( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago
غزل
نه په تعویز نه په دُعاسوه
نـه په دمُـو نـو دمُـلا سوه
نه مي پیدازړه ته دواسوه
غم اندیښنه زیات لا پرماسوه
غمونوکړۍ په معصوم زړمي تاثیر ه
بیلتونه ورک سې بینواسې
ولي میلمه هامیش پرماسې
لاس رانه واخله هي تباسې
خراب خراب اونیمه خواسې
ماته دي سخت کړلو زما دږوند مسیره
په داسي رانځ باندي اخته یم
عـلاج مي نسـته غـم زده یم
پـه زړه خـوږمـن اویرزده یم
له خپل قسمت نه ډیرخفه یم
ستړۍ ستوامان په ږوندانه ګرځم زهیره
زړګۍ یه ولي خوارو زاریې
سوي دچا دسترګوښکار یې
ولـې ناهـیلۍ او بیـمـار یې
ولــي پرهار پرهار پرهاريـې
دچــا دعشـق ځـوله نـوکـي یـې آثیـره
دزړه دنیا مي سوه برباده
ګرانه پتا وله آباده
سوله خزان نه بسي ښاده
هي په زړګي کلک له پولاده
وس دي رافاته سوبېژبي ګونګ تصویره
اي مره وره راپخلاسه
دزړګي سره راپخلاسه
ورکه دلبره راپخلاسه
ځان اوځیګره راپخلاسه
قاری مالیاریم ستاده دوسترګوفقیره
وران زړه
سم لکه غنم زړه مي چاودلی دی
تاپسې صنم زړه مي چاودلی دی
نبسي جوړ کي پري راټول کړه مه
داموجود عالم زړه مي چاودلی دی
وران دی لکه وران افغانستان داسي
دی پرملا قلم زړه مي چاودلی دی
ای درنځ طبیبه لږ درمل راوړه
ووه پري مرهم زړه مي چاودلی دی
غواړمه وصال نور جودايې بس ده
نلرمه زغم زړه مي چاودلی دی
زه قاري مالیار ستا په بیلتون ګله
سوځمه هردم زړه مي چاودلی دی
ق: مالیارمدثر
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ?د تراويح د لمانځه فضیلت:☝اللهﷻدی موږ ټولو ته دتراویح کولوتوفیق راکړي
د رسول الله ﷺ څخه يو کس پوښتنه وکړه چي د تراویحو د فضیلت په هکله څه وایي؟رسول الله ﷺ وفرمایل :
(1) : که چا د اولې شپې تراویح وکړې داسي د ګناه څخه پاکيږي لکه یو کوچنی چي د مور څخه تازه وزیږي.
(۲) : که چاد دوهمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ دغه کس او د دغه کس مور او پلار ته بخښه کوي.
(۳) : که چا د دریمي شپې تراویح وکړې تر عرش لاندي به یو ملکه ږغ پر وکړي چي الله ﷻ هغه مخکني ګناهونه در معاف کړل.
(۴) : که چا د څلورمي شپې تراویح وکړې لکه څوک چي د تورات، زبور، انجیل او قران کریم کتابونه ختم کړي.
(۵) : که چا د پنځمي شپې تراویح وکړې لکه څوک چي په مسجدالحرام ، مسجدالنبوی او مسجد الاقصی^بیت المقدس^ کي لمونځ وکړي.
(۶) : که چا د شپږمي شپې تراویح وکړې لکه پر بیت المعمور ^د ملایکو کعبه^ چي طواف وکڔی او هره ډبره او لوټه د ده لپاره مغفرت غواړي.
(۷) : که چا د اوومي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې داسي نصرت وکړي لکه د موسی ع ص سره چي یې د فرعون او هامان په مقابل کي وکړی.
(۸) : که چا د اتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د ابراهیم ع غوندي شان او شوکت ورکړي.
(۹) : که چا دنهمي شپې تراویح وکړې لکه د رسول الله ﷺ غوندي عبادت چي وکړي.
(۱۰) : که چا د لسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د دنیا او اخرت خیرونه ور نصیب کړي.
(۱۱) : که چا د یوولسمي شپې تراویح وکړې داسی به د دنیا د ګناهونو څخه پاک وګرځي لکه یو کوچنی چي د مور څخه وزیږي.
(۱۲) : که چا ددولسمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به یې مخ د څوارلسم سپوږمۍ غوندي سپین وي.
(۱۳) : که چا د دیارلسمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به د هر ضرر څخه په امن وي.
(۱۴) : که چا د څوارلسمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به ملایکي پر ده د تراویح کولو شاهدي اداء کوي.
