💎کانال ما:
🆔 @freezaban1
Last updated 2 years, 5 months ago
《♤هدف مو اسلام مقدس دین ته خدمت دۍ♤》
[دچینل بنسټ《1403/4/21》]
.
.
.
زمونږ دوهم چینل تازه خبرونه??
https://t.me/Afghan_midia
Last updated 2 months ago
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غم، او مصیبت په وخت کی دعاګانی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ،لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ،لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمُ.[بخاری ٩٣٩/٢ - مسلم ٣٥١/٢]
عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی،چې نبي کريم به د سخت مصیبت په وخت کی دا دعاء وئیله.
(۲)-اَللَّهُمَّ رَحْمَتَكَ أَرْجُوْ فَلَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ، وَأَصْلِحْ لِي شَأْنِي كُلَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنتَ.[ابو داود رقم ۵۰۹۰ ابن حبان رقم ۲۳۷۰ - وسنده حسن]
د ابو بكره رضی الله نه روایت دی فرمائي:چي رسول الله ﷺ فرمائيلي د پريشانه انسان دعاء داده.
(۳)-يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ بِرَحْمَتِكَ اسْتَغِيتُ.[الترمذي رقم (٣٤٣٢) - ابن السنى رقم (۳۳۷) - الحاكم ٥٠٩/١ -حدیث حسن]
د انس بن مالک الله رضی الله عنه نه روایت دی،چي نبي كريم ﷺ باندې به چې کله څه مصیبت راغی نو دا کلمات به یی ویل.
(۴)-اَللَّهُمَّ إِنِّيْ عَبْدُكَ وَابْنُ عَبْدِكَ وَابْنُ آمَتِكَ نَاصِيَتِيْ بِيَدِكَ،مَاضٍ فِيَّ حُكْمُكَ، عَدْلٌ فِيَّ قَضَاءُكَ، اَسْئَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَ لَكَ،سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ، أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ،أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ أَنْ تَجْعَلَ الْقُرْآنَ رَبِيعَ قَلْبِي وَنُورَ صَدْرِيْ وَجَلَاءَ حُزْنِيْ وَذَهَابَ هَمِّيْ.[صحيح ابن حبان ۲۳۷۲ - الحاكم ٥٠٩/١ - احمد رقم :۳۷۱۲ - سلسلة الاحاديث الصحيحة ٣٣٧/١ ، رقم ١٩٩]
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی:چې رسول اللهﷺ فرمائيلي دی: چې کله هم يو کس ته غم يا خفګان ورسي،او دا دعاء یی ووئيله.......نو الله د هغه دغه غم او خفګان لرې كوي،او د هغي په ځای خوشحالي وركوي،عبد الله بن مسعود الله فرمائي:چي صحابه کرامو عرض وکړو يا رسول الله مونږ دا دعاء نه يادو؟رسول الله ﷺ وفرمائيل:ولي نه هر اوريدونكي له مناسب دي چې ياده لي كړي.
(۵)-اَللّٰهُ اَللَّهُ رَبِّيْ لَا أُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا.[ابو داود رقم ٥٢٥ - ابن حبان ٢٣٦٩ - ابن ماجه رقم ۳۸۸۲-احمد ٣٦٩/٦ - وسنده حسن]
اسماء بنت عميس فرمائي:ما ته نبي كريم ووئيل:آیا تا ته يو څو کلمات ونه ښايم چې ته هغه په وخت د مصیبت كښي ووایی.
(۶)-لَا إِلَهَ إِلَّا اللّٰهُ الحَلِيمُ الكَرِيمُ،سُبْحَانَهُ وَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ،وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.[رواه احمد و النسائي وابن حبان والحاكم وصححه ووافقه الذهبي،وقال شعيب الارنووط:حديث صحيح]
علي بن أبي طالب رضي الله عنه فرمائي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم ماته دا كلمات وښودل،اوبيا ئي ماته امر وکړو چه کله په تا څه مصيبت يا تكليف راشی نودا كلمات وايه.
(۷)-:حَسْبِيَ اللّٰهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ.
