الجامعة الروحانیة للعلوم الاسلامية

Description
ده الجامعة الروحانیة رسمی چینل ملتیا مو وکړی مننه
We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir

1 year, 8 months ago

ڈېرہ عجیبه لیکنه خپله یې ھم ولولئ او له ملگرو سرہ ھم شریکه کړئ ..!
که چېرې مو په جنت کې ونه ليدم!?

ابن قيم رحمه‌ الله به خپلو دوستانو ته د جنت او دوزخ په اړه احاديث بيانول، يوه ورځ یې د دغه حديث شريف په اړه خبرې ورته کولې:
کله چې جنتيان‌ جنت ته لاړ شي، نو په خپلو دوستانو پسې به ګرځي چې پيدا یې نه کړي نو له الله تعالی څخه به پوښتنه وکړي چې زموږ هغه دوستان چېرته دي چې تل به یې ته راته يادولې او د هغوی په مرسته موږ هدايت وموند. الله تعالی به ملایکو ته امر وکړي، لاړې شئ په دوزخ کې وګرځئ او د چا په زړه کې چې يوه ذره ايمان هم وي له دوزخ څخه یې راوباسئ.
وروسته ابن قيم رحمه الله خپلو دوستانو ته وويل که چېرې مو زه په جنت کې پيدا نه کړم نو رب العالمين ته به زما يادونه کوئ او ورته وایئ به چې داسې يو دوست مو درلود، چې تل به یې ته موږ ته ته يادولې او اوس له موږ سره نشته. له دې خبرې سره ابن قيم رحمه الله ښه په چیغو چيغو وژړل.
نو زه هم درته وايم که چېرې مو زه په جنت کې پيدا نه کړم نو الله تعالی ته مې ورياد کړئ ښايي يو ځل خو به مې د الله تعالی يادونه درته کړې وي.
اللھم اجرنا من النار

1 year, 8 months ago

زمونږ دعا ګانې ولې نه قبلېږي!!!
ابراهيم ابن ادهم رحمه الله ته وويل وشوه : زموږ دعا ګاني ولې نه قبلېږي ؟هغه وويل دا ځکه چې :

● تاسو الله پېژندلی دی ، خو اطاعت يې نه کوئ .
● تاسو رسول الله صلی الله عليه وسلم پېژندلی دی ، خو پيروي يې نه کوئ .
● تاسو قرآن پېژندلی دی ، خو عمل پرې نه کوئ .
● تاسو د الله نعمتونه خورئ ، خو شُکر يې نه اداء کوئ .
● تاسو جنت پېژندلی دی ، خو د جنت طلب نه کوئ .
● تاسو دوزخ پېژندلی دی ، خو له دوزخ څخه تېښته نه کوئ .
● تاسو شیطان پېژندلی دی ، خو له شیطان سره جګړه نه ، بلکه پيروي يې کوئ .
● تاسو مرګ پېژندلی دی ، خو د مرګ لپاره تیاری نه کوئ .
● تاسو مړي ښخوئ ، خو عبرت نه ترې اخلئ .
● او تاسو خپل عيبونه پرايښي دي، او د نورو خلکو په عيبونو ( لټولو ) کي اخته ياست.      
( تفسير القرطبي )  
♡♡

1 year, 8 months ago

«فٙکُلُّ حُزْنٍ لاَيَدُومُ»
ژباړه:
«هېڅ درد د تل لپاره شتون نلري»
کوچنۍ جمله ده خو د ستړي زړه لپاره يوه لويه هيله  ده  .! ?❤️

1 year, 8 months ago

مزه کوي په وینو لمبیدل رخصتیدل
تر یار پوري په مینه مینه تلل رخصتیدل

جانان چي کله کله درته راشي په خوبو کي
بل کیف لري آخر کي خندیدیل رخصتیدل

په شپه کي دمعراج دجانان صِدق ښه ښکاره شو
یوه شپه کي زمین آسمان کتل رخصتیدل

داڅه سخته صحنه به وه مکه او مدینه کي
دیار چي دیدنونه بندیدل رخصتیدل

سوالونه قبلیدل درنه څه غواړي مسلمانه
الله ته دي په نیمه شپه ژړل رخصتیدل

حنظله درمل غواړم درنه ربه زنکدن کي
دلا اله الا الله ویل رخصتیدل

1 year, 8 months ago

- (ځوان نسل ته پیغام)

- اې د اسلامي امت ځوانانو !
- تاسو د اسلامي امت راتلونکی او د عزت سنګر یاست. د الله ﷻ د رضا لپاره خپل ژوند جوړ کړئ او ځانونه د علم، اخلاقو، او عمل په زینت سمبال کړئ .

- _ځوانانو ته څو سپارښتنې :_

- د خپل دین زده کړه : اسلام ستاسو د ژوند لار ده قرآن او سنتو ته مراجعه وکړئ.

