بزرگ ترین چنل کارتووووون و انیمهه 😍
هر کارتونی بخوای اینجا دارهههه :)))))
راه ارتباطی ما: @WatchCarton_bot
Last updated 3 weeks, 6 days ago
وانهُ لجهادٍ نصراً او إستشهاد✌️
Last updated 1 year, 1 month ago
⚫️ Collection of MTProto Proxies ⚫️
🔻Telegram🔻
Desktop v1.2.18+
macOS v3.8.3+
Android v4.8.8+
X Android v0.20.10.931+
iOS v4.8.2+
X iOS v5.0.3+
🔴 تبليغات بنرى
@Pink_Bad
🔴 تبلیغات اسپانسری
@Pink_Pad
Last updated 2 weeks, 3 days ago
د افغانستان بانک وايي، دمګړۍ په ټول هېواد کې د اې، ټي، اېم یا د پیسو د اخیستو ۲۸۰ ماشینونه فعال دي. د کابل ښار ځینې اوسېدونکي، د افغانستان بانک له لوري د دغو ماشینونو د لازیاتولو غوښتنه کوي. د افغانستان بانک ویاند وايي، اېف پي کارت چې یو ملي کارت دی او طرحه یې د افغانستان بانک له لوري جوړه شوې، دمګړی د اې، ټي اېم په ټولو ماشینونو کې فعال دی.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندې ټاکنې وشوې:
۱.د خوست ولایت مخکنی والي ملا بسم الله عبدالله، د استخباراتو عمومي ریاست د اداري او تامیناتي معاون په توګه.
۲. د نیمروز ولایت مخکنی مرستیال مولوي عبدالقیوم روحاني، د خوست ولایت د والي په توګه.
د کورنیو چارو وزارت د مالي او بودیجې ریاست مخکنی رئیس حاجي محمد وزیر، د غزني ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د رئیس په توګه وټاکل شول.
لغمان کې له 350 تنه ځوانانو څخه د امارت پیژندنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.
۶ - د افغانستان خلک ډېر زورېدلي دي، ډېر ظلمونه پرې شوي دي او ډیرې قربانۍ یې ورکړې دي، دا کامیابي د دې خلکو د قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوې، نو د دې خلکو به ډېر قدر کوئ، خدمت به یې کوئ او فریاد به یې اورئ، دا چې پرون یې موږ ته په خپلو کورونو کې ځای راکړی و او د خپلې خولې ډوډۍ یې راسره نیمایي کوله نن که یې هیر کړو دا بې وفایي او جفا ده چې د مجاهد له شان سره بیخي نه ښایي.
۷ – هیڅوک باید ناحقه ازار نشي، که څوک بندي کېږي باید وار له مخه یې ښه پوښتنه وشي چې چا یې بې ځایه شکایت نه وي کړی یا په لږ جرم ډیر تکلیف ورته ونه رسیږي نو احتیاط کوئ چې څوک ناحقه در څخه ازار نشي.
۸ - په اسلامي امارت کې هیڅ تفرقه او تبعیض ځای نه لري، د جنوب سړی به په شمال کې مسئول وي، د شمال به په جنوب کې مسئول وي او خدمت به کوي.
۹ – امتیاز به په تقوی، اهلیت او امانت داري سره وي. د قوم، ژبې، سمت او قرابت فکر باید په مسئولینو کې پیدا نشي او که چېري په چا کې دا مرض وي ټول ورته متوجې شئ مخه یې ونیسئ.
۱۰ - چې چېري څوک محتاج وي او پرې خبرشئ ځان ورته رسوئ، نور دا فرق مه کوئ چې څوک دی او چېري دی.
۱۱ - دا دور تېرېږي موږ اوتاسو باید کوښښ وکړو چې اینده نسلونو ته یو ښه تاریخ ، ښه لوایح او ښه اصول پرېږدو، زیاته توجه اخرت او د الله تعالی رضا ته وکړو.
۱۲ - رازق او ساتونکی مو الله تعالی دی د دنیا ټول قوتونه نه ستاسو څخه رزق اخیستلای شي او نه یې در څخه بندولای شي او نه مو هم ژوند اخیستلای شي، په الله تعالی توکل کوئ او د الله تعالی د رضا کوښښ کوئ.
۱۳ - خلکو ته د اسلامي احکامو او اخلاقو لپاره ترغیب ورکړئ، تشویق یې کړئ، د بې ځایه زور پرځای یې په تشویق وهڅوئ، په زور خلک نفرت در څخه کوي اوپه تشویق ملګرتیا او اخلاص درسره کوي.
۱۴ - کوښښ وکړئ چې هغه د جهاد د دور شرعي عادات او دیني معمولات، تعلیم او تعلم درڅخه پاته او هیر نه شي.
۱۵ - له قرآن کریم سره تعلق ساتئ، اقلاً د ورځې په یوه وخت کي یې در اخلئ او تلاوت یې کوئ.
۱۶ - په لوړو وظیفو مه خوشاله کېږئ او چې له وظیفو لیري شئ مه خفه کېږئ، مطلب په منصب پسي زړونه مه تړئ.
۱۷ – د تېرو دورو له بدنامو څېرو څخه عبرت واخلئ نو له داسې کارونو او اخلاقو څخه ځانونه وساتئ چې د بدنامۍ او بدګمانۍ سبب وګرځي؛ بلکې د سلفو صالحینو اخلاق په ځانو کې راولئ. –
له فقیرانو سره مرسته:
د افغانستان په سرمایه دارو او مالدارو ږغ کوم چې د اختر په دې مبارکو شپو ورځو کې ناداره او فقیر افغانان درسره یاد لرئ، هغوی زموږ او تاسو وروڼه دي، د هغوی سره مرسته او همکاري زموږ تاسو وجیبه ده، ټول به د خپلو امکاناتو په دننه کې له خپلو غریبو خلکو سره مرسته او کومک کوئ.
په پای کې یوځل بیا تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم، الله تعالی دې ټول له هر ډول آفاتو څخه وساتي او الله پاک مو کامیابه لره. و السلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی
۲۷ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق
۱۸/۱/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/4/6م
جمعه ❤مبارکه ورځ:
په دې ورځ سورت کهف تلاوت کول او درود شریف ویل ځانګړی اجر لري.??
بزرگ ترین چنل کارتووووون و انیمهه 😍
هر کارتونی بخوای اینجا دارهههه :)))))
راه ارتباطی ما: @WatchCarton_bot
Last updated 3 weeks, 6 days ago
وانهُ لجهادٍ نصراً او إستشهاد✌️
Last updated 1 year, 1 month ago
⚫️ Collection of MTProto Proxies ⚫️
🔻Telegram🔻
Desktop v1.2.18+
macOS v3.8.3+
Android v4.8.8+
X Android v0.20.10.931+
iOS v4.8.2+
X iOS v5.0.3+
🔴 تبليغات بنرى
@Pink_Bad
🔴 تبلیغات اسپانسری
@Pink_Pad
Last updated 2 weeks, 3 days ago