عبرتناکه کیسی او حدیثونه

Description
??داسلامی نشراتوسرچینه??
??نبـــــوی احــادیـث??
??د اولیــــاء کیســی??
??دلمــانځـه احـــکام??
??غــوره مســــــــائل??
??غــــــوره ویـــناوی??
??غــــــوره بیــانــات??
??غـــــــــوره قصـص??
Advertising
We recommend to visit

?کانال ما:
? @freezaban1

Last updated 2 years, 1 month ago

لا تتوقف حتى تصبح فخورًا . 🦋

Last updated 2 days, 4 hours ago

☆- 1 لـ إثباتاتي $ @m1hero.

☆- 2 المنشئ #هيرو - @keazmo.

☆- 3 بوت تحميل فيديوهات:@storekeazmbot.

☆- 4 بوت ربح رصيد مجاني:@bn15bot.

Last updated 1 year, 3 months ago

2 years, 7 months ago

??????????????

@Habibi_Abrar2 *? دلته هم راسه وروره@Habibi_Abrar2 *? دلته هم راسه وروره@Habibi_Abrar2 ? دلته هم راسه وروره@Habibi_Abrar2 ? دلته هم راسه وروره**

??????????????

2 years, 7 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

ســــــــــوال?
یو محترم پوشتنه کړیده د (مجرد) او یا (زنانه مجرده ) وی ( یوه وظیفه ) راوشیه چی? کــــوزده) یی وسی.

(لیکوال) (خادم حبیبی ابرار)(نورالله مرقده)

جواب?باالله التوفیق

محترمه دغه مبارک ایات شریف?
رَبِّ اِنِّیْ لِمَا اَنْزَلْتَ اِلَیَّ مِنْ خَیْرٍ فَقِیْرٌ(۲۴)
?ســـــــــپاره (۲۰)
?سـورت القــصص
?ایات شریف (۲۴)

دی د هر لمانځه وروسته (21) واری وایی،
او په سر او په پای کی د ایات شریف (11) واری درود شریف خاماخا وایی،

او (40) شپی پر له پسی به د تهجد لمونځ هم کوی.

?خـــــــبرتیـــــــــا?
? دغه وظیفه به نه قضا کوی
د هر لمانځه وروسته دی هغه ایات شریف وایی
او 40 شپی دی پرله پسې د تهجد لمونځ کوی..

ان شاءالله تعالی الله مهربانه دی. شه نیک ځای به دی نصیب وشی.

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar ✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

2 years, 7 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

رښتني_مرغلري

پګړۍ تړل د نبي اکرم ﷺ سنت ده؛
واضحه ده چې دخیرالبشرﷺ په هر سنت، عمل او طریقه کي بې شماره روښانه ګټې دې.
صرف دې دوه مبارکو احادیثو کې د پګړۍ فضلیت وګورئ:

ژباړه:
①⇜د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم ﷺ وفرمايل:
چي پګړۍ تړي ځکه پګړۍ حلم (بردباري) زياتوي.

②⇜دحضرت عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریمﷺ وفرمایل:
ژباړه:
پر تاسو باندی د پګړۍ تړل لازم دی، دا ځکه چې دا د ملائیکو نخښه ده او تاسی د پګړۍ شمله شاته اړوئ.

{مستدرک: ٤ جلد، ص ٢١٤ ـ کتاب اللباس
(رواه ترمذی ومشکوة)
=مشکوة شریف: ۳۷۷/ طبرانی=}

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar ✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