د عوف بن مالك رضي الله عنه نه روايت دى چه رسول الله صلى الله عليه وسلم يوصحابی ته وفرمائیل:چه کله درباندی یوکار مشکل شی بیا : حَسْبِيَ اللهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ، وايه.رواه احمد وابوداود
(۸)-په حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم باندی درود شریف لوستل.
(۹)-دهری پریشانی نه نجات او د رزق برکت.
دعبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائی:چاچه استغفار لازم کړو ( یعنی اهتمام ٹی وکړو) نوالله پاك به ورته په هره تنګسیا کښی لارورکړی،او دهر غم نه به نجات ورکړی،اودهغه طرفه به رزق ورکړی دکوم نه چی یی، فکر او گمان هم نه وی.رواه ابوداود
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:دمجلس(۱۷)نبوی سنتونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-بی ضرورته مجلس کې نه کیناستل.
(۲)-دګناه په مجلس کې نه کیناستل.
الله جل جلاله فرمائي:{ وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آَيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ}
الأنعام-۶۸
او کله چې تا وليدل هغه کسان چې باطل گپ شپ یی لګولو زمونږه په ایاتونو کې نو ته دهغې څخه اعراض وکړه،
الله جل جلاله فرمائي{إِذَا تَنَاجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ}المجادلة-۹
کله چې تاسو جرگی کوی نو په ګناه او زیاتی باندی جرگی مه کوی.
(۳)-په مجلس کې دالله ذکر کول.
(۴)-په مجلس کې په نبی علیه السلام درود ویل.
هیڅ يو قوم يو مجلس نه کوي چې په هغې کې دالله ذكر ونه کړی او په نبی علیه السلام درود ونه وائي مگر دغه مجلس به پدی باندی سبب دخفګان او پریشانی وي.الترمذی
(۵)-دمجلس نه د پاڅیدو په وخت کې دادعا ويل.
سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ،أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ.ابوداود
فائدة :که یو مجلس کي دګناه خبره شوی وی ددی په وجه هغه معاف كيږى او كه نيك مجلس وي نو په هغې دخير
مهرلگیری.
(۶)-په مجلس کې دا كلمات ډيره ويل.
رَبِّ اغْفِرْ لِي وَتُبْ عَلَىَّ، إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِیمُ.الترمذي
(۷)-دخوشحالی دخبر د اوریدلو په وخت کې سجدة الشكر کول.
نبی علیه السلام ته چی به کله دخوشحالی زیری راغی الله ته به یی دشکر سجده ولګوله.ابوداود
(۸)-دخوشحالی دخبری اوریدلو په وخت دادعا ویل.الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي بِنِعْمَتِهِ تَتِمُّ الصَّالِحَاتُ.ابن ماجه
(۹)-دخفگان دراتلو په وخت کې:الحَمْدُ لِلَّهِ عَلَى كُلِّ حَالٍ:ويل: ابن ماجة صححه الألباني في الصحيحة (٢٠٧٠)
(۱۰)-هغه څوك چه به مجلس ته راغی چې نبی عليه ته به یی نوم خوښ نه وه هغه به یی بدل کرو.
کله چی به نبی علیه السلام ته داسی سری راغلی چې دهغه به داسی نوم وو چی نبی علیه السلام ته به خوښ نه وو هغه به یی بدلو.اخرجه ابن مسند
(۱۱)-د جنابت په وخت د خوب کولو لپاره اودس کول.
کله چی به نبی صلی الله عليه واله وسلم اراده لرله چې ويده شي او هغه به جنب وو نو دلمونځ اودس پشان اودس به یی وکړو.ابوداود
(۱۲)-د دروغو سره بغض کول.
رسول الله صلى الله عليه واله وسلم ته په ټولو اخلاقو کې دروغ دیر مبغوض وو.شعب الایمان للبیهقی
(۱۳)-دپرنجي په وخت کې لاس یا کپړه په خوله کيښودل.
(۱۴)-دپرنجي په وخت کې اواز ښکته کول.
