( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 weeks, 1 day ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month, 1 week ago
د زړه د تقاضا په وړاندې ډېر یمه ناتوان
ټولواکه!! د یو مړه انسان په څېر یمه ناتوان
ته ګوره! پر سینه مې تور لېوان پلونه ایږدي
هم صوات،هم باجوړ او هم بونېر یمه ناتوان
جانانه!! لمریز مخ دي کړه څرګند چې شي رڼا
د تورو شپو په غېږه کې راګېر یمه ناتوان
د ژوند په لویه لاره یم په مات قدم روان
داغونه مې پر زړه جوړ دي بې شمېر،یمه ناتوان
غمونو!! د کور لاره مې ښودلې درته چا
خوښيو!! زما په خیال له تاسو هېر یمه ناتوان
یارمله!! د موسکا دلیل به څنګه شي پیدا
دردونه وي هر وخت رانه چاپېر،یمه ناتوان
نن خو همدلته ؤ،سبا به کاروان چېرته رسي?
ورسره مل زموږ نیمګړی ارمان چېرته رسي?
په شور ماشور کي پنځه وخته اذان چېرته رسي
اې!! له ممبره به دا ږغ د قران چېرته رسي?
راځه له تندي د خلاصون بله چاره پیدا کړو
د للمي غېږي ته څو څاڅکي باران چېرته رسي
سپېڅلې ځمکه او بدرنګه تفکر د خلکو
وروسته له دې به د ډبرو بتان چېرته رسي
راځئ په غبرګو خلاصو سترګو ورته وګورو چي
د غره له سره دا لوېدونکی انسان چېرته رسي
د ويښتابه درانه لفظونه دلته بند پاتي دي
یارمله!! ذکر د بنګړو او پېزوان چېرته رسي
اول قبول کړه یاره زما سلام طالبه
پس له سلامه واوره دایوپیغام طالبه
اول خوعافه غواړم چې کړم خبرې یاره
دې که ظاهره ترخې خودې شکرې یاره
وایوره ښه په دیقت ښې برابرې یاره
څواصلاحې خبرې دي خوندورې یاره
ده حق په لاره به ځوده دین اسلام طالبه
له ربه ډار پکاردی ګوره غرورونکړي
کړه عاجزې اختیاره چي تکبرونکړي
ګوره چې ظلم زیاتی په کوم مجبور نکړي
هسې بې ځای امرونه په کوم مزدور ونکړي
خدای مه کړه نوم ده طالب نه کړي بدنام طالبه
کړه هره ورځ پوښتنه ده یتیمانو یاره
ده کړیدلي اولس په مظلومانو یاره
له هرتکلیفه خبرسه ده خوارانویاره
آرمان چې نه کړي خاورې ده شهیدانویاره
ده ګران مظلوم ملته کړه احترام طالبه
همدې اولس ګوره ستاډیرحیمایت ده کړی
په هره سخته کې يې داستاخذمت ده کړی
له ځانه ډیریې ګوره داستاعزت ده کړی
داستاپه سریې ګوره هم ډیرغیرت ده کړی
سه یې خذمت ته تیار اوس لاس په نام طالبه
ده دې اولس سترګې دې داستاوه خواته یاره
په اولس پام کوه ډیراولس دې ساته یاره
ده شهیدانوآرمان نه کړي ته شاته یاره
اولس دې غواړي مدام سوال کړي الله ته یاره
ده اولس دغه هیلې نه کړي لیلام طالبه
بل فیصلوته چې ځې ښه یې پوښتنه کوه
چې ده دوي جرم څه دی ښه یې څیړنه کوه
مرض معلوم کړه ځانته بیا درملنه کوه
ده هریوظلم یاره کلکه غندنه کوه
کړه فیصلي همیشه په پاک کلام طالبه
په احتیاط اخله قدم لاره دې څاره یاره
زمونږدوښمن مکرجن دی ډیرمکاره یاره
چې پري دوکه نسي ته په دي غداره یاره
مونږ قربانۍ ورکړي دي ډیربی شماره یاره
ځیرک ته اوس هروخت اوګام په ګام طالبه
اوس یوه ډله نه یې په رسمیت یادیږي
ټوله نړۍ کې ګرانه په امارت یادیږي
ده ننګ غیرت مجموعه په شهامت یادیږي
اوس دهشتګرنه یې ته ښه په غیرت یادیږي
ګوره غرور ونکړي پام کوه پام طالبه
ته ده دي عصرخالد سترقهرمان ګرانه
ته په ریښتیایې اتل سپین طالب جان ګرانه
ګټونکی ته تل مدام ده هرمیدان یې ګرانه
هم نظامې هم سیاسې مرد میدان یې ګرانه
خوډیراحتیاط په کوي خپور هرځای دام طالبه
ذبیح الله وایمه زمونږ افتخار یې ګرانه
ده زوریدلی اولس ده زړه قراریې ګرانه
وه دین وطن ته ریښتیاکلک وفاداریې ګرانه
ده غیرتومجموعه یولوړ منار یې ګرانه
نورپه همدې ځای به کړم بیان تمام طالبه
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
ذبیح الله زاهد
ورځ تر بلې سېوا کېږي مې د زړه غم
نه ختمېږي د نیمګړي ژوندانه غم
یو یې اوري نه،بل سر په اشارو دی
څوک به وخوري د ګونګي او د کاڼه غم
له دې ټولو مې ده سخته ځان ژغورنه
ستا رخسار،سترګې،باڼه او هم رانجه غم