2 years, 7 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

کلیزه (سالګره) لمانځل څنګه ده؟
سوال: د عمر یا واده کلیزه (سالګره) لمانځل څنګه ده؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
کلیزه (سالګره) لمانځل داد غیر مسلمانانو ایجاد او رسم دی، ځکه شرعاً ددې لمانځل درست کار نه دی، د کلیزې (سالګري) په ورځ خیرات کول، څه ویشل یا څه لاسته راوړل ددې ټولو څخه باید ډډه وسي، داځکه دغه شی لاسته راوړل، یا ورکول دا ددې کلیزې برخه ګرځي.
یادونه: ځیني خلک د مور، استاد یا نوري ورځي لمانځي، صرف په دغه ورځ باندي یو تصویر اخلي چي ما مور، پلار یا استاد ته داسي تحفه ډالۍ کړل، دا هیڅ ارزښت نلري، اصلأ په اسلام کي د مور، پلار او استاد باید تل عزت وسي ، هغوی باید تل راضي کړل سي، له هغو سره باید ښه چلند وسي، د هغو خدمت ویاړ وګرځول سي، د هغو د شفقت څخه بې برخي نسي، داچي د میندو تر پښو لاندي جنت دی، ددې مطلب دا نه دی چي صرف په کال کي یو ځل تصویر د ریاء لپاره ورسره واخله او بس بلکي له دوی سره ښه سلوک او چلند په دې ښه دی تر څو د والدینو، استادانو او نورو مشرانو ددعاء په برکت سره دنیا او اخرت نېکمرغه سي.
فتاوی دارالعلوم دیوبند Fatwa: 3-28/M=011441)

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar ✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

2 years, 7 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦????✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

په قرانکریم کي د شل ډوله زړونو يادونه سوې ده.

۸ اته ډوله زړونه روغ دي او ۱۲ دوولس ډوله زړونه په بېلابېلو مرضونو اخته زړونه دي! راسئ چي خپل زړه پکښي پیدا کړو:

۱_ القلب السّليم :
سلیم زړه:یوازي، الله تعالي ته مخلص زړه، هغه چي له كفر، نِفاق او هر ډول رذيله صفاتو څخه تش او پاک وي. إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ. [سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 89]

۲_ القلب المنيب :
منيب زړه : هغه زړه چي هر وخت الله تعالی ته په توبه را گرځي، او د الله تعالی اطاعت كوونكی وي. مَنْ خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ. [سُوۡرَةُ قٓ : 33]

۳_ القلب المخبت :
مخبت زړه : الله تعالي ته خاضع، غاړه ايښودونكی او له سکون څخه ډک زړه. فتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 54]

۴_ القلب الوجل :
وېرېدونكی زړه : هغه زړه چي هر وخت له، الله تعالی څخه په وېره کي وي، چي الله تعالی به ورڅخه نېك عمل قبول كړي كه نه؟ او د الله تعالی له عذاب به نجات ومومي كه نه؟ وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ.[سُوۡرَةُ المؤمنون : 60]

۵_ القلب التقي :
تقي زړه : هغه زړه چي د شعائرالله له تعظيم او عظمت څخه ډك وي. ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ.[سُوۡرَةُ الحَجّ : 32]

۶_ القلب المهدي :
هدايت موندونكی زړه:هغه زړه چي د الله تعالی په قضاء راضي او اوامرو ته يې تسليم وي. وَمَن يُؤْمِن بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ.[سُوۡرَةُ التّغَابُن :11]

۷_ القلب المطمئن :
مطمئن زړه : د الله تعالی په توحید او ذکر، له سکون څخه ډک زړه. وتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّه. [سُوۡرَةُ الرّعد : 28]

۸_ القلب الحي :
ژوندی زړه:هغه زړه چي د الله تعالی له هغو مثالونو يې پند او عقل اخیستی وي چي د بېلابېلو امتونو د گناهونو په اړه يې اورېدلي وي. إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ.[سُوۡرَةُ قٓ : 37]

پروردګاره! زموږ زړونه، د لوړ لیکل سوو زړونو څخه وګرځوې.

او له لاندي لیکل سوو زړونو څخه مو مه ګرځوې.

۹_ القلب المريض :
مريض زړه : هغه زړه چي په بېلابېلو مرضونو لکه ( شک، نفاق، فجور او د حرامو په شهوت) اخته وي. فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ. [سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 32]

۱۰_ القلب الأعمى :
ړوند زړه:هغه زړه چي حق نه درك كوي، نه اعتبار وركوي، او له حق كتلو يې سترگي پټي وي او بلكل ور گوري نه. وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ. [سُوۡرَةُ الحَجّ : 46]

۱۱_ القلب اللاهي:
په لهو او چټیاتو اخته زړه:له قران څخه غافل، د دنیا په باطلو شهواتو اخته او له عقل څخه کار نه اخيستونکی زړه. لاهِيَةً قُلُوبُهُمْ.[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 3]