رسول الله صلى الله عليه واله وسلم چی کله به یی پرنجی کولو نو خپل لاس او یا کپره به یی په خپله خوله کیښودله او اواز به یی ښکته کولو.ابوداود
(۱۵)-پرنجي کونکى به الحمد لله وائى.
(۱۶)-اوریدونکی به ورته يرحمك الله وائى.
(۱۷)-پرنجی کونکی به ورته يهديكم الله ويصلح بالكم وائى.احمد صححه الالباني في الصحيحة
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۷)برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:دڅښاک سنت(۱۶)سنتونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دڅښاک په ابتداء کی بسم الله ویل.
(۲)-په ښي لاس څښاک کول.
مسلم روایت کری:كله چې يوتن څښاك كوي نو په ښي لاس دى څښاك وكړي.
(۳)-په ناسته باندی څښاک کول.
نبي صلى الله عليه واله وسلم ددى څخه منع کړی ده چې یو سری په ولاړه باندي څښاك وكړي،مسلم۲۰۲۴
(۴)-په (۳)دري ځلی سا اخیستلو باندی څښاک کول.
انس رضی الله عنه فرمائی:چې رسول الله صلى الله عليه واله وسلم به داوبو د څکلو په موقع دری کرتی دلوښی څخه بهر سا اخستله،البخاری ومسلم.
(۵)-دمشک دخولی څخه څښاک نه ځان ساتل.
بلکه په لوښي کي دمشك څخه اوبه اچول او بيا څكل
رسول الله صلى الله عليه واله وسلم دمشك دخولي څخه دڅښاك نه منعه کړی ده.البخاری
(۶)-دڅښاک څخه روسته الحمد لله ویل.پدی الله راضی کیږی.
(۷)-په لوښي کې دتنفس څخه ځان ساتل ځکه چی دا دحیواناتو عادت دی.
(۸)-په لوښي کې دپوکی څخه ځان ساتل.
رسول الله صلى الله عليه واله وسلم په لوښي کې تنفس کول ساه اخستلو او په لوښي کې دپوکي کولو څخه منع کریده.احمد صححه الألباني في الصحيح الجامع/٦٨٣١
(۹)-دپیالی یا جام دمات شوی ځای نه څښاک نه کول.
نبي صلى الله عليه واله وسلم منع فرمایلي دي دڅښاك کولو نه دکندو او کندم شوی ځای دپیالی او د جام څخه.ابوداود وصحیح الجامع
(۱۰)-دسرو زرو يا سپينو زرو په لوښي کې د څښاک کولو نه ځان ساتل.
د سرو زرو او سپینو زرو لوښو کې مه څښئ او مه خورئ،ځکه دا د هغوی (کافرانو) لپاره په دنیا کې دي، او زمونږ لپاره په آخرت کې دي.متفق علیه
(۱۱)-که چيرته لږ څښاک زيات شي او بل چاته یي ورکوي نو ښي طرف كې چې څوك دى هغه ته دی ورکری.
په صحیح حدیث کې راځي چې رسول الله ﷺ یو ځل اوبه وڅښلې، ښي طرف ته یو اعرابي (بدوي) ناست و او چپ طرف ته ابو بکر رضی الله عنه. حضرت عمر رضی الله عنه وویل:یا رسول الله! دا اوبه ابو بکر ته ورکړه ځکه چې هغه د مقام له نظره ډېر فضیلت لري.
خو رسول الله ﷺ وفرمایل:ښي طرف والا مستحق دی او اوبه یې اعرابي ته ورکړې.بخاری
(۱۲)-دزیات څښاک کولو څخه ځان ساتل.
مؤمن په يوه كولمه څښاك كوي او کافر په اووه کولمو څښاك كوي،مسلم
(۱۳)-داسراف څخه ځان ساتل.
الله جل جلاله فرمائی:{كُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا}خوراك او څښاك كوئ او اسراف مه کوی.
(۱۴)-دخوږ او یخ څښاک سره مینه کول.
كَانَ أَحَبُّ الشَّرَابِ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْحُلْوَ الْبَارِدَ.احمد صححه الألباني في صحيح الجامع / ٤٦٢٧/
نبی علیه السلام ته محبوب څښاک خوږ او يخ وو.