د ژوندون دغه بــېړۍ او دا ناخوالي
تویوي له غبرګو سترګو نه اوبه غم
اغزن تار مو له مرۍ نه تاو راتاو دی
هره ورځ کورته راوړي د پښتانه غم
دا چې هر څوک غریو نیولی دی یارمله
په دې کلي کې لیدلی هر یوه غم
نه درنه چوکۍ غواړمه نه درنه دفترغواړم
ګرانه امارته عدالت د ګران عمر غواړم
زوي که د امیر که د وزیروي خوچې وي مجرم
کړي چې پرې حدود جاري دغسي رهبرغواړم
نه غواړم رسمیت د دي بدرنګي او وحشي نړۍ
دلته د اسلام حدود جاري ضرور او زر غواړم
دلته بس چې هرمجرم په خپلي سزا ورسي
توره شپه دې تیره سي بس دغه روڼ سحرغواړم
ای زاهده څوک چې وي خلاف د اسلامي نظام
له داسې کسانو څخه پرې ورمیږ اوسر غواړم
ــــــــــــــــــــــــ
ذبیح الله زاهد
زنده ګي سوه ډېره سخته ژوندعذاب دی
ترېنه تنګ سومه نور زښته ژوندعذاب دی
د جانان دبیــــــلــــتانه له سخــــت ګذاره
زړه مې مات سو لکه لښته ژوندعذاب دی
خپل خالق ته به په کوموسترګو ګورم
وا زما د ژوندون کښته ژوندعذاب دی
صِرف په ما میــــنه ګــــوره غریبـــــي ده
راسره ګرځي تل جوخته ژوندعذاب دی
زه زاهد هرچاپه نیمه لارکې پریښـــوم
ګیله راسي له خپل بخته ژوندعذاب دی
ـــــــــــــــــــــــ
ذبیح الله زاهد
هر چاته ټاکل شوې اندازه د زنده ګۍ
پر ځینو،ځینو ښکاري اغېزه د زنده ګۍ
دې ښار کې بنده شوې دروازه د زنده ګۍ
پخپلو اوږو بار وړم جنازه د زنده ګۍ
د هغه چا به نه وي هیڅ مزه د زنده ګۍ
چې غواړي له بنده نه اجازه د زنده ګۍ
چې واخلو د اخلاص او نېک عمل ډېوه په لاس کي
نو هله به رڼا شي توره شپه د زنده ګۍ
شپېلۍ ته پوکی ورکړه اسرافیله دا یې وخت دی
چې وکړو ستر ټولواک ته مونږ کیسه د زنده ګۍ
یارمله!! ده مړژواندې انګازه د زنده ګۍ
خپره ده تشه توره اوازه د زنده ګۍ
ما کړې له مودو د چا له ډاره زنده ګي
پرته وه د وحشت په لویه لاره زنده ګي
بې ږغه به سلګۍ وې،د خندا دلیل هم نه ؤ
بې مینې،بې الفته،بې سهاره زنده ګي
تیاره به وه هر وخت د سپین شفق وه سر ته ناسته
وتـــلې وه د امــن له قطاره زنــده ګي
منګي ټوټه،ټوټه به د چینې تر څنګ پراته وو
نو څه وه اې د بر ګودر چناره!! زنده ګي
خزان وو را ګډ شوی د ګلونو قتلِ عام وو
کرار،کرار وتله له دې ښاره زنده ګي
د ستورو قافلې ته به هرچا لارې څارلې
یارمله!! بس لوېدلې وه له کاره زنده ګي
..........بسم الله الرحمان الرحیم............
.................حمد شريف .............
شاعر زيـنت الله حيدري
خالق يي ددنیا او مافیها غني مولا
اللهُ، لااله الاالله غني مولا
کريم يې اوعظيم يې هم عالم په هغه څه يي
چي مونږه په هغو يوو نابینا غني مولا
اسمان ،ستوري،سپوږمۍ،کهکشانونه سيارې
دي دستا په ربوبیت باندي گوا غني مولا
خالقه ته احد یي په دي لویه پاچاهی کي
بيشکه بي شیریکه یي یکتا غني مولا
دا ستا په الوهیت او ربوبیت پروردګاره
ګواه دی هرمخلوق زمين سما غني مولا
هر بوټی، ګل،اغزئ،ونې،چنار او دشتې غرونه
لګيا دي ستا په ذکر او ثنا غني مولا
سیندونه، دریابونه ،سمندر او بحيرې
تابع د هر فرمان دي باري ستا غني مولا
خالق د مخلوقاتو ته مالکِ یوم الدین يي
دټولو مخلوقاتو يې ابا غني مولا
شاعر زينت الله به يې عاجز شي د ليکلو
په وصف د رحمان غني مولا غني مولا
@haidari11
توري تیارې زموږ پروا نه کوي
ډېوه بلېــږي خو رڼا نه کوي
ددې سړي نظر وزري کړي
اوس عادتونه د پخوا نه کوي
د زړه محل یې زنګ وهلی ښکاري
هغه چي قدر د ملا نه کوي
بتان یې ایښي دي پر کومه خاوره
لا هم سپېڅلي دي ګناه نه کوي?
څه کوو !! دا یې ترحم وګڼئ
د عذاب پرېکړه چي الله نه کوي
یارمله!! دلته امانت ګرځـمه
ژوند خو له چا سره وفا نه کوي
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
??? : @mobsec_ads
??? : @sudosup_bot
Last updated 3 weeks, 1 day ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 1 month, 1 week ago