۱۲_ القلب الآثم :
گناهکاره زره:هغه زړه چي حق او پر حق شاهدي ورکول پټوي. وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ.[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 283]

۱۳_ القلب المتكبر :
مغروره او كبرجن زړه : د الله تعالی له طاعت او توحيد مخ اړونكی کبرجن او په ظلم او له الله سره په سخته دوښمنۍ اخته زړه. قلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ. [سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : 35]

۱۴_ القلب الغليظ :
سخت زړه : هغه زړه چي نرمي، پوستوالی، عاطفه او رحمت پکښي نه وي. وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ.
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 159]

۱۵_ القلب المختوم :
مُهر سوی او ټاپه سوی زړه : چي نه هدايت اوري او نه يې ورباندي عقل كار كوي. وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ. [سُوۡرَةُ الجَاثیَة : 23]

۱۶_ القلب القاسي :
قاسي ( ډېر كلك ) زړه : بلكل ايمان اخيستو ته نه نرمیږي او نه پکښي د ايمان ريښې ځغلي، او د الله تعالی له ياد او ذكر څخه مخ اړوي. وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً. [سُوۡرَةُ المَائدة : 13]

۱۷_ القلب الغافل:
غافل زړه : هغه زړه چي د الله تعالی د ياد او ذكر پر ځای، او د الله تعالی د اطاعت پرځای ورباندي د نفسي خواهشاتو او هوس اثر او تسلط وي. وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا.[سُوۡرَةُ الکهف : 28]

۱۸_ الَقلب الأغلف :
پوښل سوی زړه:هغه زړه چي داسي کلک پوښل سوی وي، چي د نبي عليه الصلاة والسلام خبره او وينا ورته بلكل ور ننوتلای نه سي. وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 88]

۱۹_ القلب الزائغ:
له حق څخه بل خوا ته مائل زړه. فأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ.
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 7]

۲۰_ القلب المريب:
په شک اخته زړه { وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ [سُوۡرَةُ التّوبَة : 45]

اې زموږ مهربان ربه جل جلاله! زموږ زړونه د هغو لوړو ۸ اتو زړونو څخه وګرځوی

2 years, 7 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

سوال: کله مي د میاشتي یوه ورځ یا دوې ورځي ویني راځي ایا دا حیض دی که یا؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په شریعت کي که چیري وینه راتلل تر درو ورځو او درو شپو څخه کمه شي و دې ته حیض نه ویل کیږي، دا د استحاضې وینه ده، دا ناروغي ده، په دغه وخت کي ښځه پاکه ده.
یعني لمونځ کولای شي، روژه نیولای شي ا و نور فرائض هم اداء کولای شي.
لمافی بدائع الصنائع:( ۱/ ۲۸۸) : لنا ما روی ابوامامة الباهلی رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم انه قال: اقل ما یکون الحیض للجاریة الثیب والبکر جمیعاً ثلاثة ایام، واکثروا ما یکون من الحیض عشرة ایام وما زاز علی العشرة فهو استحاضة.
وفی الدر المختار (۱/ ۲۸۴): واقله ثلاثة ایام ولیالیها.
(نجم الفتاوی ۲/ ۱۷۸، فتاوی رحیمیه ۴/ ۴۶، جامع الفتاوی ۵/ ۱۸۷، فتاوی عالمګیری جدید مترجم اردو ۱/ ۲۳۷)

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar ✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