- د علم ترلاسه کول : په علمي او فکري ډګر کې ځانونه قوي کړئ، ځکه علم قوت دی.

- اخلاق او عمل : د ښه اخلاقو څښتنان شئ، چې نړۍ ستاسو له امله روښانه شي .

- وحدت او اتفاق : د مسلمانانو ترمنځ محبت او یووالی خپور کړئ.

- د وخت قدر : خپل وخت ضایع نه کړئ؛ هغه په داسې کارونو ولګوئ چې دین او دنیا دواړه درته ګټه ورسوي.

- قرآنکریم فرمایي :

"إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى"
- _(الکهف : 13)_
- ژباړه : "په حقیقت کې دوی ځوانان وو چې په خپل رب یې ایمان راوړی و، او موږ یې هدایت زیات کړ."

- راځئ چې د ایمان په رڼا کې خپل ژوند جوړ کړو او اسلامي امت ته قوت ورکړو!

فکري روزنه

1 year, 8 months ago

? تر ټولو لویه فتنه اوهغه په تیزی سره سرایت کونکی فساد چی اصلا زمونږ د ټولنیز منفی ذهنیت او جنسی فقر پیداوار دی ډير زر به زمونږ اففانی او پښتنی معاشری د کور اڼګړ فتح کړی!

پدي وروستيو کي امریکا ، کاناډا ، اروپایي هیوادونو او نوري نړي کي د مشهور ليکوال ايلن ډنو کتاب شايع او تشهير شو.
احمقانو او بي وقوفه خلکو مشهورول بند کړی .
هدف يي دا دي چې د معمولي ذهن خاوندانو او کچه خلکو مشهورول پريږدي ، دغه معمولي ذهن خاوندانو خلکو سوشل ميډيا ته راکښلو رجحان د ځوان نسل او کم عمره افرادو اخلاقي اقدار خرابوي چې دا يو اجتماعي او ټولنيز جرم دي .
کله چي د مصنف ټيم لخوا د سوشل میډیا په سائيټونو کي موجود نوي نوي مشهورو څيرو اکاونټونو تفصيلي مطالعه وشوه نو دغه ټولو خلکو منځ کي يو مشترکه نقطه وموندل شوه چې پر هغي د سوشل میډیا انحصار وه او هغه....
ټوپونه ، ناز نخري، ګډا ګاني ، عجيب حرکتونه ، شور، بي هوده او معمولي خبري او بحثونه وي.
دغه مشهور او معروف احمقان په داسې الفاظو خبري کوي چې هيڅ معنا نلري او عجيب عجيب حرکتونه کوي ترڅو مشهور شي او دغه خلکو لپاره تشويقونکي هم ډير موندل کېږی ..
او چې کله دغو خلکو فالوورز تعداد لس لکو 1000000 ته ورسيږي او يا زيات شی بيا نو د ميډيا نورو برخو لخوا ورته د پروګرامونو د ميزباني پيشنهادونه پيل شی او بيا دغه پروګرامونو څخه ورسته...
انساني اخلاقيات او آداب په تيزي سره زوال پذیري لوري ته روان شی او د قومونو او ملتونو فرهنګي اقدار او ارزښتونه په بدترين بديل چلنج شي او نسلونه د يوه ورک شوي سمت او جهت لوري ته راکښل شي
محترمو او قدرمنو ورونو دغه حالاتو ذمه وار څوک دي... ؟
ځواب يي ډير ساده دي او هغه داچې مونږ ټول يو..
تاسو به د ټيک ټاک او سوشل ميډيا جعلي ستورو خطابونه او القاب اوريدلي وي ، په ځانګړي ډول زمونږ د پښتنو يو شمير ټاميان ، ايجړا ګان او کنځل مار چې د خپلو شرمګاوو نمايشونه کوي ، ميکپ کولو نه ورسته ناز او نخرې کوي ، يو شمېر يي دلته دي او يو شمير يي له اروپا او امريکا لايف راځي او په مختلفو شکلونو ښکاره هغه الفاظ ، تعبيرات ، حرکات او کنځل کوي چې شايد شيطان هم تري وشمرميږي...
همدارنګه چې هيڅ علمي او څيړنيز بنياد ونلري ، حالاتو او نورو موضوعاتو په اړه سطحي بحثونه کوي ، يو بل ملامتي کوښښ کوي ، لايف راځي، يو بل ته اخطارونه ورکوي او دغه ډول د ځانونو د شهرت کوښښ کوي.
عجيبه دا ده چې مونږ په ظاهره په يوه خوله دوي ملامتوو ، بد رد ورته وايو
ليکن من حيث اسلامي مسوليت ، د افغاني او پښتنو معاشرتي ارزښتونو له مخې او اجتماعي انساني مسوليت په اساس هيڅ څوک
دا ارزونه نه کوو چې!
دغه ډول خلکو د ټيک ټاک او نورو سوشل ميډيا اکاونټون په لس هاوو زره فالورز څوک دي؟
دغه ډول خلکو ادا ګانو او نخرو ته څوک په زرګونو لایکونه ورکوي؟
دغه ډول سپکو خلکو چې هيڅ ډول مثبت سرګرمي او مهارت نلري له هغوي څخه مجازي هيروګان چا جوړ کړی ؟
دغه ډول خلکو تصويرونو ته څوک لاندې ماشاءالله ، ښکلي او داسې نور الفاظ ليکي؟
دغه ډول خلکو ځانګړي اداګانو ته لايکونه او کمنټونو کولو سره يي څوک دومره  تشویقوي او ترغيبوي ؟
دغه ډول خلک چې لايف راځي څوک ورسره په زرګونو تعداد سره انلاين وي؟
دغه ډول خلکو سطحي او جاهلانه بحثونو ته څوک ناست وي؟
چا دغو خلکو ته دا روحيه ورکړي چې تاسي په زرګونو کي متفاوت ياست او په مثبتی سرګرمي بوخت يي؟
ايا دوي کوم متبحر علماء دی؟ آيا دوی کوم سانس دانان او پروفيسران دي؟ آيا دوي کوم مجبوب ليډران او يا سکالر شخصيتونه دي؟ آيا دغه ځوانانو ، ايجړاګانو او کنځل مارو کومه ځانګړې علمي او ملي کارنامه کړي؟
دا ټول زمونږ هغه مريض او غرضي ذهنيت دي چې د عيبونو  ډګ ترجيحات او معيار لري..
که چېرې دغه خلکو اکاونټونو ته ورشي د معاشری هر ډول خلک به ورکي ومومي چي دوي سره به ملګري وي
دا زمونږ د ټولنيز منفی ذهنيت پيداوار دی دا زموږ د اجتماعي عدم مسوليت شيرازه ده. دا زموږ د جنسي حرص او فقر ننداره ده.
دا زمونږ وايروس وهلي کردار هغه نتيجه ده چي د نورو اولادونو ته خوښوو ليکن خپلو ته نه.
ته څه فکر کوي جناب حاجي صاحب او جناب مشره او جناب هر څوک چې يي!  آيا دغه ډول خلک چې ستا په فالو کولو پرموټ شي سبا ستا اولاد دا نه ګوري ،؟ هغه به ورڅخه دا ټولوي نخري نه زده کوي ؟ آيا دا فتنه څخه به ستا کورنۍ او ټولنه محفوظه پاتي شی ؟
ځواب واضح دي .
چي ته حاجي صاحب تري محفوظ پاتي نشوي! چي ته مشر تر محفوظ پاتي نشوي! چي ته ځوان تري محفوظ پاتي نشوي! چي ته پلار ، تره او ماما تري محفوظ پاتي نشوي!
نو ستا اولاد ، وراره او خوريي به تري هيڅکله محفوظ پاتي نشي ، لري يا نږدي دا فتنه به تاسو کور ته هم سرايت وکړي..
د د الله په' خاطر نن خپل اکاونټ ته لاړ شي او دغه ډول خلک ټول بلاک کړي..
دغه فتنې او ناسور څخه د خلاصون همدا يوه لاره ده چې نور احمقانو تشهير بند کړو.
وما علينا الا البلاغ