(۱۵)-ساقی به اخره کې څښاک کوي.
{ساقِي القَوْمِ آخِرُهُمْ شُرْبًا}ترمذي صححه الألباني في صحيح الجامع/ ٣٥٨٩/د قوم ساقی به اخره کي څښاك كوي
(۱۶)-دشیدو سکلو په وخت کې دادعاء ويل.{اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِيهِ وَزِدْنَا مِنْهُ}ابن السني/ ٤٧٤/الصحيحة/٢٣٢٠/
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۶)برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
د خپل پیغمبر ﷺ نصیحت ته غوږ شئ او خپل ژوند وژغورئ
أطفئوا المصابیح بالليل» [بخاری: ۶۲۹۶)
ژباړه: «د شپې د خوب په وخت کې څراغونه بند کړئ.»
إِنَّ هَذِهِ النَّارَ إِنَّمَا هِيَ عَدُوٌّ لَكُمْ فَإِذَا نِمْتُمْ فَأَطْفِئُوهَا عنکم» [بخاری: ۶۲۹۴]
ژباړه: «اور ستاسو دښمن دی، نو کله چې ویده کېږئ، هغه بند کړئ.»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوری! علم زده کړه!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که سری علم زده کړي نو یوازې به خپل ځان وژغوري مګر که ښځه علم زده كري ، د يوې لويې کورنۍ د ژغورنې سبب به شي. خوری ! آیا د رسول الله ﷺ دغه حدیث شریف ته دې پام کړی چې فرمایي: «مَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللهُ لَهُ بِه طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ » [صحيح مسلم / ٢٦٩٩] ژباړه: هر څوک چې د علم په ترلاسه كولو كې لاره ووهي ، الله تعالی جنت ته تلل ورته آسانه كوي».
ډېری خلک شکایت کوي چې زمونږ ښځې داسې او هغسې دي ، ګوره ښاغلیه سریه خپله خور او خپله مېرمن دې د تفسير او ترجمي ، حدیث او سیرت درسونه ته پرېښې نده نو څنګه د دې په تمه يې چې د سلف د مېرمنو په شان دې چلند وکړي ؟
امام ذهبي وايي د سلف د ناوې ګانو په جهیزیه کی به د مختصر امام مزني کتاب موجود و. [سیر اعلام النبلاء].
سبحان الله ، دوی ته يې په جهیزیه کې کتابونه اخیستل تر څو دخاوند مقام ، د ماشومانو روزنه او له ديني احکامو څخه خبرې شي ، مګر نن څه شوي ؟ آيا د جامو مینځلو په ماشین او.... کولی شو خپل دین مکمل کرو ؟
شيخ محمد بشير ابراهيمي رحمه الله فرمايي: «مسلمانه ښځه باید علم زده کړي ، بايد وروزل شي مګر په دې شرط چې دغه کار به د دین او اخلاقو په
دایره کې وي مګر که ښځه جاهله وي ، خاوند یې زړه توری کوي او ماشومان
يې بې لاره کېږي او د تباهۍ لوري ته ځي.
د ښځو ديني علم ، ښخې د پاک لمنی په لوري بيايي ، او جهالت د ښځو دسقوط سبب ګرځي استعمار د ښځو د ديني علم په ضد دی ځکه چې ديني علم ښځه د صلاح په لوري بيايي او سبا بله ورځ صالحه ښځه او صالحه مور ترې جوړېږي ، چې په په پایله کې د داسی صالحی ټولنې او صالح نسل د را منځته کېدو سبب ګرځي چې په سالمه عقیده ، تینک ایمان او اخلاقو به سمبال وي » [الآثار ۳۱۳۸۴].
د بغداد په جامع جومات کې د صحاح جوهري کتاب د يوې ښځې د لاس په
کرښو شتون لري چې ښکلی خط هم لري ، د دغه کتاب لیکواله مریم بنت عبد القادر وايي: هيله منده یم هغه کسان چې په کتاب کې ځيني غير عمدي اشتباهات ويني ، ما وبښي ځکه چې ما په ښي لاس کتاب لیکه او په کیڼ لاس مې د زوی زانګو ښوروله » مجله لغة العرب ، کرملی (۱۹۲۸ ميلادي).
