساته پټ زړه کې رازونه
خلګ څه لري غوږونه دیوالونه
چې کرلي مو په زړو کې نفرتونه
وچؤو به خود پرې شنه محبتونه
څه اثر لرې په موږه اوس دردونه
بېلتانه کې مو تېرکړي دې کلونه
چې تندي کې مو تقدیر ایښي لیکونه
یه (وثیق ذکوانه) دا مو قسمتونه
بې مطلع غزل
په کاڼو هغه درَخته لګې چې مېوه ولري
له زمانې نه او له وخته شکایت مکوه
تقدیر لیکلی کړأو سل ځله که مخته درشي
سیخ پرې تېرېږه خو له بخته شکایت مکوه
پر دوه مخي خبرې مکوه اوس خلګ اوړي
پر شپږ اړخونو لکه خښته شکایت مکوه
که غواړي نوم دې دمېړاني ترسوال لاندي نشي
نو پر دا مازې مازې سخته شکایت مکوه
غلی شه چپ شه پرخوله لاس کېږده هیڅ هم مه وایه
د چا پر کخته هم له تخته شکایت مه کوه
شاته کتل به دې مزل کې خنډ او ځند راولي
(وثیق ذکوانه) درومه مخته شکایت مکوه
لمر له غره واوښت بې دیدنه ماذدیګر تېرسو
دادی بې تا راباندې بل یو لوی اختر تېر سو
که شوې ریښتِنی نو ستاینه به دې خپله کوي
تاریخ ګؤآ دی چې هو دا ثالِث عمر تېر سو
د رحمت ناز راکړه هو موږه ملامته منو
خدایه پرموږخوپه دنیاکې هم محشرتېرسو
له ویره پټ یې کړ ملت د شفقت په څادر
یوخدای پرست سړی له څومره لویه شرتېرسو
د جنتي حورې مړوند باندې به پروت وي اوس
د دین دِفاع کې چې له تېغه کوم یو سر تېر سو
سېوری دعرش به یې پرسر وي خو وثیق ذکوانه
د زندګۍ تر ګړنګو که بختور تېر سو
**النبوي اداره یې وړاندي کوي
کسر
ښه ده اوښکه او سلګۍ کله نا کله
خلاص کړي زړه له درد زندۍ کله نا کله
اواز عبدلرازیق سالم
شعر وثیق ذکوان**#النبوي_دترانو_سترمرکزhttps://t.me/abawynat131
بیایې تکرارکړه ماوانه ورېدل صحیح مې نکړل
د بلا مخې ته دې ودرېږم څه دې ویل
ګزار دګل مه وشه ستا پر مجاهده ځواني
دخلقي لورې دغه څومره ښه خواږه دې ویل
د رنجو لیکه دې په سترګو کې وژل دي ولا
وثیق ذکوانه یا ریښتا وایې له زړه دې ویل
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 3 weeks ago