( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago
د خوبه ویښ شه ما ته ګوره
زما خومارې سترګې ډیرې خوښې دینه
#ادبی شعرونه اوټپی
تلم او راتلم آخر خالي مکان ته ودريدمه
زه چي له ځانه مرور وم ځان ته ودريدمه
دا شپه زموږ د بدبختۍ حالونه چاته وايي
يوه شيبه له ستورو ډک اسمان ته ودريدمه
👌🏻🥀
#ادبی شعرونه اوټپی
اننګي یې دومره سره په څه سبب دي
عجیبه ده، جنتونه په غضب دي
ښکلي مخ ته خامخا سترګې وراوړي
بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي
د ريا زاهدان سپي د دوزخونو
شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي
ستا باڼه مې د زړه جېب کې وهي ګوتې
لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي
پیر محمد کاروان
#ادبی شعرونه اوټپی
سترګو مې زړه ته ګیله وکړه
مین پرې ته وې اوښکې زه اوس تویومه
زړه مې ځواب کې ورته وویل
لیدلی تا وو غرق دې زه ورباندې کړمه
#ادبی شعرونه اوټپی
شاید مړ شم د هغې د واده شپه ده...
په وجود کې مې د ننه ساه خفه ده...!
زما ټولې خوشحالۍ هیلې شوې خاورې...
ورته جوړه د نکریزو تماشه ده...!
یو جنۍ د پلار په کور زهر خوړلي...
هم عاشق یې ځان وژلی جنازه ده...
#ادبی شعرونه اوټپې
زه له ټولې دنیا ښکلی وم په خوب کې
زه بیګا یو ځای ته تللی وم په خوب کې
د شرابو د ویالې په غاړه ناست وم
زه جنت کې چا لیدلی وم په خوب کې
له خواږه خوب شوه بیداره غاړه یي راکړه
لکه زه یي چي بایللی وم په خوب کې
مولا وایه د دي خوب تعبیر به څه وي
یو جینۍ له لاس نیولی وم په خوب کې
ستا د سترگو د بڼو په جیلخانه کې
بي ګناه په دار ختلی وم په خوب کې
ستا د مخ له اننگو سره په جنگ وم
ستا بڼو په زړه ویشتلی وم په خوب کې
#ادبی شعرونه اوټپی
دا خوا**ږه یاران دی خدای مالداره مکړه
چی مالداره شی خواږه پکی ورکیږی
یاره سترګی دی دویم افغانستان دی
چانه ځان او چا نه زړه په کی ورکیږی*?*?
#ادبی شعرونه اوټپي
چې دې ستړی کړم د ورځو له تکراره
اوس مې خاوره بادوه په هره لاره
زه د خپلې خاموشۍ په محفل بوج یم
ځه! چې څه خو سره ووایو پرهاره
چې په سترګو مې د تورو حلقو جال دی
د چا سترګې مې یادېږي تر سهاره
#ادبی شعرونه اوټپی
د ماتو ماتو زړونو بد دعا شه ورپسې
جانان چې درنه تللی دی بلا شه ورپسې
تا هسې له شوخۍ ورته ویلي و چې ځم
سړی لیونی شوی دی اوس راشه ورپسې
دردونه قراریږي لږ د مالګې په اوبو
چې څوک درته یادیږي په ژړا شه ورپسې
ادبی شعرونه اوټپی?
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 2 days, 15 hours ago
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام 👇
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 3 weeks ago