میکده/MaiKaDa

Description
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
❦ښه راغلاســـ❧ــــت❦
❦دلتـه به❧تاسـوتـه❦
❦شـــــــ❧ـــعرونه❦
❦بیتـــــًـ❧ــــونه❦
❦غزلْـــ❧ــــونه❦
❦نــظـ❧ـمـونه❦
موږسره پاتې شئ.😘♥✋

تبادله لپاره👇
@ABaran786
Advertising
We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago

1 month ago

غزل: همت کوچی

په سوال نه راځو په زور بېرته را ګرځو
د طوفان غوندې په شور بېرته را ګرځو

که حالات مو هر څو لرې لرې یوسي
خو پوښتنې ته د ورور بېرته را ګرځو

اوښکې پاکې کړه له سترګو نه دې جار سم
ته بې غمه اوسه مور بېرته راګرځو

توره شپه ده لاره ورکه یاران وایي
له دې وړاندې نه ځو نور بېرته راګرځو

چې وعدې رانه همته ماتې نه سي
ځان ته نه پرېږدو کوم تور بېرته راګرځو

1 month ago

غزل
زهر يې راکړل که نشه يې راکړه
اعتبار مړ کړمه دوکه ېې راکړه

سبا يې ډکې سترګې نشم ليدى
خدايه که لور راکوې مړه يې راکړه

يوه مچکه ده نو څه پرې کېږي
يره د حسن نظرانه يې راکړه

ما هسې ټوکو کې د تلو وويل
ويل يې تلى شې اجازه يې راکړه

مرې بهسودواله څه خوشال خو نه يې
په جار ونه وايې چې خوله يې راکړه

1 month ago

غزل

د یو وجود قدر سایه غواړي
ژوند څومره لویه حوصله غواړي

په ایینو باندې به نه ګرځېده
اوس ترینه څه خپله څېره غواړي

زه خو د خپلې برخې ویر کومه
نور رانه څه ماتمکده غواړي

د لیونیو خواهشونه ګوره
څوک دي چې خپله تماشه غواړي

د وجود سیر دومره خبره نه ده
یوازې زړه لږ ایینه غواړي

په ځمکه ویړې شوې د ستورو جلوې
کړاوه نور رانه څه شپه غواړي

کړاو منګل

1 month ago

رَبِّ اَنّيْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ!
زما مهربانه ربه! زہ بې وسه یم ته زما مرسته وکړه!

1 month ago

ژوندهٔ! نخرې کوهٔ، مزې کوهٔ، ملنډې وههٔ
ښهٔ ناروا، او بې ګناهٔ دې ایسار کړی یمهٔ.

1 month ago

ما ته چې زاړۀ ملګرې ګوري نو بوږنېږي به
باغ ومه خو شاړه مقبره دې رانه جوړه کړه
(ظهير نجيم)

1 month, 1 week ago

هغوی چې غواړو خپل یې کړو لرې کېږي، کوم چې غواړو لرې یې کړو را نږدې کېږي.

🥹

1 month, 1 week ago

زما د سر ویښته به دومره رژیدلي نه وو
که چېرته پاتې وای زخمونه به چاودلي نه وو

پښیماني مې تر عروج ده خو ته لرې لاړې
تا زما ضد ته لیدل زړه ته دې لیدلي نه وو

یاره د خپل احساس عذاب ته دې سپارلی یمه
داسې پردی دې کړم چې هیڅ مو پېژندلي نه وو

څه په وړه خبره هر پرهر ته زور ورکوي
زړه که فولاد وای مونږ به دومره نړیدلي نه وو

زړه به یې نه و د صنم غرور معلوم دی راته
ما خو په ځمکه څه ازغي ورته کرلي نه وو

کاش چې سدیسه ارزښتونه مو بلند ساتلی
اوس به د ښکلو له مزاجه غورځېدلي نه وو

1 month, 1 week ago

غزل

نه یې اسمان کوي او نه یې دغه ځمکه کوي
په ما بلا لیونتوبونه خپله ورکه کوي

تر میکدې نوی راغلی کس دې ځان وښایي
په جوماتونو کې اعلان د نا درکه کوي

د چا لپاره ده له ځانه سره مینه پکار
د چا لپاره دې له ځانه څخه کرکه کوي

له خدایه پټ نه پاتې کیږي د هیچا شیطانت
ځان ورته څومره ملایکه ملایکه کوي

که څوک پښتون نه وي هغه ته نو بیا مخه نشته
که څوک پښتون وي نو حیا به له نمکه کوي

که مو د ننګ جنازه پورته شوه کړاوه چېرته
څوک به یې ویر له کندهاره تر اټکه کوي

کړاو منګل

1 month, 2 weeks ago

زموږ ژوند زموږ د فکر په بنسټ روان دی، که فکر غلام وي ژوند په غلامي کي روان دی، که فکر حر او آزاد وي نو ژوند هم په آزادي کي تیریږي.!

We recommend to visit

کانال فیلم

Last updated 1 year ago

‌( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد ) ‌

‌آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار‌ ‌‌ ‌

‌‌𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads

𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot

Last updated 2 days, 15 hours ago

رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»

News & media website

تازه‌ترین اخبار ایران و جهان

ارتباط با ما :
@pezhvakads

اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==

Last updated 3 weeks ago