( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago
زمونږ د تورتمو مسیر قائم به ترسهاره وي
دا سپیڅلی یون به مو ملګری ټوله لاره وي
دا ستړی ولس د امن غېږه کې خوشحاله دی
پل او هر قدم ددې کاروان د خدای لپاره وي
ډاډ به پسرلی په عطورو وږمو وپاشي
سپین بیرغ رپانده دې له کلي نه ترښاره وي
وقف مو شیرنې آزادۍ ته دنګ سرونه کړل
امر اطاعت به مو همیش له خپل سالاره وي
دا هجران به خوښ په مسته غېږه د حریت کې وي
دلته دې د شر فساد بلا همیش سنګساره وي
نذیرالله هجران
د انقلابي شاعر چینل درسره جائین کړئ
د اسلامي نظام قانون به پردي څه پېژني
هسکه شمله ګرځه ولس دې یاره ښه پېژني
د مقدسې مینې خوږ انځور دې ویني نړۍ
خپل شجاعت به دې په ټوله نړۍ وپېژني
پرواه یې مه کوه که نور یې پېژندلی نه یې
په سَیاست او په جګړه کې دې ډېر ښه پېژني
په اسلامي نظام سنتو او فرهنګ د اسلام
که څوک مو سیال وي نو ځانونه دې را وپېژني
مونږ یهودي قانون نه کړی بغاوت"هجرانه"
په رسمیت باندې مو ځکه نړۍ نه پېژني
نذیرالله هجران
زما د خوښۍ اوښکې په ګرېوان کې مېلمنې
بیــخي داســې رڼـــې لکه اوبه د قوشــتېپې
دا خاوره مو وجود دی او اوبه یې زمونږ وینه
اخیــستې یې زمونـــږه له رګـــونو سرچــینې
پامیره داسې دنګ به وي زمونږ د غیرت څلی
د ســــتا په شان مو دنګې دي سپېڅلې ارادې
هېواده جوړې دې د سیالانو سره سیال دوی
په غـــېږه د کابل کـــې دي د امـــن فرښتې
د امن لمـــر ختــــلی له واخانه تر هــــلمنده
وژلـــي یې د هر ســـتم او هر جــــبر تیارې
زرین به وي راتلونکی په یو نوي باب هجرانه
تاریـــخ به یادوي د پګــــــــړۍ والو کارنامې
نذیرالله هجران
حسیـــنې آزادی په تنـــدي ښــــــــکل مو کـــړې کـنه؟
د ستـړي انقـــــلاب د پکــــــړۍ ول مــو کــــړې کـنه؟
د ګــــــردې نړۍ ستـــــرګې مــو درواړوې هــــــېواده
غــــازي افغــــانســــــــتانه ستر اتل مو کــــــړې کـنه؟
وفـــــا مو په وعــده د توحید سپـین بیرغــــه وینې؟
رپـان د ارګ په بـام او په کابـــــــل مـو کــــــړې کـنه؟
نړۍ سره ډغــــــــــــــــــرې سوپر پاور ایټم خیل دي!
د هر چا خوله کې سخت سواله ځه حل مو کړې کنه؟
سپرلیـــه د ســینې دې پرهـــرونو سیال مې نه شوې
په ګــل ګـــل پرهــــرونو اې خِجـــــل مو کــړې کـنه؟
وجــوده د لمـــبو او تورو منـــځ کې مو حــصار کړې
بارودو او لمــــــبو ســــره منــــحل مو کــــــړې کـنه؟
په ذهـن باندې بوج وې د شـــمشـــاد ســـالار عجیب
حُجـومـــه د لفظــــونو خـوږ غـــــزل مو کـــړې کـنه؟
محمد حکیم شمشاد
??????
دلته به تاسو ته وخت په وخت لیکلي خپل شعرونه نشروم چینل درسره جاین کړئ ملتیا مې وکړئ
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 months, 1 week ago