خورې ، د سلف ټولې مېرمني عالمانې وې ، د تفسير او حدیث په علم سمبال شوې وې ، مېړونو يې د سړیو لپاره او مېرمنو يې د ښځو لپاره دعوت کاوه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه څه چې باید ټولې مسلمانې ښځې پرې پوهې شي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو له نظره د ژمي ارزښت او فضیلت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو د روژې له میاشتې، وروسته ژمی خوښاوه،او په هغه کې یې زیات عبادتونه کول.او د دې اوږدې شپې يې په عبادتونو خوندورې کولی او ورځې يې په جهاد او د دين په تبليغ کې تېره ولی.
امام ابن رجب حنبلي په طائف المعارف کې له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وايي:(ژمی ته ښه راغلاست،برکت په هغی که نازلیږی،شپی د لمانځه لپاره اوږدیږی او ورځ د روژی نیولو لپاره لنډیږی.[الطائف المعارف].
امام ابن رجب حنبلي رحمه الله په کتاب [الطائف المعارف]. کې یو روایت له عبید بن عمیر رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې دژمی میاشت په باره کې فرمایلي دي:ای د قرآن شریف خلکو شپه اوږده شوه د قرآن تلاوت ته،نو د قرآن تلاوت وکړئ[لطائف المعارف]
وعن عمر قال: «الشتاء غنيمة العابد» (مسند احمد صححه الباني).
همدارنګه له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی،(ژمی د عبادت کوونکو لپاره غنیمت دی)[حلية الأولياء].
عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما به د ژمي په موسم کې ویل:ای د قرآن شریفو خلکو ستاسو دشپی لمانځه لپاره شپه اوږده ده.او ستاسو دروژې نیولو لپاره ورځ هم لنډه شوې ده [موسوعة ابن أبي الدنيا : ١/ ٣٢٣].
هو،ژمی په دې یخ موسم کې تر ټولو لنډې ورځې او تر ټولو اوږدې شپې لري،ژمی مومنانو لپاره ښه فرصت برابروي.ترڅو د الله سبحانه وتعالی عبادت ته مخ کری،په همدې ډول صحابه کرامو هم دا موسم د ثوابونو د ترلاسه کولو لپاره ښه فرصت ګڼلی دی.
نو ای دصحابه کرامو پیروانو ددغه راروان ژمی څخه،دصحابه کرامو په شان استفاده وکره،اجازه مه ورکوئ چې ستاسو عمر پکی ضایع شي،او تاسو ونشئ کولی له هغې څخه ګټه پورته کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کتاب:زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان
عبد الحمید بن بدیس رحمه الله فرمایي:که یو هلک ته تعلیم ورکړئ، یوازې یو کس ته زده کړه ورکوئ، خو که یوې انجلۍ ته تعلیم ورکړئ، نو په حقیقت کې تا یو ملت ته تعلیم ورکړئ!
"په اسلام کې د لور فضیلت، ارزښت او مقام"
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ژمي فضائل د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم د احادیثو له نظره
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په څو مبارکو احادیثو کې دژمی دفضیلت په اره ویلی دی او د هغه راتګ یې د مؤمنانو لپاره خیر بللی دی.
تاسو ته باید دغه یادونه وکړم چې هغه ورځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو لپاره غوره او دفضیلت څه دکی ګڼلې دی.دیری لندی دی لکه مثال روژه، د رمضان وروستۍ لس شپې د شوال، د ذی الحجې لومړۍ لس ورځې،د تشریق ورځې و...،خو تر ټولو اوږدی او دفضیلت ورځې او شپی په حقیقت کې دژمی دي چې د ټولو چارو لپاره کافي وخت پکی شتون لري.
البته د ژمې دفضیلت د بیانولو غرض دا دی چې په دې کې هم د رمضان په څېر ډېر نیک عملونه کېږي ترڅو انسان په خپل ځان کې بدلون راولي.او هغه پخوانی کس نه وسیږی.
