رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago
استقلال
د ريښتيني مسلمان دې مبارک وي
د پتمن افغانستان دې مبارک وي
د نيکو تاريخ يې لا پسې ځلاند کړ
د ابدال او اکبرخان دې مبارک وي
د عمر او د منصور د بري راز دی
استقلال د هر افغان دې مبارک وي
نړۍوال اشغال يې دړې وړې مات کړ
د نيمروز او د واخان دې مبارک وي
د شهيد تر قبر دغه زیری ور وړئ
سپين قانون د سپين قرآن دې مبارک وي
پر نړۍ يې اغېزمن اثر لګيږي
بدره! ستا د حق اعلان دې مبارک وي!!!
مهاجر م بدر
غزل(006)
ستوری ولوېدی سپوږمۍ پسې خفه شوه
عمر وکوچيد نړۍ پسې خفه شوه
د منصور له شهادته شوه خبره
له ميونده ملالۍ پسې خفه شوه
د جلال قافله ولاړه تر منزله
د ننګونو ښاپيرۍ پسې خفه شوه
طالب ځان ورته لوګی او سپېلنی کړ
مروره ازادۍ پسې خفه شوه
شهادت ورنه چاپېر کړه دواړه لاسه
پاتې ستړې دنياګۍ پسې خفه شوه
زه يې پرېښودم تنها د هجر شپې ته
بدره! بله ډېوه ګۍ پسې خفه شوه
مهاجر م بدر
غزل
ددې خاورې ليوني دې نه ورکيږي
سرسپارلي مېړني دې نه ورکيږي
دا هيواد په شملورو را ژوندی دی
تاريخ سازه شازلمي دې نه ورکيږي
داچې ګام پر ګام ولاړ دي پر چکپاين
دا دکار او شمار سړي دې نه ورکيږي
موجوديت يې د امت ستر افتخار دی
لښکرونه عمري دې نه ورکيږي
ايټوم خېلو يرغلګرو ته خطر دی
موټر بم او فدائي دې نه ورکيږي
بدره! ستا شعر نوښت له لاسه ورکړ
اغېزمنه شاعري دې نه ورکيږي
مهاجر محمد بدر
ګنهګارې لپي
د غفران هيلې مې له زړه درته ايسارې راوړې
د دعاء لپې مې کچکولې او ناچارې راوړې
ته مې په خپل فضل کرم باندې معاف کړه ربه!
په اوږو بار مې درنې پيټې ګنهګارې راوړې
ستا تر دربار او مغفرته ننواتې راغلم
ما د بخښنې پښېمانۍ جملې بې سارې راوړې
ربه! قبولې کړه زما وړې سلګۍ او فرياد
سترګې مې سرې په رڼو اوښکوکې سينګارې راوړې
په مات قدم تڼاکو پښو ستا ترحرمه راغلم
په لويه تمه مې د زړه هيلې بې شمارې راوړې
بدر! دې لارکې جل وهلی ګنهګاره پروت دی
بښنه غواړي د ژوند چارې يې بيمارې راوړې
مهاجر م بدر
مخاطب!
بدر! ګناه وکړه,يو چاسره يې مينه وکړه
سزا يې داوه چې معشوق ورسره وکړو خيانت
مهاجر محمد بدر
غزل
لکه له ستړي فلسطين عربان لرې لرې
پۀ سخته ورځ کې درنه ګرځي ياران لرې لرې
أفغانستانه چاچې زور ستا دايمان وليدو
چې څومره وو هومره شول نور دښمنان لرې لرې
زمونږ د مينې ښایسته کور افغانستان جانان دی
ټول دې خبر وي لر او بر رقيبان لرې لرې
خدای دې زمونږ د محبت ټولنيز کلک وساتي
خدای دې زمونږ لۀ مينځه کړي شيطانان لرې لرې
د ابادۍ جهاد شروع دی ضرورت دی ورته
بلخوا دې نۀ ځي زمونږ د خاورې ځوانان لرې لرې
د بدر! هیله ده فکري سنګر دې هم وپالي
ارام دې نۀ کېني زاړۀ شاعران لرې لرې
محمد بدر
غزل
چا پۀ دې لاره کې ګل ايښی تللی
پکې يې راز مکمل ايښی تللی
د دغه ګل محافظت پکار دی
دا امانت يو اتل ايښی تللی
پلونه محکم ورپسې ږدئ ملګرو
هغۀ پر دې مسير پل ايښی تللی
پۀ دين وطن باندې يې ننګ کړی دی
تر شا يې غرۀ کې مورچل ايښی تللی
دا تک سپين توغ يې پۀ يادګار راپاتې
دا چې يې پاس پۀ کابل ايښی تللی
زما به اوښکې پرې راتوی شي بدره!
انځور يې زما پۀ کوګل ايښی تللی
مهاجر محمد بدر
غزل
پۀ دې سپېڅلې پاکه دنده کې سپېڅلي اوسئ
زړۀ پۀ تقوا باندې سمبال ساتئ غښتلي اوسئ
د الهي مينې جنون لۀ ټنډې لرې نه کړئ
دعوه مو کړې ده د عشق پۀ اور سېځلي اوسئ
پۀ هسکو غاړو جګو سترګو زندګي وپالئ
د تاریخو پۀ تندې ليک ياستئ ښاغلي اوسئ
مينه او ژوند وکړئ وفا ورسره مۀ هېروئ
د يار پۀ مينه ليوني په زړۀ داغلي اوسئ
لکه عمر دربار مو هرچا لره خلاص وساتئ
د اسلامي نړۍ لپاره ځلېدلي اوسئ
لاس پۀ دعا دی درته کاندي دعاګانې بدر!
تاسې به تل زما د غزل پۀ تار پېيلي اوسئ
مهاجر محمد بدر
رسانه خبری _ تحلیلی «مثلث»
News & media website
تازهترین اخبار ایران و جهان
ارتباط با ما :
@pezhvakads
اینستاگرام ?
https://instagram.com/mosalas_tv?igshid=MzRlODBiNWFlZA==
Last updated 2 months ago
( اَلـفـبای تِکنولژے وَ ترفَنـد )
آمـوزش ، تـرفـند ، ابـزار
𝘼𝙙𝙨 : @mobsec_ads
𝙎𝙪𝙥 : @sudosup_bot
Last updated 1 month ago