1 year, 10 months ago
1 year, 10 months ago

*?‍✈️* ټوټل ملګري= 0 دي(s)

ستاسو د رابللو لينک= https://t.me/FreeMoneyAFN1bot?start=Bot18530446 ? په يو ملګري 2 افغاني**

1 year, 11 months ago

**نوي شکلي ترانه

(د شراف الدین ملنګ احرار د واده په ویاړ)

کسر
هـۍ مبارکي درته وایم ګرانه ستا ده واده شفه
شـراف الـدیـن مـلـنګ احـراره دا ستا دخوښی شفه

?اواز
《ماسټر قاری مصطفی هلال》

شاعر
《رنـځـور عـبـیـده طـالـب》

د داسي ترانو جوړولو لپاره رابیطه وکۍ**0731775655https://t.me/OBAIDAHJANAN

2 years, 1 month ago

**شرایط

١: لیست به له ٣ ساعتونو مخکی نه حذفوې.
٢: لیست پسې به ١ ساعت نشرات نکوې.
٣: کله کله موږ خپل یو لینک د لیست سره
ضمیمه کوو، د هغه په اړه به جنجال نکوئ.
٤: د پورته شرایطو به خیال ساتې کنه چینل به دې له لیست څخه حذف شي.

مننه❤️
جزاک الله خیر**
@FawadAkbari65
@FawadAkbari65

We recommend to visit

@speed_ad : Owner

Noyan | نویان
Content Creator & Sound Engineer
https://t.me/noyanrapi آدرس کانال ریمیکس های رپی

🛎 جهت اسپانسرینگ به آیدی پایین پیام دهید 👇👇

AD MIN : @Darushmalmir44 👈

Instagram:
https://instagram.com/djdarushmalmir