له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ژمی د مؤمن پسرلی دی، شپې یې اوږدې دي، نو شپې ئی دتهجد لپاره او ورځې یې لنډې دی نو ورځی ئی د روژی لپاره»[مسند احمد].
په یو بل صحیح حدیث کې هم راغلی دی( عامر بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په ژمي کې روژه نیول د خوشحالۍ غنیمت دی)[ترمذی : ۷۹۷]
مومن باید دژمی وخت ضایع نکړي، دهغی څخه باید د سرو زرو په څیر استفاده وکری،
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اې مومنه؛ژمی ستا لپاره یو خبرداری دی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اې مؤمنانو؛پوه شی چې د ژمي یخنۍ موږ ته د دوزخ د سختې یخنۍ خبر راکوي، ځکه چې دوزخ یخنۍ او تودوخه دواړه لري.
زما ورور الله جل جلاله دې تا په دې پوه کړي چې په دوزخ کې لمر د شدید تودوخې سره سخت او یخ دی، خو په جنت کې داسې نه دی، الله تعالی فرمايي:مُتَّكِثِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زمْهَرِيرًا) [الإنسان: ١٣].
معنی: هلته په ښکلو بسترونو کې استراحت کوي، نه لمر ويني او نه ساړه.
هو،ژمی آخرت ته د چمتو کیدلو لپاره یو فرصت دی،چی دحشر ورځې لپاره تياری ونیسی،که نه نو دوزخ هغه ځای دی چې سخته ګرمي او یخنۍ درته انتظار باسي.
ګرانو مؤمنانو،د ژمي مقصد،د قیامت ورځي ته تیاری نیول دي.ځکه چې د ژمي په راتګ خلک یو ځل بیا په دې پوهوي چې ژوند یې لنډ شوی دی،خپل قبر ته نږدې شوی،او حجت ورباندی قایم شوی؛نو ددې څخه د ځان ساتلو لپاره یو څه وکړئ ځکه چې د ژمي یخنۍ د دوزخ یوه برخه ده.
ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:په سخته ګرمۍ کې، د ماسپښین لمونځ هغه وخت وکړئ کله چې هوا لږ سړه شي،ځکه چې د تودوخې شدت د دوزخ له تنفس څخه دی.د دوزخ ور الله ته شکایت وکړ چې زما بعضی حصه بعضی نور له منځه وری،الله عزوجل هغه ته په کال کې دوه ځله دتنفس کولو اجازه ورکړه، یو په ژمي کې او بل په اوړي کې، د هغه د ژمي تنفس سخت ساړه او د اوړي د تنفس سخت ګرم دی.بخاری : ٥٣٧.٥٣٦]
نو دې سفر ته د یو څه کولو لپاره؛ موږ باید ژمی په داسې حال کې تېر کړو چې سم صحیح او مثبت ځواب ورته ورکولی وه شو، او دا به هغه وخت وه شو کولی چې ژمی مو په عباداتو، نیکو اعمالو، په ښایسته اخلاقو،د نیکۍ په امر او له بدیو څخه په منع کولو تېر کړو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
أُوس الله تعالی دریم حکم بیانوی خاوندانو ته وایی چه د خپلو ښځوسره ښائسته ژوند تیروی او پکارده چه تاسو خپلو ښځو سره په وړو وړو شيانو
باندی بد اخلاقی ونکړی ترڅو چه د فاحشی اندازی ته نه وی رسیدلی چه سری د هغی د برداشت نه مجبوره شی لکه همدا مضمون نبی کریم الله په ډیرو احادیثو کی بیان کریدی فرمائی:(لا يَفْرَكُ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةٌ إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخر) (صحیح مسلم کتاب الرضاع ٤٧٥/١) -