(۱۵) : که چا د پنځلسمي شپې تراویح وکړې د عرش او کُرسي ملایکی به درود ورباندي وایي.
(۱۶) : که چا د شپاړلسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به ده ته د اور څخه خلاصون او جنت ته دخول ولیکي.
(۱۷) : که چا د اوولسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د انبیاوو ع ص غوندي ثوابونه ورکړي.
(۱۸) : که چا د اتلسمي شپې تراویح وکړې د الله ﷻ ملکه به.ږغ پر وکړي چي الله ﷻ ستا او ستا د مور و پلار څخه راضي سو.
(۱۹) : که چا د نولسمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې په جنت الفردوس کي درجې ور لوړي کړي.
(۲۰) : که چا د شلمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د شهیدانو او صالحینو ثوابونه ور په برخه کړي.
(۲۱) : که چا د یوویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د ده لپاره په جنت کي د نور څخه یو کور جوړ کړي.
(۲۲) : که چا د دوه ویشتمي شپې تراویح وکړې د اخرت په ورځ به د هر غم او تکلیف څخه په امن وي.
(۲۳) : که چا د درویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د ده په نامه په جنت کي یو ښار جوړ کړي.
(۲۴) : که چا د څلورویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې څلورویشت دعاوي قبولي کړي.
(۲۵) : که چا د پنځه ویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ د قبر عذاب ور څخه پورته کړي.
(۲۶) : که چا د شپږویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به د څلویښتو کالو عبادت ثوابونه ورکړي.
(۲۷) : که چا د اوه ویشتمي شپې تراویح وکړې پر پُل سراط به د برق په شأن تېر سي.
(۲۸) : که چا د اته ویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به یې په جنت کي زر درجې ور لوړي کړي.
(۲۹) : که چا د نهه ویشتمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به دیو کامِل قبول سوي حج ثوابونه ورکړي.
(۳۰) : که چا د دیرشمي شپې تراویح وکړې الله ﷻ به ورته وفرمایي: اې بنده!
دجنت له میوو څخه خورک کوه ، د سلسبیل د اوبو څخه غسل کوه او د حوض کوثر د اوبو څخه څښل وکړه، زه ستا رب او ته زما بنده یې.
نو الله ﷻ دي موږ تاسو ټولو ته د ټولو تراویح کولو توفیق را په نصیب کړي و ما ذلک علی
رمضان مبارڪ
تسبیح وُ اذکار وایه تلاوت کړه د قران
دفیضه څخه ډکه ښکولې میاشت د رمضان
بخښنه ترینه غواړه لپي پورته کړه خپل رب ته
ده نفس خواهشات پریږده منه آمر د رحمان
له دي دنیاڅه داسي توښه یوسه ای مؤمینه
چي ورسته دي له مرګه کړي تیاره قبر روښان
برکت ور پکښې ډیر دۍ ثوابونه دي بیحده
بي برخي ترینه نسي برخه مند دي کړه خپل ځان
انوار او رحمتو نه را وریږي خدای له لوري
جنت دروازې پرانستي پرموږ غني سبحان
تحفي به دصلاة سلام مالیار تل ورلیږمه
سي ګوندي په نصیب مي شفاعت دخوږجانان
ق :مالیارمدثر
دګرانې مورپه ویاړ
دالله له نعمتونو ستر نعمت ده
دکورښکلاده مورکورلره زینت ده
په خدمت کي یه رضا دپاک سبحان ده
محترمه معظمه شخصیت ده
خوږ نبي یه په باب دا حدیث ولی
چي ترپښولاندي دګراني مورجنت ده
زړه يې ساته چي آزار درنه وا نخلي
په خپګان کي دي په برخه بیاذِلت ده
چاچي وکړه لو خدمت دخپلي مور
په نصیب یه نیک بختي اوسعادت ده
په نشتون باندي یه کور ښکاري نیمګړۍ
شتون یه کورکي پاچاهي اوسلطنت ده
تابیع دارې دهر امرسه مالیاره
په خبورو کي یه پورت درب حکمت ده
ش:قاری مالیارمدثر
.
نور به پري تلوار کوو
ډ یر مو انتظار ڪوو
پټه باندي نه کیږي
مینه ڪي اظهار کوو
ماچي درلیږل جرګه
تابه تري انڪار ڪوو
خوله باندي دي نه ویل
ستر ګودي اقرار ڪوو
ماسره دي مینه کړل
زما به دي تل څار ڪوو
ګرځيدو په تاپسي
لټون دي مالیارڪوو
ش:قاری مالیارمدثر
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 day, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 weeks, 6 days ago