2 years, 7 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

۲۶ تحفه

زوی ته د یو پلار له درده ډک وصیت ،

یو پلار خپل ځوی ته په وینا کې داسې وړانديز وکړ چې زړونه لړزوي او سترګې ژړوي
ګرانه ځویه
یوه ورځ به ته ووینې چې زه به سپین ږیری ( زوړ)  شم زما احساسات به سم چلند نه کوي
 نو مهرباني وکړه د پوهېدلو لپاره یو څه وخت او یو څه حوصله راکړه
ګرانه ځویه
هغه وخت چې زما لاس رپیږي ( لړزیږي) خواړه مې په سینه را بهیږي، او هغه وخت چې زه د خپلو  جامو أغوستلو توان نلرم
نو هغه وخت له یو څه صبر کار راسره واخله دا هم په یاد ولره پخوا به ما تاته هغه څه درښودل چې نن ورځ یې زه نشم تر سره کولای
ګرانه ځویه
که چېرې مې ستا سره په مکرر ډول پخپلو یادښتونو خبرې وکړې مه خپه کېږه مه ستړی کېږه
ما هم ستا لپاره ډېرۍ خبرې او قېصې په مکرر ډول ویلي ترڅو تا خوشحال وساتم تا تل په ماشومتوب کې په مکرر ډول زما څخه د یوې خبرې د آورېدو غوښتنه کړي
بښنه غواړم اوس زما د خبرو پرېکولو هڅه مکوه.
ګرانه ځویه
که نن ورځ زه ښکلی نه ښکارم او ښکلی بوی نه راڅخه ځي نو ما مه ملامتوۍ
په یاد ولره!  ستا په وړکتوب کې ما تل ستا د ښایست او خوشبویه کولو هڅه کړي ده.
ګرانه ځویه
څه وخت چې زما څخه دې کومه ناپوهي وليده او یا دې ددې نسل په چارو کې زما د پوهې نشتوالی ولید پر ما مه خانده
بلکه ته زما سترګې زما ذهن و اوسه ترڅو هغه څه ترلاسه کړم چې نن مې له لاسه ور کړي.
زه هغه څوک یم چې تاته مې د ټولنې آدب درښودلی زه هغه څوک یم چې تاته مې وښودل چې ژوند څنګه کیږي نن به ته ماته زدکړه راکوې پر هغه چې څه وکړم او څه ونکړم.
ګرانه ځویه
زما د حافظې له کمزورتیا او په خبرو کې له ورو ورو الفاظو ستړی نه شې!
ستا سره په خبرو کولو کې زما خوشبختي داده چې فقط زه ستا په خوا کې ووم زما سره دومره مرسته وکړه هغه څه چې زه ورته أړتیا لرم راکړه زه لا په دې پوهېږم چې څه ته مې أړتیاده او څه غواړم.
ګرانه ځویه
هغه وخت چې زما پښې هغه ځای ته چې زړه مې غواړي په تلو کې زما مرسته نکوي ، دغه وخت راسره مهربان شه
په یاد ولره چې ته مې ډېر ترلاس نېولی یې ترڅو وکولای شې ولاړ شې تلل زده کړې.
نن ورځ زما دلاس په نیولو هیڅکله مه شرمېږه
صباء به ته هم دداسې چا په لټه کې شې چې ستا لاس ونیسي.
ګرانه ځویه
په دې هم ځان پوهه کړه ، هغه عمر چې زه اوس پکې قرار لرم ستا په پرتله د ژوند کولو أمید نلرم زه یواځې د مرګ شېبې څارم په دغه وخت کې زما سره اوسه پر ما مه راګرځه
په یاد ولره چې په دا صورت کې به ما تل ستا د اصلاح کوښښ کاوه.
ګرانه ځویه
ترټولو ښه چې نن یې زما سره وکړې دادي ، چې زما غلطئ را وبښې پر ما پرده واچوې الله تعالی دې ستا بښنه وکړي او ستا حیاء دې وساتي لکه د ماشومتوب هغه لا هم مې ستا خندا او مسکا د خوښۍ سبب ګرځي تر دې نور مې هم له خپل مجلس مه بې برخې کوه
ګرانه ځویه
هغه وخت چې ستا پیدایښت کېده زه ستا سره ووم نن زما د مرګ پر وخت ته هم راسره اوسه
اللهم صل وسلم علی سیدنا محمد و آله وعترته بعدد كل معلوم لك

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar ✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

2 years, 7 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

که چیری ښوروایااوبوته دیوانسان دخولی یوشی یااوښکی یادپزی شی ورولویږی

لیکوال مولوی محمدنبی متوکل

الاستفتاء
مولوی صاحب موږ په کاسه کی ښورواخوڔل خوزموږ د یو ملگری دخوا څخه یوساسکی ناڔی وکاسی ته وروولیدی زموږ یو ملگری شاته سوویل ئي داښوروا خومرداره سوه ځی نخورم بالآخره موږو خوڔه خوهغه ملگری ونخوڔه نوداښوروا دناڔو په ورولیدو مرداریږی کیا:بینواتوجروا: المستفتی:طالب العلم:

الافتاءبتوفیق الله تعالی:

حامدا ومصلیا:بسم الله الرحمن:الرحیم: ددی محترم طالب العلم په جواب کی بایدووایوچی یامحترم دناڔو:یاداوښکو:یاد پزی داوبو:په ورولیدوښوروایا اوبه نه مرداریږی ددغی ښوروایااوبو خوراک روادی چی ترڅواوښکی اوغیره پرښورواغالبه نوی اوکه ورباندی غالبه وی اوطبیعت مخالف وی بیادی نه خوری:لمافی: الهندیة:ویجوزاکل مرقة یقع فیهاعرق الآدمی اونخامة اودمعه وکذاالماءإذاغلب وصارمستقذرا طبعاکذافی القنیة:هندیة:ج۵ص۳۳۹:سئل عن عرق الآدمی ونخامته ودمعه اذاوقع فی المرقة اوفی الماءهل یأکل المرقةویشرب الماءقال:مالم یغلب ویصیرمستقذرا طبعا:الفتح الرحمانی:ج۲ص ۲۰۹
وماتوفیقی الابالله علیه توکلت وإلیه أنیب

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar ✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

2 years, 7 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

نبي ﷺ فرمايي :
" کله چې بنده ووایي : الحمدلله كثيراً
الله ﷻ وایي: زما بنده ته زما لوی رحمت ولیکی.
[السلسلةالصحيحة(١٣٣٥/٧)]

ـــــــــــــــــــــــــــــ???ـــــــــــــــــــــــــــــ

إمام المروزي رحمه الله وایي:
د لمانځه په څیر کوم عمل نه پیژنم چې انسان دې د الله ﷻ له عذابه بچ کړي.

[تعظيم قدر الصلاة (١٠٠)]

ـــــــــــــــــــــــــــــ???ـــــــــــــــــــــــــــــ

څوک چې د ګناه پر مهال له اللهﷻ حیاء وکړي،
الله ﷻ به د قیامت په ورځ هغه ته له عذاب ورکولو حیاء کوي.
ابن القیم رحمه الله/الداء والدواء

ـــــــــــــــــــــــــــــ???ـــــــــــــــــــــــــــــ

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل :
الله ﷻ به د قیامت په ورځ ووایي:
زما ګاونډیان چیرې، دي زما ګاونډیان چیرې دي؟
ملایکې به ووایي:
اې زموږ ربه!
چاته دا وړتیا نشته چې ستا ګاونډي شي،
الله ﷻ به ووایي:
هغوی چې جوماتونه آبادوي، هغه زما ګاونډيان ده.

السلسلة الصحيحة ٢٧٢٨

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar ✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

2 years, 7 months ago

╭═✦????✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦
????**✦═╯

? ? ? ? ? ? ???

د خواښې سره لوغبړ څنګه دى ؟
ځواب: عبدالغفار جبير
دخواښې سره لوغبړ روا دی، باید د لاس لوغبړ ورسره ونشي، په دې کي دا خطره شته چي د خواښې زوم دي په شهوت سره خپله خواښې لمس کړي، او دغه د شهوت لمس ددغه خاوند مېرمن د تل لپاره حراموي، خواښې عرفي مور ده او په شریعت کي ورته مور نه ویل کیږي، نو ښه خبره داده چي په لوغبړ کي احتیاط وشي.
په ځینو ټولنو کي معانقه (غاړي په غاړي کېدل)، او ښکلول (مچول) عام دود دئ، له دې څخه باید جدي ډډه وشي.
(فقه المعاملات ۳/ ۸۵ مولانا مفتی احسان الله شائق صاحب/ خپرونکی: دار الاشاعت کراچی)

ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ?✯ @HabibiAbrar ✯?⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉**

We recommend to visit

?کانال ما:
? @freezaban1

Last updated 2 years, 1 month ago

لا تتوقف حتى تصبح فخورًا . 🦋

Last updated 2 days, 4 hours ago

☆- 1 لـ إثباتاتي $ @m1hero.

☆- 2 المنشئ #هيرو - @keazmo.

☆- 3 بوت تحميل فيديوهات:@storekeazmbot.

☆- 4 بوت ربح رصيد مجاني:@bn15bot.

Last updated 1 year, 3 months ago