مؤمن سری دی د مؤمنی ښځی سره بغض نه کوی ځکه چه که د هغی یو خوئ خصلت ئی خوښ نه شی بل به ئی خوښ شی نو پکار ده چه د هغی په نیکیو باندی نظر واچولی شی او د هغوی د بدیو نه سترګی پتی کری شی ځکه چه ډیر کرته بد سلوك په تعلقاتو کی سختی د غیرو سره تعلقات د نافرمانی او بد اخلاقی سبب کیږی-
حافظ سیوطی په (الاکلیل) کی لیکلی دی چه دا آیت کریمه دلالت کوی چه د ښځی سره ښائسته سلوك كول واجب دی په خاوند باندی لازم دی چه د هغی پوره مهر ادا کری په اخراجاتو او د نمبر په تقسیم کی انصاف وکړی د هغی سره نرمی خبری اتری وکړی او بغیر د سبب نه هغه و نه وهی او نه د سختى سلوك وكرى (قاسمی ٢٤٩/٢) والمنار)
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ
عبد الله بن عباس رضی الله عنه معنی کوی:(أَى طَيِّبُوا أَمْوَالَكُمْ لَهُنَّ وَحَسَنُوا أَفَعَالَكُمْ وَهَيْئَاتِكُمْ بِحَسَبِ قُدْرَتِكُمْ كَمَا تُحِبُّ ذَلِكَ مِنْهَا فَافْعَلُ أَنتَ بِهَا مِثْلَهُ) [قاسمی و ابن كثير وحکمت القرآن]
یعنی هغوی ته مزیداری (او نرمی) خبری کوی او خپل افعال او هيئات هغوی ته ښائسته کړی څومره چه ستاسو و سه وی لکه څنگه چه ته د هغی نه دا کارونه خوښوی نو ته هم د هغوی سره دغه شان کوه دارنګه تندی ورته مه ترش کوه او پدی کی دا هم
داخلیږی چه که خاوند وس لری نو د ښځی دپاره خادمه و نیسی کله چه زنانه ته د خدمت تکلیف وی.
د ښځو سره د نيك ژوند تیرولو ترغیبات
په اسلام کی د ښځی سره د ښائسته سلوك كولو ډیر تاکید راغلی دی یو خو دا آیت دی چه ته ئی تشریح ګوری دارنګه نبی کریم ﷺ فرمایلی دى(خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِأَهْلِهِ وَأَنَا - خَيْرُكُمْ لِاهْلِی)چه تاسو کی د تولونه غوره هغه دی چه د خپلی ښځی دپاره غوره وی اوزه د خپلو بیبیانو دپاره ستاسو نه ښه یم- دا حدیث د الفاظو په معمولی فرق سره د عائشی رضی الله عنه ابن عباس او معاویه رضی الله عنهم نه ترمذی، ابن ماجه، طبرانی او حاکم و غیر هم روایت کریدے۔ وصححه الالباني واحمد شاكر)
حافظ ابن كثیر او قاسمی رحمه الله وائی : درسول الله صلی الله علیه واله وسلم سلوك د خپلو بیبیانو سره انتهائی درجه ښائسته وو همیشه به ئی د هغوی سره په خندین مخ باندی خبری کولی، د هغوی سره به ئی توقی کولی، او ام المؤمنین عائشی سره به ئی منده و هله هره شپه به ئی د هغوی ټولو سره په شریکه خوراک کولو او د اوده کیدو نه مخکی به ئی د خپلی بی بی سره ډیر وخت پورے خبرے کولی، او د نبی کریم الله صلی الله علیه واله وسلم مبارك ذات د هغه د امت د افرادو دپاره نمونه ده پدی وجه مسلمانانو لره هم د خپلو ښځو سره داسے سلوك كول پکار دی-
الله تعالى فرمائی : ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أَسْوَةٌ حَسَنَةٌ ﴾ چه د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ذات ستاسو دپاره ښاائسته نمونه ده (قاسمی (٢٥٠/٢)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حکمت القرآن جلد۳مخ۴۷۳
💎کانال ما:
🆔 @freezaban1
Last updated 2 years, 5 months ago
《♤هدف مو اسلام مقدس دین ته خدمت دۍ♤》
[دچینل بنسټ《1403/4/21》]
.
.
.
زمونږ دوهم چینل تازه خبرونه??
https://t.me/Afghan_midia
Last updated 2 months ago